منځپانگې ته ورتلل

ابومخنف

د wikishia لخوا
ابومخنف
د شیعه تاریخ لیکونکي
بښپړ نوملوط بن یحیی بن سعید بن مِخنَف بن سُلیم غامدي ازدي
د زیږیدنې نیټهد ۸۰ق شاوخوا
د وفات نیټه۱۵۷ ق
تالیفونهمقتل الحسین(ع) • کتاب الردة • کتاب فتوح الشام • نو تالیفونه


لوط بن یحیی بن سعید (وفات: ۱۵۷ق) چې د ابومخنف او ابومِخنَف ازدي په نوم هم مشهور دی، د مقتل الحسین کتاب لیکوال، د کوفې اوسېدونکی، شیعه، او د دوهمې هجري پېړۍ له محدثانو او مورخانو څخه و. شیعه محدثانو ابومخنف شیعه بللی او شیخ طوسي هغه د امام صادق(ع) له اصحابو شمېرلی دی.

ابومخنف په خپل کتاب کې د امام حسین(ع) د شهادت اړوند روایتونه راټول کړي وو؛ که څه هم دا کتاب نن ورځ له منځه تللی، خو د هغه یو شمېر روایتونه په نورو تاریخي او حدیثي سرچینو کې نقل شوي دي. ابومخنف نور تاریخي آثار هم لیکلي، لکه د سقیفې پېښه، د جمل جنګ او د صفین جنګ.

ژوند

لوط بن یحیی بن سعید بن مِخنَف بن سُلیم غامدي ازدي، چې په ابومخنف مشهور دی، له ازده قبیلې د کوفې اوسېدونکی و.[۱] مخنف بن سُلیم، د ابومخنف نیکه،[۲] د پیغمبر اکرم(ص)[۳] او امام علي(ع) له اصحابو[۴] څخه و، او امام علي هغه د همدان او اصفهان والی ټاکلی و.[۵] د ابومخنف پلار یحیی بن سعید، هم د امام علي(ع) له ملګرو څخه و.[۶]

ابومخنف په کوفه کې زده کړې وکړې او له امام صادق(ع)،[۷] جابر جعفي، مجالد بن سعید او صعقب بن زبیر څخه یې علم واخیست.[۸] محمد فؤاد سزګین د هغه د زېږېدو کال ۷۰ق ګڼلی دی.[۹] د وفات نېټه یې، یاقوت حموي ۱۵۷ق کال[۱۰] او شمس‌الدین ذهبي ۱۷۰ق کال یاد کړی دی.[۱۱]

سزګین، ابومخنف د اموي دورې له مورخانو ګڼلی،[۱۲] خو نجاشي هغه د امام صادق(ع) له اصحابو او د عباسي خلافت د دورې کس بللی دی.[۱۳]

د روایت اعتبار

ابومخنف په شیعه روایتي ټولنو کې د باور وړ ګڼل شوی او نوم یې د ستایلو شویو راویانو په منځ کې راغلی، خو اهل سنت هغه کمزوری بللی دی.

شیعه محدثان

د پنځمې هجري پېړۍ رجالي عالم نجاشي، ابومخنف، شیعه او د کوفې له محدثانو څخه بللی دی[۱۴] او شیخ طوسي هغه د امام صادق(ع) له اصحابو شمېرلی دی.[۱۵]

شیعه فقیه او متکلم علامه حلي (وفات: ۷۲۶ق) ابومخنف «ثقه» بللی،[۱۶] د اومې پېړۍ رجالي ابن داوود حلي هغه د ستایلو شویو او نه رد شوو کسانو له ډلې ګڼلی.[۱۷] شیعه فقیه او محدث علامه مجلسي (وفات: ۱۱۱۰ق) په کتاب الوجیزه کې هغه د مدح شویو کسانو په منځ کې شمېرلی[۱۸] او شیخ عباس قمي (وفات: ۱۳۵۹ق) ویلي چې سره له دې چې ابومخنف د تشیع له امله مشهور و، خو سني عالمانو لکه طبري او ابن‌اثیر هم په هغه اعتماد کړی او روایتونه یې نقل کړې دي.[۱۹] شیعه فقیه او رجال پېژندونکي سید ابوالقاسم خوئي (وفات: ۱۳۷۱ل) هم هغه «ثقه» بللی دی.[۲۰]

