د سهوه سجده
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د سَهوه سَجده د واجب لمانځه نه وروسته د دوه سجده ترسره کول دی چې په لمانځه کې د ځینې تیروتني لپاره جبران دی. د سهوه سجده د لمانځه له سلام ورکول وروسته سمدلاسه ترسره کیږي او د دوهم سجده وروسته د لمانځه تشهد او سلام دی. د سهوه سجده، ذکر د لمانځه د سجدی له ذکر کولو څخه توپیر لري.
فقیهانو د هغه څه په اړه موافق ندي چې څه لاملونه د سهوه سجده لامل کیږی. په لمانځه کې غیر ارادي خبرې کول، د سجده هیرول او په غیر ارادي ډول لمونځ ته سلام ویل چیرې چې باید ونه ویل شي، د هغه شیانو په مینځ کې دي چې د سهوه سجده لامل کیږی.
پیژندنه
په لمانځه کې د ځینې تیروتنی د جبران کول لپاره، د فقیهانو د فتوا پر بنسټ باید بیا دوه سجده ترسره کړل شي، کوم چې د سهوه سجدی(د غیر عمدی تیروتنی سجده)ویل کیږی.[۱] د شیعه فقیهانو د سهوه سجده او د هغې حکمونو په سهوه حکمونو(غیر ارادي تیروتنی) په څانگه او د لمانځه د شکونو په څانگه کې بحث کوي.[۲]
د ترسره کول لاره
د سهوه سجده په داسې ډول ترسره کیږي چې د لمانځه له پای څخه وروسته سمدلاسه، د سهوه سجده په نیت سره، دوه سجدی ترسره شي، کوم چې ځانګړی ذکر(یادونه) لري او د دوهم سجدی نه وروسته، د لمانځه تشهد او سلام بیرته لوستل کیږي.[۳] ډیری شیعه فقیهانو پدې باور دي چې د سهوه سجده د تکبیر(د الله اکبر ویل)سره پیل نه کیږي؛[۴] مګر د شیخ طوسي په فتوا کی، تکبیر باید د سهوه سجدی ترسره کولو دمخه وویل شي.[۵] د جواهر خاوند د شیخ طوسي لیدلور کمزوری ګڼلی دی[۶] او تکبیر یې مستحب(غورنۍ)ګني.[۷]
د سجده سهو ذکر
د سهوه سجده کول ذکر، د لمانځه د سجدی له ذکرونو څخه توپیر لري. په سهوه سجده کې د لاندې ذکرونو څخه یو یې لوستل کیږي:
- «بِسْمِ اللَّـهِ وَ بِاللَّـهِ، اَلسَّلامُ عَلَیكَ اَیهَا النَّبِی وَ رَحْمَةُ اللَّـهِ وَ بَرَکاتُهُ»
- «بِسْمِ اللَّـهِ وَ بِاللَّـهِ، اَللَّـهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ و آلِ مُحَمَّدٍ»[[۸]]
- «بِسْمِ اللَّـهِ وَ بِاللَّـهِ وَ صَلَّی اللَّـهُ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ»[[۹]]
د سجده سهوه وخت
د مشهور شیعه فقیهانو د فتوا پر بنسټ، د سهوه سجدی وخت د لمانځه له سلام وروسته دی.[۱۰] البته، د شیخ طوسي په وینا، که چیرې د سهوه سجده د نقصان لامله(د لمانځه له برخو څخه د یو څه کمولو)وي، ځینې د امامیه فقیهانو د لمانځه د سلام مخه ګنی.[۱۱] ابن جُنَید اِسکافی د څلورمې پیړۍ فقیه، دا نظر منلی دی.[۱۲]
د وجوب ځایونو
د شیعه فقیهانو د سهوه سجده د وجوب ځایونو په اړه کې موافق ندي.[۱۳] د مختلف فتواگانو له امله، دا اړینه ده چې په څلورو، پنځو یا شپږو ځایونو کې د سهوه سجده ترسره کړی.[۱۴] د سهوه سجدې د مشهور فتوا په وینا، دا په لاندې پنځو ځایونو کې واجب دی یا د احتیاط واجب په توګه باید ونیول شي:
- په لمانځه کې غیر ارادي خبرې کول
- د یوه سجده هیر کول
- د څلورم او پنځم رکعتونو تر منځ شک کول، په څلور رکعتی لمانځه کې
- په غیر ارادي دول لمونځ ته سلام ویل چیرې چې باید ونه ویل شي. د مثال په توګه، د تشهد وروسته د څلور رکعتۍ لمونځونو په دوهم رکعت کې، په غلطۍ سره سلام ورکول.
- د تشهد هیرول.[۱۵]
ځینې فقهيانو غیر ارادي ناسته زیاته کړې چیرې چې لمونځ کونکي باید ودریږي او په غیر ارادي ډول ولاړول چیرې چې هغه باید ناست وي.[۱۶] د شیخ طوسي په وینا، د امامیه ځینې فقهيانو د لمانځه په هر ډول زیاتول او کمول(د لمونځه له رکنونو پرته) د سهوه سجدی اړین گنی.[۱۷] علامه حلي دا نظر مڼلی دی.[۱۸] ځینې د تقلید مراجعو پدې قضیه کې د سهوه سجدی مستحب ګنلی دی.[۱۹]
حکمونو
- په سهوه سجده کې، اوه غړي(د سجده غړی)باید په ځمکه کې ځای په ځای شي.[۲۰]
- د طهارت په شتون کې او د قیبلي سره مخ په سهوه سجده کې د فقیهانو تر منځ اختلاف شتون لري.[۲۱]
- د سهوه سجده ترسره کول د لمانځه رکنونو هیرولو جبران نه کوي.[۲۲]
- د سهوه سجدی وجوب سمدستي ده؛ دا باید د لمانځه وروسته سمدلاسه ترسره شي؛[۲۳] مګر د هغه چا لپاره چې د سهوه سجده یې نه ده ترسره کړې، هغه اړتیا نلري د لمانځه بیرته ادا وکړي؛ بلکه، دا یوازې د سهوه سجده ترسره کول اړین دي، او لکه څنګه چې وخت تیریږي، د سهوه سجده وجوب به له منځه نه ځی.[۲۴]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۳.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به ابن ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۵۷.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۵.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۷-۳۰۸؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۷۴؛ مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۳۹۵ش، ص۲۰۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۴۷.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۵.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۴۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۴۲.
- ↑ ابن ادریس، اجوبة مسائل و رسائل فی مختلف فنون المعرفة، ۱۴۲۹ق، ص۱۷۴.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۸؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۷۵-۶۷۴.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰۸؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۴۱.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۵.
- ↑ ابن جنید، مجموعة فتاوی ابن جنید، ۱۴۱۶ق، ص۷۹.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۲۳؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۳-۱۲۵.
- ↑ ابن ادریس، اجوبة مسائل و رسائل فی مختلف فنون المعرفة، ۱۴۲۹ق، ص۱۷۳.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۳؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۶۹-۶۷۴.
- ↑ وګورئ:ابن ادریس، اجوبة مسائل و رسائل فی مختلف فنون المعرفة، ۱۴۲۹ق، ص۱۷۳-۱۷۴؛ مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۳۹۵ش، ص۲۰۸.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۵.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۷-۳۰۸.
- ↑ وګورئ: مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۳۹۵ش، ص۲۰۸؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۶۹-۶۷۲.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ص۳۰۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۴۹.
- ↑ طبرسی، المؤتلف من المختلف، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۵۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۵۵.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۲۳؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۷۳.
سرچينې
- ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، اجوبة مسائل و رسائل فی مختلف فنون المعرفة، تصحیح: سید محمدمهدی موسوی خرسان، قم، دلیل ما، ۱۴۲۹ق.
- ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق.
- ابن جنید اسکافی، محمد بن احمد، مجموعة فتاوی ابن جنید، تصحیح: علیپناه اشتهاردی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۶ق.
- بنیهاشمی خمینی، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۳ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، المؤتلف من المختلف بین ائمة السلف، تصحیح: مدیرشانه، سید مهدی رجائی و دیگران، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیه، ۱۴۱۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تصحیح: سید محمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویه لاحیاء الآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
- حلی، حسن بن یوسف، قواعد الاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه فی احکام الشریعه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسین، المختصر النافع فی فقه الامامیه، قم، مؤسسه المطبوعات الدینیه، ۱۴۱۸ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات امام علی بن ابی طالب، ۱۳۹۵ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.