منځپانگې ته ورتلل

جانشیني حضرت محمد (کتاب)

د wikishia لخوا
د محمد د جانشینۍ اصلي کتاب

د حضرت محمد(ص) جانشیني، د لومړنی خلافت په هکله یوه څیړنه (The succession to Muhammad:a study of the early caliphate) کتاب دی چې د ویلفرډ ماډلونګ لخوا لیکل شوی، یو عیسوي اسلامي پوهان. په دې کتاب کې له ابوبکر څخه د مروانیانو د لومړي خلیفه تر مړینې پورې د خلافت تاریخ څېړل شوی دی.

د کتاب اصلي تمرکز د خلفای راشدین په اړه دی. په دې کې د ابوبکر خلافت ته د رسېدو څرنګوالی، د بني هاشمو په اړه د ابوبکر او عمر سیاسي تګلاره، د عثمان وژنه، د امام علي(ع) خلافت ته د رسېدو څرنګوالی، د جمل جګړه او د صفین د جګړه په هکله بحثونه شوي دي.

هغه نقطه نظره چې د کتاب لیکوال د پیغمبر(ص) د جانشینۍ په اړه را پورته کړې ده هغه دا ده چې د قرآن کریم د ایتونو له مخې د پیغمبر اکرم(ص) جانشیني باید د هغه کورنۍ ته رسیدلې وې. د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتور او اسلامي لارښود وزارت په ۱۳۷۷ کال کې د محمد(ص) د جانشینۍ کتاب د کال د کتاب په توګه غوره کړ. دا کتاب په فارسي ژبه ژباړل شوی او د آستان قدس رضوي څېړنیز بنسټ له خوا چاپ شوی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: ولفرډ ماډلونګ

ویلفرډ فرډینانډ ماډِلونګ (په جرمنې ژبې کې: Wilferd Ferdinand Madelung) (د دسمبر په 26، 1930 کې د آلمان په سټوټګارټ کې زیږیدلی) له معاصرو اسلامي پوهانو څخه دی.[۱] هغه په ​​1957 کې د هامبورګ له پوهنتون څخه په اسلامي مطالعاتو کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی دی.[۲]

ماډِلونګ له مهمو لویدیځ شیعه پوهانو څخه شمیرل کیږي.[۳] هغه د اسلام او په ځانګړې توګه د شیعو په اړه شاوخوا 200 مقالې او کتابونه لیکلي او ایډیټ کړي دي.[۴]

د لیکوال هڅونه

د لیکوال په اند د کتاب د لیکلو موخه لومړی د خلافت د ماهیت څرګندول او د هغه لنډ تاریخ وړاندې کول وو. خو د څېړنو په منځ کې دا ورته جوته شوه چې د اسلام د پېل د پېښو په باره کې د «اسلامي سرچينو په وړاندې د غربي مورخينو ډېره بې باوري» په دې برخه کې د تحريف لامل شوي او د دې سبب شوي چې ځينې موارد ته پاملرنه ونه شي. له همدې امله، هغه پریکړه کوي چې ډیره تفصیلي څیړنه وکړي او د اسلام له پیل سره نږدې د معتبرو سرچینو په کارولو سره د خلافت د تاریخ «ډیر دقیق او معتبر انځور» وړاندې کړي.[۵]

منځپانګه

د کتاب اصلي محتوا په سریزه، څلور فصلونه (هر فصل د خلفای راشدین څخه د یو په نوم نومول شوی) او یوه «پایله» لري. د کتاب نسبتا اوږده سريزه د اسلام د پېغمبراکرم(ص) د جانشینۍ د اهميت، د مسلمانانو په وېش کې د دې مسئلې رول، دې مسئلې ته د معاصرو لويديځو مورخينو د نه پاملرنې لاملونه او د لويديځ د اسلام شناسو د پیغمبر(ص) د جانشینۍ د نظریې په اړه اعتراض، او د پېغمبر(ص) خپلې کورنۍ لپاره جانشینۍ ته ګروهنه دي.[۶] په پایله کې له امام حسن(ع) سره د بیعت کولو څرنګوالی، د معاویه حاکم جوړیدل، اموی دورې پیښې د لومړۍ مرواني خلیفه تر مړینې پورې په کې  خبرې شوې دي.[۷]

