دستور المدینه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دُستورُ المَدینة یا صحیفة النبي یا د مدینې تړون، د مسلمانانو او یهودیانو تر مینځ د اړیکو او تعلقاتو په باره کې دی چې مدینې ته د پېغمبر (ص) د ورتګ په لومړي کال وتړل شو. د مدینې د پیمان له مخې، پېغمبر (ص) د جنګ او سولې د اعلانولو مرجع او په مدینه کې د اختلافاتو د حل و فصل یوازینۍ مرجع ده. د دښمنانو په وړاندې د مسلمانانو په یوکولو کې د دغه تړون په رول ټینګار شوی دی.

د مدینې د تړون متن، په لومړي ځل د سیره ابن هشام په کتاب کې د ابن اسحاق په روایت نقل شوی دی. د مدینې د تړون د جوړېدو کره وخت نه دی معلوم؛ سره له دې، زیاتره تاریخي سرچینو د دغه تړون د جوړېدو وخت مدینې ته د پېغمبر له هجرته وروسته په لومړي کال کې پینځمه یا اتمه میاشته ګڼلې ده. ځینو څېړاندو له بدر غزا وروسته یعنې د هجرت په دوهم کال د دستورالمدینه د تدوین خبره کړې ده.

اهمیت او مقام

دستور المدینه[۱] چې په نورو نومونو منجمله صحیفة النبی،[۲] صحیفة المدینه،[۳] د مدینې تړون ،[۴] یا د مدینې اساسي قانون [۵] هم پېژندل کیږي، د پېغمبر (ص) له ډېرو مهمو اقداماتو ګڼل شوی [۶] چې له یوې خوا یې له غیر مسلمو سره د مسلمانانو اړیکي منظمولې او له بلې خوا یې د مسلمانانو تر مینځ د اړیکو لپاره بنیادي اصول جوړ کړې دي؛[۷] له دې امله د مدینې تړون لیک، د اسلام په نوخېزه دولت کې د بهرنیو او کورنیو اړیکو د اصولو د بیان لپاره یو دستورالعمل ګڼل کیږي.[۸] دا تړون له اسلامي تعلیماتو په استفادې سره د اختلافاتو د حل د یوې ډېرې پرمختللې طریقې په توګه ګڼل شوی چې په ټولنه کې د تل پاتې سولې سبب شوی دی.[۹]

ځینو څېړاندو او اوسمهاله مورخانو، دستورالمدینه د پېغمبر (ص) له خوا صادر شوی یو ډېر مهم سند ګڼلی [۱۰] او باوري دي چې دا په مدینه کې د اسلامي تاریخ په پیل کې د ټولنې د اړیکو د پېژندلو لپاره یوه سرچینه کېدلی شي.[۱۱] د مدینې د تړون له مخې، پېغمبر د جنګ یا سولې مرجع، او همداراز په مدینه کې د اختلافاتو د هواري یوازینی مرجع ده.[۱۲] دا تړون د مسلمانانو پر یو کولو سربېره، له قریشو او د اسلام له نورو دښمنانو سره د یهودیانو د ملګرتیا خنډ شو.[۱۳]

مینځ پانګه

د دستور المدینې ځینې موارد چې ځینې یې له یو بل سره د مسلمانانو د اړیکو او بله برخه یې د یهودیانو او مسلمانانو د اړیکو په اړه ده[۱۴]، دا دي:

  1. دا، له پېغمبر محمد څخه یوه لیکنه او پیمان نامه ده، چې د مومنانو او د قریشو د قبیلې د مسلمانانو او د یثرب [د خلکو] او هغو کسانو چې د مسلمانانو پېرو شي او ورسره یو ځای شي او له دوي سره یو ځای د خدای په لاره کې جنګ وکړي،په اړه [اجرا کیږي].[۱۵]
  2. هغوی د نورو خلکو په وړاندې یو امت دی.[۱۶]
  3. د قریشو مهاجر به له اسلامه د مخکې په شان خونبها ورکوي او د مومنانو تر مینځ د نیکۍ او انصاف په ساتلو سره، خپل اسیر ازادوي. بنی‌عوف، بنی‌حارث، بنی‌ساعده، بنی‌جشم، بنی‌نجار، بنی‌عمر بن عوف، بنی‌نبیت، او بنی‌اوس، قبلیې د مخکې په شان خونبها ورکوي او هره ډله د مومنانو په طریقه، په نیکۍ او انصاف سره، خپل اسیر ازادوي.[۱۶] د اسلام منونکي باید کوم مسلمان د خون بها یا درنې فدیې په ورکولو کې یوازې پرې نه ږدي.[۱۶]
  4. ټول پرهیزګار مومنان باید د هر مسلمان په وړاندې چې ظلم وکړي، یا د ظلم له لارې له هغوي څه وغواړي او یا د مومنانو تر مینځ د دښمنۍ او تباهۍ اراده ولري، په ګډه جنګ ته پاڅي، که څه هم هغوي په دوي کې د یو کس زوی وي.[۱۷]
  5. د خدای پناه د ټولو لپاره یو شان ده او د مسلمانانو ډېر لاندې کس، کافرانو ته پناه ورکوی شي خو هیڅ کس باید قریشو او د هغوي ملګرو ته پناه ورنه کړي مومنان د یو بل په وړاندې د یو بل مرستندویه دي.[۱۷]
  6. هرکله چې د دلیل له مخې ثابته شي چې چا یو مومن بې ګناه وژلی دی، باید هغه قصاص کړی شي، مګر دا چې د وینې خاوند، د خونبها په اخستلو راضي شي؛ او ټول مومنان باید د قاتل مخالف وي او باید د هغه په خلاف پاڅیږي.[۱۸]
  7. تر هغه وخته چې مومنان له دښمن سره په جنګ کې دي، یهود هم باید د جنګ د لګښتونو په ورکولو کې له مومنانو سره ملګري وي.[۱۸]
  8. د بني عوفو یهودیان او خپلوان یې، له مسلمانو سره ملګری امت دی؛ د یهودو دین د دوي او د مسلمانانو دین د مسلمانانو دی؛ مګر هغه کس چې په پیمان ماتولو سره ظلم وکړي او د ګناه لاره خپله کړي چې دغه شان کس صرف ځان او کورنۍ یې تباه کوي.[۱۸] د بنی نجار، بنی‌حارث، بنی‌ساعده، بنی‌جُشَم، بنی‌الأوس، بنی‌ثعلبه، او بنی‌شطیبه یهود له بني عوف قبیلې سره یو شان دي. څرګنده ده چې صداقت او پر پیمان ټینګتیا له پیمان ماتولو سره یو شان نه ده. په دوي کې هیڅ یو هم بې د محمد (ص) له اجازې بهر نه شي تللی.[۱۹]
  9. له دښمنانو سره په جنګ کې د یهودو لګښت په خپله دهغوي په غاړه دی او د مسلمانانو لګښت په خپله د هغوي په غاړه؛ او په دواړو ډلو لازمه ده چې د هغه چا په وړاندې چې په دغه تړون کې له ګډونکوونکو سره جنګ ته پاڅي، د یو بل په مرسته جنګ وکړي. همداراز باید راستي، نیکخواهي او نیکي، بې له هیڅ پیمان شکنۍ د هغوي تر مینځ استواره او ټینګه وي.[۱۷]
  10. څرګنده ده چې دا لیکنه، ظالم یا تړون ماتوونکی له سزا نه بچ کوي. همداراز روښانه ده چې هر څوک چې له مدینې بهر لاړ شي او هرڅوک چې په مدینه کې پاتې شي په امان کې به وي؛ مګر هغه کس چې ظلم وکړي او پیمان مات کړي. خدای او پېغمبر محمد (ص) پر پیمان د تینګ پاتېدونکو او پرهیزګارو پناهځایونه دي.[۲۰]

سند او سرچینې

د دستورالمدنیه پوره متن په لومړي ځل ابن هشام [۲۱] د ابن اسحاق (وفات ۱۵۱ق) په روایت د سند په حذفولو سره نقل کړی او بیا د سهیلی،[۲۲] ابن سیدالناس[۲۳] او ابن کثیر[۲۴] په شان کسانو هغه نقل کړی دی.

ابوعبید او ابن زَنْجُویه هم د مدینې د پیمان پوره متن د هغه له سند سره یو ځای د ابن شهاب زُهري (وفات ۱۲۴ق) په نقل، نقل کړی دی.[۲۵]

د دستورالمدینه د متن جعلي والی رد شوی دی؛ ځکه چې د سبک او طرز له نظره د پېغمبر (ص) نورو پېغامونو او لیکونو ته ډېر ورته ګڼل شوی دی.[۲۶]

د لیکنې تاریخ

د دستورالمدینه د لیکنې د نېټې په اړه مختلف نظرونه موجود دي؛ په ډېرو سرچینو کې مدینې ته د پېغمبر د ورتګ پېل د هغه د لیکلو وخت ګڼل شوی دی، دیاربکري په تاریخ الخمیس کتاب کې د مدینې له یهودیانو سره د پېغمبر د عهدنامې د لیکلو نېټه د هجرت پینځمه میاشته ګڼلې ده.[۲۷] ابن هشام دستورالمدینه د مهاجرو او انصارو تر مینځ د ورورۍ د تړون له ټینګیدو مخکې ذکر کړې ده؛[۲۸] پر دې اساس له دې امله چې د ورورۍ عقد د هجرت په پینځمه [۲۹] یا اتمه میاشته شوی [۳۰] له دې د مدینې تړون د لیکلو تقریبي تاریخ لاسته راوړلی شو.

د ډېرو تاریخي سرچینو منجمله تاریخ طبری، المغازی او انساب الاشراف، په وینا پېغمبر اکرم مدینې ته د ورتګ په پېل کې له یهودو سره د سولې یو تړون ولیکه او ورسره یې معاهده وکړه.[۳۱] بلاذري دغه کار د جهاد په اړه د الهي فرمان له نازلېدو مخکې او د پېغمبر له خوا د هر ډول جنګ له اقدامه مخکې ګڼلی دی.[۳۲]

سره له دې ځینو اوسمهاله څېړاندو دستورالمدینه له بدر غزا وروسته ګڼلی چې پېغمبر او ملګرو یې په دغه جنګ کې د کامیابۍ په وجه په مدینه کې اوچت دریځ درلود؛ دغو څېړاندو په دغه شان یو وخت کې د دستورالمدنیه لیکل په مدینه کې د مسلمانانو په خلاف د یهودیانو له زیاتېدونکو هڅو سره د مقابلې په هدف ګڼلی دی. [۳۳]

فوټ نوټ

سرچينې