اعتکاف

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
د تهران پوهنتون په جامع جومات کې د اعتکاف مراسم

اعتکاف د یوي ټاکلې مودې (لږ ترلږه درې ورځې) لپاره له روژې سره په جومات کې اقامت کول دي. اعتکاف کوم مخصوص وخت نه لري خو په حدیثونو کې یې تر ټولو ښه وخت د روژې میاشتې دریمه لسیزه ګڼل شوی دی. په اعتکاف کې په جومات کې اقامت او ترې وتل ځانته احکام او اداب لري. په ایران کې د اعتکاف دستورې په ایام البیض کې (د رجب ۱۴،۱۳، او ۱۵) د اکثرو ښارونو په لویو جوماتونو کې ترسه کیږي.

د حدیثونو له مخې اعتکاف د حج او عمرې په شان دی او د ګناهانو د بخښل کېدو او د دوزخ له اوره د ژغورنې سبب کیږي.

اهمیت او فضیلت

اعتکاف، یو مستحب عبادت دی چي د معصومانو(ع) په حدیثونو کې له حج او عمرې سره برابر ګڼل شوی دی.[۱] اعتکاف د پېغمبر(ص) د سنت په توګه په اسلامي هیوادونو کې ترسره کیږي.

مفهوم پیژندنه

په فقه کې په جومات د قربت په قصد او په خاصو اعمالو او شرایطو سره درې ورځې یا تر درېو زیات اعتکاف کیږي او اعتکاف کوونکي کس ته مُعتَکِف ویل کیږي.[۲] اعتکاف د «عکف» له مادې یو څیز ته د مخه کولو او دهغې د درنښت کولو په معنا دی[۳] همداراز په قران کې «عاکف»[۴] د ساکن او استوګن او «معکوف»[۵] د منع شوې او ممنوع په معنا هم استعمال شوی دی.

اعتکاف د عارفانو له نظره

په عرفاني اصطلاح کې اعتکاف، له دنیاوي مشغولتیاوو د زړه تشول او صبرول او مولا ته د نفس تسلیمول دي.[۶] علامه مجلسي د اعتکاف حقیقت د خدای اطاعت ته د بنده د مخه کولو او په مراقبت او څارنې د پابندۍ په معنا ګڼلی دی.[۷] هغه همداراز د اعتکاف کمال د نیکو عملونو د ترسره کولو لپاره د زړه، عقل او د بدن د غړو وقف کول او د الهي اوامرو په کولو د ځان مقید کول او له خپل ټول وجوده د غیر خدا لرې کول ګڼي.[۸]

آداب او احکام

وخت

اعتکاف د هامبورګ په اسلامي مرکز کې

د اعتکاف لپاره کوم خاص وخت نه دی ټاکل شوی، خو د ځینو روایتونو له مخې د خدای رسول(ص) د روژې په میاشتې کې اعتکاف کاوه.[۹] له دې امله د اعتکاف لپاره تر ټولو ښه ځای، د روژې میاشته په تېره بیا دریمې لسیزه یې ګڼل شوې ده.[۱۰] نن سبا په ایران کې د اعتکاف دستورې په ایام البیض کې ( د رجب په ۱۳، ۱۴، او ۱۵ ورځو) کې دود دی[۱۱] او په ځینو هیوادونو کې هم په دې ورځو کې ترسره کیږي.[۱۲]

موده

د شیعه فقیهانو له نظره اعتکاف لږ تر لږه درې ورځې دی او د دوهمې ورځې له ختمولو وروسته د دریمې ورځې اعتکاف واجبیږي.[۱۳] د اعتکاف وخت، په لومړۍ ورځ د سهار د راختلو له وخته پېل او د دریمې ورځې تر لمر پرېواته دوام لري.[۱۴] البته د مالک بن انس[۱۵] و شافعي[۱۶] له نظره چې د اهل سنت د څلورو مذهبونو له امامانو دي، معتکف باید د لمر له پرېوتلو مخکې د اعتکاف په ځای کې حاضر شي.[۱۷]

ځای

په ځینو روایتونو کې اعتکاف له مسجد الحرام، مسجد النبي، د کوفۍ جومات او بصرې جومات سره مخصوص ګڼل شوی دی، خو داسې روایتونه شته چې پکې اعتکاف په جامع جومات او یا داسې جومات کې چې عادل امام پکې د جُمعې یا جمعې لمونځ کړی وي، روا ګڼل شوی دی.[۱۸] له دې امله اکثره فقیهان باوري دي چې اعتکاف له دغه څلورو جوماتونو سره مخصوص دی،[۱۹] خو شهید اول او شهید ثاني ویلي: دا چې اعتکاف یوازې له څلورو جوماتونو سره مخصوص کړو ضعیفه خبره ده.[۲۰] د څوارلسمې پېړۍ اکثره فقیهانو هم د ښارونو په جامعو جوماتونو کې د اعتکاف کول صحیح ګڼلې دي.[۲۱] او ځینو یې له څلورګونو جوماتونو پرته، په نورو جوماتونو کې ( که جامع وي او که غیر جامع) د رجا او ثواب ته د رسېدو په قصد جایز ګڼلی دی.[۲۲]

د روژه والي شرط

د شیعه فقهې مطابق، روژه د اعتکاف له ارکانو څخه ده.[۲۳] له دې امله څوک چې روژه نه شي نیولی لکه مسافر، ناروغ او حایض، اعتکاف یې صحیح نه دی.[۲۴] په اعتکاف کې د قضا یا نذري روژې نیت صحیح دی.[۲۵] د اهل سنتو امامان محمد بن ادریس شافعي او احمد بن حنبل روژه په اعتکاف کې واجبه نه ګڼي.[۲۶] خو په مالکي فقه کې او په حنفي فقه کې د مشهور قول له مخې بې روژې اعتکاف نه کیږي.[۲۷]

له جوماته نه وتل

د اعتکاف په دوران کې د ضروري چارو؛ لکه د لازمو خوړو د برابرولو او قضای حاجت، یا نورو مصلحت لرونکو چارو لکه د جمعې لمانځه کولو، جنازې لمونځ ، د ګواهۍ ورکولو او یا د ناروغ د پوښتنې لپاره وتل جایز ګڼي. البته په دغو مواردو کې هم باید معتکف په ضرورت بسنه وکړي او باید په یو ځای کې کښې نه ني او تر ممکنه حده باید په سیوري کې لاړ شي.[۲۸] سید کاظم طباطبایي په عروة الوثقی کې د عرفي او شرعي ضرورتونو او مصلحت لرونکو ضرورتونو (که هغه مصلحت د اعتکاف کوونکي وي او که د بل چا) د اعتکاف له ځایه وتل جایز ګڼلي دي.[۲۹] همداراز د هغه راپور مطابق چې په بحار الانوار کې له عدة الداعي نقل شوی، امام حسن مجتبی(ع) د ځپل یو شیعه د پور ادا کولو لپاره طواف غوڅ کړ او له هغه سره ملګری شو چې کار یې روان کړي.[۳۰] [یادداشت ۱]

محرمات

د فقیهانو په وینا، په اعتکاف کې د عطر بویول او لګول، د دنیاوي چارو په اړه بحث او لانجه، پېر پلور (مګر د ضرورت لپاره) ځان خلاصول او جنسي اړیکي (حتی د ښکلولو تر حده) حرام دي او اعتکاف باطلوي.[۳۱] همداراز هر شی چې روژه باطلوي، اعتکاف هم باطلوي.[۳۲]

فلسفه او اثار یې

د روایتونو له مخې د اعتکاف کول د ګناهانو د بخښل کېدو[۳۳] او د دوزخ له اوره د ژغورېدو[۳۴] سبب کیږي. همداراز د فکر کولو، له خدای تعالی سره د لمنځ او راز و نیاز کولو او د توبې کولو لپاره د فرصت برابرېدل د هغې فلسفه ګڼل شوې ده.[۳۵]

