د لمانځه قرائت
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د لمانځه قرائت د لمانځه غیر رکني واجب دی چې پر اساس یې، لمونځ کوونکی باید حمد سوره او یوه پوره سوره په لومړي او دوهم رکعت کې او حمد سوره یا تسبیحات په دریم او څلورم رکعت کې تلاوت وکړي. د کلماتو عربي او صحیح لوستل او د سورو تر مینځ ترتیب او موالات، د قرائت له واجباتو او د امین ویل او له حمد وروسته د عزائم سورو تلاوت حرام دی. همداراز د قرآئت غړند او په حوصله ویل او معنو ته یې پام، په لومړي رکعت کې د قدر سورې لوستل او په دوهم رکعت کې د توحید سورې لوستل، د قرائت له مستحباتو او د یوې سورې تکرار (بې د توحید له سورې) په دواړو رکعتونو کې مکروه دي.
مقام او مفهوم
قرائت چې د لمانځه له واجباتو دی،[۱] په لومړي او دوهم رکعت کې د حمد سورې او یوې پوره سورې د لوستلو او په دریم او څلورم رکعت کې د حمد سورې او یا تسبیحاتو د لوستلو په معنا دی.[۲] قرائت د لمانځه له غیر رکني واجباتو څخه دی؛[۳] په دې معنا چې د هغه پرېښودل او یا یې کم او زیاتول یوازې هغه وخت لمونځ باطلوي و چې عمدي وي.[۴] البته یو ضعیف قول داسې هم شته چې قرائت د لمانځه رکن دی.[۵]
د ۱۳ ق پېړۍ د فقیه صاحب جواهر په وینا، له حمده وروسته د یوې سورې د لوستلو د واجبوالي په اړه د نظر اختلاف دی؛[۶] او مشهور نظر یې وجوب دی؛[۷] مګر دا چې که یو ضرورت پېښ شي لکه وخت تنګ وي یا لمونځ مستحب وي.[۸] ځینو فقیهانو لکه فیض کاشاني ( وفات ۱۰۹۱ق)،[۹] محقق سبزواري (وفات ۱۰۹۰ق)[۱۰] او شبیري زنجاني (زوکړه ۱۳۰۶ل)[۱۱] د سوري لوستل مستحب ګڼلې دي.
د قرائت واجبات
لاندیني موارد د لمانځه د قرائت له واجباتو ګڼل شوې دي:[۱۲]
- د قرائت په عربۍ لوستل او د هغې د کلماتو صیح ادا کول منجمله هغه حرفونه چې شد لري؛
- د حمد او سورې تر مینځ او د هرې سورې د ایتونو تر مینځ د ترتیب او موالاتو خیال ساتل؛
- د سهار لمانځه او د ماښام او ماسخوتن لمانځه په دوو لومړیو رکعتونو کې په قرائت کې د سړو لپاره د غږ ظاهرول او جهر ویل؛
- د سړو لپاره د ماسپښین او مازیګر لمونځونو په قرائت او د ماښام او ماسخوتن لمونځ په دریم او څلورم رکعت کې اخفات او د غږ مخفي کول (غلې ویل).
د قرائت محرمات
لاندیني موارد د لمانځه په قرائت کې له حرامو کارونو ګڼل کیږي:[۱۳]
- د حمد له لوستلو وروسته د آمین ویل؛
- د یوې اوږدې سورې لوستل چې د لمانځه د وخت د تېرېدو سبب شي.؛
- په واجبو لمونځونو کې د واجبې سجدې د لرونکو سورو لوستل چې دا دي: نجم، فصلت، سجده او علق؛
- له حمد وروسته له یوې سورې د زیاتو سورو لوستل؛ مګر ضحی او انشراح سوره او فیل او قریش سوره چې یوه سوره ګڼل کیږي او له حمد وروسته دواړه سورې پرله پسې لوستل کیدی شي.[۱۴] ځینو تر یوې سورې د زیاتو لوستل مکروه ګڼلې دی.[۱۵]
د قرائت مستحبات
لاندیني موارد د لمانځه په قرائت کې له مستحبو کارونو ګڼل شوې دي:[۱۶]
- د سورو او تسبیحاتو غړند او په حوصله ویل او معنو ته یې پام کول؛
- د حمد سورې له لوستلو مخکې په لومړي رکعت کې په ټیټ غږ د «اعُوذُ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیطٰانِ الرَّجِیْم» ویل؛
- په حمد او د ماسپښین او مازیګر د لمونځونو په سورو کې د سړو لپاره د «بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ» په لوړ غږ ویل؛
- د حمد سورې له ختمېدو وروسته د «الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ العٰالَمِین» ویل؛
- په دریم او څلورم رکعت کې د تسبیحات اربعه له ختمېدو وروسته د «استَغفِرُ اللّٰهَ رَبِّی وَ اتُوبُ الَیْه» ویل؛
- په ټولو لمونځونو کې لومړي رکعت کې د قدر سورې او په دوهم رکعت کې د توحید سورې لوستل؛
د قرائت مکروهات
لاندیني موارد د لمانځه په قرائت کې له مکروهاتو ګڼل شوې دي:[۱۷]
- د یو شواروز په ټولو لمونځونو کې د توحید سورې پرېښودل
- په یوه سا د توحید سورې لوستل
- په دوو رکعتونو کې د یوې سورې لوستل، مګر توحید سوره چې لوستل یې مکروه نه دي؛
- د یوې سورې نیمګړي پرېښودل او د بلې سورې پېلول؛ مخکې له دې چې د لومړۍ سورې نیمایي ولوستل شي؛[۱۸] مګر په توحید او کافرون سورو کې چې د هغوي له پېلولو وروسته باید بلې سورې ته لاړ نه شي.[۱۹]
فوټ نوټ
- ↑ شفتی، تحفة الأبرار، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۸۰.
- ↑ ذهنی تهرانی، عناوین الاحکام، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۱۲۵-۱۲۳؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۳.
- ↑ فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۴، ص۱۲۶.
- ↑ منتظری، معارف و احکام نوجوانان، ۱۴۲۳ق، ص۲۳۰.
- ↑ اصفهانی، رساله صلاتیه، ۱۴۲۵ق، ص۲۱۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۹، ص۳۱۰.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۵۹۴.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۵۹۴؛ توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۷.
- ↑ فیض کاشانی، مفاتیح الشرائع، کتابخانه آیة الله مرعشی، ج۱، ص۱۳۱.
- ↑ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، انتشارات مهدوی، ج۱، ص۹۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۴
- ↑ اصفهانی، رساله صلاتیه، ۱۴۲۵ق، ص۲۱۴-۲۱۶؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۳-۵۴۹.
- ↑ اصفهانی، رساله صلاتیه، ۱۴۲۵ق، ص۲۱۸-۲۱۹؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۴-۵۴۵.
- ↑ اصفهانی، رساله صلاتیه، ۱۴۲۵ق، ص۲۱۸.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق؛ ج۱، ص۶۴۷.
- ↑ منتظری، معارف و احکام نوجوانان، ۱۴۲۳ق، ص۲۳۲؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۵۹-۵۶۰.
- ↑ شیخ بهایی، جامع عباسی، ۱۴۲۹ق، ص۱۴۰؛ بنیهاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۵۹-۵۶۰.
- ↑ شیخ بهایی، جامع عباسی، ۱۴۲۹ق، ص۱۴۰.
- ↑ توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۸.
سرچينې
- اصفهانی، محمدتقی، رساله صلاتیه، شرح محمدباقر نجفی اصفهانی، تحقیق و تصحیح مهدی باقری سیانی، قم، انتشارات ذوی القربی، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
- بنیهاشمی خمینی، سید محمدحسین، توضیح المسائل (محشّی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
- جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه، قم، مؤسّسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- ذهنی تهرانی، سید محمدجواد، عناوین الاحکام: ترجمه و شرح اللعمة الدمشقیة، قم، کتابفروشی وجدانی، چاپ اول، ۱۳۷۳ش.
- شفتی، سید محمدباقر، تحفة الأبرار الملتقط من آثار الأئمة الأطهار، تحقیق و تصحیح سید مهدی رجائی، اصفهان، انتشارات کتابخانه مسجد سید، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، شرح سید محمد کلانتر، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- شیخ بهایی، نظام بن حسین، جامع عباسی و تکمیل آن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- فیض کاشانی، محمدمحسن، مفاتیح الشرائع، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، چاپ اول، بیتا.
- محقق سبزواری، محمدباقر، کفایة الأحکام، اصفهان، انتشارات مهدوی، چاپ اول، بیتا.
- منتظری، حسینعلی، معارف و احکام نوجوانان، قم، نشر سرایی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تحقیق و تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.