ثارالله

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ثارُالله د خدای د وینې په معنا، د امام حسین(ع) له لقبونو څخه دی. په عاشورا زیارت کې په هغه په دې نامه درود استول شوی دی. د ثار الله مختلف تفسیرونه بیان شوې دي؛ منجمله دا چې خدای په خپله د امام حسین د وینې غچ اخستونکی دی؛ همداراز هغه کس چې د خدای په لاره کې یې وینه غوښتې ده.

د امام حسین(ع) لقب

د عاشورا زیارت یوه برخه:

«السَّلاَمُ عَلَیكَ یا ثَارَ اللهِ وَ ابْنَ ثَارِهِ[۱]»

* ژباړه: سلام دې وي پر تا ای د خدای وینې او ای د خدای د وینې زویه..

ثارالله د امام حسین یو لقب دی په ځینو روایي متونو منجمله عاشورا زیارت کې په امام حسین (ع) باندې د ثارالله او د ثارالله د زوي په نوم سلام ویل شوی دی.[۲] د علامه مجلسي په وینا د الکافي کتاب په ځینو نسخو کې [۳] ثائر الله راغلی دی.[۴]

ثار الله د ځینو پخوانیو شاعرانو په شعرونو کې راغلی دی. د مثال په توګه شیعه شاعر ابن رومي (وفات ۲۸۳ق) د یحیی بن عمر په غم کې یوه قصیده ویلې چې پکې یې د ثار الله تعبیر کارولی دی.[۵] یحیی بن عمر د امام حسین (ع) له لمسیانو و چې د عباسي خلیفه المنتصر په خلاف یې پاڅون وکړ.[۶]

معنا

ثار له ثَأر اخستل شوی او یوه معنا یې وینه غوښتنه ( د مقتول د وینې د بدلې غوښتل) [۷] او وینه ده.[۸] په ځینو روایتونو کې دې ته له اشارې وروسته چې امام حسین «ثارالله فی الارض» دی، خدای تعالی د هغه د وینې غچ اخستونکی بلل شوی چې انسانان د هغه د وینې غچ اخستلو ته بلي.[۹] د علامه مجلسي په وینا له ثار الله مطلب دا دی چې په خپله امام حسین به د رجعت په زمانه کې، د خپلې او د خپلې کورنۍ د وینې انتقام اخلي.[۱۰]

پینځګوني احتمالونه

ابوالفضل تهراني په شفاء الصدور کتاب کې چې د عاشورا د زیارت په شرحه کې لیکل شوی، د ثارالله لپاره پینځه احتمالونه ذکر کړې دي:

  1. ثار الله په اصل کې «اهل ثار الله» و. پر دې اساس د هغه کس په معنا دی چې د دې وړتیا لري چې خدای د هغه د وینې غچ واخلي.
  2. داسې وژل شوی چې خدای یې د وینې د غچ غوښتونکی دی.
  3. ثارالله په اصل کې «الثائرُ لِله» و چې پکې تصحیف شوی دی. پر دې اساس د هغه چا په معنا دی چې د خدای په لاره کې او د هغه لپاره یې قصاص کړی دی.
  4. ثارالله د عین‌الله (د خدای سترګې) او یدالله (د خدای لاس) په شان دی چې ترې د خدای د وینې ظاهري او حقیقي معنا نه ده اراده شوې بلکې د خبري صفاتو په شان په مجازي معنا کې استعمال شوی دی.
  5. ثار د غوښتل شوې وینې په معنا دی او الله ته یې اضافه له دې امله ده چې خدای تعالی د دغه وینې اصلي ولي او غوښتونکی دی.[۱۱]

تهراني لومړۍ معنا د علامه مجلسي،[۱۲] او دوهمه معنا د اهل سنت د مفسر زمخشري او دریمه معنا د مجمع البحرین د کتاب د لیکوال طریحي [۱۳] ګڼلې او په خپله یې پینځمه معنا منلې ده. د څلورمې معنې لپاره یې هم کوم قایل نه دی ذکر کړی او هغه یې بعیده ګڼلې ده.[۱۴]

ټولنیز غوښتونکي

اسلامي څېړاندی او مجتهد ایت الله جوادي آملي :

«مونږ له خدایه غواړو چې د حسین بن علي (علیه السلام) د وینې غچ واخلو، د دې لپاره چې مونږ د حسین بن علي (علیه السلام) بچیان یو، ولې؟ ځکه چې د پېغمبر (ص) مبارک وجود په ډاګه اعلان وکړ چې:«أنا و علی أبوا هذه الامّة».«زه او علي د دې امت دوه پلاران یو» دا د عاشورا پېغام دی، خبره د امامت او امت نه ده، خبره د پلاروالي او زوي والي ده، په حقیقت کې شیعه د حسین بن علي (علیه السلام) بچیان دي. عاشورا زمونږ لپاره یو فرهنګي او فکري مکتب دی او مونږ چې شیعه شو دا تذکره مو واخیسته او شوو د پېغمبر، علي او حسین (علیهم السلام) بچیان نو ځکه مونږ د دوي د وینې غچ اخستونکي یوو.»

* سرچينه: https://javadi.esra.ir/fa/w/شیعه،-فرزند-حسین-بن-علی-ع-است-و-باید-خونبهای-او-را-ب.

اوسمهاله نظریه ورکوونکي علي شریعتي، د ثارالله او د ثَوره او وراثت د مفهوم تر مینځ اړیکي ټینګ کړي دي. د هغه په وینا ثارالله د انسان د تاریخ د فلسفې تفسیروونکی دی؛ځکه چې د انسان ټول ژوند له آدمه تر آخرالزمانه د هابیل د وینې د غچ اخستلو د تحقق لپاره ده چې له یو نسله بل نسل ته رسیږي؛ او په دې غچ غوښتنه کې بیا هم وینه بهیول کیږي. په دې مینځ کې امام حسین (ع) چې له حضرت آدم تر آخرالزمانه د زنځیر یوه کړۍ ده، د دغه وینو وارث دی چې په خپله هم د ثَأر په شکل راغلی دی.[۱۵]

اړوند اثار

علی‌اکبر بن محمدامین لاري، په دیارلسمه قمري پېړۍ کې د «یا ثارَالله و ابنَ ثارِه» د شرح حدیث په نوم یوه رساله لیکلې چې اصلي موضوع یې د امامانو د وینې د طهارت اثبات دی. په دې رساله کې د عصمت په اړه هم ځینې بحثونه شته دي.[۱۶] د دغه رسالې خطي نسخه په ۴۰۸۶ نمبر سره د ایت الله نجفي مرعشي په کتابتون کې موجوده ده.[۱۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچيڼې

  • ابن قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح: عبدالحسین امینی، نجف، دار المرتضویه، ۱۳۵۶ش.
  • ابن رومی، علی بن عباس، دیوان، چاپ عبدالامیر علی مهنا، بیروت ۱۴۱۱ق/ ۱۹۹۱م.
  • ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • حسینی اشکوری، احمد، فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه عمومی حضرت آیة‌الله العظمی مرعشی نجفی، قم، ۱۳۵۴ـ۱۳۷۶ش.
  • زبیدی، سید محمد مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، تصحیح: علی شیری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
  • شریعتی، علی، حسین وارث آدم، تهران، ۱۳۸۱ش.
  • طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، تصحیح: سید احمد حسینی، تهران، کتابفروشی متضوی، ۱۴۱۶ق.
  • طهرانی، ابوالفضل بن ابوالقاسم، شفاءالصدور فی شرح زیارة العاشور، تهران، مرتضوی، ۱۳۷۶ش.
  • فراهیدی، خلیل بن احمد، کتاب العین، تصحیح: مهدی مخزومی و ابراهیم سامرائی، قم، هجرت، ۱۴۱۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح:‌ علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة‌العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تصحیح: سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.