د بیعت رضوان آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ونې لاندې د بیعت آیت

دا مقاله د بیعت رضوان آیت په اړه ده. د ورته سرلیک سره د یوې پیښې په اړه د معلوماتو لپاره، د رضوان د بیعت مدخل وګورئ.

د بیعت رضوان آیت یا د بیعت آیت (سوره فتح: 18) په بیعت رضوان کې له ګډون کونکو مومنانو څخه د خدای رضایت اعلانوي. د اهل سنتو عالمان له دې آیته د صحابه د عدالت د نظريې د ثابتولو لپاره ګټه اخلي؛ خو شيعه مفسرين په دې اند دي چې په دې آيت کې له اصحابو د خداى رضايت په دې شرط سره باقي پاتی کیږي چط په خپل عهد باندې ولاړتیا وکړي او پابند ورباندې پاتی شي نو يوازې هغه صحابه ته شاملیږي چې په خپل عهد باندې وفادار پاتې شوو. د شيعه مفسرينو له نظره د فتح سورې لسم آيت له دې آيته وروسته نازل شوی دی او خداى پاک په هغه کې له مؤمنانو د راضي شونې لپاره دا شرط ايښی چې د پېغمبراکرم(ص) د حکم اطاعت وکړي او له عهد ماتولو څخه ډډه وکړي.


د بیعت رضوان د آیت له مخې، خدای پاک د هغو مومنانو لپاره چې د رضوان په بیعت کې یې له رسول الله(ص) سره بیعت وکړی، لویې بدلې ورکړې: له هغوی څخه د خدای راضی کیدل، آرامښت او نږدی فتح او بری. همدارنګه په ورپسې ايت کې يې د ډېرو غنیمتونو د ترلاسه کولو وعده ورکړه، چې د مفسرينو په وینا د خيبر په جګړه کې ترلاسه شوو.

نوم ایښودل او اهمیت

د فتح سورې اتلسم آيت چې په هغه کې د بیعت رضوان واقعه بيان شوې ده، د «بیعت رضوان آیت» یا «د بیعت آیت» په نوم ياديږي.[2] د اهل سنتو عالمانو د ټولو اصحابو د عدالت د نظریې د ثابتولو لپاره په دې آیت سره دلیل راوړی دی.[2]

متن او ژباړه

لَقَدْ رَضِيَ اللهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا.


او په تحقيق سره خدای له مؤمنانو راضي شو هغه وخت چې (حديبيه کښې يې) د ونې لاندې له تا سره بيعت وکړ پوه شو چې د هغوي په زړونو کښې څه دي نو خدای ورباندې آرامښت نازل کړ او نزدې برے (د خيبر فتح) يې ورته په بدل کښې ورکړ.



د رضوان بیعت

اصلي مقالې: د رضوان بیعت او د حدیبیه سوله

بیعت رضوان یا بیعت شجره له رسول الله(ص) سره د صحابه د یوې ډلې عهد او ژمنه ده چې په شپږم هجري قمري کال کې مکې ته نږدې ترسره شو. په السیرة النبوية کې د درېيمې هجري پېړۍ د تاريخ ليکونکي ابن هشام له قوله راغلي، چې په دې پېښه کې رسول الله(ص) له يو شمېر اصحابو سره د عمرې لپاره له مدينې ووت. خو د مکې مشرکینو قریشو هغوي مکې ته له ننوتلو منعه کړل. د رسول الله(ص) او د قریشو د مشرکانو تر منځ استازي تلل راتلل. دا اوازې چې د رسول الله(ص) یو استازې د قریشو په لاس وژل شوی دی د دې لامل شو چې رسول الله(ص) صحابه ته د بیعت کولو بلنه ورکړي او هغوی بیعت او ژمنه وکړه چې تر خپل ژوند پورې به له رسول الله(ص) دفاع وکړي. دا پیښه په پای کې د حدیبیه د سولې لامل شوه او پریکړه وشوه چې هغه کال مسلمانان حج نه کوي او بل کال به د خدای د کور د زیارت لپاره مکې ته ځي.[۳]

منځپانګه او د بیعت کوونکو اجر

په دې آيت کې خداى پاک له هغو مؤمنانو څخه خوښي څرګنده کړې ده چې له رسول الله (ص) سره يې په رضوان بيعت کې بيعت کړى دى.[۴] د دې آيت له مخې خداى جل جلاله فداکارو مومنانو ته درې لوى اجرونه ورکړي چې په يوه حساسه موقع کې يې له رسول الله (ص) سره بيعت وکړ:

  1. له هغوي د خدای رضایت «رَضِيَ اللَّه»؛
  2. آرامښت: «فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ»: پر هغو باندې یې داسې آرامښت نازل کړ چې له خپل هیواد څخه په لرې ځای کې د دښمنانو د ګڼې ګوڼې په منځ کې، د هغوي د تیارو وسلو په منځ کې، چې دوي کافي وسلې هم نه درلودې، دوي ونه وېرېدل. او د غره په څیر، ټینګ ولاړ وو.
  3. نږدې فتحه: «أَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا»:د اکثرو مفسرینو په اند دا فتحه د خیبر فتحه وه او قریبا ټکی راوړل هم د دې خبرې تایید کوي. ځکه د خیبر فتحه د هجرت د اوومې هجري قمري کال په پیل کې او د حدیبیې له سولې څو میاشتې وروسته واقع شوه. همدارنګه په آیت کې د «وَ مَغانِمَ کَثِیرَةً یَأْخُذُونَها»عبارت هغه غنیمت ته اشاره کوي چې د خیبر په فتحه کې په لنډه فاصله کې د مسلمانانو لاس ته ولوېده.[۵]

د صحابه د عدالت د ثابتولو لپاره دې آیت سره دلیل راوړل

ځينې سني عالمان دغه آيت د ټولو صحابه د عدالت دلیل ګڼي.[۶] د اهل سنتو عالمان له صحابه سره د الله جل جلاله رضا د ټولو د عدالت دليل ګڼي او ويلي يې دي چې هغه څوک چې الله ترې راضي شو. نو هيڅکله به هغه ته غوسه نه شي.[۷] د شيعه علماوو په اند دا آيت د ټولو صحابه په عدل نه دلالت کوي. ځکه چې په دې آيت کې يوازې هغه صحابه کرام مراد دي چې د رضوان په بيعت کې حاضر وو او په خپل عهد ثابت پاتې شول، نه ټول صحابه.[۸] همدارنګه د ټولو صحابه عدل له د توبې سورې له ۱۰۱ آيت سره هم سمون نه خوري؛ ځکه چې ياد شوی آيت ځينې صحابه کرام منافقان معرفي کوي.[۹]


شيعه مفسرين په دې آيت كې د خداى د رضایت لپاره، د رسول الله(ص) په پيروۍ او پر خپل عهد باندې باقي پاتی کیدل، شرط ګڼي [۱۰] د تفسیر قمي د لیکوال علي ابن ابراهیم قمي په وینا، د سوره فاتحې ۱۰ آیت له دې آیته وروسته نازل شو او خدای په دې کې د مؤمنانو لپاره دا شرط ایښی چې د رسول الله(ص) د حکم اطاعت وکړي او د تړون له ماتولو ډډه وکړي.[11]

فوټ نوټ

سرچينې