د رده جنګونه

د wikishia لخوا

د رِدَّة جنګونه (په پښتو کې: د اردتداد جنګونه) هغه جنګونه دي چې د لومړي خليفه ابوبکر بن ابي قحافه په امر په 11 او 12 هجري کلونو کې د هغو ډلو په خلاف وشول چې هغه يې مرتد بلل. دا جنګونه د درواغجنو پیغمبرانو د پیروانو او د هغو اشخاصو او قبیلو په خلاف ترسره شول چې حکومت ته یې د زکات له ورکولو څخه انکار کاوه.

د زکات د نه ورکولو په جرم د لومړي خليفه په حکم د خالد بن وليد په لاس د رسول الله(ص) د صحابي مالک بن نويرة په څېر د خلکو وژنه د ځينو صحابه د اعتراض سبب شوه لکه ابو قتاده انصاري او عمر بن خطاب. همدارنګه د ردّة جنګونو پیښې د صحابه د عدالت د نظریې د ردولو لپاره کارول کیږي؛ ځکه چې په دغو جګړو کې دواړه خواوې د رسول الله(ص) اصحاب وو. نو د ځينو اصحابو له خوا د ځينو نورو اصحابو وژل او داسې نورې پېښې ترسره شوي دي چې د هغوي له عدالت سره سمون نه لري.

نومول او ځای

د ردّې جنګونه د هغو جنګونو لړۍ ته اشاره کوي چې د لومړي خلیفه په امر د هغو ډلو په مقابله کې ترسره شوي چې دوي یې مرتد بولي.[۱] له دې سببه دې ته ردّة یا د ارتداد جنګونه وايي. «ردّة» په لغت کې له دین څخه ستنیدل یا وتل[۲] او کافر کیدلول ته وايي[۳]

د ردّې جنګونه په ۱۱ هجري قمري کال کې د ابوبکر د پېغمبراکرم(ص) د ځای ناستي په توګه له ټاکل کېدو وروسته پيل شوو[۴] او تر ۱۲ هجري قمري کال پورې يې دوام وموند.[۵] دا جنګونه د اسلامي ځمکې په بیلا بیلو برخو له مدینې څخه تر یمن، بحرین او یمامه پورې ترسره شول.[۶] د رسول جعفریان په وینا، د اسلام د پیغمبر(ص) له وفاته او د سقیفې له پېښې وروسته، د مسلمانانو اصلي ستونزه د ارتداد د غورځنګ په نوم یاده شوې ده.[۷]

د جوړښت سریزې او ښکیل اړخونه

د مُسَیلمه کذّاب او طُلَیحة بن خُوَیلد اسدي په څیر د خلکو لخوا د دروغو د پیغمبرۍ ادعا، د ابوبکر له بیعت څخه ډډه کول او د یو شمیر مسلمانو قبیلو لخوا حکومت ته د زکات نه ورکول، د ردّة جنګونو اساس وګرځید.[۸]

د واقدي په وينا، چې د دويمې او دريمې هجري پېړۍ له مورخينو څخه دى، وروسته له دې چې ابوبکر د رسول الله(ص) د ځاى ناستي لپاره غوره شو، بېلابېلې قبیلې مرتدې شوې. چې په دوی کې یوه د بني اسدو قبیله وه، چې مشر یې طُلَیحة بن خُوَیلد اسدي د پیغمبرۍ دعوه وکړه. د بنو حنيفه قبيلې د مُسَیلمه کذّاب د پیغمبرۍ ملاتړ وکړ او د کِندي قبيله هم چې مشر يې اشعث بن قيس و، هم مرتده شوه.[۹]

کومو کسانو چې له زکات نه انکار کاوه مختلفې انګیزې درلودې: ځینې نوي مسلمانان وو او د زکات ورکول د هغوي لپاره سخت وو او په خبره پوره نه وو پوه شوي.[۱۰] ځنې نور هغه کسان وو چې زکات یې ورکاوه خو ابوبکر ته یې له ورکولو ډډه کوله؛[۱۱] ځکه چې دوي د ابوبکر خلافت نه و منلی او د پېغمبراکرم(ص) د اهل بیتو د حکومت غوښتونکي وو.[۱۲] د رسول جعفریان په وینا مالک بن نویرة او د هغه قبیله له همدې ډلې وه.[۱۳] همدارنګ راپور شوی دی چې حارث بن معاويه د لومړي خليفه استازې له خپلې قبيلې څخه وشړل، ځکه چې د ده په اند خلافت د پېغمبراکرم(ص) د اهلبیتو حق و.[۱۴]

خالد بن وليد، عکرمة بن ابی جهل او خالد بن سعيد بن عاص له هغو قوماندانانو وو چې ابوبکر له اهل ردّة سره د جګړې لپاره لېږلي وو.[۱۵] خالد بن وليد د رسول الله(ص) يو صحابي مالک بن نويره په دې جرم وواژه چې زکات یې نه ورکاوه.[۱۶]

غبرګونونه

د ردّة د جګړو په اړه بیلا بیل غبرګونونه راپور شوي. د تاریخ پوهانو په وینا، ځینو صحابه له هغو خلکو سره جنګیدل، چې د اسلام د پیغمبر(ص) پر نبوت او په توحید باور لري، د رسول الله(ص) له حکم سره مخالف ګڼه او نیوکې او اعتراضونه یې وکړل.[۱۷] نو له همدې امله یې لومړي خلیفه ته وړاندیز وکړ چې هغوي پرېږدي، تر څو د هغوي په زړونو کې ايمان مزبوت شي او له هغه وروسته ترې زکات راټول کړي؛[۱۸] خو ابوبکر د هغه کسانو تر مینځ چې لمونځ کوونکي وو خو زکات یې نه ورکوه او د هغو تر مینځ چې له لمانځه منکر وو، فرق ونه کړ او ټول یې مرتد او د جګړې مستحق وګڼل.[۱۹]

د الماني اسلام پوه مادلونګ په وینا، ابوبکر د زکات په اړه هر ډول جوړجاړي رد کړه او د زکات ورکول یې اسلام ته د قبیلو د وفادارۍ معیار وباله. د ده له نظره هغه کسان چې زکات یې نه ورکاوه مرتد ګڼل کېدل او د هغو کسانو په څېر چې له دين څخه مرتد شوي وي او یا یې هيڅکله دين نه وي قبول کړی، ګڼل چې بايد ورسره جګړه وشي.[۲۰]

د خالد بن وليد په لاس د مالک بن نويرة او د هغه د قبيلې وژل د ابو قتاده انصاري او د رسول الله(ص) د ځينو نورو اصحابو د احتجاج سبب شو.[۲۱] عمر بن خطاب په دې باور و چې خالد بن ولید د مالک د قتل په سبب قصاص او د هغه له میرمنې سره د جنسي اړیکو په جرم، هغه د سنګسار مستحق دی؛ خو له ټولو سره بیا هم ابوبکر د خالد له کړنو دفاع کوله.[۲۲]

پایلې

ویل کیږي چې د ردّې پیښې د ابوبکر لپاره دوه سیاسي او نظامي پایلې درلودې: سیاسي پایله یې د هغه د حکومت د بحران کمول او نظامي پایله یې د یوې داسې جګړې تجربه وه چې تر هغه ورځې پورې په حجاز سیمه کې نه وه شوې.[۲۳]

کلامي پایلې

همدارنګه په کلامي بحثونو کې د ردّې د جنګونو کیسه له کیسې د صحابه د عدالت د نظریې د ردولو لپاره ګټه اخستل کیږي. ځکه چې د جګړې دواړه اړخونه صحابه وو. د ځینو صحابه ارتداد او د مالک بن نویره وژل او د خالد بن ولید له خوا د هغه له میرمنې سره سملاستل هم د صحابه د عدل له نظریې سره مطابقت نه لري.[۲۴]

