دعبل بن علي خزاعي

د wikishia لخوا
د شوش په ښار کې دعبل خزاعی ته منسوب قبر

دِعْبِل بْن عَلي خُزاعي (۱۴۸-۲۴۵ق) شاعر او د امام کاظم(ع) او امام رضا(ع) له اصحابو و. هغه د تائیّه قصیدې په ویلو مشهور دی. هغه دا قصیده په لومړي ځل د امام رضا(ع) لپاره، په مَرْو کې ولوستله چې امام او شیعیانو یې هرکلی وکړ.

دعبل له امامانو ځینې حدیثونه هم نقل کړي چې په هغو کې شِقشِقیّه خطبې ته اشاره کولی شو. دعبل په خپلو شعرونو کې، د اهل بیتو(ع) د دښمنانو هجو کوله. هغه په ۲۴۵ق کال کې د بني عباسو د یو واکمن د هجو په وجه ووژل او په شوش کې ښخ کړی شو.

معرفي او مقام

دِعْبِل بْن عَلي خُزاعي په دوهمه دریمه هجري قمري پېړۍ کې د اهل بیتو(ع) د حدیثونو له راویانو او شاعرانو و.[۱] تائیه قصیده چې د اهل بیتو د پېښو او پرې شویو ظلمونو په اړه مشهوره ده، هغه ویلې ده. هغه دغه قصیده په لومړي ځل په مرو کې د امام رضا(ع) لپاره ولوستله چې د امامانو او شیعیانو د پام وړ وګرځېده.[۲]

دعبل د اهل بیتو(ع) په مدحه او غم کې ډېر شعرونه ویلې دي.[۳] هغه د امام رضا(ع) د شهادت د خبر په اورېدو سره رائیه قصیده د هغوي په ویر کې ولوستله.[۴] د ځینو څېړاندو په وینا، دعبل په شعر کې ځانګړی مقام درلود.[۵] «طبقات الشعرا» او د هغه د شعرونو دیوان د دعبل له اثارو ګڼل کیږي.[۶] د اعیان الشیعه کتاب د لیکوال سید محسن امین په وینا، د هغه د شعرونو دیوان تر ۱۳ ق پېړۍ موجود و؛ خو له دې وروسته تر یوه موده له مینځه لاړ.[۷] ځینو لیکوالانو هڅه کړې د هغه شعرونه چې په مختلفو کتابونو کې نقل شوي راغونډ کړي.[۸]

د دعبل نوم حسن، عبدالرحمن یا محمد بلل شوی دی؛ هغه د «دعبل» په لقب مشهور دی دی.[۹] کنیت یې ابو علی[۱۰] یا ابو جعفر[۱۱] دی، هغه په ۱۴۸ ق کې زېږېدلی دی.[۱۲] دعبل د کوفې اوسیدونکی و او مختلفو ښارونو ته یې سفر کاوه.[۱۳] د دعبل نسب د یمن یوې قبیلې خُزاعه ته رسیږي.[۱۴] د دعبل دوه نیکونه بُدَیل بن ورقاء او زوی یې عبد الله بن بُدَیل، د پېغمبر(ص) صحابیان وو.[۱۵] عبد الله بن بدیل د امام علي له ملګرو هم و چې له خزاعه قبیلې سره په صفین جنګ کې د معاویة بن ابي سفیان په خلاف وجنګېد او شهید شو.[۱۶] البته په ځینو نورو سرچینو کې د هغه نسب په بل ډول ثبت شوی دی.[۱۷]

د دعبل د تائیه یوه برخه. دوه اخري بیتونه امام رضا(ع) په هغه ورزیات کړې دي:









أَ فَاطِمُ لَوْ خِلْتِ الْحُسَيْنَ مُجَدَّلا وَ قَدْ مَاتَ عَطْشَاناً بِشَطِّ فُرَات
إِذاً لَلَطَمْتِ الْخَدَّ فَاطِمُ عِنْدَه وَ أَجْرَيْتِ دَمْعَ الْعَيْنِ فِي الْوَجَنَات
أَ فَاطِمُ قُومِي يَا ابْنَةَ الْخَيْرِ فَانْدُبِي نُجُومُ سَمَاوَاتٍ بِأَرْضِ فَلَاة
قُبُورٌ بِكُوفَانَ وَ أُخْرَى بِطَيْبَة وَ أُخْرَى بِفَخٍّ نَالَهَا صَلَوَات‏
وَ أُخْرَى بِأَرْضِ الْجَوْزَجَانِ مَحَلُّهَا وَ قَبْرٌ بِبَاخَمْرَى لَدَى الْغُرُبَات‏
وَ قَبْرٌ بِبَغْدَادٍ لِنَفْسٍ زَكِيَّة تَضَمَّنَهَا الرَّحْمَنُ فِي الْغُرُفَات‏
وَ قَبْرٌ بِطُوسٍ يَا لَهَا مِنْ مُصِيبَةٍ أَلَحَّتْ عَلَى الْأَحْشَاءِ بِالزَّفَرَاتِ
إِلَى الْحَشْرِ حَتَّى يَبْعَثَ اللَّهُ قَائِماً يُفَرِّجُ عَنَّا الْغَمَّ وَ الْكُرُبَات[۱۸]


د حدیث نقل

د امام رضا(ع) په حرم کې د لګېدلې رائیه کتیبې یوه برخه چې پکې لیکل شوې : قَبْرَانِ فِي طُوسَ خَيْرُ النَّاسِ كُلِّهِمْ* وَ قَبْرُ شَرِّهِمْ هَذَا مِنَ الْعِبَرِ* مَا يَنْفَعُ الرِّجْسُ مِنْ قُرْبِ الزَّكِيِّ* وَ لَا عَلَى الزَّكِيِّ بِقُرْبِ الرِّجْسِ مِنْ ضَرَر.

دعبل د امام کاظم(ع) او امام رضا(ع) له اصحابو و.[۱۹] هغه امام جواد(ع) هم لیدلی دی.[۲۰] هغه له هغو راویانو دی چې شِقْشِقیّه خطبه یې نقل کړې ده.[۲۱] هغه د شیعه امامانو په اصحابو کې د لوړ مقام خاوند ګڼل شوی دی.[۲۲]

دعبل له ځینو کسانو لکه سفیان ثوري، مالک بن اَنَس (د مالکیانو امام)، سعید بن سُفیان او محمد بن اسماعیل روایت نقل کړی دی.[۲۳] همداراز علی بن علی بن رَزین (د دعبل ورور)، موسی بن حَمّاد یزیدی، اباصَلت هِرَوي او علی بن حکیم له هغو کسانو دي چې له دعبله یې حدیث نقل کړید ی.[۲۴]

وفات

په شوش ښار کې په دعبل خزاعي پورې منسوب قبر

دعبل په ۲۴۵ ق کال کې[۲۵] د بني عباسو د یو واکمن د هجو په وجه ووژل شول.[۲۶] ویل شوي چې هغه تنده ژبه لرله او هیڅ خلیفه او وزیر یې له هجو خوندي نه پاتې کېده او ډېر خلک د هغه له هجو وېرېدل.[۲۷] همداراز راپور شوی چې دعبل د اهل بیتو(ع) په پلویتوب کې سخت تعصب درلود[۲۸] او یوازې د اهل بیتو(ع) د دښمنانو هجو به یې کوله.[۲۹] هغه د هغو هجو او بدویلو په وجه چې له خلیفه ګانو به یې کاوه همېشه د تېښتې په حال کې و.[۳۰]

ځینو څېړاندو احتمال ورکړی چې د هغه وژل کېدل د مُتَوکِّل عَبّاسی د هجو په وجه وي؛ ځکه چې د متوکل په امر د امام حسین(ع) د قبر له ړنګېدو وروسته، دعبل په یو شعر کې هغه هجو کړ او په امام حسین(ع) یې مرثیه وویله.[۳۱] په ځینو سرچینو کې د هغه د وفات لپاره نور ځایونه او وختونه بیان شوې دي.[۳۲] د روح الجنان تفسیر مولف ابوالفتوح رازي په وینا، دعبل د خپل عمر په وروستیو شېبو کې، په توحید، نبوت او د امام علي(ع) په ولایت په اقرار کې ځینې شعرونه وویل[۳۳] هغه شعر یې په قبر ولیکل شو.[۳۴] دعبل وصیت وکړ چې تائیه قصیده یې په قبر کې کېښودل شو.[۳۵] د دعبل قبر په شوش کې دی.[۳۶]

فوټ نوټ

  1. قلی‌زاده علیار، «مزارات الشیعه در قصیده تائیه دعبل خزاعی»، ص۵۳.
  2. وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۱۷-۵۰۳.
  3. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۳۸-۵۴۰.
  4. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۵۱.
  5. حمد، «مقدمه»، در دیوان دعبل بن علی الخزاعی، ۱۴۱۴ق، ص۱۱.
  6. حموی، معجم الادباء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۲۸۷.
  7. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۱۵.
  8. حمد، «مقدمه»، در کتاب دیوان دعبل بن علی الخزاعی، ۱۴۱۴ق، ص۱۳.
  9. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۰۱.
  10. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۲۴
  11. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۷۹
  12. نجاشی،‌ رجال النجاشی، ۱۴۱۸ق، ص۲۷۷.
  13. حموی، معجم الادباء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۲۸۴.
  14. اعلمی، «مقدمه»، در کتاب دیوان دعبل الخزاعی، ۱۴۱۷ق، ص۴.
  15. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۱۳.
  16. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۱۴-۵۱۶.
  17. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۴.
  18. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ۲ ټوک، ۳۱۸-۳۲۷. مخونه
  19. ابن‌شهرآشوب، معالم العلماء، المطبعة الحیدریه، ص۱۵۱.
  20. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۲۷.
  21. وګورئ: شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۷۲.
  22. وګورئ: حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۴؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۴۰۱.
  23. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۲۷-۵۲۸.
  24. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۲۸-۵۲۹.
  25. نجاشی،‌ رجال النجاشی، ۱۴۱۸ق، ص۲۷۷.
  26. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۴۲.
  27. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۴.
  28. حصری، زهر الآداب، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۹۹.
  29. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۲۲.
  30. ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۲۹۵.
  31. قربانی‌زرّین، «دعبل خزاعی»، ص۷۹۲؛ همدا وګورئ: دعبل خزاعی، شعر دعبل بن علی الخزاعی، ۱۴۰۳ق،‌ ص۳۳۷-۳۳۸.
  32. وګورئ: حموی، معجم الادباء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۲۸۷؛ ابن‌خلکان، وفیات الأعیان، ۱۹۰۰م، ج۲، ص۲۷۰؛ حموی، معجم البلدان، ۱۳۹۹ق، ج۳، ص۱۶۰.
  33. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۲۲۹.
  34. وګورئ: شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۷.
  35. صدر، تأسیس الشیعه لعلوم الاسلام، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ص۱۹۵.
  36. حرزالدین، مراقد المعارف، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۲۸۸.

سرچينې

  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، الأغانی، بیروت، دار الحیاء التراث العربی، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌خلکان، احمد بن محمد، وفیات الأعیان و أنباء أبناء الزمان، بیروت، دار صادر، ۱۹۰۰م.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، معالم العلماء، تصحیح محمدصادق بحر العلوم، المطبعة الحیدریة، نجف اشرف، بی‌تا.
  • اِربِلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • امین، سید محسن، اَعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
  • حرزالدین، محمد، مراقد المعارف، قم، منشورات سعید بن جبیر، ۱۳۷۱ش.
  • حصری، ابراهیم بن علی، زهر الآداب و ثمر الالباب، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، قم، نشر فقاهت، ۱۴۱۷ق.
  • حمد، حسن، «مقدمه»، در دیوان دعبل بن علی الخزاعی، تألیف دعبل خزاعی، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۱۴ق.
  • حموی، یاقوت، معجم الادباء ارشاد الاریب الی معرفة الادیب، بیروت، دار الغرب الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • حموی، یاقوت، معجم البلدان، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۹۹ق.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، تحقیق مصطفی عبد القادر عطا،‌ بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • دعبل خزاعی، دیوان دعبل الخزاعی، شرح و تحقیق ضیاء حسین الأعلمی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۷ق.
  • دعبل خزاعی، شعر دعبل بن علی الخزاعی، تصحیح: عبدالکریم الأشتر، دمشق، مجمع اللغة العربیة، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • صدر، حسن، تأسیس الشیعة لعلوم الاسلام، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • طهرانی، محمدحسین، مطلع الانوار، به تحقیق: محمدمحسن طهرانی، تهران، مکتب وحی، ۱۴۳۷ق.
  • قربانی‌زرّین، باقر، «دعبل خزاعی»، در جلد ۱۷ دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۹۱ش.
  • قلی‌زاده علیار، مصطفی، «مزارات الشیعه در قصیده تائیه دعبل خزاعی»، در فصلنامه زیارت، شماره ۳۴، بهار ۱۳۹۷ش.
  • نجاشی،‌ احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۸ق.