منځپانگې ته ورتلل

تور بېرغونه

د wikishia لخوا

تور بیرغونه (په عربۍ کې الرایات السود) یوه خبره ده چې په روایتونو کې راغلی ده او په مینځني ختیځ کې د تور بیرغونو سره د یوې ډلې پاڅون ته اشاره کوي. د تور بیرغ په اړه په ډیرو احادیثو کې د ابو مسلم خراساني پاڅون او د عباسي حکومت د تاسیس یادونه شوې ده. په ځینو کې، تور بیرغونه هم د امام زمان د ظهور د نښې په توګه یاد شوي دي.

د شیعه حدیث پوهانو په اند دا حدیثونه زیاتره په سني سرچینو کې موندل شوي او هغه حدیثونه چې راویان یې ټول شیعه وو، تور بیرغونه د اموي خلافت پر ضد د ابو مسلم خراساني له پاڅون سره تړلي دي. البته له بلې خوا ځینې خلک په دې باور دي چې تور بیرغونه د امام مهدي د ظهور نښه ده.

مفهوم پيژندنه

تور بیرغونه (په عربۍ کې الرایات السود) یو عبارت دی چې په روایتونو کې راغلی او په خراسان کې د تور بیرغونو سره د یوې ډلې پاڅون ته اشاره کوي.[۱] په دې روایتونو کې خراسان پخوانی خراسان دی چې ډیری برخې لکه ایران، افغانستان او ترکمنستان، تاجیکستان او ازبکستان پکې شاملې دي.[۲]

د تورو بیرغونه د روایتونو سرچینې

د دانشنامه امام مهدي کتاب د لیکوالانو په وینا د تورو بیرغونو زیاتره روایتونه د سني کتابونو څخه دي. د شيعو په اصلي منابعو کې له امامانو څخه د تور بيرغ په اړه لږ احاديث نقل شوي دي او په دې اړه زياتره احاديث له سني راويانو څخه روايت شوي دي.[۳]

د روایتونو مینځپانګه

په ځینو شیعه احادیثو کې تور بیرغ د ظهور نښه ګڼل شوې ده. د بېلګې په توګه، په یوه حدیث کې له امام علي(ع) راغلي دي چې د شامیانو اختلاف، د رمضان په میاشت کې تور بیرغونه او آسماني چیغه د ظهور نښې دي. خو په نورو رواياتو کې تور بيرغونه د اموي حکومت له زوال او د ابو مسلم خراساني له پاڅون سره تړلي شوي دي. د بېلګې په توګه د امام باقر(ع) په يوه حديث کې د اموي او بنو عباس د حکومتونو زوال او د تور بيرغونو د اصحابو يادونه شوې ده[۴] همدارنګه په يو حديث کې ابو مسلم خراساني په صراحت سره د تورو بیرغونو څیښتن بلل شوی دی.[۵]

د اهل سنتو په حدیثونو کې چې کوم مطلبونه بیان شوي دي هغه په دې ډول دي:

  1. د تور بيرغ له پاڅون وروسته د بني اميه زوال.[۶]
  2. د هغو کسانو غندنه چې د تورو بیرغونو له پاڅون وروسته واکمنۍ ته رسیږي.[۷]
  3. د تورو بیرغونو توپیر[۸]
  4. د سفیاني روانیدل[۹]
  5. د شعیب بن صالح کومندانۍ[۱۰]
  6. له تور بيرغونو وروسته په مکه کې د امام مهدي(ع) ظهور[۱۱]

ایا تور بیرغونه د ظهور نښه ده؟

ځينې شيعه عالمان او څېړونکي تور بيرغونه د ابو مسلم خراساني پاڅون ګڼي، چې د اموي واکمنۍ پر ضد رامنځته شو او د بني عباس د خلافت د رامنځته کېدو لامل شو.[۱۲] د دوي په باور د شیعو «خالص روایتونه» (يعنې هغه روايتونه چې راويان يې ټول شيعه دي) هغوي د تورو بيرغونو روايتونه د ظهور د نښې په توګه نه دى روايت کړي. او هغه شیعه کتابونه هم چې تور بیرغونه د ظهور نښه ګڼلې ده، هغوي له سني روایتونو نقل کړي دي.[۱۳] سید محمد صدر لیکلي دي چې د عباسي حکومت په اړه مختلف روایتونه شته چې ډیر یې جعلي دي او د عباسيانو د تاييد یوه طریقه همدا د تورو بیرغونو روایتونه دي.[۱۴]

خو ځينې بيا په دې اند دي چې تور بيرغونه د امام مهدي(عج) د ظهور نښې دي او هغه پاڅون ته اشاره کوي چې د هغه له ظهور نه مخکې به رامنځته شي.[۱۵] علي کوراني د عصر الظهور د کتاب ليکوال د تورو بيرغونو څښتن سيد خراساني ګڼلی دی، چې د هغه د لښکر مشري به شعیب بن صالح کوي او د هغه د لښکر او سفیاني لښکر تر مینځ به جګړه کیږي او هغه به سفیاني ته ماتی ورکوي[۱۶] او له امام مهدي(عج) سره به بيعت کوي.[۱۷] په عصر ظهور کتاب کې د دې مطلب د ثابتولو لپاره د ابن حماد له کتاب الفتن څخه حدیثونه راوړل شوي دي خو دا کتاب د شیعو په منځ کې معتبر نه دی ځکه چې ډیر حدیثونه یې له معصومه نه دي راغلي.[۱۸]

داعش او په روایتونو کې تور بیرغونه

د داعش ډلې ځينو پلويانو د تور بيرغ په اړه حديثونه د داعش ډلې ته تعبير کړي ځکه چې هغوي تور بيرغ کاروي.[۱۹] د تاريخ څېړونکي رسول جعفريان د تور بيرغونو روايات جعلي بللي دي، چې ځينو سني علماوو هم دغه روايتونه صحیح نه دي ګڼلي. او که صحیح وي نو په داعش باندی یی تطبیقول ناسم ګڼلي دي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. ↑ سلیمیان، فرهنگ‌نامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۱۳۶.
  2. ↑ سلیمیان، فرهنگ‌نامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۶.
  3. ↑ محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۶، ص۶۰و۶۱.
  4. ↑ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ش، ص۲۵۶، ح۱۳.
  5. ↑ طبری، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۲۹۴، ح۲۴۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۲۸.
  6. ↑ ابن حمّاد، الفتن، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۰۷، ح۵۶۶.
  7. ↑ ابن حمّاد، الفتن، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۱۰، ح۵۷۳.
  8. ↑ ابن حمّاد، الفتن، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۱۶، ح۵۹۵ و ص۲۸۸، ح۸۴۱.
  9. ↑ ابن حمّاد، الفتن، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۸۸، ح۸۴۱ و ص۲۸۹، ح۸۴۵.
  10. ↑ ابن حمّاد، الفتن، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۳۱۴، ح۹۰۷ و ص۳۱۶، ح۹۱۲ و ص۳۲۱، ح۹۱۴ و ص۳۴۴، ح۹۹۶.
  11. ↑ ابن‌حمّاد، الفتن، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۳۲۲، ح۹۲۱.
  12. ↑ وګورئ: محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۶، ص۶۴، ۶۵؛ صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق، ص۴۵۳.
  13. ↑ محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۶، ص۶۳.
  14. ↑ صدر، تاریخ الغیبة الکبری، ۱۴۱۲ق،ص ۴۵۳.
  15. ↑ سلیمیان، فرهنگ‌نامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۱۳۷؛ نگاه کنید به کورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲و۲۴۳.
  16. ↑ کورانی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، ص۲۴۲.
  17. ↑ کورانی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، ص۱۳۷.
  18. ↑ محمدی ری‌شهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی، ج۷، ۱۳۹۳ش، ص۴۴۸.
  19. ↑ جعفریان، «موج جدید استفاده از گفتمان مهدوی در برآمدن داعش»، وبگاه کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران.
  20. ↑ جعفریان، «موج جدید استفاده از گفتمان مهدوی در برآمدن داعش»، وبگاه کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران.

سرچينې

  • ابن‌حماد، نعیم، الفتن، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
  • جعفریان، رسول، «موج جدید استفاده از گفتمان مهدوی در برآمدن داعش»، وبگاه کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران، نشر: ۵ مرداد ۱۳۹۳ش، بازدید: ۲ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • سلیمیان، خدامراد، فرهنگ‌نامه مهدویت، تهران، بنیاد فرهنگی حضرت موعود، ۱۳۸۸ش.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، بیروت، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، دلائل الامامه، تحقیق موسسه البعثه، تهران، ۱۴۱۳ق.
  • کورانی، علی، عصر الظهور، مرکز النشر مکتب الاعلام الاسلامی، الطبعة الاولی، ۱۴۰۸ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد و دیگران، دانشنامه امام مهدی بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ش.