منځپانگې ته ورتلل

د رمضان یوویشتمه شپه

د wikishia لخوا

د رمضان یوویشتمه شپه د امام علي(ع) د شهادت شپه او د شیعه په کالهنداره کې یو مناسبت دی.

د تاریخي راپورونو له مخې، امام علي(ع) د روژې په نولسمه شپه د ابن ملجم مرادي په لاس په توره ووهل او د دغه ګوزار په وجه په یوویشتمه شپه شهید شو.[۱] په همدې مناسبت شیعیان په دې شپه کې د هغه لپاره ویر کوي.[۲] همداراز د ایران په ځينو سیمو کې په یوویشتمه شپه د قنبر او حضرت علي(ع) په نوم یوه تعزیه هم اجرا کیږي.[۳]

د یو روایت په اساس چې په شیعه سرچینو کې نقل شوی، د روژې یوویشتمه شپه د نولسمې او درې ویشتمې شپې تر څنګ یوه له هغو شپو ده چې احتمال شته د قدر شپه وي.[۴] له دې امله شیعیان دغه شپه په جوماتونو، کورونو، حسینیو او نورو مذهبي ځایونو کې د شپې په روڼولو او قدر شپې په اعمالو تېروي.[۵] په مفاتیح الجنان کې د شیخ عباس قمي په لیکنه، د یوویشتمې شپې فضیلت تر نولسمې شپې زیات دی. ځینې عملونه چې په دغه شپه کې یې سپارښتنه شوې ده دادي:

  1. شپه روڼول
  2. د قدر د شپې غسل
  3. د قدر شپې د لمونځ کول
  4. سل رکعته لمونځ
  5. قرآن په سر نیول
  6. له ځوارلس معصوم سره توسل[۶]

ځينې شیعیان په یوویشتمه شپه، نذرونه، روژه ماتی او پېشمنی تقسیموي.[۷] د ایران په لرستان کې په دغه شپه کې یو خاص نذر پخول کیږي چې ورته د یوویشتمې حلوا ویل کیږي.[۸]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۹.
  2. ↑ مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۱۹.
  3. ↑ مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۰.
  4. ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۱.
  5. ↑ مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۰.
  6. ↑ قمی، مفاتیح الجنان، اعمال شب قدر، اعمال مخصوص شب بیست و یکم.
  7. ↑ مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۱.
  8. ↑ «آئین‌های رمضان در استان‌ها - ۳۶ رسوم شب شهادت امام علی؛ بوی حلوای ۲۱ رمضان خانه‌ها را معطر می‌کند»، خبرگزاری مهر.

سرچينې