د فصلونو عنوانونه او موضوعات

تړلي مطلبونه

  1. دا کتاب اووه تړلي مطلبونه لري
  2. د رسول الله(ص) کفن او دفن
  3. د حضرت محمد(ص) میراث (د فدک په مسله تمرکز)
  4. د عثمان بن عفان مېرمنې او اولادونه
  5. د حسن بن علي(ع) مېرمنې او اولادونه
  6. د عمر په وخت کې د عراق خالصې ځمکې
  7. د عثمان د خلافت د بحران په اړه د سرچینو په اړه توضیحات
  8. موسی بن طلحه او امويان.[۱۶]
د «حضرت محمد(ص) جانشیني» کتاب ژباړه

د پیغمبر د جانشینۍ په اړه د لیکوال نظریه

ماډلونګ د کتاب په سریزه کې په قرآن کې د خپلوۍ د مسلې په اړه مفصل بحث وړاندې کړی دی.[۱۷] د قرآن د مختلفو آیتونو په حواله، هغه د پیغمبرانو په ملاتړ او د هغوي د وارثانو په حمایت کې د پخوانیو پیغمبرانو د کورنیو رول څیړي او دې پایلې ته رسي چې د قرآن پر اساس د پیغمبر(ص) طبیعي جانشین ابوبکر نه شي کیدی.[۱۸] هغه ليکي: تر کومه ځايه چې قرآن د محمد(ص) د افکارو څرګندونه کوي. ښکاره خبره ده چې هغه دا نه غوښته چې ابوبکر خپل طبيعي جانشين کړي او نه په دې کار راضي و.[۱۹]

د «امام علی؛ د رسول الله(ص) جانشین» کتاب

د کتاب ژباړه

دا کتاب په ۱۳۷۷ کال کې فارسي ته ژباړل شوی او د آستان قدس رضوي اسلامي څیړنیز بنسټ لخوا چاپ شوی دی. احمد نمایي، جواد قاسمي، محمد جواد مهدوي او حیدر رضا ضابط یې د ژباړې مسولیت په غاړه درلود. دا کتاب په ۱۳۷۷ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کال غوره شوی کتاب شو.[۲۰]

د کتاب نقد

د «امام علی(ع)؛ جانشین رسول الله(ص)» کتاب د حسین عبد المحمدي او اسدالله رحیمي له خوا لیکل شوی د ماډلونګ د بحثونو نقد دی چې په شپږو برخو کې ترتیب شوی او د زمانې له مخې د پیغمبر(ص) له وفاته وروسته د هر یو خلیفه د وخت د پیښو بهیر تحلیلوي.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ الویری، «معرفی کتاب جانشینی حضرت محمد (ص)»، ص۳۸۸.
  2. ↑ الویری، «معرفی کتاب جانشینی حضرت محمد (ص)»، ص۳۸۸.
  3. ↑ بهشتی‌مهر و تقی‌زاده داوری، «بررسى روش‌ها و ویژگی‌های پژوهشى ویلفرد مادلونگ در مطالعات شیعى»، ص۲۴.
  4. ↑ بهشتی‌مهر و تقی‌زاده داوری، «بررسى روش‌ها و ویژگی‌های پژوهشى ویلفرد مادلونگ در مطالعات شیعى»، ص۲۴و۲۵.
  5. ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۳و۴.
  6. ↑ الویری، معرفی کتاب «جانشینی حضرت محمد(ص)»، ص۳۹۰.
  7. ↑ الویری، معرفی کتاب «جانشینی حضرت محمد(ص)»، ص۳۹۲.
  8. ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۴۷.
  9. ↑ الویری، معرفی کتاب «جانشینی حضرت محمد(ص)»، ص۳۹۱.
  10. ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۸۵.
  11. ↑ الویری، معرفی کتاب «جانشینی حضرت محمد(ص)»، ص۳۹۱.
  12. ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۳.
  13. ↑ الویری، معرفی کتاب «جانشینی حضرت محمد(ص)»، ص۳۹۱.
  14. ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد، ۱۳۷۷ش، ص۱۹۷.
  15. ↑ الویری، معرفی کتاب «جانشینی حضرت محمد(ص)»، ص۳۹۱و۳۹۲.
  16. ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، فهرست کتاب.
  17. ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۲۰تا۳۲.
  18. ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۳۲.
  19. ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۳۲.
  20. ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، مقدمه ناشر، ۱۳۷۷ش، صفحه هشت.
  21. ↑ معرفی کتاب «امام علی(ع)؛ جانشین رسول الله(ص)»، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی.

سرچينې