سني محدثان

علي بن عمر دارقطني (وفات: ۳۸۵ق) د ابومخنف روایتونه ضعیف بللي دي[۲۱] او ابن عدي جرجاني (وفات: ۳۶۵ق) هغه افراطي شیعه ګڼلی او ویلي چې د ده د روایتونو نقل د سند د ضعف له امله روا نه دی.[۲۲]

تاریخ‌لیکنه

ابومخنف د فتوحاتو مهمو عربي ورځو، خلفاوو او والیانو په اړه روایتونه راټول کړي دي.[۲۳] اهل سنت کتاب پېژاندي او فهرست لیکونکي ابن‌ندیم (وفات: ۳۸۵ق) هغه د عراق د پېښو، فتوحات او تاریخ تر ټولو ښه پېژندونکی بللی دی.[۲۴]طبري په خپل تاریخ کې تر ۱۳۲ق پورې پېښو ډېر روایتونه له ابومخنف څخه نقل کړي دي.[۲۵]

ویل شوي چې ابومخنف د حجاز د مهمو تاریخي پېښو په اړه ځانګړي او جدا کتابونه لیکلي، لکه کتاب السقیفه،[۲۶] کتاب الرُّده،[۲۷] کتاب الجمل اوکتاب صفین.[۲۸]

لومړني تاریخي روایتونه چې ابومخنف ثبت کړي، د پیغمبر(ص) د ناروغۍ اړوند دي.[۲۹] هغه د امام علي(ع) د ژوند او شهادت په اړه هم ډېر راپورونه راټول کړي[۳۰] او ابن‌ابي الحدید په مقاتل الطالبین کې د امام علي(ع) د مقتل روایتونه چې ابوالفرج اصفهاني د ابومخنف له لارې راوړي، د امام علی د شهادت په اړه له تر ټولو باوري روایتونو ګڼلي دي.[۳۱]

آثار

ابومخنف د ډېرو مهمو تاریخي پېښو او موضوعاتو په اړه کتابونه لیکلي، چې ډېری یې د تشیع اړوند دي؛[۳۲] لکه د بي بي فاطمې(س) خطبه، د جمل جګړه، د صفین جګړه، قتل الحسن(ع)، د محمد بن ابي بکر پېښه، د امام حسین(ع) پاڅون، او د مختار پاڅون، چې په رجالي کتابونو کې په تفصیل سره یاد شوي دي.[۳۳]

د ابومخنف مقتل

ابومخنف د امام حسین(ع) د مقتل لیکوال و؛ دا د امام حسین(ع) په اړه له مشهورو او لرغونو آثارو څخه دی چې د دوهمې هجري پېړۍ د محدثانو په طرز لیکل شوی.[۳۴] دینوري په اخبار الطوال[۳۵] او شیخ مفید په الارشاد[۳۶] کې له دې پېروي کړې ده.