د اعتکاف مخینه

د معتکفانو لپاره وینا

مسلمانانو د اعتکاف طریقه د پېغمبر اکرم(ص) له سنتو زده کړې ده.[۳۶] د یو روایت له مخې له اسلامه مخکې هم اعتکاف کېده.[۳۷] هغه څه چې د پېغمبر د اعتکاف په اړه راغلي له هجرته د وروسته دوران، په مدینه کې او د روژې په میاشته کې دي. چې د هغه حضرت لپاره به په مسجد النبي کې یوه خیمه لګول کېده.[۳۸] نن سبا په مسجد النبي کې د توبې د ستنې ختیځ لور ته د سریر (تخت) په نامه یوه استوانه شان ده چې ویل کیږي پېغمبر به د اعتکاف په ورځو کې، خپله بستره د هغې خوا کې اچوله او معتکف کېده به .[۳۹]

د اسلام پېغمبر د هجرت په دریم کال د روژې په میاشته کې، د بدر غزا په وجه ونه کړی شول اعتکاف وکړي؛ له دې امله په بل کال کې د روژې میاشتې شل ورځې معتکف شو؛ لس ورځې د هغه کال او لس ورځې د تېر کال د قضا په توګه.[۴۰] په روایي سرچینو کې د شیعه امامانو د اعتکاف په تېره بیا د امام حسن مجتبی[۴۱] او امام صادق(ع)[۴۲] د اعتکاف په اړه ځینې راپورونه راغلې دي.

د صفویه او پهلوي په زمانه کې د اعتکاف دستورې

د شیخ لطف الله میسي (زوکړه ۱۰۳۵ ق) په راپور په صفویه دور کې په قزوین او اصفهان کې اعتکاف کیده.[۴۳] په ځینو راپورونو کې راغلي چې په ایران کې په پهلوي دور کې اعتکاف ډېر کم، او یوازې په مذهبي ښارونو کې ترسره کېده.[۴۴]

لیکنې

د اعتکاف په اړه په فارسۍ او عربۍ ژبه یو شمېر کتابونه لیکل شوې چې ځینې په دې ډول دي:

په وروستیو کلونو کې د اعتکاف د سنت په پراختیا سره په لسګونو کتابونه په دې موضوع چاپ شوې دي.[۵۰]

