شعیب بن صالح

د wikishia لخوا

شُعَیب بنِ صالِح د بني تمیم د قبیلې یو کس چې د ځینو روایتونو له مخې د زمانې د امام له ظهوره مخکې به پاڅون کوي او د هغه پاڅون د ظهور یوه غیر حتمي نښه ګڼل شوې ده. هغه به په څلور زره کسانو، تورو بېرغونو او سپینو جامو سره له سفیاني سره جنګیږي او ورته به ماته ورکوي. د امام زمان تر ظهوره د هغه د پاڅون موده، په ځینو روایتونو کې دوه اویا میاشتې بلل شوې ده.

د اسلامي مذهبونو د څېړاندي نجم الدین طبسي په وینا، شیعب بن صالح او پاڅون یې، په نقل شویو روایتونو کې په دومره اندازه دی چې ورته معنوي متواتر یا لږ تر لږه مستفیض ویلی شو؛ خو د هغه د پاڅون د ځانګړنو او څرنګوالي په اړه روایتونه چندانې معتبره نه دي او یوازې په دې باب له امام رضا(ع) یو روایت صحیح دی چې پر اساس یې، شعیب بن صالح خروج د ظهور یوه غیره حتمي نښه ده.

د ایران له اسلامي انقلاب وروسته، ډېرې څېرې منجمله هاشمي رفسنجاني، په ایران عراق جنګ کې ځینې جنګیالي او همداراز د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد کله شعیب بن صالح یا هغه ته ورته ګڼل شوې دي. ایت الله سیستاني دغه تطبیقونه د ټولنې د عقیدو د کمزورۍ سبب ګڼلې دي.

د پاڅون ځانګړنې او څرنګوالی

د امام زمان له ظهور سره په اړوندو روایتونو کې، د شعیب بن صالح نوم اخستل شوی او په ځینو کې، د هغه خروج د ظهور نښه ګڼل شوې ده.[۱] هغه روایتونه چې د شعیب بن صالح په اړه نقل شوې، کله د فردي ځانګړنو، له ظهوره مخکې د هغه د پاڅون او خروج د څرنګوالي او د امام زمان د ظهور په زمانه کې د بېرغوالۍ په اړه خبر ورکوي. دغه موارد دا دي:

  • وګړنیزې ځانګړنې:

شعیب بن صالح په روایتونو کې زلمی[۲] زیړ بخن[۳] غنم رنګ[۴] مینځ خو لوړقدی[۵] د لږې ږېرې لرونکی[۶] بلل شوی دی. هغه یې له بني تمیم[۷] یا د بني تمیم یو مریی ګڼلی دی.[۸]

  • د پاڅون څرنګوالی

په روایتونو کې شعیب بن صالح له بني هاشمو څخه د خراساني د یو کس د پاڅون کوماندان معرفي شوی[۹] چې د هغه په کومانده، له خراسانه یو پاڅون پېل کیږي.[۱۰] د هغه خروج کله له سمرقند[۱۱] او کله له ری[۱۲] او طالقان[۱۳] ګڼل شوی دی.

په روایتونو کې، د هغه د سپایانو شمېر څلور زره تنه ذکر شوی دی[۱۴] چې تور بېرغونه[۱۵] په لاس کې لري او تور کمربندونه[۱۶] او سپینې جامې به یې اغوستې وي.[۱۷] هغوی به له سفیاني سره په اصطخر[۱۸] کې جنګیږي[۱۹] او د سفیاني لښکر ته به ماته ورکوي او په بیت المقدس کې به راکوزیږي.[۲۰] له هر چا سره چې جنګیږي بریالی کیږي به.[۲۱]

د ځینو روایتونو له مخې د شعیب بن صالح خروج به د عوف سلمي له خروجه وروسته او د سفیاني له خروجه مخکې وي.[۲۲] د هغه د خروج او د زمانې د امام د ظهور تر مینځ واټن ۷۲ میاشتې دی.[۲۳]

  • په ظهور کې د هغه رول

لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلي، وروسته له دې چې شعیب بن صالح د سفیاني پر لښکرو بریالی شي، د شام ۳۰۰ کسان به له هغه سره یو ځای شي، په بیت المقدس کې به راکوز شي او د ظهور زمینه به برابروي.[۲۴] د هغه له خروجه ۷۲ میاشتې پس به، د زمانې امام ظهور وکړي او شعیب بن صالح به له هغه سره بیعت وکړي. په څو روایتونو کې، هغه د شیعیانو د دولسم امام د سپایانو بېرغوال ګڼل شوی دی.[۲۵]