کتاب پیژندنه

په تاریخي سرچینو کې د ردّې د جګړې په اړه خبرې شوي دي. همدارنګه، په دې برخه کې ځینې کتابونه په خپلواکه توګه لیکل شوي؛ په شمول د:

  • کتاب الرِّده د ابومِخنَف کتاب(وفات کال ۱۵۷ق)
  • کتاب المَبعث و المَغازی و الوَفاة و السَّقیفة و الرِّدة؛ د اَبان بن عثمان اَحمري کتاب
  • کتاب الرِّده؛ سیف بن عمر اسدي (وفات کال بعد از ۱۷۰ق)
  • کتاب الرِّده؛ عبدالله بن وَهَب فَهْري قُرَشي (وفات کال ۱۹۷ق)
  • کتاب الرِّده؛ هِشام بن محمد کلبي (وفات کال ۲۰۴ق)
  • کتاب الرِّده؛ اسحاق بن بشر بخاري (وفات کال ۲۰۶ق)
  • کتاب الرِّده؛ محمد بن عمر واقِدي (وفات کال ۲۰۷ق)
  • کتاب الرِّده؛ ابوالحسن علي بن محمد مدایني (وفات کال ۲۱۵ق)
  • کتاب الرِّده؛ اسماعیل بن عیسي عطار (وفات کال ۲۳۲ق)
  • کتاب الرِّده؛ وَثیمة بن موسی فارسي (وفات کال ۲۳۷ق)[۲۵]

لا زیات لوستل

«جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پیامبر(ص)» د علي غلامي دهقي کتاب. دا کتاب د شیعه او سني منابعو په څیړلو سره دې نتیجې ته رسیدلی دی چې په مدینه منوره کې د ابوبکر د خلافت پر ضد د یاغیانو یوه ډله مرتد شوې وه، خو یوې لویې ډلې یې اقتصادي او سیاسي انګېزې درلودې، خو اسلام او احکام یې منل. خو ابوبکر دا ټولې ډلې د ارتداد په جرم وزپلې. دا کتاب د امام خمینی تعلیمی او څیړنیز انسټیټوټ (مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی) خپور کړی دی.

فوټ نوټ

  1. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۱۵۲.
  2. فراهیدی، کتاب العین، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۷.
  3. راغب اصفهانی، مفردات الفاظ القرآن، ۱۴۱۲ق، ص۳۴۹.
  4. طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۴۲.
  5. ابن‌کثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۴۲.
  6. واقدی، الردة، ۱۴۱۰ق، ص۴۹.
  7. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۲۸.
  8. پاکتچی، «پژوهشی در کتاب‌شناسی جنگ‌های رده»، ص۲۶۱-۲۶۲.
  9. واقدی، الرده، ۱۴۱۰ق، ص۴۹-۵۰.
  10. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۲۸.
  11. ابن‌کثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۱۱.
  12. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۲.
  13. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۲.
  14. ابن‌اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۸.
  15. مسکویه رازی، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۸۰.
  16. واقدی، الرده، ۱۴۱۰ق، ص۱۰۷.
  17. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۱۵۳.
  18. ابن‌کثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۱۱.
  19. واقدی، الرده، ۱۴۱۰ق، ص۵۱.
  20. مادلونگ، جانشینی حضرت محمد(ص)، ۱۳۷۷ش، ص۷۲.
  21. ابن‌عماد حنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۳۵-۱۳۶.
  22. ابن‌عماد حنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۳۶.
  23. غلامی دهقی، جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)، ص۳۶.
  24. نیکزاد، «عدالت صحابه در ترازوی تحقیق»، ص۴۲.
  25. پاکتچی، «پژوهشی در کتاب‌شناسی جنگ‌های رده»، ص۲۶۷-۲۷۰.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه