د استراحت ناسته
د استراحت ناسته یا جِلْسَةُ الاستراحة، د لمانځه د دوهمې سجدې وروسته په آرام سره کښيناستلو ته وايي او په هغه رکعتونو کې چې تشهد په کې نه وي له ولاړیدو مخکښې د بدن په آرام ساتلو ته ویل کیږي.[۱]
ځینو فقهاوو، لکه علامه حلي او صاحب جواهر، په لمانځه کې د دې عمل مستحب شونه شیعه عالمانو په منځ کې مشهوره ګڼلې ده؛[۲] خو د سید مرتضی په وینا، د اجماع او د احتیاط د اصلِ له مخې د استراحت ناسته واجب ده.[۳] سید محمد کاظم طباطبایي یزدي هم په خپل کتاب العروة الوثقي کې د استراحت ناسته د احتیاط مطابق ګڼلې او واجب احتیاط شونه یې قوي ګڼلي دي؛[۴] خو د اتمې قمري پیړۍ فقیه علامه حلي د روایتونو پر بنسټ او د برائت اصل پر اساس د دې عمل په واجب شونې کې اختلاف څرګند کړی دی.[۵]
د ځینو شیعه د تقلید مراجعو د فتواوو له مخې (په څوارلسمه لمریزی پیړۍ کې)، د استراحت ناسته احتیاطِ واجب ده، او د ځینې نورو د فتواوو له مخې، احتیاطِ مستحب ده:[۶] د امام خمیني، سید محمد رضا ګلپایګاني، لطف الله صافي ګلپایګاني، سید علي سیستاني، او حسین نوري همداني په وینا، د استراحت ناسته د واجب احتیاط ده؛[۷] ځینې فقیهان لکه سید ابوالقاسم خویي، میرزا جواد تبریزي، محمد فاضل لنکراني، محمد تقي بهجت، ناصر مکارم شیرازي، او سید موسی شبیري زنجاني د استراحت ناسته مستحب احتیاط ګڼي.[۸]
په فقهي متنونو کې، د استراحت په ناسته کې، د نارینه وو لپاره د تَوَرُّک[۹] او د ښځینو لپاره تَرَبُّع[۱۰] یا هم د ښځینو او هم د نارینو دواړو لپاره،[۱۱] مستحب ګڼلې شوې ده. ځینې فقیهانو «تَرَبُّع» په څلورو زنګونونو کښيناستلو ته ویلي دي او ځینو نورو په دوو زنګونونو کښيناستلو ته ویلي دي.[۱۲] همدارنګه، د استراحت په جلسه کې، د اقعاء حالت مکروه ګڼل شوی دی.[۱۳] «اقعاء» هغه حالت دی چې پکې د پښو مخ په ځمکه کېښودل کیږي او ټوټي د پښو په پوندو ایښودل کیږي (لکه څنګه چې تشهد ته خلک کښيني خو د دواړ پښو مخونه به په ځمکه وي).[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۴۶۶.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۱؛نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۴۶۶.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۴۱ق، ج۱، ص۳۱۲.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۵۷۶.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۸۴.
- ↑ بنیهاشمی خمینی و اصولی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۸۴.
- ↑ بنیهاشمی خمینی و اصولی، رساله توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۵۸۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۴۶۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۴۶۵.
- ↑ خویی، المستند، ۱۴۲۱ق، ج۱۴، ص۲۶۱.
- ↑ موسسه دايرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۴۳۶-۴۳۷.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۵۷۵.
- ↑ موسسه دايرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ج۱، ص۶۵۶.
سرچينې
- بنیهاشمی خمینی، محمدحسن و احسان اصولی، توضیح المسائل مراجع (مطابق با فتاوای سیزده نفر از مراجع معظم تقلید)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۹۲ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، المستند فی شرح العروة الوثقی، تحقیق مرتضی بروجردی، قم: مؤسسة احياء آثارالامام الخوئی، ۱۴۲۱ق.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الإنتصار لما إنفردت به الإمامیة، تحقیق حسین موسوی بروجردی، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، ۱۴۴۱ق.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۹ق.
- موسسه دايرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، موسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- نجفی، محمدحسن بن باقر، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تحقیق مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۱ق.