حزب (قرآن)

د wikishia لخوا

حِزب د قرآن د تقسیمولو یونټ دی.[۱] د قرآن هره سیپاره په څو حزبونو وېشل کیږی.[۲] په ځینو قرانونو کې هره سیپاره په دوو حزبونو وېشل شوې[۳] چې د دغه وېش مطابق قرآن ۶۰ حزبونه کیږی.[۴] ځینو نورو هره سیپاره په څلورو حزبونو وېشلې چې پر اساس یې قرآن ۱۲۰ حزبه کیږي.[۵] همداراز هر حزب په څلورو برخو ویشل کیږي چې هره برخه یې، رُبع نومیږي.[۶] دغه وېش د ایتونو پر اساس شوی دی.[۷] د یو روایت له مخې چې د اهل سنتو ځینو حدیثي سرچینو له عمر بن خطابه نقل کړی د حزب اصطلاح د پېغمبر(ص) په زمانه کې او د هغه په تعبیراتو کې وه او مسلمانانو هره ورځ د قرآن یو حزب تلاوتوه.البته په دغه روایت کې د حزب اندازې ته اشاره نه ده شوې.[۸]

په قرآن کې د یو حزب د پېلېدو نښه

په ځینو هیوادونو لکه ایران کې د قرآن هر حزب جدا هم چاپ کیږي. د دغه چاپونو ټولګې ته یو سل شل پارې قرآن وایي. له دغه قرآنونو د فاتحې او ختم په دستورو کې استفاده کیږي.[۹] البته سید محمد حسین حسیني طهراني (وفات:۱۴۱۶ق) د ختم په دستورو کې د جزوې او حزبونو په توګه د قرآن له وېشلو سره مخالف و. هغه د دغه طریقې دودېدل د یزید بن معاویه له زمانې ګڼل او په دې باور و چې د ختم او فاتحې په دستورو کې باید له پوره قرآنه استفاده وشی.[۱۰]

په مختلفو حزبونو او جزونو د قرآن د وېشلو هدف لا ډېر تلاوت ته د قاري هڅول[۱۱] او په حفظ کې اسانتیا [۱۲] او د قرآن زده کړه ګڼل شوې ده.[۱۳] په سيپارو او حزبونو د قرآن د وېشلو خیال د مأمون عباسي (وفات ۲۱۸ق) ګڼل شوی دی؛ که څه هم ځینو هغه حَجّاج بن یوسف ثَقَفي (وفات: ۹۵ق) ته منسوب کړی دی.[۱۴] په حزب او سيپارې باندې د قرآن د وېشلو له عیبونو، د کلام په مینځ کې د تلاوت ختمېدل او یا د مطلب له مینځه د تلاوت پېلېدل ګڼل شوې دي.[۱۵]

د الزیاده و الاحسان فی علوم القرآن، کتاب د لیکوال په وینا د پېغمبر(ص) اصحابو په یوه اونۍ کې د قرآن د ختمولو لپاره هغه په اوو برخو وېشلی و چې هرې برخې ته به یې یو حزب وایه.[۱۶] دغه وېش د سورو په اساس شوی و.[۱۷] د دغه ډول وېش مطابق، په لومړي حزب کې د قرآن درې لومړۍ سورې (له حمد سورې پرته) شاملې وې. دوهم حزب، ورپسې پینځه سورې، دریم حزب ورپسې اوه سورې، څلورم حزب ورپسې نهه سورې، پینځم حزب ورپسې پینځه سورې، شپږم حزب ورپسې دیارلس سورې او اوم حزب چې ورته یې مُفَصَّل حزب ویل، نورې سورې (د ق له سورې تر آخره) شاملې وې.[۱۸] له ځینو اصحابو نور اوه ګوني تقسیمونه هم نقل شوې دي.[۱۹] په همدې مناسبت ویل کیږي چې د قرآن هره برخه چې انسان ځان د هغه په قرائت ملزم او پابنده کوي، حزب نومول کیږی.[۲۰]

د قرآن حزبونه
د حزب شمېره جز- حزب د آيت له پيل څخه د آیت تر پایه پورې
۱ ۱-۱ د حمد سورہ ۱ آیت د بقرہ سورہ ۴۳ آیت
۲ ۲-۱ د بقره سورہ ۴۴ آیت د بقرہ سورہ ۷۴ آیت
۳ ۳-۱ د بقره سورہ ۷۵ آیت د بقره سورہ ۱۰۵ آیت
۴ ۴-۱ د بقره سورہ ۱۰۶ آیت د بقره سورہ ۱۴۱ آیت
۵ ۱-۲ د بقره سورہ ۱۴۲ آیت د بقره سورہ ۱۷۶ آیت
۶ ۲-۲ د بقره سورہ ۱۷۷ آیت د بقره سورہ ۲۰۲ آیت
۷ ۳-۲ د بقره سورہ ۲۰۳ آیت د بقره سورہ ۲۳۲ آیت
۸ ۲ - ۴ د بقره سورہ ۲۳۳ آیت د بقره سورہ ۲۵۲ آیت
۹ ۳ - ۱ د بقره سورہ ۲۵۳ آیت د بقره سورہ ۲۷۱ آیت
۱۰ ۳ -۲ د بقره سورہ ۲۷۲ آیت د آل عمران سوره ۱۴ آیت
۱۱ ۳ - ۳ د آل عمران سوره ۱۵ آیت د آل عمران سوره ۵۱ آیت
۱۲ ۳ - ۴ د آل عمران سوره ۵۲ آیت د آل عمران سوره ۹۲ آیت
۱۳ ۴ - ۱ د آل عمران سوره ۹۳ آیت د آل عمران سوره ۱۳۲ آیت
۱۴ ۴ -۲ د آل عمران سوره ۱۳۳ آیت د آل عمران سوره ۱۷۰ آیت
۱۵ ۴ -۳ د آل عمران سوره ۱۷۱ آیت د آل عمران سوره ۲۰۰ آیت
۱۶ ۴ -۴ د نساء سوره ۱ آیت د نساء سوره ۲۳ آیت
۱۷ ۵ -۱ د نساء سوره ۲۴ آیت د نساء سوره ۵۷ آیت
۱۸ ۵ -۲ د نساء سوره ۵۸ آیت د نساء سوره ۸۷ آیت
۱۹ ۵ -۳ د نساء سوره ۸۸ آیت د نساء سوره ۱۱۳ آیت
۲۰ ۵ -۴ د نساء سوره ۱۱۴ آیت د نساء سوره ۱۴۷ آیت
۲۱ ۶ -۱ د نساء سوره ۱۴۸ آیت د نساء سوره ۱۷۶ آیت
۲۲ ۶ -۲ د مائده سوره ۱ آیت د مائده سوره ۲۶ آیت
۲۳ ۶ -۳ د مائده سوره ۲۷ آیت د مائده سوره ۵۰ آیت
۲۴ ۶ -۴ د مائده سوره ۵۱ آیت د مائده سوره ۸۱ آیت
۲۵ ۷ -۱ د مائده سوره ۸۲ آیت د مائده سوره ۱۰۸ آیت
۲۶ ۷ -۲ د مائده سوره ۱۰۹ آیت د انعام سوره ۳۵ آیت
۲۷ ۷ -۳ د انعام سوره ۳۶ آیت د انعام سوره ۷۳ آیت
۲۸ ۷ -۴ د انعام سوره ۷۴ آیت د انعام سوره ۱۱۰ آیت
۲۹ ۸ -۱ د انعام سوره ۱۱۱ آیت د انعام سوره ۱۴۰ آیت
۳۰ ۸ -۲ د انعام سوره ۱۴۱ آیت د انعام سوره ۱۶۵ آیت
۳۱ ۸ -۳ د اعراف سوره ۱ آیت د اعراف سوره ۴۶ آیت
۳۲ ۸ -۴ د اعراف سوره ۴۷ آیت د اعراف سوره ۸۷ آیت
۳۳ ۹ -۱ د اعراف سوره ۸۸ آیت د اعراف سوره ۱۴۱ آیت
۳۴ ۹ -۲ د اعراف سوره ۱۴۲ آیت د اعراف سوره ۱۷۰ آیت
۳۵ ۹ -۳ د اعراف سوره ۱۷۱ آیت د اعراف سوره ۲۰۶ آیت
۳۶ ۹ -۴ د انفال سوره ۱ آیت د انفال سوره ۴۰ آیت
۳۷ ۱۰ -۱ د انفال سوره ۴۱ آیت د انفال سوره ۷۵ آیت
۳۸ ۱۰ -۲ د توبه سوره ۱ آیت د توبه سوره ۳۳ آیت
۳۹ ۱۰ -۳ د توبه سوره ۳۴ آیت د توبه سوره ۵۹ آیت
۴۰ ۱۰ -۴ د توبه سوره ۶۰ آیت د توبه سوره ۹۲ آیت
۴۱ ۱۱ -۱ د توبه سوره ۹۳ آیت د توبه سوره ۱۲۱ آیت
۴۲ ۱۱ -۲ د توبه سوره ۱۲۲ آیت د یونس سوره ۲۵ آیت
۴۳ ۱۱ -۳ د یونس سوره ۲۶ آیت د یونس سوره ۷۰ آیت
۴۴ ۱۱ -۴ د یونس سوره ۷۱ آیت د هود سوره ۵ آیت
۴۵ ۱۲ -۱ د هود سوره ۶ آیت د هود سوره ۴۰ آیت
۴۶ ۱۲ -۲ د هود سوره ۴۱ آیت د هود سوره ۸۳ آیت
۴۷ ۱۲ -۳ د هود سوره ۸۴ آیت د یوسف سوره ۶ آیت
۴۸ ۱۲ -۴ د یوسف سوره ۷ آیت د یوسف سوره ۵۲ آیت
۴۹ ۱۳ -۱ د یوسف سوره ۵۳ آیت د یوسف سوره ۱۰۰ آیت
۵۰ ۱۳ -۲ د یوسف سوره ۱۰۱ آیت د رعد سوره ۱۸ آیت
۵۱ ۱۳ -۳ د رعد سوره ۱۹ آیت د ابراهیم سوره ۹ آیت
۵۲ ۱۳ -۴ د ابراهیم سوره ۱۰ آیت د ابراهیم سوره ۵۲ آیت
۵۳ ۱۴ -۱ د حجر سوره ۱ آیت د حجر سوره ۹۹ آیت
۵۴ ۱۴ -۲ د نحل سوره ۱ آیت د نحل سوره ۵۰ آیت
۵۵ ۱۴ -۳ د نحل سوره ۵۱ آیت د نحل سوره ۸۹ آیت
۵۶ ۱۴ -۴ د نحل سوره ۹۰ آیت د نحل سوره ۱۲۸ آیت
۵۷ ۱۵ -۱ د اسراء سوره ۱ آیت د اسراء سوره ۴۹ آیت
۵۸ ۱۵ -۲ د اسراء سوره ۵۰ آیت د اسراء سوره ۹۸ آیت
۵۹ ۱۵ -۳ د اسراء سوره ۹۹ آیت د کهف سوره ۳۱ آیت
۶۰ ۱۵ -۴ د کهف سوره ۳۲ آیت د کهف سوره ۷۴ آیت
۶۱ ۱۶ -۱ د کهف سوره ۷۵ آیت د مریم سوره ۲۱ آیت
۶۲ ۱۶ -۲ د مریم سوره ۲۲ آیت د مریم سوره ۹۸ آیت
۶۳ ۱۶ -۳ د طه سوره ۱ آیت د طه سوره ۸۲ آیت
۶۴ ۱۶ -۴ د طه سوره ۸۳ آیت د طه سوره ۱۳۵ آیت
۶۵ ۱۷ -۱ د انبیاء سوره ۱ آیت د انبیاء سوره ۵۰ آیت
۶۶ ۱۷ -۲ د انبیاء سوره ۵۱ آیت د انبیاء سوره ۱۱۲ آیت
۶۷ ۱۷ -۳ د حج سوره ۱ آیت د حج سوره ۳۷ آیت
۶۸ ۱۷ -۴ د حج سوره ۳۸ آیت د حج سوره ۷۸ آیت
۶۹ ۱۸ -۱ د مؤمنون سوره ۱ آیت د مؤمنون سوره ۷۴ آیت
۷۰ ۱۸ -۲ د مؤمنون سوره ۷۵ آیت د نور سوره ۲۰ آیت
۷۱ ۱۸ -۳ د نور سوره ۲۱ آیت د نور سوره ۵۲ آیت
۷۲ ۱۸ -۴ د نور سوره ۵۳ آیت د فرقان سوره ۲۰ آیت
۷۳ ۱۹ -۱ د فرقان سوره ۲۱ آیت د فرقان سوره ۷۷ آیت
۷۴ ۱۹ -۲ د شعراء سوره ۱ آیت د شعراء سوره ۱۱۰ آیت
۷۵ ۱۹ -۳ د شعراء سوره ۱۱۱ آیت د شعراء سوره ۲۲۷ آیت
۷۶ ۱۹ -۴ د نمل سوره ۱ آیت د نمل سوره ۵۵ آیت
۷۷ ۲۰ -۱ د نمل سوره ۵۶ آیت د قصص سوره ۱۱ آیت
۷۸ ۲۰ -۲ د قصص سوره ۱۲ آیت د قصص سوره ۵۰ آیت
۷۹ ۲۰ -۳ د قصص سوره ۵۱ آیت د قصص سوره ۸۸ آیت
۸۰ ۲۰ -۴ د عنکبوت سوره ۱ آیت د عنکبوت سوره ۴۵ آیت
۸۱ ۲۱ -۱ د عنکبوت سوره ۴۶ آیت د روم سوره ۳۰ آیت
۸۲ ۲۱ -۲ د روم سوره ۳۱ آیت د لقمان سوره ۲۱ آیت
۸۳ ۲۱ -۳ د لقمان سوره ۲۲ آیت د سجده سوره ۳۰ آیت
۸۴ ۲۱ -۴ د احزاب سوره ۱ آیت د احزاب سوره ۳۰ آیت
۸۵ ۲۲ -۱ د احزاب سوره ۳۱ آیت د احزاب سوره ۵۹ آیت
۸۶ ۲۲ -۲ د احزاب سوره ۶۰ آیت د سبأ سوره ۲۳ آیت
۸۷ ۲۲ -۳ د سبأ سوره ۲۴ آیت د فاطر سوره ۱۴ آیت
۸۸ ۲۲ -۴ د فاطر سوره ۱۵ آیت د یس سوره ۲۷ آیت
۸۹ ۲۳ -۱ د یس سوره ۲۸ آیت د صافات سوره ۲۱ آیت
۹۰ ۲۳ -۲ د صافات سوره ۲۲ آیت د صافات سوره ۱۴۴ آیت
۹۱ ۲۳ -۳ د صافات سوره ۱۴۵ آیت د ص سوره ۵۱ آیت
۹۲ ۲۳ -۴ د ص سوره ۵۲ آیت د زمر سوره ۳۱ آیت
۹۳ ۲۴ -۱ د زمر سوره ۳۲ آیت د زمر سوره ۷۵ آیت
۹۴ ۲۴ -۲ د غافر سوره ۱ آیت د غافر سوره ۴۰ آیت
۹۵ ۲۴ -۳ د غافر سوره ۴۱ آیت د فصلت سوره ۸ آیت
۹۶ ۲۴ -۴ د فصلت سوره ۹ آیت د فصلت سوره ۴۶ آیت
۹۷ ۲۵ -۱ د فصلت سوره ۴۷ آیت د شوری سوره ۲۶ آیت
۹۸ ۲۵ -۲ د شوری سوره ۲۷ آیت د زخرف سوره ۲۳ آیت
۹۹ ۲۵ -۳ د زخرف سوره ۲۴ آیت د دخان سوره ۱۶ آیت
۱۰۰ ۲۵ -۴ د دخان سوره ۱۷ آیت د جاثیه سوره ۳۷ آیت
۱۰۱ ۲۶ -۱ د احقاف سوره ۱ آیت د محمد سوره ۹ آیت
۱۰۲ ۲۶ -۲ د محمد سوره ۱۰ آیت د فتح سوره ۱۷ آیت
۱۰۳ ۲۶ -۳ د فتح سوره ۱۸ آیت د حجرات سوره ۱۳ آیت
۱۰۴ ۲۶ -۴ د حجرات سوره ۱۴ آیت د ذاریات سوره ۳۰ آیت
۱۰۵ ۲۷ -۱ د ذاریات سوره ۳۱ آیت د نجم سوره ۲۵ آیت
۱۰۶ ۲۷ -۲ د نجم سوره ۲۶ آیت د قمر سوره ۵۵ آیت
۱۰۷ ۲۷ -۳ د الرحمن سوره ۱ آیت د واقعه سوره ۷۴ آیت
۱۰۸ ۲۷ -۴ د واقعه سوره ۷۵ آیت د حدید سوره ۲۹ آیت
۱۰۹ ۲۸ -۱ د مجادله سوره ۱ آیت د حشر سوره ۱۰ آیت
۱۱۰ ۲۸ -۲ د حشر سوره ۱۱ آیت د صف سوره ۱۴ آیت
۱۱۱ ۲۸ -۳ د جمعه سوره ۱ آیت د تغابن سوره ۱۸ آیت
۱۱۲ ۲۸ -۴ د طلاق سوره ۱ آیت د تحریم سوره ۱۲ آیت
۱۱۳ ۲۹ -۱ د ملک سوره ۱ آیت د قلم سوره ۵۲ آیت
۱۱۴ ۲۹ -۲ د الحاقه سوره ۱ آیت د نوح سوره ۲۸ آیت
۱۱۵ ۲۹ -۳ د جن سوره ۱ آیت د مدثر سوره ۵۶ آیت
۱۱۶ ۲۹ -۴ د قیامت سوره ۱ آیت د مرسلات سوره ۵۰ آیت
۱۱۷ ۳۰ -۱ د نبأ سوره ۱ آیت د تکویر سوره ۲۹ آیت
۱۱۸ ۳۰ -۲ د انفطار سوره ۱ آیت د الطارق سوره ۱۷ آیت
۱۱۹ ۳۰ -۳ د اعلی سوره ۱ آیت د ضحی سوره ۱۱ آیت
۱۲۰ ۳۰ -۴ د الم نشرح سوره ۱ آیت د ناس سوره ۶ آیت

فوټ نوټ

  1. طیار، المحرر فی علوم القرآن، ۱۴۲۹ق، ص۲۴۹.
  2. صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۱۳۷۲ش، ص۹۷.
  3. زرقانی، مناهل العرفان، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۰۳.
  4. جرمی، معجم علوم القرآن، ۱۴۲۲ق، ص۱۴.
  5. مستفید، تقسیمات قرآنی، ۱۳۸۴ش، ص۴۱.
  6. زرقانی، مناهل العرفان، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۰۳.
  7. دخیل، اقراء القران الکریم، ۱۴۲۹ق، ص۱۲۰-۱۲۱.
  8. مالک، الموطا، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۲۸۰.
  9. دهخدا، لغعت‌نامه، ذیل واژه صدو بیست پاره.
  10. «دیدگاه علاّمه طهرانی نسبت به برگزاری محافل جشن و عروسی و ترحیم»، مکتب وحی.
  11. سیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۱۳۹۴ق، ج۱، ص۲۲۲؛ مصری، فقه قراءة القرآن، ۱۴۱۸ق، ص۱۵.
  12. خضیری، تفسیر التابعین، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۱۱۴۵.
  13. مستفید، تقسیمات قرآنی، ۱۳۸۴ش، ص۴۱.
  14. معرفت، التمهید، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۶۰.
  15. طیار، المحرر فی علوم القرآن، ۱۴۲۹ق، ص۲۴۹.
  16. عقیله، الزیاده و الاحسان، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۲۵۳.
  17. دخیل، اقراء القران الکریم، ۱۴۲۹ق، ص۱۲۰-۱۲۱.
  18. حداد، التجدید فی الاتقان و التجوید، ۱۴۲۴ق، ص۶۵.
  19. مستفید، تقسیمات قرآنی، ۱۳۸۴ش، ص۳۰-۳۲.
  20. مجیدی، اذهاب الحزن، دار الایمان، ص۴۲۹.

سرچينې

  • جرمی، ابراهیم، معجم علوم القرآن، دمشق، دار القلم، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • حداد، محمد بن علی، التجدید فی الاتقان و التجوید، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق.
  • خضیری، محمد بن عبدالله، تفسیر التابعین، ریاض، دار الوطن للنشر، ۱۴۲۰ق.
  • دخیل، عبدالله، اقراء القرآن الکریم، جده، مرکز الدراسات و المعلومات القرآنیه بمعهد الامام الشاطبی، ۱۴۲۹ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغتنامه.
  • «دیدگاه علاّمه طهرانی نسبت به برگزاری محافل جشن و عروسی و ترحیم»، مکتب وحی، بازدید: ۹ آبان ۱۴۰۲ش.
  • زرقانی، محمد عبدالعظیم، مناهل العرفان فی علوم القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، المحقق: محمد أبو الفضل إبراهیم، الناشر: الهیئة المصریة العامة للکتاب، الطبعة: ۱۳۹۴ق ۱۹۷۴ مو
  • صالح، صبحی، مباحث فی علوم القرآن، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۲ش.
  • طیار، مساعد بن سلیمان، المحرر فی علوم القرآن، جده، مرکز الدراسات و المعلومات القرآنیه بمعهد الامام الشاطبی، چاپ دوم، ۱۴۲۹ق.
  • عقیله، محمد بن احمد، الزیاده و الاحسان فی علوم القرآن، شارقه، مرکز پژوهش‌ها و مطالعات دانشگاه شارقه، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
  • فاضل موحدی لنکرانی، محمد، مقدمات بنیادین علم تفسیر، تهران، بنیاد قرآن، ۱۳۸۱ش.
  • مالک بن انس، الموطا، تحقیق: محمد مصطفی الأعظمی، مؤسسة زاید بن سلطان آل نهیان للأعمال الخیریة والإنسانیة - أبوظبی - الإمارات، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • مجیدی، عبدالسلام، اذهاب الحزن و شفاء الصدر السقیم، اسکندریه، دار الایمان، بی‌تا.
  • مستفید، محمدرضا، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • مصری، سعید، فقه قراءة القرآن، قاهره، مکتبة القدسی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۳۸۸ش.