د اسراء آیت

د wikishia لخوا
د اسراء سورې لومړی آیت

د اِسراء آیت د اسراء سورې لومړی آیت دی چې د پېغمبر د معراج په اړه نازل شوی دی. د دغه ایت مطابق، پیغمبر(ص)، د شپې له مسجد الحرامه تر مسجد الاقصی بوتلل شو او له معراجه هدف، پېغمبر ته د خدای د نښو د عظمت ورښودل وو. له دې ایته د پېغمبر د معراج جسماني والی او معجزه والی یې اخستل شوی دی.

معرفي

د اسراء سورې لومړي ایت ته چې پکې له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته د پېغمبر(ص) د سېل پېښې ته اشاره شوې، اسراء ایت ویل کیږي.[۱]

سُبْحَانَ الَّذِی أَسْرَی بِعَبْدِهِ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَی الْمَسْجِدِ الأَقْصَی الَّذِی بَارَکْنَا حَوْلَهُ لِنُرِیَهُ مِنْ آیَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ البَصِیرُ﴿۱﴾


سپېڅلی دی هغه خدای چې خپل بنده یې د شپې له مسجد الحرامه د مسجد الاقصی په لور – چې خواوشا مو یې برکت اېښی دی- (په سېل) بوتله چې هغه ته خپلې نښې وښیو، بېشکه چې هغه هماغه ښه اورېدونکی لیدونکی دی.



د نزول شان

اصلي مقاله: معراج

دا ایت له مکې څخه په بیت المقدس کې مسجد الاقصی ته د پېغمبر د سېل او تګ په باره کې نازل شوی دی.[۲] د شپږمې پېړۍ د مفسر شیخ طبرسي په وینا، وروسته له دې چې پېغمبر په مسجد الحرام کې د ماښام او ماسخوتن لمونځ وکړ، معراج یې پیل شو او هماغه شپه راستون شو او د سهار لمونځ یې هم په مسجد الحرام کې وکړ. په دې خبره د ټولو مسلمانانو اتفاق دی او ځینې اصحابو لکه ابن‌عباس، ابن‌مسعود، جابر بن عبداللَّه او حُذَیفه هغه نقل کړې ده.[۳]

مفسرانو د دغه ایت په ذیل کې د پېغمبر د معراج د سفر جزییاتو لکه وخت، ځای او څرنګوالي په اړه لیکنې کړې دي.[۴]

د معراج په معجزه والي د ایت دلالت

ځینو مفسرانو اسراء ایت د پېغمبر(ص) د یوې معجزې په توګه یاد کړی دی.[۵] جعفر سبحاني په تفسیر منشور جاوید کې راوړي چې له مسجد الحرامه تر مسجد الاقصی د پېغمبر د شپې تګ د هغه حضرت(ص) یوه معجزه ده چې بې له نننیو وسایلو، یو اعجاز او د انسان له وسه بهر کار و.[۶] د شیعه عالم مرتضی مطهري (وفات ۱۳۵۸لمریز) په وینا په دې ایت کې په ډاګه د پېغمبر لپاره یو غیر عادي جسماني سفر نقل شوی دی؛ ځکه چې په یوه شپه کې دغه شان سفر په داسې یوه زمانه کې چې د سفر سپرلي اوښ و، له معجزې پرته بل شی نه شي کېدی.[۷] البته ایت الله مکارم شیرازي باوري دی چې دا ایت په یوازې سر په اعجاز صراحت نه لري، بلکې د روایتونو په ضمیمه کولو او هغه شان نزول سره چې په تفسیر کې یې بیان شوی د پېغمبر(ص) په معجزو کې راځي.[۸]

د معراج په جسماني والي د ایت دلالت

مفسرانو د دغه ایت په ذیل کې د معراج د جسماني والي یا روحاني والي په اړه خبرې کړې دي. د علامه طباطبایي (وفات ۱۳۶۰ لمریز) په وینا په دوي کې ډېری په دې باور دي چې معراج جسماني و؛[۹] البته په خپله علامه په دې عقیده دی چې له دغه ایت او د نجم سورې له ایتونو داسې معلومیږي چې له مسجد الحرام څخه تر مسجد الاقصی د پېغمبر سفر جسماني و، خو اسمانونو ته یې عروج روحاني و.[۱۰] د ایت الله مکارم شیرازي په وینا، د «بِعَبْده» له ټکي معلومیږي چې د پېغمبر معراج جسماني و ځکه چې دغه ټکی ښیي چې د پېغمبر جسم په دې سفر کې له هغه سره و.[۱۱] همداراز جعفر سبحاني ویلي چې که دغه سفر روحاني وای باید د بعبده ټکي په ځای د بروحه تعبیره استفاده شوې ده.[۱۲]

د پېغمبر د معراج د هدف بیان

د مفسرانو په وینا د«لنریه من آیاتنا» عبارت، د معراج هدف ته اشاره لري.[۱۳] د معراج هدف پېغمبر(ص) ته د خدای د نښو د عظمت ښودل وو چې د هغه حضرت روح پیاوړی شي او د انسانانو د هدایت لپاره لا زیات چمتووالی پیدا کړي.[۱۴] طبرسي په مجمع البیان کې له مکې څخه بیت المقدس ته د پېغمبر د شپې تګ، اسمانونو ته عروج او د پېغمبرانو لیدل له دغو نښو څخه ګڼي.[۱۵] همداراز په ایت کې د مِن له کلمې یې دا خبره اخستې چې پېغمبر په دغه سفر کې د الهي عظمت ځینې نښې لیدلې دي، نه ټولې.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۷۹.
  2. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۱۵.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۱۵.
  4. برای نمونه نگاه کنید به طباطبایی، المیزان، اسماعیلیان، ج۱۳، ص۷-۳۵.
  5. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۷، ص۲۱۷-۲۱۶.
  6. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۷، ص۲۱۶.
  7. مطهری، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، ۱۳۸۴ش، ج۲۶، ص۲۰۰.
  8. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۴۳- ۳۴۴.
  9. طباطبایی، المیزان، اسماعیلیان. ج۱۳، ص۳۲.
  10. طباطبایی، المیزان، اسماعیلیان. ج۱۳، ص۳۲.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۹.
  12. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ص۳۷۰.
  13. طباطبایی، المیزان، اسماعیلیان، ج۱۳، ص۷.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۹-۱۱.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۱۸.
  16. طباطبایی، المیزان، اسماعیلیان، ج۱۳، ص۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۹-۱۱.

سرچينې

  • سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۰ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، الميزان في تفسير القرآن، اسماعیلیان، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۱۵ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسّسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، تهران انتشارات صدرا، چاپ هفتم، ۱۳۸۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، ترجمه قرآن کریم، قم، انتشارات دارالقرآن الکریم، چاپ دوم، ۱۳۷۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسير نمونه‌، دارالکتب الاسلامیه، تهران، چاپ: سی‌ودوم، ۱۳۷۴ش.