د روایتونو جاج

د اسلامي مذهبونو څېړاندی نجم الدین طبسي په شعیب بن صالح پورې اړوند ایتونو په جاجولو سره باوري دی چې شعیب بن صالح او خروج یې، معنوي متواتر او یا لږ ترلږه د استفاضې تر حده دی؛ خو د هغه د پاڅون ځانګړنه او څرنګوالی د استفاضې په حد کې نه دی.[۲۶] د هغه په باور، د شعیب بن صالح د ځانګړنو په باب روایتونو کې یوازې د امام رضا(ع) روایت صحیح دی.[۲۷] د امام رضا د روایت مفاد یوازې په دې خبره دلالت کوي چې د شعیب بن صالح خروج، د ظهور یوه غیر حتمي نښه ده چې له ظهوره مخکې به پېښېږي. نجم الدین طبسي د شعیب بن صالح په اړه د نورو روایتونو سند ستونزمن ګڼي.[۲۸] د هغه په وینا، سره له دې چې په کتب اربعه کې کابو ۳۰۰ روایتونه د مهدویت په اړه دي، خو د شعیب بن صالح په اړه هیڅ خبره نه ده راغلې.[۲۹]

له شعیب پېغمبر سره نسبت

شیخ صدوق په کتاب النبوة کې یو روایت ذکر کړی چې پر اساس یې، د شعیب بن صالح په نوم یو کس، د شعیب نبي یو استازی دی چې قوم به یې شهیدوي.[۳۰] پر دې اساس، قطب راوندي باوري دی چې شعیب بن صالح چې د امام زمان(ع) د ظهور په وخت به پاڅون کوي، هماغه شعیب بن صالح دی چې قوم به یې شهیدوي او بیا یې رجعت کړی دی.[۳۱] سره له دې اوسمهال څېړاندي شیخ محمد سند د راوندي له نظر سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې شعیب بن صالح د شیخ صدوق په روایت کې، احتمالا شعیب پېغمبر دی چې له خضر او الیاس سره یې رجعت کړی او د خراسان د لښکر له کوماندان شعیب بن صالح پرته بل کس دی.[۳۲]

د شعیب بن صالح د ادعا وړ مصداقونه

په هغه سي ډي کې چې د «ظهور ډېر نزدې دی» په نامه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې په ایران کې په پراخه توګه خپور شو ادعا شوې وه چې د هغه وخت د ولسمشر محمود احمدي نژاد او شعیب بن صالح تر مینځ ډېر تشابه او ورته والی موجود دی.[۳۳] د تقلید مرجع ایت الله سیستاني په دغه شان تطبیقونو غبرګون وښود او هغه یې د ټولنې د عقیدو د کمزورۍ سبب وباله.[۳۴] د ځینو راپورونه له مخې له هغه مخکې هم، هاشمي رفسنجاني او د ایران عراق جنګ ځینې ایراني سرداران شعیب بن صالح بلل شوې وو.[۳۵]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. النعمانی، الغیبة، ۱۴۲۶ق، باب ۱۴، ص۲۶۲، ح۱۲.
  2. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۳.
  3. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۴.
  4. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۴.
  5. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۴.
  6. ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۸۹؛ ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۴.
  7. ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۸۹.
  8. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۳.
  9. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی، ص۵۳.
  10. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲.
  11. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۴۴؛ راوندی، الخرائج والجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۱۵۵، ح۶۱؛ معجم أحاديث الإمام المهدي، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۴۹۵.
  12. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۳.
  13. معجم أحاديث الإمام المهدي، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۳۴.
  14. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۳.
  15. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۸۸.
  16. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۸۸.
  17. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲.
  18. معجم أحادیث الإمام المهدی، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۱۰۵.
  19. ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۹۲.
  20. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۸۸؛ المقدسی الشافعی، عقد الدرر، ۱۴۱۰ق، ص۱۹۵، ح۱۹۹.
  21. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۴.
  22. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۴۴.
  23. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۶۵ و ۱۸۸.
  24. ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۲؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۲۱۳.
  25. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۶۳-۴۶۴؛ معجم أحاديث الامام المهدي، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۰۵؛ ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۵۳ و ۱۲۷؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۹۲؛ ابن طاووس، الملاحم والفتن، منشورات الرضی،‌ ص۴۴؛ همچنین ببینید: المتقی الهندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق، ج۱۴، ص۵۸۸، ح۳۹۶۶۷ و۳۹۶۶۶؛ ابن حماد مروزی، الفتن، دار الفکر، ص۱۸۸.
  26. «درس خارج مهدویت- بحث شعیب بن صالح – سال ۹۰».
  27. أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ هَمَّامٍ قَالَ حَدَّثَنِي جَعْفَرُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ حَدَّثَنِي عَلِيُّ بْنُ عَاصِمٍ‌ عَنْ أَحْمَدَ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ أَبِي نَصْرٍ عَنْ أَبِي الْحَسَنِ الرِّضَا(ع) أَنَّهُ قَالَ‌ قَبْلَ هَذَا الْأَمْرِ السُّفْيَانِيُّ وَ الْيَمَانِيُّ وَ الْمَرْوَانِيُّ وَ شُعَيْبُ بْنُ صَالِحٍ فَكَيْفَ يَقُولُ هَذَا هَذَا (النعمانی، الغیبة، ۱۴۲۶ق، باب ۱۴، ص۲۶۲، ح۱۲).
  28. «درس خارج مهدویت- بحث شعیب بن صالح – سال ۹۰».
  29. «درس خارج مهدویت- بحث شعیب بن صالح – سال ۹۰».
  30. شیخ صدوق، النبوة، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۹.
  31. راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۵۲، ج۳، ص۱۱۶۷.
  32. سند، فقه علائم الظهور، ۱۴۲۵ق، ص۴۴-۴۶.
  33. «ادعای تشابه شعیب بن صالح و جناب رئیس جمهوری!».
  34. «انتقاد آیت الله سیستانی از "ظهور نزدیک است"».
  35. «حامیان مستند انحرافی ظهور، به دنبال مقاصد سیاسی هستند».

سرچينې

  • ابن طاووس، الملاحم والفتن فی ظهور الغائب المنتظر، قم، منشورات الرضی، بی تا.
  • ابن حماد مروزی، نعیم، الفتن، تحقیق سهیل زکار، بیروت، دار الفکر، بی تا.
  • «ادعاي تشابه شعيب ابن صالح و جناب رئيس جمهوري!»، سایت آفتاب‌نیوز، تاریخ درج مطلب: ۲۵ مرداد ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۲۸ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • «انتقاد آیت الله سیستانی از "ظهور نزدیک است"»، سایت تابناک، تاریخ درج مطلب: ۱۵ فروردین ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۲۸ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • «حامیان مستند انحرافی ظهور، به دنبال مقاصد سیاسی هستند»، سایت خانه ملت، تاریخ درج مطلب: ۲۲ فروردین ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۲۸ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • سند، محمد، فقه علائم الظهور، نجف، مرکز الدراسات التخصصیة فی الامام المهدی، ۱۴۲۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، النبوة، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۱ش.
  • شیخ طوسی، الغیبة، تحقیق عبدالله طهرانی، احمد ناصح، قم، مؤسسة المعارف الالهیة، ۱۴۱۱ق.
  • معجم أحاديث الامام المهدي (عج)، تحت اشراف علی کورانی، قم، مؤسسة المعارف الاسلامية، ۱۴۱۱ق.
  • راوندی، ابن هبة الله، الخرائج والجرائح، قم، مؤسسة الامام المهدی، ۱۴۰۹ق.
  • المتقی الهندی، علاء الدین علی، کنز العمال فی سنن الأقوال و الأفعال، تصحیح صفوة السقا، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۱ق.
  • المقدسی الشافعی، يوسف بن يحيى، عقد الدرر فی اخبار المنتظر، مکتبة‌المنار، الزرقاء، ۱۴۱۰ق.
  • «درس خارج مهدویت- بحث شعیب بن صالح – سال ۹۰»، سایت آیت الله نجم الدین طبسی، تاریخ درج مطلب: ۱۴ بهمن ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۸ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • النعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تحقیق فارس حسن کریم، قم، مدین، ۱۴۲۶ق.