د اسرائیل د وژلو لړلیک

د wikishia لخوا

د اسرائیل د وژلو لړلیک د فلسطین د نیواک په دوران کې په فلسطین او خواوشا سیمو کې یې د اسراییلو ګڼو وژلو او قتل عامونو ته اشاره لري. مهر خبري اژانس د مطالعات الاسری د مرکز په حواله د فلسطین او نورو سیمود خلکو په خلاف د صهیونسټ رژیم د جنایتونو ۶۲ موردونه او مشرق خبري اژانس ۱۲۵ موردونه یاد کړې دي.[۱] د فلسطین د اطلاع رسولو د مرکز د راپور له مخې له ۱۹۴۸ م څخه تر ۲۰۲۴ م / ۱۴۰۳ ل کاله پورې تر یو لکو زیات فلسطینیان د صهیونسټ رژیم لخوا وژل شوې دي.[۲] د ایرلینډ انګریزي ژبې ورځپاڼې اینډیپنډنټ د « د نړۍ تر ټولو وژونکې قاتلان» په نوم یو راپور کې د اسراییلو د اطلاعاتو سازمان (موساد) «د اسراییلو د بې رحمه وژلې مشین بللی دی.[۳]

ویل شوي چې په فارسي سیاسي ادبیاتو کې صهیونسټ رژیم په ماشوم وژونکي رژیم مشهور شوی دی.[۴] د نړیوالو ادارو د رسمي شمېرنو له مخې له ۲۰۰۸ م کاله را په دېخوا، په فلسطین د اسراییلو رژیم په حملو کې کابو ۳۳ زره ماشومان وژل شوې دي.[۵]

د فلسطین د خلکو په خلاف د اسراییلو جنایتونه او د ملکي کسانو او ماشومانو وژله نسل وژنه ګڼل شوې ده.[۶] په دغه نسل وژنو کې، د الجزیره خبري اژانس د راپور په اساس د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې په غزې تړانګې د اسراییلو حملې د یوې نسل وژنې ټولې ځانګړتیاوې لري. په دې حملو کې اسراییل په ټوله غزه برید وکړ؛ ملکي سیمې لکه روغتونونه، ښوونځي او استوګنې ودانۍ یې بمباري او ډېر ماشومان، ښځې او ملکي کسان یې ووژل.[۷]

تر ۱۹۴۸ کاله د اسراییلو د وژلو لړلیک

له ۱۹۴۸م/۱۳۲۷ل کال (د رسمي موجودیت د اعلان وخت) څخه مخکې د اسراییلو د صهیونیسټ رژیم ځینې وژلې:

