د مسلمانانو په خلاف د اسرائیلو د جنګونو لړلیک

د wikishia لخوا

د مسلمانانو په خلاف د اسرائیلو د جنګونو لړلیک د فلسطین د نیواک او اسراییلو د موجودیت د اعلان له وخته له ۱۹۴۸م/ ۱۳۲۷ل کاله تر ۲۰۲۳ م/۱۴۰۳ ل کاله پورې له اسلامي هیوادونو سره د اسراییلو جنګونو ته اشاره لري. د اسراییلو صهیونسټ رژیم په ځلونو له فلسطینیانو او له مسلمانو ګاونډیو هیوادونو لکه مصر، سوریې او لبنان سره جنګ کړی چې د ډېرو مسلمانانو د وژلې او کډوالېدو سبب شوی دی.

له عربو سره د اسراییلو جنګونه

اسراییلو د فلسطین له ګاونډي مسلمانو هیوادونو سره څلور ځله جنګ کړی دی چې دا دي:

شمېر د جنګ نوم د جنګ لوري د واقع کېدو وخت (پېل) د واقع کېدو وخت (پای) د وژلو شمېر پایلې
۱ لومړی جنګ (د ۱۹۴۸ م جنګ او د نکبت جنګ[۱] اسراییل له پینځو هیوادونو مصر، لبنان، سوریې، اردن او عراق سره[۲] د ۱۹۴۸م کال د مۍ ۱۵/ د ۱۳۲۷ ل کال د غویي ۲۵ [۳] د ۱۹۴۹ م کال د فرورۍ ۲۴[۴] ۱۵ زره تنه [۵] په دې جنګ کې د فلسطیني ځمکو شپږ زره کلومیټره[۶] د اسراییلو په نیواک کې راغله او د فلسطیني کډوالو شمېر له ۵۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو کسانو[۷]
۲ دوهم جنګ (د سوئز کړکیچ)[۸] اسراییل او مصر [۹] د ۱۹۵۶م د اکتوبر ۲۹/ د ۱۳۳۵ ل کال[۱۰] ... ... په دې جنګ کې د غزې تړانګه، سینا دښته او سویز کانال ونیول شو.[۱۱]
۳ دریم جنګ ( شپږ ورځنی جنګ یا د جون جنګ) [۱۲] اسراییل او څلور عربي هیوادونه مصر، سوریه اردن او عراق [۱۳] د ۱۹۶۷م د جون ۵/ د ۱۳۳۵ ل [۱۴] د جون ۱۰ ۱۹۶۷م [۱۵] لس زره مصریان ۶۰۹۶ اردنیان، ۱۰۰۰ سوریاوال[۱۶] په دې جنګ کې ختیځ بیت المقدس، غزې تړانګه، سینا دښتنه، د اردن سیند لویدیځه غاړه، قُنَیْطَره ښار او په سوریه کې د جولان لوړې، اسراییلو ونیولې.[۱۷] په دې جنګ کې د یو میلیون او څلور لکو نفوسو څخه څلور لکه دېرش زره کډوال شول.[۱۸] په دې کې د اسراییلو لخوا د مینځني ختیځ د لویدیځ ټولې استراتژیکې سیمې ونیول شوې. د جولان لوړې، قینطره، د اردن سیند لویدیځه غاړه، بیت المقدس، سینا دښته، په عقبه خلیج او سویز کانال او غزې تړانګې واکمني، د شپږ ورځني جنګ پایله وه.
۴ څلورم جنګ (د اکتوبر جنګ، د رمضان جنګ [۱۹] او د یوم کیپور جنګ[۲۰]) اسراییل له سوریې او مصر سره [۲۱] د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر ۶ [۲۲] د ۱۹۷۳ کال د ا کتوبر ۲۶ [۲۳] ۵۰۰۰ مصري او ۳۰۰۰ سوریاوال.[۲۴] د دغه جنګ پایله، د اسراییلو له نیواکه د قُنَیْطَره ښار، د جولان د لوړو او د سینا دښتې د ځینو سیمو ازادول وو.[۲۵]


په غزې تړانګې د اسراییلو حملې

د فلسطین د نیواک له وخته اسراییلو څو ځله په غزې تړانګې برید کړی دی چې ځینې یې دا دي:

شمېر د عملیاتو نوم د کیدو وخت (پېل) د کیدو وخت (پای) د غزې د خلکو وژلې توضیحات
۱ سره شوې ګیلټ /مغرکة فرقان د ۲۰۰۸ کال د دسمبر ۲۷ د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ ۱۷ ۱۴۱۹ تنه اسراییلیانو په دغه دوه ویشت ورځني جنګ کې، اول له هوا څخه غزه بمباري کړه او بیا یې ځمکنۍ حمله وکړه او له پوځ سره غزې تړانګې سیمې ته ننوت دغه جنګ د اسراییلو په یو اړخیز اوربند سره پای ته ورسید.[۲۶]
۲ د انګازې راستنېدل د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۹ د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۱۴ ۲۳ کسان دغه جنګ د اوربند په اعلان سره پای ته ورسید.[۲۷]
۳ حجارة السجیل د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۱۲ د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۲۱ ۱۰۵ [۲۸] دغه جنګ د دواړو لورو له خوا د اوربند په اعلان سره پای ته ورسید.[۲۹]
۴ سخته پرښه/ یو پنځوس ورځنی جنګ د ۲۰۱۴ کال د جولایي ۸ د ۲۰۱۴ کال د اګست ۲۶ ۲۱۰۰ تنه د حماس له خوا د دریو اسراییلي ځواکونو له تښتول کېدو وروسته، اسراییلو په غزې هر اړخیزه حمله پېل کړه.[۳۰]
۵ .. مارچ ۲۰۱۸م ۱۷۰ د غزې کسانو له اسراییلو سره په پوله ایزه سیمه کې مظاهرې وکړې چې د اسراییلي عسکرو په نیغ په نیغه حملې سره مخ شوې.[۳۱]
۶ ۲۰۲۱م د مۍ ۱۱[۳۲] ۲۰۲۱م د مۍ ۲۲[۳۳] ۲۴۸[۳۴] د اسراییلیانو له خوا له مسجد الاقصی څخه د مسلمانانو له ویستلو سره په مقابله کې د حماس له خوا په توغندي برید پسې اسراییلي پوځ په غزې په هوایي برید سره، حماس وځپه. دغه جنګ ۱۱ ورځې روان و.[۳۵]
۷ د ۲۰۲۲م د اګست ۵ [۳۶] د ۲۰۲۲ م کال د اګست ۷[۳۷] ۴۴[۳۸] د اسراییلو له خوا د حماس د یو کوماندان له وژل کېدو وروسته، د اسراییلو او حماس تر مینځ درې ورځنی جنګ پېل شو.[۳۹]
۸ اوسپنیزې تورې د ۲۰۲۳م د اکتوبر ۷/ ۱۴۰۲ل کال د تلې ۱۵[۴۰] ... تر ۴۱ زرو زیات د ۱۴۰۳ ل کال د تلې تر ۷ [۴۱] دا عملیات د توپان الاقصی په نوم عملیاتو نه وروسته وو.[۴۲]


په لبنان د اسراییلو حملې

اسراییلو په ځلونو په لبنان چې له فلسطین سره یوه پوله لري او د فلسطیني کډوالو د کیمپونو ځای دی، حمله کړې ده. د مثال په توګه ویل شوي چې اسراییلو له ۱۹۷۸ م کال څخه تر ۱۹۹۶ م کاله پورې پینځه ځله په لبنان حمله کړې ده.[۴۳] ځینې حملې یې په دې ډول دي:

شمېر د عملیاتو نوم د کیدو وخت (پېل) د کیدو وخت (پای) د وژلو شمېر توضیحات
۱ لیتاني عملیات ۱۹۷۸م د مارچ ۱۵ ۱۱۶۸ لبناني او فلسطیني[۴۴] په لبنان د اسراییلو لومړی حمله چې پکې د لبنان د جنوب ځینې سیمې اسراییلو ونیولې او ۲۲۰ زره لبنانیان او ۶۵ زره فلسطینیان بې کوره شول.[۴۵]
۲ سلامت جلیل عملیات ۱۹۸۲م د جون ۶ ۱۹ زره [۴۶] اسرائیلو د ستمبر په پینځلسمه د بیروت لویدیځه برخه ونیوله او په لبنان کې یې د فلسطین د ازادي غواړي غورځنګ (پي ایل او) وسله والو شتون پای ته ورساوه. ۱۵ زره کسان هم کډوال شول.[۴۷] د صبرا او شتیلا وژله (د ستمبر په ۱۶) په دې جنګ کې وشوه[۴۸] چې پکې په دغه کیمپ کې میشته تر ۳۰۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شو.[۴۹]
۳ د حساب برابرولو عملیات ۱۹۹۳م د جولایی ۲۵ د جولایی ۳۱ ۱۳۲ کسان په اوه ورځني جنګ کې تر ۱۰ زرو زیات کورونه په ۱۲۰ کلیو کې ویجاړ شول او درې لکه تنه کډوال شول.[۵۰]
۴ د غصې وږي عملیات ۱۹۹۶م د اپریل ۱۱ د اپریل ۲۶ ۱۷۵[۵۱] یا ۲۰۰ تنه[۵۲] د قانا وژله په دغه جنګ کې شپاړس ورځې وشوه چې پکې تر ۱۰۶ زیاتې ښځې او ماشومان ووژل شو.[۵۳]
۵ ۳۳ ورځنی جنګ د ۲۰۰۶ م کال د جولایي ۱۲/ د ۱۳۸۵ ل کال د چنګاښ ۲۱ د زمري ۲۳ ۱۰۰۰ [۵۴] تر ۱۲۰۰ تنه [۵۵] د اسراییلو او د لبنان د حزب الله جنګ چې پکې تر یو میلیون زیات کسان بې کوره شول.[۵۶]
۶ په لبنان د اسراییلو حملې(۲۰۲۴) د ۲۰۲۴م کال د ستمبر ۲۴/ د ۱۴۰۳ ل کال د تلې ۲ روان دی د ۱۴۰۳ کال د تلې تر ۷ تر ۱۵۰۰ زیات کسان [۵۷] په دغو حملو کې د لبنان د حزب الله عمومي منشی سید حسن نصرالله شهید شو.[۵۸]


اړونده څېړنې

نندارتون

فوټ نوټ

  1. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  2. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۹؛ کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۱۸۷.
  3. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۹.
  4. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۰۱.
  5. «تظاهرات مردم فلسطین به مناسبت روز نکبت»، خبرگزاری آناتولی.
  6. زیدآبادی، دین و دولت در اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۸.
  7. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۰۱؛ صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۰۲.
  8. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  9. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  10. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۰۷.
  11. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۰۸.
  12. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  13. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۱۲.
  14. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۰۹.
  15. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  16. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۲۲.
  17. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۱۲؛ Sicherman and others «Israel», Encyclopaedia Britannica.
  18. چامسکی، مثلث سرنوشت‌ساز، ۱۳۶۹ش، ص۱۲۵.
  19. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۱۴.
  20. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  21. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica؛ صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱م، ص۲۱۶.
  22. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica؛ صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۱۶.
  23. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  24. تارخ، «جنگ سال ۱۹۷۳م یوم کیپور»، سایت جنگاوران.
  25. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱م، ص۲۲۰.
  26. «هشتمین سالگرد عملیات «سُرب گداخته» علیه غزه؛ 83% قربانی‌ها «غیرنظامی» بودند»، خبرگزاری فارس.
  27. «اسرائیل و فلسطینیان در غزه آتش بس برقرار کردند»، خبرگزاری بی‌بی‌سی.
  28. «The total numbers of victims of the Israeli offensive on the Gaza Strip» pchrgaza.
  29. «چگونگی آغاز، اهداف و دستاوردهای مقاومت در 3 جنگ علیه غزه» خبرگزاری فارس.
  30. عریضی میبدی، جنگ ۲۰۱۴ و بازدارندگی اسرائیل، ص۵۳؛ «مروری بر نزدیک به دو دهه مناقشات اسرائیل و حماس از زمان عقب‌نشینی اسرائیل از غزه»، رادیو فردا.
  31. «مروری بر نزدیک به دو دهه مناقشات اسرائیل و حماس از زمان عقب‌نشینی اسرائیل از غزه»، رادیو فردا.
  32. «Gaza attacks: Fear, finality, and farewells as bombs rained down»، aljazeera.
  33. «Gaza attacks: Fear, finality, and farewells as bombs rained down»، aljazeera.
  34. «Gaza attacks: Fear, finality, and farewells as bombs rained down»، aljazeera.
  35. «مروری بر نزدیک به دو دهه مناقشات اسرائیل و حماس از زمان عقب‌نشینی اسرائیل از غزه»، رادیو فردا.
  36. «Israel-Gaza: Palestinian girl dies from wounds sustained in bombing»، middleeasteye.
  37. «Israel-Gaza: Palestinian girl dies from wounds sustained in bombing»، middleeasteye.
  38. «Israel-Gaza: Palestinian girl dies from wounds sustained in bombing»، middleeasteye.
  39. «مروری بر نزدیک به دو دهه مناقشات اسرائیل و حماس از زمان عقب‌نشینی اسرائیل از غزه»، رادیو فردا.
  40. «إسرائيل دمرت أكثر من 305 آلاف منزل في غزة»، خبرگزاری الجزیره.
  41. آمار جدید از ۳۵۸ روز جنگ غزه / بیش از ۴۱ هزار شهید و ۹۶ هزار زخمی
  42. «مروری بر نزدیک به دو دهه مناقشات اسرائیل و حماس از زمان عقب‌نشینی اسرائیل از غزه»، رادیو فردا.
  43. «از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  44. از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  45. «از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  46. از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  47. از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  48. «Timeline: At war for decades, Lebanon and Israel edge towards a rare deal», Middle East Monitor.
  49. «چهل سال از کشتار صبرا و شتیلا گذشت»، خبرگزاری آناتولی؛ «سالروز قتل عام صبرا و شتیلا؛ مروری بر جنایات رژیم صهیونسیتی علیه فلسطینیان»، خبرگزاری میزان.
  50. «از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  51. «مجزرة قانا»، خبرگزاری الجزیرة.
  52. «Timeline: At war for decades, Lebanon and Israel edge towards a rare deal», Middle East Monitor.
  53. «مجزرة قانا»، خبرگزاری الجزیرة.
  54. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  55. «Timeline: At war for decades, Lebanon and Israel edge towards a rare deal», Middle East Monitor.
  56. «Arab-Israeli wars», Encyclopaedia Britannica.
  57. آمار جنگ لبنان و اسرائیل به‌صورت لحظه‌ای | تا این لحظه 1540 نفر کشته شدند»
  58. «شهادة الأمين العام لحزب الله سماحة السيد حسن نصرالله»، سایت المنار.

سرچينې

بهرنۍ لینک