سيپاره (قرآن)

د wikishia لخوا

جزء یا سيپاره د قرآن د تقسیم یو معیار دی. هر جز یا هره سيپاره د قرآن کریم له دېرشو څخه یوه برخه ده او تقریبا د عثمان طه په خط د شلو مخونو برابره ده. هره سیپاره په څلورو حزبونو وېشل کیږي. دېرشمه سيپاره د ۳۷ سورتونو په لرلو سره تر ټولو زیات سورتونه لري. په ځینو کلتورونو او سیمو کې د قرآن سیپارې د هغه سيپارې د نمبر په نوم یا د سيپارې د پېلېدونکي ټکي په نوم پېژندل کیږي.

مفهوم پېژندنه

سيپاره د قرآن له تقسیماتو څخه ده. مسلمانانو قرآن په دېرشو سيپارو وېشلی دی.[۱] په ځینو کلتورونو کې د قرآن سيپارې د هغه په نمبر یا یې په پېلیدونکي ټکي پېژني مثلا « عم سيپاره» د قرآن د دېرشمې سيپارې په معنا ده چې په «عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ» سره پېل کیږي.[۲] هره سيپاره څلور حزبونه لري او د عثمان طه په رسم الخط شل مخونه کیږي.[۳]

د قرآن د جزء بندۍ یا سيپارې کولو تاریخچه

د قرآن د دېرشو سيپارو نهم جزء

ځینې کسان د قرآن د سيپاره کولو او جزء بندۍ اصل د پېغمبر(ص) له روایته اخستی ګڼي چې پکې په هره قمري میاشته کې د قرآن قرائت ته اشاره شوې ده.[۴] خو په دېرشو سيپارو د قرآن د وېشل کیدو د پېل په اړه مختلف نظرونه موجود دي. ویل شوي چې دا تقسیم بندي د حجاج بن یوسف ثقفي (وفات ۹۵ق) په وخت کې پېل شوه[۵] چې د رمضان میاشتې په هره ورځ یې یوه سیپاره ولوستل شي.[۶] ځینو ویلي چې مأمون عباسی (حکومت ۱۹۸-۲۱۸ق) امر وکړ چې قرآن په دغه شکل تقسیم شي.[۷] د اتمې پېړۍ له مفسرانو زرکشي په دېرشو سیپارو د قرآن د تقسیم رواج له دیني مدرسو ګاڼه.[۸]

جزء خواني یا سیپارې لوستل

اصلي مقاله: سيپاره لوستل

د امام حسین په حرم کې (رمضان ۱۴۴۳ق.[۹] د قرآن د سيپاره لوستلو دستورې

په ایران او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کې مسلمانان د روژې په میاشته کې د قرآن مجید ختم کوی؛ له دې امله هره ورځ د قرآن یوه سيپاره تلاوتوي چې دې سنت ته جزء خواني یا د سيپارو لوستل ویل کیږي. د ایران ټي وي په سپېڅلو ځایونو کې د سيپارو لوستل نیغ په نېغه خپروي.[۱۰]

په ځینو اسلامي هیوادونو لکه ایران کې د قرآن سیپارې جدا جدا هم چاپیږي. دغه قرآنونه سي پاره بلل کیږي او د فاتحې په دستورو کې ترې استفاده کیږي.[۱۱] البته سید محمد حسین تهراني (وفات: ۱۴۱۶ق) د فاتحې او ختم په مجلسونو کې د جزوې او سيپارې په توګه د قرآن له وېشلو سره مخالف و. هغه د دغه طریقې رواج د یزید بن معاویه له زمانې ګاڼه او په دې باور و چې د ختم په مجلسونو کې باید له پوره قرآنه استفاده وشي.[۱۲]

