د طویریج عزاداري

د wikishia لخوا
د عاشورا په ورځ د طویریج ماتم په بین الحرمین کې.

د طُوَیریج ماتم د عاشورا په ورځ د طُوَیریج د خلکو کلنی ماتم دی، چې هر کال له خپل ښار څخه د امام حسین(ع) حرم پورې ترسره کیږي. دا مراسم ډیر وختونه د هَرْوَله په بڼه ترسره کیږي. له طُوَیریج څخه تر کربلا پورې 20 کیلومتره لاره کې ماتم کوونکي ځینې شعارونه ورکوي لکه «واحسینا»، لَبَّیکَ یا حسین او «وا ویل علی العباس». ویل شوي دي چې علامه بحرالعلوم (وفات: ۱۲۱۲هـ ق) د طُوَیریج په دستې کې شامل وو او علت یې دا و چې په دې دسته کې یې امام مهدي(ع) ولیده، خو له بلې خوا د دې کیسې په پیښې کې شکونه موجود دي.

ځینو بیا د طویریج د ماتم د مراسمو د هروله په توګه لومړنی تنظیم کوونکی سید صالح قزویني(وفات: ۱۳۰۴ هـ ش) ګڼلی دی. خو ځینو نورو بیا په طویریج کې د هروله د ماتم ریشه تر ۳۰۰ کاله پخوانۍ ګڼي او دا د هغه حرکت نښه ګڼي چې په ۶۱ هجري قمري کال کې د بني اسد خلکو هروله کړې وه چې د امام حسین(ع) او ملګرو جنازې یې دفن کړي. په ۱۳۷۰ کال کې د عراق د بعث ګوند د دې مراسمو په ترسره کولو بندیز ولګاوه، خو خلکو د دې مراسمو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او دا کار د ګډون کوونکو د نیولو او اعدامولو لامل شو. دا مراسم په 1382 کال کې د صدام رژیم له نسکوریدو وروسته بیا پیل شول.

د عاشورا په ورځ د طویریج ماتم په نړۍ کې تر ټولو لوی حسیني عزاداري بلل شوې ده چې د عراق او بهر څخه په لکونو کسان په کې ګډون کوي ​​چې د پام وړ برخه یې ایرانیان دي.

د طویریج د عزادارۍ ډله

د عاشورا په ورځ د طویریج د عزادارۍ ډله په نړۍ کې د امام حسین(ع) د عزادارۍ تر ټولو لویه ډله بلل شوې ده[۱] او دا هم ویل شوي دي چې دا مراسم د نړي له ټولو لویو انساني غونډه ده.[۲] د صدام د حکومت له ختمیدو وروسته د عراق او بهر څخه د څو ملیونه خلک، چې د پام وړ شمیر یې ایرانیان دي، د طویریج د ماتم په مراسمو کې ګډون کوي.[۳]

د عاشورا په سهار د طویریج د عزادارۍ ډله له کربلا څخه شل کیلومیټره لیرې، د طویریج له ښار څخه د امام حسین(ع) د حرم په لور حرکت کوي او له غرمې مخکې د قنطر السلام په نوم سیمه کښې چې له کربلا څخه په دوه کیلومیټرۍ کښې موقعیت لري د ماسپښین او ماځیګر لمونځونو لپاره ودریږي. د لارې په اوږدو کې هغه خلک او کاروان چې کربلا ته د ننوتو اراده لري له دې ډلې سره یوځای کیږي. کربلا ته له ننوتلو وروسته د ماتم ډله لومړی خیمه ګاه ته ننوځي او بیا د امام حسین(ع) او د حضرت عباس(ع) حرم ته ننوځي.[۴]

دا مراسم هر کال تر ماسپښین پورې دوام لري او وروستۍ ډله چې په کې برخه اخلي امنیتي ځواکونه او عراقۍ ښځې دي.[۵]

د رکضه مراسم

«رَکضَة الطُوَیریج» د دې ډلې د عزادرۍ ډول ته اشاره کوي؛ په دې توګه چې ماتم کوونکي په لوڅو سرونو او پښو سره په هرولې (منډه منډه) د امام حسین(ع) د حرم په لور حرکت کوي.[۶] د رکضه مراسم تقریبا 150 کاله زاړه دي.[۷]

شعارونه

په لاره او د امام حسین(ع) او ابوالفضل(ع) زیارتونو ته د ننوتلو په وخت کې ماتم کوونکو د واحسین، لبیک یا حسین، یا لَثاراتِ الحسین، لبیک یا داعی الله، اَبد والله ما نَنْسَی حسینا (په خدای قسم هیڅ کله به امام حسین(ع) هیر نکړو)، یا عباس جی بالمای لسکینه (ای عباس(ع) د سکینہ لپاره اوبه راوړه)، الیوم الیوم نعزّی فاطمه (نن موږ فاطمه(س) ته تسلیت وړاندې کوو) او واویل علی العباس، شعارونه ورکوي.[۸]

د طویریج د مراسمو مخینه

د ځینو منابعو له مخې، د طویریج د موکب او د هرولې په بڼه د دې ډلې د حرکت رامنځته کیدل د سید صالح قزویني له خوا و. هغه د محرم په لسیزه کې دوه کاله په طویریج کې خپل کور د امام حسین(ع) د ماتم ځای جوړ کړی و. د عاشورا په ورځ سهار به يې د سید بن طاووس مقتل لوسته، په داسې حال کې چې په لکونو کسان به حاضر وو او د سهارنۍ له خوړلو وروسته به د کربلا په لور روانیدل[۹] کله چې به د منطقة باب الطویریج(د کربلا د ښار ننوتلو یوه دروازه) ته رسیدل، د ماسپښین لمونځ به یې ادا کاوه او بیا به یې د رکضه مراسم پیل کړل یعنی په منډه منډه به د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) د زیارتونو په لور تلل.[۱۰] د ماسپښین له لمانځه لږ وروسته چې د امام حسین(ع) د شهادت وخت دی، زایران به پیاده کربلا ته تلل او سید صالح به په اس سپور د زرګونو زائرانو تر مینځ تله. دا طریقه په ۱۳۰۴ هجري لمریز کال کې د سید صالح تر وفات وروسته د هغه په ​​اولادونو کې ترسره شوه. له هغه وخته د څوارلسمې پېړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې د طویریج موکب د سید صالح د نسل د پاتې شویو کسانو له خوا رهبري کیږي.[۱۱]

دې مراسمو تر ۱۳۶۹ کال پورې دوام وکړ. په ۱۳۷۰ کال کې د عراق د بعث ګوند د دې په ترسره کولو بندیز ولګاوه، خو خلکو د دې غونډې پر ترسره کولو ټینګار وکړ او دا کار د ګډون کوونکو د نیولو او اعدامولو لامل شو. د دې مراسمو ترسره کول په 1382 کال کې د صدام رژیم له نسکوریدو وروسته بیا پیل شول.[۱۲]

د 300 کلونو څخه د ډیر زوړ والي دعوا

سید صالح شهرستاني (وفات ۱۳۹۵ هـ ق) په خپل کتاب تاریخ النیاحه کې په دې باور دی چې د طویریج هروله له دریو پیړیو څخه زیات وخت کیږي چې ترسره کیږي او ګډونوال په دې باور دي چې دا په ۶۱ هجري کال کې د عاشورا په ورځ د بني اسدو د حرکت یو سمبل دی.[۱۳]

د طویریج د عزادارۍ په ډله کې د امام مهدي(عج) د ګډون کیسه

یوه مشهوره کیسه، د طویریج په عزادارۍ کې د امام مهدي(ع) د ګډون ده چې د سید مهدي بحرالعلوم (وفات: ۱۲۱۲هـ ق) له قوله ده. د هغه څه له مخې چې په «امام زمان و سید بحر العلوم» کتاب کې راغلی دي، په ۱۳۳۳ هجری قمری کال کښې د نجف یو شیعه عالم وویل چې د طویریج په عزادارۍ کښې د هغه د ګډون علت، په دې عزادارۍ کې د علامه بحرالعلوم ګډون بللی دی، هغه ویلي دي چې بحر العلوم د نورو سینه وهونکو په څیر پښې ابله شو او سینه یې ووهله او کله چې ترې وروسته وپوښتل شو چې ولې یې دا کار وکړ، د دې پوښتنې په ځواب کې یې د خپل عمل لامل په دې مراسمو کې د دولسم امام لیدل بیان کړل.[۱۴] دا پيښه په ډېرو سرچینو کې بیان شوې ده.[۱۵]

د تاریخ النیاحه کتاب لیکوال (د قمري کال په څوارلسمه پېړۍ کې لیکل شوی) په دې باور دی چې د طویریج په ډله کې د بحرالعلوم لخوا د امام مهدي(عج) لیدل، په خوب کې وو.[۱۶]

په طویریج کې د امام مهدي(ع) د ماتم په اړه شکونه

ویل شوي دي چې د طویریج په مراسمو کې د امام زمان شتون د امام مهدي(عج) او سید بحرالعلوم په اړه په هیڅ یو لیکلي شوي کتاب کې نه دي راغلي.[۱۷] همدارنګ ویل شوي دي چې په ۱۳۰۳ هجری قمری کال کی د طویریج د ماتم پیل او په ۱۲۱۲ هجری قمری کال کی د سید مهدی بحر العلوم رحلت ته په پام دا کیسه ریښتیا نه شي کیدی او که اصلی کیسه ثابته شی نو ممکن ده کوم کس چې په دې کیسه کې و هغه د سید بحر العلوم له اولادې څخه وي.[۱۸]

محمد کاظم هزارجريبي (وفات: ۱۲۵۹هـ ق) چې د بحرالعلوم[۱۹] شاګرد دی، چې د هغه د فضائلو او کرامتونو په اړه یې یوه مقاله لیکلې ده، وايي چې زما لپاره دا ثابته شوې نه ده چې سید بحرالعلوم امام مهدي(عج) لیدلی وي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. «نگاهی به عزای طویریج بزرگترین عزای حسینی»، العتبة الحسینیة المقدسة.
  2. «برگزاری بزرگترین مراسم عزاداری جهان در روز شهادت حضرت سید الشهدا(ع) در کربلای معلی»، العتبة الحسینیة المقدسة.
  3. «آیین طویریج در کربلا برگزار شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  4. «نگاهی به عزای طویریج بزرگترین عزای حسینی»، العتبة الحسینیة المقدسة.
  5. «عزاداری هروله طویریج در بین الحرمین کربلا آغاز شد»، خبرگزاری صداوسیما.
  6. «داستان دسته طویریج چیست؟»، سایت مشرق.
  7. «آیین طویریج در کربلا برگزار شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  8. انصاری، «دسته طویریج دسته‌ای به بلندای چهاده قرن»، خبر آنلاین.
  9. قزوینی و رضایی، «موکب عزاداری طویریج و نقش سیدصالح حسینی قزوینی در احیا و تداوم آن»، ص۲-۳.
  10. «آیین طویریج در کربلا برگزار شد»، سایت خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  11. قزوینی و رضایی، «موکب عزاداری طویریج و نقش سیدصالح حسینی قزوینی در احیا و تداوم آن»، ص۲-۳.
  12. «برگزاری بزرگترین مراسم عزاداری جهان در روز شهادت حضرت سید الشهدا(ع) در کربلای معلی»، سایت العتبة الحسینیة المقدسة.
  13. شهرستانی، تاریخ النیاحة، بی‌تا، ج۲، ص۴۵.
  14. رفیعی، امام زمان(عج) و سید بحر العلوم، ۱۳۸۶ش، ص۱۹۴-۱۹۷.
  15. «نگاهی به عزای طویریج بزرگترین عزای حسینی»، سایت العتبة الحسینیة المقدسة.
  16. شهرستانی، تاریخ النیاحة، بی‌تا، ج۲، ص۴۵.
  17. «در کتابي خوانده ام امام زمان(عج) همراه عده اي بر سر زنان به...»، پایگاه اندیشه قم.
  18. «سید بحرالعلوم و عزادارى امام زمان علیه السلام ـ بررسی یک داستان ساختگی»، سایت خادم الموالی.
  19. هزارجریبی، فضایل و کرامت علامه سید محمدمهدی بحرالعلوم، ۱۳۹۷ش، ص۳۳.
  20. هزارجریبی، فضایل و کرامت علامه سید محمدمهدی بحرالعلوم، ۱۳۹۷ش، ص۵۰.

سرچينې

  • «آیین طویریج در کربلا برگزار شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۹ شهریور ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۶ شهریور ۱۴۰۱ش.
  • انصاری، هادی، «دسته طویریج دسته‌ای به بلندای چهارده قرن»، خبر آنلاین، تاریخ درج مطلب: ۷ شهریور ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۶ شهریور ۱۴۰۱ش.
  • داستان دسته طویریج چیست؟، مشرق‌نیوز، تاریخ درج مطلب: ۲۷ آبان ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۶ شهریور ۱۴۰۱ش.
  • رفیعی، سید جعفر، امام زمان و سید بحرالعلوم، انتشارات یاران قائم، قم، ۱۳۸۶ش.
  • شهرستانی، سید صالح، تاریخ النیاحة علی الامام الشهید الحسین بن علی علیهما السلام، بیروت، دارالزهراء، بی‌تا.
  • «عزاداری هروله طویریج در بین الحرمین کربلا آغاز شد»، سایت خبرگزاری صدا و سیما، تاریخ درج مطلب: ۱۸ مرداد ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۶ شهریور ۱۴۰۱ش.
  • قزوینی، جودت، رضایی، محمدمهدی، «موکب عزاداری طویریج و نقش سید صالح حسینی قزوینی در احیا و تداوم آن»، در مجله فرهنگ زیارت، شماره ۴۳، تابستان ۱۳۹۹ش.
  • «نگاهی به عزای طویریج بزرگترین عزای حسینی»، سایت العتبة الحسینیة المقدسة، تاریخ بازدید: ۳۱ مرداد ۱۴۰۱ش.