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۸؛ ابن طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق ج۱، ص۱۹۵.
  2. موسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۵۹۸.
  3. راغب، مفردات، ۱۳۹۲ق، ص ۳۵۵.
  4. سوره حج، آیه۲۵.
  5. سوره فتح، آیه۲۵.
  6. جرجانی، التعریفات، ۱۳۵۷ق، ص۲۵.
  7. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۴.
  8. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۱۵۰.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۵.
  10. وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۴۹؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۵۸۲.
  11. «تاریخچه اعتکاف»، خبرگزاری تسنیم.
  12. «مراسم اعتکاف در کشورهای جهان»، خبرگزرای ایرنا؛ «استقبال چشمگیر جوانان»، شیعه نیوز.
  13. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۶.
  14. طباطبایی، العروة الوثقى، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۷۱.
  15. مالک، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۴.
  16. شافعی، الأم، دارالمعرفه، ج۲، ص۱۰۵.
  17. ابن رشد، بدایة المجتهد، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۴.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۶؛ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۳۶۳.
  19. وګورئ: صدوق، المقنع، ۱۴۰۴ق، ص ۱۸؛ هم دا شان وګورئ: سیدمرتضی، الانتصار، ۱۳۹۱ق، ص۷۲؛ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۲.
  20. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۵۰.
  21. خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۳۰۵؛ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۷۵؛ صافی گلپایگانی، جامع الاحکام، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص ۱۴۴؛ بهجت، استفتاءات، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص ۴۴۲.
  22. «مکان اعتکاف»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  23. مالک، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۵؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۵.
  24. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۵۴۶.
  25. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۵۴۵.
  26. وګورئ: شافعی، الأم، دارالمعرفه، ج۲، ص۱۰۷؛ ابن هبیره،الافصاح، ۱۳۶۶ق، ج۱، ص۱۷۰؛ هم دا شان وګورئ: مروزی، اختلاف العلماء، ۱۴۰۶ق، ص۷۵.
  27. وګورئ: سمرقندی، تحفة الفقهاء، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۷۲؛ شیخ نظام الدین،الفتاوی الهندیه، ۱۳۲۳ق، ج۱، ص۲۱۱.
  28. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۸؛ ابن رشد، بدایةالمجتهد، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۷؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۷.
  29. طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۸۶.
  30. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۴، ص۱۲۹.
  31. ابن هبیره، الافصاح، ۱۳۶۶ق، ج۱، ص۱۷۱؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۹-۲۲۰؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۵۸۵-۵۸۷.
  32. خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۳۰۵.
  33. سیوطی، جامع‌الصغیر، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۵۷۵.
  34. الطبرانی، المعجم الأوسط، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۱۲۱.
  35. «اعتکاف و فلسفه آن»، وبگاه راسخون.
  36. مالک، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۴.
  37. بخاری، صحیح بخاری، اداره الطباعه المنیریه، ج۳، ص۱۰۵-۱۱۰؛ ابن ماجه، سنن ابن ماجه، ۱۹۵۲-۱۹۵۳م، ج۱، ص۵۶۳.
  38. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۵.
  39. جعفریان، آثار اسلامی مکّه و مدینه، ۱۳۸۱ش، ص۲۲۶. المنقری، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، الناشر : مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ج۲، ص۴۴.
  40. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۴.
  41. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۹۰.
  42. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۶۰.
  43. میراث اسلامی ایران, دفتر اول, رساله اعتکافیه, تحقیق احمد عابدی رضوانشهری ۳۱۷-۳۲۰, کتابخانه آیت اللّه مرعشی.
  44. «مراسم اعتکاف قبل از انقلاب»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله خامنه‌ای.
  45. وګورئ: ابن ندیم، الفهرست، ۱۳۵۰ش، ص۲۶۴-۲۷۱.
  46. وګورئ: نجاشی، رجال، ۱۴۰۷ق، ص۳۷۵-۳۸۹.
  47. وګورئ: آقابزرگ، الذریعة، دارالأضواء، ج۲، ص۲۳۰.
  48. وګورئ: آقابزرگ، الذریعة، دارالأضواء، ج۲، ص۲۲۹؛ مدرسی طباطبایی، مقدمه ای بر فقه شیعه، ۱۳۶۸ش، ص۳۳۸.
  49. آقابزرگ، الذریعة، دارالأضواء، ج۲، ص۲۲۹-۲۳۰.
  50. «لیست کتاب‌ها».