ویل شوي چې مقتل ابومخنف د هشام بن کلبي له لارې روایت شوی و، خو وروسته له منځه تللی او اوسنی مقتل چې ده ته منسوب دی، د هغه اصلي اثر نه دی.[۳۷] سره له دې، د ابومخنف د مقتل یو شمېر برخې په نورو آثارو کې پاتې دي؛ لکه د طبري تاریخ، انساب الاشراف، الفتوح، مروج الذهب، مقاتل الطالبیین، د شیخ مفید الارشاد، او د سبط ابن جوزي تذکرة الخواص.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۳۹۳ق، ص۱۰۵.
  2. ابن‌حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۷۰.
  3. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۰۹.
  4. طوسی، رجال الطوسی، ۱۴۱۵ق، ص۸۱.
  5. ابونعیم اصفهانی، ذکر اخبار اصفهان، ۱۳۷۷ش، ص۱۸۹.
  6. ابن‌شهرآشوب، معالم العلماء، المطبعة الحیدریه، ص۹۳.
  7. ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۹۶۳م، ج۳، ص۴۲.
  8. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۲۰۰۶م، ج۷، ص۳۱۰.
  9. سزگین، تاریخ التراث العربیه، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۲۷.
  10. یاقوت حموی، معجم الادباء، ۱۴۰۰ق، ج۷، ص۴۱.
  11. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۴۲۰.
  12. سزگین، تاریخ التراث العربی، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۲۷.
  13. نجاشی، رجال النجاشی، نشر اسلامی، ص۳۲۰.
  14. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۴۱۶ق، ص۳۲۰.
  15. طوسی، رجال الطوسی، ۱۴۱۵ق، ص۲۷۵.
  16. حلی، خلاصه الاقوال، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۹.
  17. ابن‌داوود حلی، الرجال، ۱۳۸۳ق، ص۲۸۲.
  18. مجلسی، الوجیزة فی الرجال، ۱۴۲۰ق، ص۱۴۵.
  19. قمی، الکنی والالقاب، ۱۳۷۶ق، ج۱، ص۱۵۵.
  20. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۳، ج۱۵، ص۱۴۰.
  21. دارقطنی، کتاب الضعفاء والمتروکین، ۱۴۰۳، ص۳۳۳.
  22. ابن‌عدی، الکامل فی ضعفاء الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۹۳.
  23. بروکلمان، تاریخ الادب العربی، ۱۹۶۸م، ج۱، ص۲۵۳.
  24. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۳۹۳ق، ص۱۰۶.
  25. طبری، تاریخ الطبری، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۳۴۲.
  26. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹، ج۱، ص۵۸۵.
  27. طبری، تاریخ الطبری، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۶۱.
  28. ابومخنف، مقتل الامام حسین بن علی، دارالمحجه، ص۹.
  29. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۵۶۸.
  30. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۲، ص۲۰۶-۲۰۸؛ ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۲۸۶؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۳۶۸ق، ص۲۲-۲۸ و ۳۳-۴۵.
  31. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۸ق، ج۶، ص۱۱۳.
  32. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۳۹۳ق، ص۱۰۵ و ۱۰۶؛ نجاشی، رجال النجاشی، نشر اسلامی، ص۳۲۰.
  33. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۳۹۳ق، ص۱۰۵؛ نجاشی، رجال النجاشی، نشر اسلامی، ص۳۲۰؛ طوسی، الفهرست، منشورات شریف رضی، ص۱۵۵.
  34. صدر، تأسیس الشیعة الکرام لفنون الاسلام، ۱۴۳۸ق، ص۲۳۶.
  35. ابن‌قتیبة الدینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۷۳ش، ص۲۳۰-۲۸۰.
  36. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ۲۳۱.
  37. ابومخنف، مقتل الامام حسین بن علی، دارالمحجه، ص۳۰؛ قمی، الکنی والالقاب، ۱۳۷۶ق، ج۱، ص۱۵۵.
  38. جابری، أصول المقتل الحسيني، ۱۴۳۶ق، ص۲۱۷.

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهاني، علي بن حسین، مقاتل الطالبیین، د سید احمد صقر په تحقیق، قاهره، ۱۳۶۸ق.
  • ابومخنف، مقتل الحسین بن علي علیه‌السلام، د کامل سلیمان الجبوري په تحقیق، بیروت، دارالمحجة البیضاء، بې‌نېټې.
  • ابونعیم اصفهاني، حافظ، ذکر اخبار اصفهان، د نورالله کسایي په ژباړه، تهران، سروش، ۱۳۷۷ش.
  • ابن‌ابي‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغه، د محمد ابوالفضل ابراهیم په تحقیق، بیروت، دار احیاء الکتب العربیة، ۱۳۷۸ق / ۱۹۵۹م.
  • ابن‌اعثم کوفي، احمد، الفتوح، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌حجر عسقلاني، احمد بن علي، تهذیب التهذیب، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌داوود حلي، حسن بن علي، الرجال، تهران، د تهران پوهنتون خپرونې، ۱۳۸۳ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، د محمد عبدالقادر عطا په تحقیق، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق / ۱۹۹۰م.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علي، معالم العلماء فی فهرست کتب الشیعة، بیروت، د مطبعة حیدریه خپرونې، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • ابن‌عدي، عبدالله، الکامل فی ضعفاء الرجال، د سهیل ذکار او یحیی مختاري عزاوي په تحقیق، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌قتیبة الدینوري، عبدالله بن مسلم، الاخبار الطوال، د جمال‌الدین شیال په تحقیق، قم، د شریف رضي خپرونې، ۱۳۷۳ش.
  • ابن‌ندیم، محمد بن اسحاق، الفهرست، د ابراهیم رمضان په تحقیق، تهران، ۱۳۹۳ق.
  • بروکلمان، کارل، تاریخ الادب العربی، د عبدالحلیم النجار په تحقیق، مصر، دار المعارف، ۱۹۶۸م.
  • بلاذري، احمد، انساب الاشراف، د محمد حمیدالله په تحقیق، مصر، ۱۹۵۹م.
  • جابري، عامر، أصول المقتل الحسيني: دراسة تسلط الضوء علی الأصول الكوفية للمقتل الحسيني، کربلا، د حسيني مقدس آستان خپرونې، ۱۴۳۶ق / ۲۰۱۵م.
  • حلي، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، د شیخ جواد قیومي په تحقیق، قم، نشر فقاهت، ۱۴۱۷ق.
  • خویي، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، نشر الثقافة الاسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • دارقطني، مسعود بن نعمان، کتاب الضعفاء والمتروکین، د موفق بن عبدالله په تحقیق، مدینه، الجامعة الاسلامیة، ۱۴۰۳ق.
  • ذهبي، شمس‌الدین، تاریخ الاسلام، د عبدالسلام تدمري په تحقیق، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۰۸ق.
  • ذهبي، شمس‌الدین، سیر اعلام النبلاء، قاهره، دار الحدیث، ۲۰۰۶م.
  • ذهبي، شمس‌الدین، میزان الاعتدال، د علي محمد البجاوي په تحقیق، بیروت، دار المعرفة، ۱۹۶۳م.
  • سزګین، فؤاد، تاریخ التراث العربیه، د محمد فهمي حجازي او عبدالله بن عبدالله حجازي په ژباړه، قم، د آیت‌الله مرعشي عامه کتابتون، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، د شیخ مفید کانګره، ۱۴۱۳ق.
  • صدر، سید حسن، تأسیس الشیعة الکرام لفنون الاسلام، قم، تراث الشیعه، ۱۴۳۸ق.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري: تاریخ الامم والملوک، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۸ق.
  • طوسي، محمد بن حسن، الفهرست، د محمدصادق آل بحرالعلوم په تحقیق، قم، د شریف رضي خپرونې، بې‌نېټې.
  • طوسي، محمد بن حسن، رجال الطوسي، د جواد قیومي اصفهاني په تحقیق، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۱۵ق.
  • قمي، شیخ عباس، الکنی والالقاب، د محمدهادي امیني په تحقیق، تهران، مکتبة الصدر، ۱۳۷۶ش.
  • مجلسي، محمدباقر، الوجیزة فی الرجال، د محمدکاظم رحمان ستایش په تحقیق، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت، ۱۴۲۰ق.
  • نجاشي، احمد بن علي، رجال النجاشی، د سید موسی شبیري زنجاني په تحقیق، قم، نشر اسلامي، ۱۳۶۴ش.
  • یاقوت حموي، یاقوت بن عبدالله، معجم الادباء، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۰ق.