د قرآن د سيپارو لړ لیک

د قرآن سيپارې
سيپاره د سيپارې د پېل آیت پکې موجودې سورې
۱ آیت ۱ فاتحه سوره: «بسم الله...» فاتحه سوره او بقره (۱۴۱ لومړی ایت)
۲ آیت ۱۴۲ بقره سوره: «سیقول السفهاء...» بقره ( ۱۴۲ـ۲۵۳ آیتونه)
۳ آیت ۲۵۳ بقره سوره: «تلک الرسل...» بقره (آیت ۲۵۳ د سورې تر پایه) او آل‌عمران (۹۲ لومړی ایت)
۴ آیت ۹۳ آل‌عمران سوره: «کل الطعام...» آل‌عمران (آیت ۹۳ تر پایه) او نساء (۲۳ لومړی ایت)
۵ آیت ۲۴ نساء سوره: «و المحصنات...» نساء (آیت ۲۴ تا ۱۴۸)
۶ آیت ۱۴۸ نساء سوره: «لا یحب الله...» نساء (آیت ۱۴۸ تر پایه) او مائده (۸۱ لومړی ایت)
۷ آیت ۸۲ مائده سوره: «لتجدن...» مائده (آیت ۸۲ تر پایه) او انعام (۱۱۱ لومړی ایت)
۸ آیت ۱۱۲ انعام سوره: «و لو أننا نزلنا...» انعام (آیت ۱۱۲ تر پایه) و اعراف (۸۸ لومړی ایت)
۹ آیت ۸۹ اعراف سوره: «قال الملأ...» اعراف (آیت ۹۰ تر پایه) او انفال (۴۰ لومړی ایت)
۱۰ آیت ۴۱ انفال سوره: «و اعلموا...» انفال (آیت ۴۱ تر پایه) او توبه (۹۲ لومړی ایت)
۱۱ آیت ۹۳ توبه سوره: «إنما السبیل...» توبه (آیت ۹۳ تر پایه) ، یونس او هود (۵ لومړی ایت)
۱۲ آیت ۶ هود سوره: «و ما من دابة...» هود (آیت ۶ تر پایه) و یوسف (۵۳ لومړی ایت)
۱۳ آیت ۵۴ یوسف سوره: «و ما أبرئ...» یوسف (آیت ۵۴ تر پایه) ، رعد و ابراهیم
۱۴ آیت ۱ حجر سوره: «الر...» حِجر و نحل
۱۵ آیت ۱ اسراء سوره: «سبحان الذی...» اِسراء و کهف (۷۴ لومړی ایت)
۱۶ آیت ۷۵ کهف سوره: «قال ألم...» کهف، مریم و طه
۱۷ آیت ۱ انبیاء سوره: «اقترب للناس...» انبیاء و حج
۱۸ آیت ۱ مؤمنون سوره: «قد أفلح...» مؤمنون، نور و فرقان (۲۰ لومړی ایت)
۱۹ آیت ۲۱ فرقان سوره: «و قال الذين...» فرقان (آیت ۲۱ تر پایه)، شعراء و نمل (۵۵ لومړی ایت)
۲۰ آیت ۵۶ نمل سوره: «فما کان...» نمل، قصص و عنکبوت (۴۵ لومړی ایت)
۲۱ آیت ۴۶ عنکبوت سوره: «و لا تجادلوا...» عنکبوت (آیت ۴۶ تر پایه)، روم، لقمان، سجده و احزاب (۳۰ لومړی ایت
۲۲ آیت ۳۱ احزاب سوره: «و من یقنت...» احزاب (آیت ۳۱ تر پایه)، سبأ، فاطر و یس (۲۷ لومړی ایت)
۲۳ آیت ۲۸ یس سوره: «و ما أنزلنا...» یس، صافات، ص و زمر (۳۱ لومړی ایت)
۲۴ آیت ۳۲ زمر سوره: «فمن أظلم...» زمر (آیت ۳۲ تر پایه)، غافر و فصلت (۴۶ لومړی ایت)
۲۵ آیت ۴۷ فصلت سوره: «إلیه یرد...» فصلت (آیت ۴۷ تر پایه)، شوری، زُخرُف، دخان و جاثیه
۲۶ آیت ۱ احقاف سوره: «حـم...» احقاف، محمد، فتح، حُجُرات، ق، ذاریات (۳۰ لومړی ایت)
۲۷ آیت ۳۱ ذاریات سوره: «قال فما خطبکم...» ذاریات (آیت ۳۱ تر پایه)، طور، نجم، قمر، الرحمن، واقعه و حدید
۲۸ آیت ۱ مجادله سوره: «قد سمع...» حشر، ممتحنه، صف، جمعه، منافقون، تغابُن، طلاق و تحریم
۲۹ آیت ۱ ملک سوره: «تبارک الذی...» قلم، حاقه، معارج، نوح، جن، مُزَّمِل، مُدَّثِّر‌، قیامت، انسان و مُرسَلات
۳۰ آیت ۱ نبأ سوره: «عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ...» نازعات، عَبَس، تَکویر، اِنفِطار، مُطَفِّفین، اِنشِقاق، بروج، طارِق، اَعلی،

غاشیه، فَجر، بَلَد، شَمس، لیل، ضُحی، شَرح، تین، عَلَق، قَدر، بَیِّنه،

زلزله، عادیات، قارعه، تَکاثُر، عصر، هُمَزه، فیل، قُرَیش، ماعون، کوثر،

کافرون، نَصر، مَسَد، اخلاص، فلق، ناس

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. معینی، «جزء»، ص۸۳۶.
  2. معینی، «جزء»، ص۸۳۶.
  3. رضاپور، دانستنی‌های قرآن، ایران‌داوه.
  4. احمد بن احمد بن محمد عبدالله الطویل، فن الترتیل و علومه، ۱۴۲۰ق، ص۶۵.
  5. فیض کاشانی، محجةالبیضاء، ۱۴۲۸ق، ص۲۲۴.
  6. معینی، «جزء»، ص۸۳۶.
  7. معرفت، التمهید، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۶۴.
  8. زرکشی، البرهان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۵۰.
  9. «تصاویر/ مراسم جزءخوانی قرآن کریم در حرم امام حسین(ع)»، خبرگزاری حوزه.
  10. برنامه جزءخوانی صدا و سیما، طاووس بهشت.
  11. دهخدا، لغت‌نامه دهخدا، ذیل واژه سی‌پاره.
  12. «دیدگاه علاّمه طهرانی نسبت به برگزاری محافل جشن و عروسی و ترحیم»، مکتب وحی.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه