تورک

تَوَرُّک چې د شیعه فقهې د لمانځه له آدابو څخه دی هغه ځانګړي ډول ناستې ته ويل کېږي چې پکې لمونځکوونکی پر چپ ران ناست وي او ښۍ پښه د چپې پښې پر تلي ږدي.[۱] فقیهان دا عمل په تشهد[۲] او د دوو سجدو ترمنځ،[۳] مستحب ګڼي. البته د صاحب جواهر په نظر، دا استحباب یوازې د نارینهوو لپاره دی او ښځو ته نه شامليږي.[۴]
د یو روایت له مخې، امام صادق(ع) په لمانځه کې دا ډول ناسته ترسره کړه، او کله چې حَمّاد بن عیسی د دې د کراهت پوښتنه وکړه، امام یې کراهت بني اسراییلو ته منسوب کړ.[۵]
شیعه فقیه عبدالله جوادي آملي، د «اللّهمّ أمِتِ الباطل و أقمِ الحق»،[۶] روایت په استناد، تورک پر باطل د حق د غلبې یو سمبول ګڼي. د هغه په وینا، ښۍ پښه د حق او چپه پښه د باطل نښه ده.[۷]
د اهلسنتو ځینې مذاهب په تشهد کې افتراش (د چپې پښې د تاوولو او د ښي پښې د نېغ درولو په ډول ناسته) مستحب ګڼي.[۸] او ځینې نور یې په لومړي تشهد کې افتراش او په دوهم تشهد کې تورک مستحب بولي.[۹]
د لمانځه په قیام (ودرېدو) کې د تکیه کولو یا په یو پښه او بله پښه د بدن د وزن بدلولو په معنا تورک[۱۰] او همدارنګه پر پتونونو د لاسونو د تکیه کولو په معنا تورک په فقهي منابعو کې مکروه بلل شوي دي.[۱۱]
فوټ نوټ
- ↑ طباطبائی یزدی، العروة الوثقى، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۵۷۴.
- ↑ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۲۱۴و ۲۲۸؛ خویی، شرح عروة الوثقی، ۱۴۱۸ق، مخ ۱۷۷ و ۳۴۳.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ټوک۳، مخ۱۹۷.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۱۰، مخ۱۸۲.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، مؤسسة آل البيت عليهم السلام لإحياء التراث، ټوک۱۲، مخ۱۰۷.
- ↑ شیخ صدوق، من لا يحضره الفقيه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۲۰.
- ↑ جوادی آملی، رازهای نماز، ۱۳۸۹ش، مخ۱۴۳.
- ↑ نووی، المجموع، شرح المهذب، دارالفکر، ټوک۳، مخ۴۵۰؛ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۲۲۸.
- ↑ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۲۲۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۱۱، مخ۹۱؛ شهید اول، الألفية والنفلية، ۱۴۰۸ق، مخ۱۱۴؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی،۱۴۲۰ق، ټوک۳، مخ۳۸.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ټوک۳، مخ۲۹۸ و ۲۹۹.
سرچينې
- شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳هـ ق.
- شهید اول، محمد بن مکي، الألفیة والنفلیة، قم، مكتب الإعلام الإسلامي، ۱۴۰۸هـ ق.
- جوادي آملي، عبدالله، رازهای نماز (د لمانځه رازونه)، څېړنه: حسین شفیعي، قم، اسراء خپرندویه، شپاړسم چاپ، ۱۳۸۹هـ ش.
- خویي، سید ابوالقاسم، شرح عروة الوثقی (د عروة الوثقی شرح)، څېړنه: محمدرضا موسوي خلخالي، قم، توحید خپرندویه، ۱۴۱۸هـ ق / ۱۹۹۸م.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم،مؤسسة آل البيت عليهم السلام لإحياء التراث ( د آلالبیت علیهمالسلام د میراث د راژوندي کولو بنسټ)، بېنېټې.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، څېړنه: مؤسسة النشر الإسلامی، جماعة المدرسین (د اسلامي نشر بنسټ، د مدرسینو ټولنه)، لومړی چاپ، ۱۴۲۰هـ ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، موسسة آل البیت علیهم السلام (د آلالبیت علیهمالسلام موسسه)، ۱۴۱۴هـ ق.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، المعتبر في شرح المختصر، قم، موسسه سيدالشهداء(ع) (د سیدالشهداء (ع) موسسه)، لومړی چاپ، ۱۴۰۷هـ ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲هـ ش.
- نووي، یحیی بن شرف، المجموع شرح المهذب، بیروت، دارالفکر، بېنېټې.