د فرزدق میمیه قصیده

د wikishia لخوا

د فرزدق میمیه قصیده د امام سجاد(ع) په مدحه کې شعر دی چې فَرَزدَق هغه په مکې کې د کعبې د طواف په وخت د هِشام بن عَبدالمَلِک په وړاندې ولوسته. په دې قصیده کې د امام سجاد(ع) مقام او نسل، د هغه عصمت او اخلاقي فضایل لکه تقوا، په وعدې وفا، سخاوت او حلم بیان شوی دی. په ځینې تاریخي سرچینو کې ویل شوي چې دا قصیده د امام حسین(ع) یا بل کوم کس لپاره ویل شوې ده.

له دې امله چې د فرزدق د قصیدې زیاتره بیتونه په میم ټکي سره ختمیږي، په میمیه قصیدې مشهوره شوې ده. د دغه قصیدې بیتونه له ۲ تر ۴۱ نقل شوې دي. دا شعر د شیعه او اهل سنت په زړو سرچینو لکه الاختصاص او د شیخ مفید په ارشاد، د ابوالفرج اصفهاني په اغاني، د اصبهاني په حلیة الاولیاء او د مرزوقي په شرح دیوان حماسه کې ذکر شوی دی.

ځینو کسانو لکه جامي، وفا او شاه آبادي د فرزدق قصیده په منظومه توګه ترجمه کړې او مرزوقي، استرابادي او تنکابني هغه تشریح کړې ده.

پېژندګلو او د قصیدې مقام

میمیمه قصیده د امام سجاد(ع) په مدحه کې شعرونه دي چې د لومړۍ او دوهمې هجري پېړۍ شاعر فرزدق هغه د کعبې د طواف په وخت د لسم اموي خلیفه هشام بن عبدالملک په وړاندې په مکه کې ویلې دي.[۱] فرزدق په دغه قصیده کې د امام سجاد(ع) د کورنۍ اصالت او د نسب لویوالي ته اشاره کړې او د هغه حضرت ځینې اخلاقي فضایل لکه عصمت، تقوا، په عهد وفا، سخاوت او حلم یې هم بیان کړی دی.[۲] د دغه قصیدې زیاتره بیتونه په میم ټکي سره ختمیږي نو ځکه په میمیه قصیدې مشهوره شوې ده [سرچینې ته اړتیا]

د فرزدق قصیدې ته ځینو شاعرانو پام کړی او ځینو هغه تخمیس کړې ده؛ لکه د محمد بن اسماعیل حلي (۱۲۴۷ق) ویلی تَخمِیس‌ قصیدةالفرزدق، تخمیس یعنې د یو بل شعر یا بیتونو له مصرعو څخه په پور اخستلو سره په هماغه وزن او قافیې کې شعر ویل.[۳]

د میمیه قصیدې د بیتونو شمېر په لرغونو متونو کې له دریمې تر اتمې پېړۍ پورې، له ۲ تر ۴۱ پورې بیتونه نقل شوې دي. مثلا په مَحاسِن و مَساوِی بیهقی کې، ۱۴ بیته،[۴] أَغانِی اصفهاني (دریمه او څلورمه قمري پېړۍ) ۲۱ بیته،[۵] وَفَیات‌ُالاَعیان ابن خَلَکان (اومه قمري پېړۍ) ۲۷ بیته،[۶] رجال کَشِی (پینځمه قمري پیړۍ)[۷] او تَهذِیب‌ُالکمالِ حافظ مُزِی (اتمه قمري پېړۍ) کې[۸] ۲۸ بیته، الاِختِصاص شیخ مفید (څلورمه قمري پېړۍ)[۹] او روضةالواعظین نیشابوري(پینځمه قمري پېړۍ)[۱۰] ۲۹ بیته او د ابن شهرآشوب (شپږمه قمري پېړۍ) په مناقبو کې[۱۱]۴۱ بیته ذکر شوې دي. د فرزدق په دیوان کې چې په ۱۹۸۴ میلادي کال کې چاپ شوی د قصیدې د بیتونو شمیر ۲۷ دی.[۱۲]

د ویلو محرک

د فرزدق د قصیدې د ویلو د انګیزې او محرک په اړه ویل شوي چې هشام بن عبدالملک له یو شمېر شامیانو سره د حجر الاسود د استلام (ښکلولو) اراده لرله؛ خو د خلکو د بیړې په وجه ونه رسېد او شامیان ترې ګېر چاپېره راغونډ شول. په دې وخت کې امام سجاد(ع) راغی، خلک د هغه په درناوي شاته شول او لاره یې خلاصه کړه او امام، حجر الاسود لمس کړی شو. د شامیانو یو کس له هشام بن عبدالملکه وپوښتل چې دا سړی څوک دی چې خلک ورته لاره خلاصوي. هشام د دې لپاره چې شامیان امام سجاد(ع) ته ګروهمن نه شي وویل: زه یې نه پېژنم. فرزدق چې هلته حاضر و، د یو شعر په ویلو سره امام معرفي کړ او د هشام پلان یې شنډ کړ.[۱۳]

د فرزدق بې برخې کول او بندي کول

وروسته له دې چې فرزدق د هشام بن عبدالملک په مخکې د امام سجاد(ع) په مدحه کې شعر ووایه، هشام غصه شو او هغه یې سزا کړ. ویل شوي چې هشام به هر کال فرزدق ته زر دیناره ورکول خو هغه کال یې دغه پیسې بندې[۱۴] او هغه یې په عسفان (د مکې او مدینې تر مینځ سیمه) کې بندي کړ.[۱۵]

له فرزدقه د امام سجاد(ع) ملاتړ

په څلورمې پینځمې قمري پیړیو کې د شیعه عالمانو شیخ مفید او سید مرتضی په وینا، کله چې د فرزدق د محرومیت او بندي کولو خبر امام سجاد(ع) ته ورسید، دولس زره دیناره یې ورته ولیږل او عذر یې ترې وغوښته او وې ویل چې که له دې زیاتې مې لرلې درلېږلې به مې وې.[۱۶]

د قطب راوندي په وینا، کله چې د فرزدق د بندیتوب موده زیاته شوه او هشام هغه په وژلو وګواښه، له امام سجاده(ع) یې وغوښتل چې ورپاره دعا وکړي چې ازاد شي. له ازادیدو وروسته امام سجاد(ع) ته ورغی او وې ویل: هشام زما نوم د پیسو ورکولو له دیوانه لرې کړې دی او امام(ع) د څلویښتو کالو لګښت په اندازه هغه ته پیسې ورکړې.[۱۷]

د قصیدې سرچینه

د مشهور نقل او د شیعه د متقدمو سرچینو لکه إِختِصاص[۱۸] او إرشاد شیخ مفید،[۱۹] أمالی سیدِ مرتضی[۲۰] او رجال نَجاشِی،[۲۱] په اساس د فرزدق شعرونه د امام سجاد(ع) لپاره ویل شوي دي. البته په ځینو لرغونو سرچینو لکه د ابن عثم په الفتوح (دوهمه او دریمه قمری پیړۍ) او د طبراني (څلورمه قمري پېړۍ) په معجم الکبیر او د اربلي (اومه قمري پېړۍ) په کشف الغمه کې راغلي چې دا بیتونه فرزدق د امام حسین(ع)[۲۲] لپاره ویلي او په نورو سرچینو لکه د فاکهي (دریمه قمري پېړۍ) په کتاب اخبار مکه کې راغلي چې دا قصیده د علي بن عبدالله بن جعفر بن عبدالله په ستاینه کې ویل شوې ده.[۲۳]

د فرزدق میمیه قصیده په ډېرو اهل سنتو سرچینو لکه أَغَانِی أَبُوالفَرَج اصفهانی (څلورمه قمري پېړۍ)،[۲۴] حِليَةُالأَولِياء اصبهانی،[۲۵] شرح دیوان حماسه مرزوقی (پینځمه قمري پېړۍ)،[۲۶] تاریخ دمشق ابن‌عَسَاکر[۲۷] او المُنتَظَم جُوزِی (شپږمه قمري پېړۍ)،[۲۸] وَفَیَاتُ‌الاَعیَان ابن‌ِخَلَکَان،[۲۹] مَنَاقِب ابن‌ُالمَغَازِلِی (اومه قمري پېړۍ)[۳۰] او بِدَایَه و نهایهٔ ابن‌کثیر (اتمه قمري پېړۍ)[۳۱] کې هم نقل شوی دی.

مینځپانګه

فرزدق په خپله قصیده کې امام سجاد(ع) په مختلفو عنوانونو سره ستايي چې ځينې یې دا دي:

د قصیدې متن

د شعر متن او ترجمه
متن ژباړه
۱ یَا سَائلِی: أیْنَ حَلَّ الْجُودُ وَ الْکَرَمُ *** عِنْدِی بَیَانٌ إذَا طُلَّابُهُ قَدِمُوا

۲ هَذَا الَّذِی تَعْرِفُ الْبَطْحَاءُ وَطْأتَهُ *** وَ الْبَیْتُ یَعْرِفُهُ وَ الْحِلُّ وَ الْحَرَمُ


۳ هَذَا ابْنُ خَیْرِ عِبَادِ اللهِ کُلِّهِمُ *** هَذَا التَّقِیُّ النَّقِیُّ الطَّاهِرُ الْعَلَمُ


۴ هَذَا الَّذِی أحْمَدُ الْمُخْتَارُ وَالِدُهُ *** صَلَّی عَلَیْهِ إلَهِی مَا جَرَی الْقَلَمُ


۵ لَوْ یَعْلَمُ الرُّکْنُ مَنْ قَدْ جَاءَ یَلْثِمُهُ *** لَخَرَّ یَلْثِمُ مِنْهُ مَا وَطَی الْقَدَمُ


۶ هَذَا عَلِیٌّ رَسُولُ اللهِ وَالِدُهُ *** أمْسَتْ بِنُورِ هُدَاهُ تَهْتَدِی الامَمُ


۷ هَذَا الَّذِی عَمُّهُ الطَّیَّارُ جَعْفَرٌ *** وَ الْمَقْتُولُ حَمْزَةُ لَیْثٌ حُبُّهُ قَسَمُ


۸ هَذَا ابْنُ سَیِّدَةِ النِّسْوَانِ فَاطِمَةِ *** وَ ابْنُ الْوَصِیِّ الَّذِی فِی سَیْفِهِ نِقَمُ


۹ إذَا رَأتْهُ قُرَیْشٌ قَالَ قَائلُهَا *** إلَی مَکَارِمِ هَذَا یَنْتَهِی الْکَرَمُ


۱۰ یَکَادُ یُمْسِکُهُ عِرْفَانَ رَاحَتِهِ *** رُکْنُ الْحَطِیمِ إذَا مَا جَاءَ یَسْتَلِمُ


۱۱ وَ لَیْسَ قَوْلُکَ: مَنْ هَذَا؟ بِضَائِرِهِ *** الْعُرْبُ تَعْرِفُ مَنْ أنْکَرْتَ وَ الْعَجَمُ


۱۲ یُنْمَی إلَی ذُرْوَةِ الْعِزِّ الَّتِی قَصُرَتْ *** عَنْ نَیْلِهَا عَرَبُ الإسْلَامِ وَ الْعَجَمُ


۱۳ یُغْضِی حَیَاءً وَ یُغْضَی مِنْ مَهَابَتِهِ *** فَمَا یُکَلَّمُ إلَّا حِینَ یَبْتَسِمُ


۱۴ یَنْجَابُ نُورُ الدُّجَی عَنْ نُورِ غُرَّتِهِ *** کَالشَّمْسِ یَنْجَابُ عَنْ إشْرَاقِهَا الظُّلَمُ


۱۵ بِکَفِّهِ خَیْزُرَانٌ رِیحُهُ عَبِقٌ *** مِنْ کَفِّ أرْوَعَ فِی عِرْنِینِهِ شَمَمُ


۱۶ مَا قَالَ: لَا، قَطُّ إلَّا فِی تَشَهُّدِهِ *** لَوْلَا التَّشَهُّدُ کَانَتْ لَاؤهُ نَعَمُ


۱۷ مُشْتَقَّةٌ مِنْ رَسُولِ اللهِ نَبْعَتُهُ *** طَابَتْ عَنَاصِرُهُ وَ الْخِیمُ وَ الشِّیَمُ


۱۸ حَمَّالُ أثْقَالِ أقْوَامٍ إذَا فُدِحُوا *** حُلْوُ الشَّمَائلِ تَحْلُو عِنْدَهُ نَعَمُ


۱۹ إنْ قَالَ قَالَ بِمَا یَهْوَی جَمِیعُهُمُ *** وَ إنْ تَکَلَّمَ یَوْماً زَانَهُ الْکَلِمُ


۲۰ هَذَا ابْنُ فَاطِمَةٍ إنْ کُنْتَ جَاهِلَهُ *** بِجَدِّهِ أنْبِیَاءُ اللهِ قَدْ خُتِمُوا


۲۱ اللهُ فَضَّلَهُ قِدْماً وَ شَرَّفَهُ *** جَرَى بِذَاكَ لَهُ فِى لَوْحِهِ الْقَلَمُ


۲۲ مَنْ جَدُّهُ دَانَ فَضْلُ الانْبِيَاءِ لَهُ * وَ فَضْلُ امَّتِهِ دَانَتْ لَهَا الامَمُ


۲۳ عَمَّ الْبَرِيَّةَ بِالإحْسَانِ وَ انْقَشَعَتْ *** عَنْهَا الْعِمَايَةُ وَ الإمْلَاقُ وَ الظُّلَمُ


۲۴ كِلْتَا يَدَيْهِ غِيَاثٌ عَمَّ نَفْعُهُمَا *** يُسْتَوْكَفَانِ وَ لَا يَعْرُوهُمَا عَدَمُ


۲۵ سَهْلُ الْخَلِيقَةِ لَا تُخْشَى بَوَادِرُهُ *** يَزِينُهُ خَصْلَتَانِ: الْحِلْمُ وَ الْكَرَمُ


۲۶ لَا يُخْلِفُ الْوَعْدَ مَيْمُوناً نَقِيبَتُهُ *** رَحْبُ الْفِنَاءِ أرِيبٌ حِينَ يُعْتَرَمُ


۲۷ مِنْ مَعْشَرٍ حَبُّهُمْ دِينٌ وَ بُغْضُهُمُ *** كُفْرٌ وَ قُرْبُهُمُ مَنْجًى وَ مُعْتَصَمُ


۲۸ يُسْتَدْفَعُ السُّوءُ وَ الْبَلْوَى بِحُبِّهِمُ *** وَ يُسْتَزَادُ بِهِ الإحْسَانُ وَ النِّعَمُ


۲۹ مُقَدَّمٌ بَعْدَ ذِكْرِ اللهِ ذِكْرُهُمْ *** فِى كُلِّ فَرْضٍ وَ مَخْتُومٌ بِهِ الْكَلِمُ


۳۰ إنْ عُدَّ أهْلُ التُّقَى كَانُوا أئمَّتَهُم *** أوْ قِيلَ: مَنْ خَيْرُ أهْلِ الارْضِ قِيلَ: هُمُ


۳۱ لَا يَسْتَطِيعُ جَوَادٌ بُعْدَ غَايَتِهِمْ *** وَ لَا يُدَانِيهِمُ قَوْمٌ وَ إنْ كَرُمُوا


۳۲ هُمُ الْغُيُوثُ إذَا مَا أزْمَةٌ أزَمَتْ *** وَالاسْدُ اسْدُ الشَّرَى وَ الْبَأسُ مُحْتَدِمُ


۳۳ يَأبَى لَهُمْ أنْ يَحِلَّ الذَّمُّ سَاحَتَهُمْ *** خِيمٌ كَرِيمٌ وَ أيْدٍ بِالنَّدَى هُضُمُ


۳۴ لَا يَقْبِضُ الْعُسْرُ بَسْطاً مِنْ أكُفِّهِمُ *** سِيَّانِ ذَلِكَ إنْ أثْرَوْا وَ إنْ عَدِمُوا


۳۵ أىُّ الْقَبَائلِ لَيْسَتْ فِى رِقَابِهِمُ *** لِاوَّلِيَّةِ هَذَا أوْ لَهُ نِعَمُ


۳۶ مَنْ يَعْرِفِ اللهَ يَعْرِفْ أوَّلِيَّةَ ذَا *** فَالدِّينُ مِنْ بَيْتِ هَذَا نَالَهُ الامَمُ


۳۷ بُيُوتُهُمْ مِنْ قُرَيْشٍ يُسْتَضَاءُ بِهَا *** فِى النَّائبَاتِ وَ عِنْد الْحُكْمِ إنْ حَكَمُوا


۳۸ فَجَدُّهُ مِنْ قُرَيْشٍ فِى ارُومَتِهَا *** مُحَمَّدٌ وَ عَلِىٌّ بَعْدَهُ عَلَمُ


۳۹ بَدْرٌ لَهُ شَاهِدٌ وَ الشِّعْبُ مِنْ احُدٍ *** وَ الْخَنْدَقَانِ وَ يَوْمُ الْفَتْحِ قَدْ عَلِمُوا


۴۰ وَ خَيْبَرٌ وَ حُنَيْنٌ يَشْهَدَانِ لَهُ *** وَ فِى قُرَيْضَةَ يَوْمٌ صَيْلَمٌ قَتَمُ


۴۱ مَوَاطِنٌ قَدْ عَلَتْ فِى كُلِّ نَائِبَةٍ *** عَلَى الصَّحَابَةِ لَمْ أكْتُمْ كَمَا كَتَمُوا.[۳۸]

ای تلوسګره له ما پوښتنه کوې چې جود او کرم په کومه استانه کې راکوز شوی دی، د دې راز بیان له ما سره دی که غوښتونکي یې زما لور ته راشي او راغونډ شي.

دا سړی چې ته یې نه پېژنې داسې شخصیت دی چې د بطحاء ټاټوبی ( د مکې د خواوشا شګلن میدانونه د منا تر ټاټوبي پورې) د هغه د یو یو ګام او قدم ځای پېژني، او بیت الله الحرام هغه پېژني. او حِلّ و حرم ( د مکې له حرمه ټولې سیمې او دننه یې) ټول هغه پېژني.


دا دی د خدای په ټولو بندګانو کې تر ټولو غوره مخلوق! دا دی په الهي تقوا پابند سړی، او د خدای په خوندیتوب کې شامل شوی، او دا سړی له هر ډول عیب او نیمګړتیا او کرکې پاک او سپېڅلی، او دا سړی پاک او پاکیزه او طاهر، او د فضیلت او شرافت لوړ غر دی!


دا دی هغه کس چې د عالمیانو غوریز، احمد مختار یې نیکه دی؛ هغه چې زما خدای تر هغه وخت چې د خلقت په لوحه د کتابت قلم حرکت کوي، مدام او همېشه په هغه درود او سلام او تحیت لیږي.


که د کعبې رکن ( چې حج الاسود پکې لګېدلی دی) پوه شي چې څوک یې ښکلولو ته راغلی، په رښتیا چې له ډېر تواضعه به په ځمکه وغورځیږي چې د هغه پښې چې په ځمکه یې قدم ایښی، ښکل کړي.


دا علي دی، هغه چې د خدای رسول یې نیکه دی چې د نړۍ ټولو امتونو د هغه د هدایت په رڼا لاره موندلې ده.


دا هغه دی چې تره یې جعفر طیار او شهید حمزه(سید الشهداء) دی. حمزه د میړنتوب د ښکارځای زمری او ښامار ماتوونکی زمری چې مینه او محبت یې د شیر و شکر په شان د مومنانو په زړه کې موجود دی، او د هغوي له اراوو او نفوسو سره یې نه ماتېدونکی قسم خوړلی دی.


دی د نړۍ د ښځو د سردارې فاطمه زوی او د خدای د رسول د وصي زوی دی چې د خدای د غضب او انتقام اور یې د تورې له پړقا ځلیده.


کله چې د قریشو قبیله هغه ته وګوري، د ویونکي له خولې بې واره دا خبره راوځي چې جود و احسان او کرم او سترتوب د قریشو په قبیلې کې همدې عزتمن سرور ته رسیږی، او ټول باید د خپلې اړتیا کاروان د ده په دې رحمتناکې استانې راکوز کړي او د هغه له کرمه برخور شي.


د هغه د ښندونکي او کرم لاس د پېژندلو په وجه، نزدې ده چې د حطیم رکن کله چې هغه راځي چې لاس پرې وموښي او استلام یې کړي هغه د خپلو اړتیاو د پوره کولو او استفادې لپاره له ځان سره وساتي.


او ستا دا خبره چې ودې ویل: څوک دی هغه؟ او ځان دې نانګاره کړ، هغه ته کوم تاوان نه رسوي؛ ځکه چې ټول عرب او عجم دا سړی پېژني چې تا ناپیژاندی وباله.


هغه د عزت او شرافت د غر له څوکې سره منسوب دی چې د اسلامي نړۍ ټول خلک که عرب دي که عجم هغه ته له رسېدو قاصر او پاتې راغلې دي.


هغه د حیا او ادب له مخې سترګې ټیټوي، او د ډېر رعب او برم په وجه سترګې د هغه په وړاندې ټیټیږي او نو ځکه له هغه سره څوک خبرې نه کوي مګر هغه وخت چې پر مخ یې خوږه مسکا څرګنده شي.


د هغه د تندي له ځلا او رڼا، د تیارې او ظلمت پردې داسې شلیږي،لکه څنګه چې د نړۍ ځلوونکي لمر له ختیځه راختل، د تیارو او لړو پردې شلوي.


د هغه په لاس کې داسې خوشبوداره بوټی دی چې بوی یې ارواوې عطرناکې کوي، د هغه میړني او هوښیار کس له لاسه چې ویښته یې هیښوونکي دي او د پوزې هډوکی یې له بره یو څه راوتلی او د ښکلا او اعتدال په لوړ حد کې دی.


هغه هیڅکله د خلقو د غوښتنو په ځواب کې د لا (نه) لفظ په ژبه رانه وړه، مګر په تشهد کې یې چې لا اله الا الله یې ویل. او که چرې تشهد به نه وای، نو د هغه لا، نَعَم وه.( د هغه نه، هو و)


د هغه د وجود څانګه د خدای د رسول له اصل او نسله جدا شوې ده. پر دې اساس د هغه غریزې، اخلاق ، ځانګړنې او صفات، ټول حمیده، پاک او طیب دي.


هغه د هغو قامونو د بارونو وړونکی دی چې د بار له سختۍ په ګونډو شوې دي. او له بېوزلانو سره په چلند کې ښایسته شمایل او خوښه څیره ښیي او اړمنو ته د هغه د نعم (هو) ځواب د هغه لپاره خوږ دی.


چې په خبرو شي داسې خبره کوي چې ټول یې خوښوي، او که یوه ورځ خبره وکړي، هغه کلام د هغه د ښکلا او صفت سبب ګڼل کیږي.


دا د فاطمه زوی دی، که د هغه له نسبه ناخبره یې! او په حسب کې یې شک لرې، نو هغه داسې کس دی چې د خدایي پېغمبرانو د رسالت لړۍ یې په ګران نیکه ختمه شوې، مهر شوې او پای ته رسېدلې ده!


له پخوا راهسې خدای فضیلت او شرافت ورکړی دی، او له ازله د قضا قلم د هغه د برخلیک په لوح داسې جاري شوی دی.


دا هغه شخصیت دی چې ټول پېغمبران د هغه د نیکه د فضل او شرف په وړاندې په لاندې مرتبه کې راغلل او ټول امتونه د هغه د امت د فضل او شرف په وړاندې ټیټ او کمتر شول.


په احسان او عطا سره د هغه د و جود ځلانده لمر په ټولو ځلیږي، او په دې وجه له مخلوقاتو، ضلالت او ګمراهي، فقر او پریشاني او ظلم او زیاتي چې په بیچاره و روان و (یا تیارې) لرې شوې او له مینځه لاړې.


دواړه لاسونه یې د ډکو بارانونو په شان له اوبو ډک دي چې ثمره او ګټه یې ټولو ته رسیږي. دا دوه لاسونه همېشه د الهي رحمت له رڼو اوبو څاڅکي اخلي او هیڅکله پکې کمی او یا فقدان نه راځي.


خلق او خوي یې نرم او مهربان دی، دا ډول چې هیڅ کله خلک د هغه له غوسې او د غضب له زیاتوالي وېره نه لري او دواړه خصلته حلم او کرم یې د هغه د لوړو صفاتو او حمیده اخلاقو ښکلا ورکوونکي دي.


د وعدې خلاف نه کوي، او باطن او طبیعت یې، له خیر او برکت، یمن او رحمت سره اخښلی دی. د کور ور یې د راتلونکو او ډلو لپاره همېشه پرانستی دی. هغه یو عاقل شخصیت دی او د هغو ستونزو او سختیو په وړاندې چې راځي پرې، په عقل او هوښیارۍ سره چاره سازي کوي.


هغه له هغه ډلې دی چې محبت یې دین او دښمني یې کفر دی او ورته نزدې کېدل له هلاکته نجات او له مصیبت او افاتو بچېدل دي.


ستونزې او فتنې او نقصانونه یې د مینې په وجه تمبیږی، او همدا مینه د احسان او نعمت د زیاتېدو سبب کیږي.


د دوي نوم د خدای له نوم وروسته په هر لمونځ کې واجب او یوه واجبه فریضه ده، او د خبرو، خطبو، کتابونو او قصیدو په پای کې یې نوم ختموونکی او د ویناوو پای ته رسوونکی دی.


که یو وخت د تقوا خاوندان وګڼل شي، هغوي امامان او مخکښان دي، او که د ځمکې په مخ تر ټولود ښو انسانانو خبره شي بیا هم هغوي امامان او دغه کسان دي چې ذکر یې وشو.


هیڅ د فضیلت سترتوب او لوړاي د میدان تېزرفتاره اس دا توان نه لري چې د هغوي د تګ اخري مرحلې ته ځان ورسوي، او یو قوم ځان هغوي ته نه شي نزدې کولی، او یا لږ تر لږه ګاوڼدی او همسایه یې شي، که څه هم هغه قام د بزرګۍ او سترتوب او کرامت خاوند وي.


که وچکالۍ مخه کړه او سختي او تنګي په خلکو راغله، دا کورنۍ ده چې د مخلوقاتو لپاره د رحمت بارانونه دي، او که سختي او جنګ راشي، بیا هم دوي دي چې د خلکو د عزت او د اسلام او مسلمانانو د حفاظت لپاره میړني زمریان دي.


له یوې خوا کریمانه خوي او له بلې خوا بخښونکي او عطاکوونکي لاسونه نه پریږدي چې د دوي په منزل کې د غندنې او عیبو پیټۍ راکوز شي.


د دوي سختي او د معیشت تنګي او نیستي نه شي کولی هغه پرانستي او عطا کوونکي لاسونه بند کړي، نو عطا یې همیشه جاري او ساري ده، که حه ورسره وي او که نه وي.


په قبیلو کې کومه قبیله ده چې په غاړه یې یا د هغوي د نیکونو او مشرانو لخوا چې لومړي کسان یې دي، او په خپله د هغه لخوا پرې کوم نعمت او احسان نه وي؟


څوک چې خدای وپېژني، نیکونه او جد یې ضرور پېژني، ځکه چې د نړۍ امتونو ته د خدای دین د دغه سړي له کوره رسیدلی دی.


په سخیتو او ستونزو، رسیدلو تاوانونو او شخړو کې په قریشو کې یوازینی کور د دوي دی چې خلک ورنه رڼا اخلي او د هغو په رڼا کې دښمنۍ ختموي او د عدل او انصاف پر اساس حکم پرځای کوي.


او دا په دې وجه دی چې په اصلي جرړې او شجرې کې د هغه نیکه له قریشو او له هغه وروسته علی ابن ابیطالب څرګند دی.


د هغه شاهد او ګواه د بدر ټاټوبی دی، او د احد غره دره، او احزاب غزا چې د خندق دوه کندې پرې ګواهي ورکوي و همداراز د مکې د فتحې ورځ چې د هغه د میړنتوب او سترتوب نښې دوست او دښمن ته معلومې دي.


او خیبر او حنین غزاګانې پر هغه دوه اصلي ګواهانې دي، او همداشان په بني قریضه کې د یهودو کلک او لوړو کلاګانو په څنګ کې، د وېرې، تیارې او سختۍ ورځ چې یوازې هغه یې فاتح او نیوونکی و.


دا وطنونه او مورچې داسې هیجانوونکې او بوږنوونکې صحنې وې چې اصحاب یې له فتح کولو او چاره کولو پاتې راغلل او دا هغه واقعیت دی چې زه یې نه پټوم، لکه څنګه چې هغوي پټ کړ.[۳۹]

ترجمه او شرحه

د میمیه قصیدې مختلفې شرحې او ژباړې وړاندې شوې دي؛ منجمله عبدالرحمن بن احمد جامي (د نهمې قمري پېړۍ مشهور شاعر)،[۴۰] سید زفرخان جوهري استروشني،[۴۱] ابوالقاسم وفا (وفات:۱۲۶۱ق)،[۴۲] عبدالکریم محرابي ایرواني (۱۳۱۰-۱۳۸۲ل)[۴۳] او نورالله شاه آبادي[۴۴] هغه په فارسۍ ژبه او د نظم په قالب کې ترجمه کړې ده. همداراز ځینو کسانو لکه جامی،[۴۵] استرآبادي (یوولسمه او دولسمه قمري پېړۍ)،[۴۶] محمد بن سلیمان تنکابني (۱۲۳۴-۱۳۰۲ق)،[۴۷] محمدبن ابراهیم بن علي بن یوسف السبیتي العاملي (دیارلسمه پېړۍ)،[۴۸] عبدالحسین فاضل ګروسي (۱۲۹۵-۱۳۲۴ق)،[۴۹] مصطفی بن محمد خویي (دیارلسمه پېړۍ)،[۵۰] ابوالحسن تنکابني (څوارلسمه پېړۍ)،[۵۱] صابر شوشتري،[۵۲] و ګودیني[۵۳] قصیده په مستقله توګه تشریح کړې ده. ځینې شارحینو هم د یو کتاب په ضمن کې، د فرزدق د ځینو بیتونو وضاحت کړی دی؛ مثلا مرزوقي (وفات ۴۲۰ق) د الحماسه طایي دیوان د شرحې په ضمن کې، د میمیه قصیدې ځینې بیتونه هم تشریح کړې دي.[۵۴]

د چاپ او خپرېدو حالت

میمیه قصیده په مختلفو زمانو کې بې له ترجمې یا له ترجمې او شرحې سره چاپ شوې چې ځینې یې دا دي:

  • القصیدة المیمیه في مدح علي بن الحسین(ع)، تصحیح ابوالحسن تبریزی زنوزي او علي اصغر بن عبدالجبار اصفهاني سمیرمي، بې نومه، تهران، ۱۲۷۲ق[۵۵]
  • اصفهاني سمیرمي، علي اصغر بن عبدالجبار، القصیدة المیمیه في مدح علی بن الحسین(ع)، خپرېدل، کارخانه الله قلي خان، تهران، ۱۲۷۳ق.[۵۶]
  • القصیدة المیمیه في مدح علي بن الحسین(ع)، بې‌نومه، ایران، ۱۲۷۴ق.[۵۷]
  • القصیدة المیمیه في مدح علي بن الحسین(ع)، بې نومه، تهران، ۱۲۸۲ق.[۵۸]
  • القصیدة المیمیه في مدح علي بن الحسین(ع)، بې ‌نومه، تهران، ۱۳۱۵ق.[۵۹]
  • محلاتي حائري، علي، القصیدة المیمیه فی مدح علي بن الحسین(ع)، بې نومه، بمبئی، ۱۳۱۸ق.[۶۰]
  • القصیدة المیمیه في مدح علي بن الحسین(ع)، کریمي خپرنځی، لاهور، ۱۳۳۹-۱۳۴۰ق.[۶۱]

فوټ نوټ

  1. انصاری، «وفاداری، بازآفرینی یا آفرینش ادبی در ترجمه شعر (بررسی مقابله‌ای شعر جامی و شعر فرزدق در مدح امام سجاد(ع))»، در مجله پژوهش‌های ترجمه در زبان و ادبیات عربی، ص۱۴۵.
  2. متن قصیده.
  3. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۲۸۳.
  4. بیهقی، المحاسن و المساوی، ۱۴۲۰ق، ص۱۶۱.
  5. اصفهانی، الاغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۱، ص۲۴۶.
  6. ابن خلکان، وفیات الاعیان و انباء ابناء الزمان، ۱۳۶۴ش، ج۶، ص۹۵.
  7. کشی، رجال الكشي - إختيار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۹.
  8. حافظ مزی، تهذیب الکمال فی اسماء الرجال، ۱۴۰۶ق، ج۲۰، ص۴۰۱.
  9. مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۱.
  10. فَتَّال‌نیشابوری، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۹۹.
  11. ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق‏، ج۴، ص۱۶۸.
  12. فرزدق، دیوان الفرزدق، ۱۹۸۴م، ج۲، ص۱۷۸.
  13. مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۱
  14. مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۴.
  15. مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۳؛ سید مرتضی، أمالی، ۱۹۹۸م، ج‏۱، ص۶۹.
  16. مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۳؛ سید مرتضی، أمالی، ۱۹۹۸م، ج‏۱، ص۶۹.
  17. راوندی، الخرائج و الجرائح‏، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ص۲۶۷.
  18. مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۱.
  19. مفید، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، ۱۴۱۳ق، ج‏۲، ص۱۵۰.
  20. سید مرتضی، أمالي المرتضى، ۱۹۹۸م، ج‏۱، ص۶۷.
  21. طوسی، رجال الكشي - إختيار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۰.
  22. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۷۲؛ طبرانی، المعجم الكبير، بی تا، ج۳، ص۱۰۱؛ اربلی، كشف الغمة في معرفة الأئمة، ج‏۲، ص۴۳.
  23. فاکهی، أخبار مکة في قدیم الدهر و حدیثه، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۷۸.
  24. اصفهانی، الاغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۱، ص۲۴۶
  25. اصبهانی، حلية الأولياء وطبقات الأصفياء، ۱۳۹۴ق، ج۳، ص۱۳۹.
  26. مرزوقی، شرح دیوان الحماسه، ۱۴۲۴ق، ص ۱۱۳۴.
  27. ابن عساکر، تاريخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۱، ص۴۰۰.
  28. جوزی، المنتظم في تاريخ الأمم والملوك، ۱۴۱۲ق، ج۶، ص۳۳۱.
  29. ابن خلکان، وفیات الاعیان و انباء ابناء الزمان، ۱۳۶۴ش، ج۶، ص۹۵.
  30. ابن المغازلی، مناقب أمير المؤمنين علي بن أبي طالب رضي الله عنه، ۱۴۲۴ق، ص۳۱۱.
  31. ابن کثیر، البداية و النهاية، ۱۴۰۷ق، ج۱۲، ص۴۹۱.
  32. متن قصیده، بیت۳ تا ۱۸- ۲۰-۲۴.
  33. متن قصیده، بیت۳.
  34. متن قصیده، بیت۱۹ و ۳۲.
  35. متن قصیده، بیت۲۵-۲۶-۳۰.
  36. متن قصیده، بیت۲۷.
  37. متن قصیده، بیت۳۸-۴۰.
  38. ابن شهر آشوب، مناقب آل‌أبی‌طالب عليهم‌السلام، ۱۳۷۹ق، ج‏۴، ص۱۶۹.
  39. په فارسي کښې،«شعر فرزدق در مدح امام سجاد علیه السلام (ميمية الفرزدق)» در وبگاه هدانا.
  40. مدرس تبریزی، ریحانة الادب فی تراجم المعروفین بالکنیه او اللقب، ۱۳۶۹ش، ج۱، ص۳۸۷.
  41. جوهری استروشنی، «شرح منظوم بر قبساتی از قصیده فرزدق» در وبگاه گیسوم.
  42. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۲۸۳.
  43. بی نا، «ترجمه منظوم قصیده سجادیه فرزدق به زبان فارسی»، در درگاه موسسه و بنیاد بین المللی صحیفه سجادیه.
  44. شاه‌آبادی، «قصیده میمیه (فرزدق) در مدح امام علی ابن الحسین زین‌العابدین (ع)» در وبگاه خانه‌کتاب و ادبیات ایران.
  45. انوار، «ترجمه منثور و منظوم و شرح قصیده میمیه فرزدق شاعر نامبردار دوره اسلامی در مدح امام علی بن الحسین ملقب به زین العابدین و سید الساجدین»، ۱۳۵۸ش، ص۳۰۸.
  46. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳؛ موسسه تحقیقات رایانه ای قائمیه اصفهان، بانک جامع فهرست الفبایی نسخ خطی جهان، ۱۴۰۱ش، ج۱۷، ص۱۰۶۷۸-۱۰۶۷۹؛ حسینی، التراث العربی المخطوط فی مكتبات ایران العامة، ۱۳۸۸ش، ج۱۴، ص۳۹۹.
  47. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳.
  48. آقابزرگ تهرانی، الذریعه الی تصانیف الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۴، ص۱۴.
  49. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳.
  50. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳.
  51. امین، حسن، مستدرکات اعیان الشیعه، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۸.
  52. صابر شوشتری، شرح قصیده الفرزدق و تخامیسها، ۱۳۷۳ش، در وبگاه کتابخانه مرکزی دانشگاه فردوسی مشهد.
  53. گودینی، بررسی، شرح و تحلیل قصیده‌ی فرزدق، ۱۳۹۵ش.
  54. مرزوقی، شرح دیوان الحماسه، ۱۴۲۴ق، ص ۱۱۳۴.
  55. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳
  56. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳
  57. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳
  58. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳
  59. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳
  60. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳
  61. درایتی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، ۱۳۹۲ش، ج۲۵، ص۳۰۳

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، تحقیق: احمد حسینی اشکوری، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • أبوالفرج الإصفهانی، على بن الحسين، الاغانی، بیروت، دار إحياء التراث العربي، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌المغازلی، علی بن محمد، مناقب أمير المؤمنين علي بن أبی‌طالب رضي الله عنه، تحقیق: محمدباقر بهبودی، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌حيون، نعمان بن محمد مغربى‏، شرح الأخبار في فضائل الأئمة الأطهار عليهم السلام‏، تحقیق و تصحیح محمدحسين حسينى جلالى، جامعه مدرسين‏، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌خلکان، احمد بن محمد، وفیات الاعیان و انباء ابناء الزمان، قم، الشریف الرضی، ۱۳۶۴ش.
  • ابن‌شهر آشوب مازندرانى، محمد بن على، مناقب آل أبي طالب عليهم السلام‏، قم، علامه‏، چاپ اول، ۱۳۷۹ق‏.
  • ابن‌طرار، الجليس الصالح الكافي والأنيس الناصح الشافي، أبو الفرج المعافى بن زكريا بن يحيى الجريرى النهرواني، المحقق: عبد الكريم سامي الجندي، بيروت، دار الكتب العلمية، الطبعة الأولى، ۱۴۲۶ق.
  • ابن‌عساکر، أبو القاسم علي بن الحسن بن هبة الله(۵۷۱ق)،، تاريخ دمشق، المحقق: عمرو بن غرامة العمروي، دار الفكر للطباعة والنشر والتوزيع، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌کثیر، أبو الفداء اسماعيل بن عمر بن كثير الدمشقى، البداية و النهاية، بيروت، دار الفكر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌میمون بغدادی، محمد بن مبارک، منتهی الطلب فی اشعار العرب، تحقیق: محمد نبیل طریفی، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۹م.
  • اربلى، على بن عيسى، كشف الغمة في معرفة الأئمة‏، تحقیق و تصحیح سید هاشم رسولى محلاتى، تبریز، بنى هاشمى، چاپ اول، ۱۳۸۱ق‏.
  • استرآبادی، محمدشفیع بن محمدعلی، شرح قصیده میمیه فرزدق، ۱۰۷۵ق.
  • اصبهانی، أبو نعيم أحمد بن عبد الله بن أحمد بن إسحاق بن موسى بن مهران الأصبهاني، حلية الأولياء وطبقات الأصفياء، الناشر: السعادة - بجوار محافظة مصر، ۱۳۹۴ق.
  • السمعاني التميمي الحنفي ثم الشافعي، أبو المظفر منصور بن محمد بن عبد الجبار ابن أحمد، تفسير القرآن، المحقق: ياسر بن إبراهيم وغنيم بن عباس بن غنيم، الریاض، دار الوطن، الطبعة الأولى، ۱۴۱۸ق.
  • الكوفى، أبو محمد أحمد بن اعثم(۳۱۴ق)، كتاب الفتوح، تحقيق: علی شيرى، بيروت، دارالأضواء، ط الأولى، ۱۴۱۱ق.
  • المرزوقي الأصفهاني، أبو على أحمد بن محمد بن الحسن، شرح ديوان الحماسة، المحقق: غريد الشيخ، بیروت، دار الكتب العلمية، الطبعة الأولى، ۱۴۲۴ق.
  • امین، حسن، مستدرکات اعیان الشیعه، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۸ق.
  • انوار، امیرمحمود، «ترجمه منثور و منظوم و شرح قصیده میمیه فرزدق شاعر نامبردار دوره اسلامی در مدح امام علی بن الحسین ملقب به زین العابدین و سید الساجدین» در مجله دانشکده ادبیات و علوم انسانی دانشگاه تهران، سال۲۴، شماره ۳ و ۴، ۱۳۵۸ش.
  • بیهقی، ابراهیم بن محمد، المحاسن و المساوی، محشی: علی عدنان، بیروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۲۰ق.
  • جوزی، جمال الدين أبو الفرج عبد الرحمن بن علي بن محمد(المتوفى: ۵۹۷هـ)، المنتظم في تاريخ الأمم والملوك، المحقق: محمد عبد القادر عطا، مصطفى عبد القادر عطا، بیروت، دار الكتب العلمية، الطبعة الأولى، ۱۴۱۲ق.
  • جوهری استروشنی، سید زفرخان، «شرح منظوم بر قبساتی از قصیده فرزدق»، قم، سازمان حوزه‌ها و مدارس‌علمیه خارج از کشور، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • حافظ مزی، یوسف بن عبدالرحمن، تهذیب الکمال فی اسماء الرجال، بیروت، موسسه الرساله، ۱۴۰۶ق.
  • حسینی، احمد، التراث العربی المخطوط فی مكتبات ایران العامة، قم، دلیل ما، ۱۳۸۸ش.
  • حصری، إبراهيم بن علی بن تميم الأنصاری، أبو إسحاق الحُصری القيروانی، زهر الآداب و ثمر الالباب، تحقیق: محمدزکی مبارک، بیروت، دار الجیل، بی‌تا.
  • درایتی، مصطفی، فهرستگان نسخه‌های خطی ایران، تهران، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران، ۱۳۹۲ش.
  • راوندی، سعيد بن هبة الله قطب الدين، الخرائج و الجرائح‏، محقق/مصحح: مؤسسة الإمام المهدى عليه السلام‏، قم، مؤسسه امام مهدى عجل الله تعالى فرجه الشريف‏، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • سبط‌بن‌جوزی، شمس‌الدین ابوالمظفر یوسف بن قزاوغلی بن عبدالله بغدادی، تذكرة الخواص، قم، منشورات الشريف الرضى، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • شاه‌آبادی، نورالله، «قصیده میمیه (فرزدق) در مدح امام علی ابن الحسین زین‌العابدین (ع)»، تهران، عارف کامل، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
  • «شعر فرزدق در مدح امام سجاد علیه السلام (ميمية الفرزدق)» در وبگاه هدانا.
  • صابر شوشتری، سلطانعلی، شرح قصیده الفرزدق و تخامیسها، قم، نشر مدبن، ۱۳۷۳ش.
  • طبرانی، سليمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي، المعجم الكبير، المحقق: حمدي بن عبد المجيد السلفي، القاهرة، دار النشر: مكتبة ابن تيمية، بی‌تا.
  • علم الهدى، على بن حسين‏، أمالي المرتضى‏، محقق / مصحح: ابراهيم، محمد ابوالفضل‏، قاهره‏، دار الفكر العربي‏، چاپ اول، ۱۹۹۸م‏.
  • فاکهی، ابوعبدالله محمد بن اسحاق، أخبار مکة في قدیم الدهر و حدیثه، تحقیق: عبدالملک ابنءدهیش، مکه، مکتبه الاسدی، ۱۴۲۴ق.
  • فتال نيشابورى، محمد بن احمد، روضة الواعظين و بصيرة المتعظين، قم، انتشارات رضى‏، چاپ اول، ۱۳۷۵ش‏.
  • فرزدق، همام بن غالب، دیوان الفرزدق، بیروت، دار بیروت، ۱۹۸۴م.
  • كشى، محمد بن عمر، إختيار معرفة الرجال، محقق / مصحح: محمد بن الحسن طوسى و حسن مصطفوى، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • گودینی، محمدجواد، بررسی، شرح و تحلیل قصیده‌ی فرزدق، تهران، نشر نظری، ۱۳۹۵ش.
  • محرابی ایروانی، عبدالکریم، «ترجمه منظوم قصیده سجادیه فرزدق به زبان فارسی».
  • مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانة الادب فی تراجم المعروفین بالکنیه او اللقب، تهران، کتابفروشی خیام، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
  • مفید، محمد بن محمد، الإختصاص، محقق/مصحح: علی‌اکبر غفارى و محمود محرمی زرندی، الموتمر العالمى لالفية الشيخ المفيد، چاپ اول، ۱۴۱۳ق‏.
  • مفيد، محمد بن محمد، الإرشاد في معرفة حجج الله على العباد، محقق/مصحح: مؤسسة آل البيت عليهم السلام، قم، كنگره شيخ مفيد، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • موسسه تحقیقات رایانه ای قائمیه اصفهان، بانک جامع فهرست الفبایی نسخ خطی جهان، اصفهان، موسسه تحقیقات رایانه ای قائمیه اصفهان، چاپ اول، ۱۴۰۱ش.
  • نصاری، نرگس، «وفاداری، بازآفرینی یا آفرینش ادبی در ترجمة شعر (بررسی مقابله‌ای شعر جامی و شعر فرزدق در مدح امام سجاد(ع))»، در مجله پژوهش‌های ترجمه در زبان و ادبیات عربی، شماره ۱۸، ۱۳۹۷ش.