استلام حجر
- دا مقاله د حجر الاسود د لمس کولو په اړه ده. د حجر الاسود او د هغې د ستنې په اړه د زده کړې لپاره، حجر الاسود او د حجر الاسود رکن وګورئ.
اِستِلام حَجَر، د حجر الاسود لمس کول او د تبرک لپاره د هغه ښکلول. په شیعه او اهل سنتو روایي سرچینو کې د حجر د استلام سپارښتنه شوې او فقیهان هغه مستحب ګڼي. له امام صادق(ع) څخه په یو حدیث کې د دغه کار فلسفه د قیامت په ورځ له خدای سره په خپل تړون د وګړي په وفاداره پاتې کېدو د حجرالاسود ګواهي ورکول بیان شوې ده. د تبرک اخستلو او د سپېڅلو شیانو د ښکلولو د جایزوالي د اثبات لپاره په استلام حجر استناد کیږي.
ټکي پېژندنه
استلام په لغت کې د لاس مږلو او ښکلولو په معنا دی.[۱] دا ټکی په فقه کې د حجر الاسود، کعبې او د هغې د ارکانو د لمس کولو په معناګانو کې استعمالیږي.[۲] له استلام حجر یا استلام حجرالاسود څخه مطلب، د دغه کاڼي لمس کول، لاس پرې راښکل او یا یې ښکلول دي.[۳]
حجر الاسود
اصلي مقاله: حجر الاسود
حَجَرالاسود د مسلمانانو په نزد یو سپېڅلی کاڼي دی چې په مسجدالحرام کې د کعبې په ختیځ رکن کې لګېدلی دی.[۴] دغه کاڼی سوربخن تور رنګ لري.[۵] حجر الاسود اوږده مخینه لري او له اسلامه مخکې یې هم درناوی کېده.[۶] د حجر الاسود نوم په قرآن کې نه دی راغلی؛[۷] خو له امام صادق(ع) څخه د یو حدیث له مخې یو له ایات بینات څخه دی[۸] چې په قران کې یې یادونه شوې ده.[۹]
فقهي حکم
د شیعه او اهل سنتو په روایتونو کې د حجر د استلام سپارښتنه شوې ده.[۱۰] له وسائل الشیعه او صحیح بخاري څخه په یو حدیث کې، د اسلام پېغمبر(ص) د طواف په وخت حجر الاسود لمساوه او ښکلاوه.[۱۱] همداراز د کلیني په راپور امام صادق(ع) سپارښتنه کړې چې د طواف په وخت حجر الاسود لمس او ښکل کړی شي.[۱۲]
په روایتونو کې، د استلام په وخت د دعا د لوستلو خبره شوې ده. د خلکو د رش په وخت هم له امام صادق(ع) څخه د یو روایت له مخې که انسان یې ښکل نه کړی شي لاس پرې راښکل هم کافي دي او که د لاس راښکلو امکان هم نه وي حجر الاسود ته دې اشاره وشي او په دې وخت ماثوره دعا ولوستل شي.[۱۳] د دغه روایتونو له مخې شیعه او سني فقیهان استلام مستحب ګڼي.[۱۴] د مثال په توګه محقق حلي د طواف په مستحباتو کې د استلام حجر خبره کړې ده.[۱۵]
سلفیان سره له دې چې د سپېڅلو شیانو لمس کول او ښکلول شرک ګڼي،[۱۶] د رکن استلام او د حجر الاسود ښکلول مني.[۱۷] استلام حجر له هغو مواردو دی چې د سپېڅلې شیانو د ښکلولو او ورسره تبرک کولو د جایزوالي د اثبات لپاره پرې استناد شوی دی.[۱۸]
د فقیهانو په فتوا، که د طواف کوونکو ګڼه دومره زیاته وي چې د حجر استلام د ښځو او سړو د بدنونو د تماس سبب کیږي نو د حجر استلام جایز نه دی.[۱۹]
د استلام حجر فلسفه
له خدای سره د مخلوقاتو د تړون نوې کول
په کافي کتاب کې په یو روایت کې د استلام حجر د فلسفې خبره شوې ده. د کلیني په راپور امام صادق(ع) د حجر الاسود د لمس کولو د علت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې فرمایلي دي:« د حجر الاسود استلام له دې امله دی چې کله خدای له بندګانو ژمنه واخیسته، حجر الاسود یې له جنته راوړ او ورته یې امر وکړ چې د خدای د بندګانو تړون او ژمنه په ځان کې وساتي. پر دې اساس هر څوک چې په دغه میثاق پابند پاتې شي، حجر الاسود ورپاره ګواهي ورکوي چې ژمنه او تړون یې نه دی مات کړی او پرې وفاداره پاتې دی.[۲۰]
په قیامت کې ګواهي
امام علي(ع) په دې اړه فرمایي:« خدای تعالی دغه کاڼی د قیامت په ورځ ژوند کوي په داسې حال کې چې یوه ژبه او دوه شونډې به لري او ګواهي به ورکوي د هغه چا لپاره چې په خپل تړون پابند وو. دغه کاڼي د خدای ښی لاس په شان دی چې په وسیله یې، خلق له هغه سره بیعت وکړي.[۲۱]
فوټ نوټ
- ↑ ابن منظور، لسان العرب٬ ۱۴۰۵ق٬ ج٬۱۲ ص۲۹۸؛ دهخدا، لغتنامه دهخدا، ذیل واژه «استلام».
- ↑ مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۴۸۲.
- ↑ حاجمنوچهری، «حجرالاسود»، ۱۳۹۱ش، ص۱۹۰.
- ↑ حاجمنوچهری، «حجرالاسود»، ۱۳۹۱ش، ص۱۸۸.
- ↑ پروازی ایزدی، «حجرالاسود»، ۱۳۸۷ش، ص۶۸۵.
- ↑ حاجمنوچهری، «حجرالاسود»، ۱۳۹۱ش، ص۱۸۸.
- ↑ پروازی ایزدی، «حجرالاسود»، ۱۳۸۷ش، ص۶۸۵.
- ↑ در سوره آل عمران٬ آیه ۹۷؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۲۳.
- ↑ پروازی ایزدی، «حجرالاسود»، ۱۳۸۷ش، ص۶۸۵و۶۸۶.
- ↑ حاجمنوچهری، «حجرالاسود»، ۱۳۹۱ش، ص۱۹۰.
- ↑ وګورئ: حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۳، ص۳۱۶؛ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۱۰ق، ص۱۳۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۴۰۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۴۰۳.
- ↑ حاجمنوچهری، «حجرالاسود»، ۱۳۹۱ش، ص۱۸۹و۱۹۰.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۴۳و۲۴۴.
- ↑ ابنقیم جوزی، إغاثة اللهفان من مصاید الشیطان، مکتبه العارف، ج۱، ص۱۹۴.
- ↑ ابن تیمیه، الرد علی الأخنائی قاضی المالکیة، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۲۴.
- ↑ عینی، عمدة القاری، داراحیاء التراث، ج۹، ص۲۴۱ به نقل از محب الدین طبری.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: خویی، صراط النجاة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۱۶۸؛ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۸۴.
- ↑ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۴ق٬ ج ۱۳، ص ۳۲۰ و ۳۲۱.
سرچينې
- ابن تیمیه، الرد علی الأخنائی قاضی المالکیة، محقق الدانی بن منیر آل زهوی، بیروت، المکتبة العصریة، ۱۴۲۳ق.
- ابنقیم جوزی، إغاثة اللهفان من مصاید الشیطان، محقق محمد حامد الفقی، ریاض، مکتبه العارف، بیتا.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، قاهره، لجنة احیاء کتب السنه، ۱۴۱۰ق.
- پروازی ایزدی، نرگس، «حجرالاسود»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۲، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
- حاجمنوچهری، فرامرز، «حجرالاسود»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۲۰، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۹۱ش.
- حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، موسسه آل البیت، ۱۴۰۹ق.
- خویی، سیدابوالقاسم، صراطالنجاة، قم، مکتب نشر المنتخب، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، تهران، انتشارت دانشگاه تهران، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
- عینی، محمود بن احمد، عمدة القاری شرح البخاری، بیروت، دار احیا التراث، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: غفاری، علی اکبر، آخوندی، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- گلپایگانی، سید محمد رضا، مجمع المسائل، قم، دار القرآنالکریم، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۹۰ش.
- محقق حلی، نجم الدین محمد بن حسن، شرایع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۴ق.