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه إلی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالأضواء، بی‌تا.
  • ابن رشد، محمد بن احمد، بدایة المجتهد و نهایة المقتصد، بیروت، ۱۴۰۶ق.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، إقبال الأعمال، تهران، دار الکتب الإسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • ابن ماجه، محمد، سنن ابن ماجه، به کوشش محمد فؤاد عبدالباقی، قاهره، ۱۹۵۲م.
  • ابن ندیم، محمد، الفهرست، به کوشش رضا تجدد، تهران، ۱۳۵۰ش.
  • ابن هبیره، یحیی، الافصاح عن معانی الصحاح، به کوشش محمد راغب طباخ، حلب، ۱۳۶۶ق.
  • «استقبال چشمگیر جوانان»، شیعه نیوزتاریخ نشر: ۲۷ فروردین ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۶ بهمن ۱۴۰۱ش..
  • «اعتکاف و فلسفه آن»، وبگاه راسخون، تاریخ نشر: ۲۷ خرداد ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۱۶ بهمن ۱۴۰۱ش.
  • امام خمینی، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعات دار العلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، قاهره، اداره الطباعه المنیریه، بی‌تا.
  • بلخی، شیخ نظام الدین، الفتاوی الهندیه (الفتاوی العالمکیریه)، قاهره، ۱۳۲۳ق.
  • بهجت، محمد تقی، استفتاءات، دفتر حضرت آیة الله بهجت، قم، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • «تاریخچه اعتکاف»، خبرگزرای تسنیم، تاریخ بازدید: ۱۵ بهمن ۱۴۰۱ش.
  • جرجانی، علی بن محمد، التعریفات، قاهره، ۱۳۵۷ق.
  • جزیری، عبدالرحمان، الفقه علی المذاهب الاربعه، بیروت، ۱۴۰۶ق.
  • راغب اصفهانی، حسین، مفردات الفاظ القرآن، به کوشش ندیم مرعشلی، قاهره، ۱۳۹۲ق.
  • سمرقندی، علاءالدین، تحفه الفقهاء، بیروت، ۱۴۰۵ق /۱۹۸۵م.
  • سیدمرتضی، علی، الانتصار، به کوشش محمدرضا خرسان، نجف، ۱۳۹۱ق.
  • سیوطی،جلال‌الدین، جامع‌الصغیر، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۰۱ق.
  • شافعی، محمد، الأم، به کوشش محمد زهری نجار، بیروت، دارالمعرفه، بی تا.
  • شهید ثانی، زین الدین، الروضه البهیه، به کوشش محمد کلانتر، بیروت،دار احیاءالتراث‌العربی، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الجوامع الفقهیه (المقنع)، قم، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، ابو جعفر محمد بن حسن، الخلاف، محقق و مصحح: خراسانی، علی، شهرستانی، سید جواد، طه نجف، مهدی، عراقی، مجتبی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف الله، جامع الاحکام، انتشارات حضرت معصومه(س)، قم، چاپ چهارم، ۱۴۱۷ق.
  • الطبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الأوسط، تحقیق: ابو معاذ، طارق بن عوض الله، قاهره، دارالحرمین، ۱۴۱۵ق.
  • علامه حلّی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • کلینی، محمد، الکافی، به کوشش علی اکبر غفاری، بیروت، ۱۴۰۱ق.
  • گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل، دار القرآن الکریم، قم، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مالک بن انس، الموطأ، به کوشش محمدفؤاد عبدالباقی، بیروت، ۱۴۰۶ق.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام، به کوشش عبدالحسین محمدعلی، نجف، ۱۳۸۹ق.
  • مدرسی طباطبایی، حسین، مقدمه‌ای بر فقه شیعه، ترجمه محمدآصف فکرت، مشهد، ۱۳۶۸ش.
  • «مراسم اعتکاف قبل از انقلاب»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله خامنه‌ای، تاریخ نشر: ۲۵ اردیبهشت ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۶ بهمن ۱۴۰۱ش.
  • «مراسم اعتکاف در کشورهای جهان »، خبرگزرای ایرنا، تاریخ نشر: ۱۸ فروردین ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۶ بهمن ۱۴۰۱ش.
  • مروزی، محمد بن نصر، اختلاف العلماء، به کوشش صبحی سامرایی، بیروت، ۱۴۰۶ق.
  • مفید، محمد بن محمد نعمان، المقنعه، قم، موسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • «مکان اعتکاف»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه، تاریخ نشر: ۳۰ فروردین ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۵ بهمن ۱۴۰۱ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، به کوشش موسی شبیری زنجانی، قم،جماعة المدرسین فی الحوزه العلمیه، ۱۴۰۷ق.
  • نراقی، مولی احمد بن محمد مهدی، مستند الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • «نگاهی به اهمیت و فضیلت اعتکاف»، وبگاه آیین رحمت، تاریخ بازدید: ۱۵ بهمن ۱۴۰۱ش.

بهرنۍ لینکونه