تر ۱۹۴۸ م کاله د اسراییلو د وژلو لړلیک
شمېر نوم وخت ځای جزئیات
۱ د حیفا بازار وژله د 1983م کال د مارچ ۶ حیفا ښار په حیفا بازار کې یوه چاودنه وشوه چې ۱۸ تنه پکې مړه او ۳۸ ژوبل شول.
۲ د حیفا بازار وژله د 1938م کال د جون 6 حیفا ښار په حیفا بازار کې دوه صهیونیسټي کاربمونه وچاودېدل چې پکې ۲۱ تنه مړه او ۵۲ ژوبل شول.
۳ د العربي بازار وژله د ۱۹۳۸م کال د اګست ۲۶ قدس ښار په قدس بازار کې د یو کاربم چاودېدل چې له امله یې ۳۴ کسان مړه او ۳۵ ژوبل شول.
۴ د العربیه بازار وژله د 1938م کال د جولایي ۲۵ حیفا ښار په بازار کې د یو کار بم چاودنه چې د ۳۵ کسانو د وژلې او ۷۰ د ژوبلېدو سبب شوه.
۵ د حیفا بازار وژله ۱۹۳۸ م کال د جولایي ۲۶ د حیفا بازار په بازار کې د یو لاسي بم چاودنه او پکې د ۴۷ کسانو وژله
۶ د حیفا وژله د ۱۹۳۹م کال د مارچ ۲۷ حیفا ښار په یوه چاودنه کې چې په حیفا ښار کې وشوه ۲۷ تنه مړه او ۳۹ ژوبل شول.
۷ په حیفا بازار کې وژله د ۱۹۴۰ل کال د جون ۲۰ حیفا ښار په حیفا بازار کې یوه چاودنه وشوه چې پکې ۷۸ کسان مړه او ۲۴ ژوبل شول.
۸ د باب العمود وژله د ۱۹۴۷ل کال د دسمبر ۲۹ قدس ښار د ارګون یونټ لخوا د چاودیدونکو موادو د یو بېرل د چاودېدو له امله ۱۴ تنه مړه او په بله ورځ هم د دغه یونټ له خوا ۱۱ تنه ووژل شول.
۹ د شیرخ بریک وژله د ۱۹۴۷ل کال د دسمبر ۳۰ شیخ بریک کلی په دغه کلي د صیهونسټو پوځیانو برید چې پکې ۴۰ تنه ووژل شو.
۱۰ د بلد الشیخ وژله د ۱۹۴۷ م کال د دسمبر ۳۱ په دشت حیفا کې بلد الشیخ کلی په دغه کلي د بالماخ ځواکونو حمله چې په د ۶۰ تنو د وژلې او د لسګونو کورونو د ورانېدو او د کلي د خالي کېدو سبب شوه.
۱۱ د السرایا العربیه وژله د ۱۹۴۸ م کال د جنورۍ ۸ یافا ښار د صهیونسټو یونټونو یو کار بم السرایا العربیه ودانۍ کې وچاودیده او ۷۰ تنه یې پکې ووژل او په لسګونو یې ژوبل کړل.
۱۲ د لویدیځې عماره وژله د ۱۹۴۸ل کال د جنورۍ ۸ حیفا ښار د حیفا په صلاح الدین واټ کې یو ساعتي بم وچاودېد چې له امله یې ۳۱ تنه مړه او ۶۰ ژوبل شول.
۱۳ د شارع عباس وژله د ۱۹۴۸م کال د جنورۍ ۲۸ حیفا ښار په عباس واټ د صهیونسټي ځواکونو برید او د چاودیدونکو موادو د یو بیرل چاودېدل چې پکې۲۰ تنه مړه او ۵۰ ژوبل شول.
۱۴ د سعسع کلي وژله د ۱۹۴۸م کال د فرورۍ ۱۴ حیفا ته نزدې سعسع کلی بالماخ یونټ په دې کلي برید وکړ او شپیته تنه یې مړه او په لسګونو کورونه یې وران کړل.
۱۵ د الحسینیه کلي وژله ۱۹۴۹م الحسینیه کلی د سهل الحوله په جنوب کې په دغه کلي د بالماخ یونټ په لومړۍ حمله کې ۱۵ تنه مړه او په دوهمه حمله کې د مارچ په ۱۶ او ۱۷ هم تر دېرشو زیات کسان ووژل شو.
۱۶ یافا ته د حیفا د ریل ګاډي وژله د ۱۹۴۸م کال مارچ ۳۱ ریل ګاډي چې له یافا حیفا ته روان و د هاګانا یوې ډلې په ریل ګاډي حمله وکړه او ۴۰ تنه یې ووژل.
۱۷ د حیفا ریل ګاډي وژله د ۱۹۴۸م کال مارچ ۳۱ حیفا نه قاهرې ته په تلونکي ریل ګاډي کې بم چاودنه چې د ۴۰ تنو د وژلې او د ۶۹ تنو د ژوبلېدو سبب شوه.
۱۸ د دیر یاسین وژله د ۱۹۴۸م کال د اپریل په ۹ دیر یاسین کلی ( د قدس ښار په لویدیځ کې) د ارګون او شتیرن یونټونو په دغه کلي حمله وکړه او د کلي خلک یې قتل عام او کل یې وران کړ او وې نیوه. په دې حمله کې له ۲۵۰ تر ۳۶۰ کسان ووژل شول.
۱۹ د قالونیا کلي وژله د ۱۹۴۸م کال د اپریل ۱۲ یافا ته د قدس په لاره کې د قالونیا کلی بالماخ یونټونو په دوو دوه ورځنیو حملو کې، دغه کلی وران او زیات شمېر یې ووژل.
۲۰ د حیفا ښار وژله د ۱۹۴۸م کال د اپریل ۲۲ حیفا ښار صهیونسټانو نیمه شپه د خلکو په کورونو په برید سره، ۱۵۰ تنه مړه او ۴۰ ژوبل کړل.
۲۱ د عین الزیتون کلی وژله د ۱۹۴۸ کال د مئ ۴ عین الزیتون کلی صهیونسټانو په دولسو توپونو سره کلی وران کړ او ۷۰ اوسیدونکي یې ووژل.
۲۲ د صفد ښار وژله د ۱۹۴۸م کال د مئ ۱۳ صفد ښار په دې ښار د هاګانو ډلې په حملې سره د کلي ۷۰ کسان ووژل شو.
۲۳ د بیت دراس وژله د ۱۹۴۸م کال د مئ ۲۱ د غزې په شمال ختیځ کې بیت دراس کلی په دې کلي د صهیونسټو ډلو په حمله کې ۲۶۰ کسان ووژل شو.
۲۴ طنطوره وژله د ۱۹۴۸م کال د مئ ۲۲ او ۲۳ طنطوره کلی په طنطوره کلی حمله چې د ۲۵۰ کسانو د وژل کېدو سبب شوه.
۲۵ د شهر اللد وژله د ۱۹۴۸م کال د جولایي ۱۱ لد ښار اسراییلي کمانډیوانو د موشه دایان په کوماندان په دې ښار حمله وکړه او د دغه ښار خلک یې قتل عام کړل. په دې عامه وژله کې ۴۲۶ کسان ووژل شو.
۲۶ دوایمه وژله د ۱۹۴۸ل کال د اکتوبر ۲۹ د الخلیل ښار د لوړو په لویدیځ کې دوایمه ښار د اسراییلو پوځ په دغه کلي په برید کې ۲۰۰ کسان ووژل .[۸]

له ۱۹۴۸م کال وروسته د اسراییلو د وژلو لړلیک

له ۱۹۴۸ م کال ( د اسراییلو د موجودیت د رسمي اعلان له وخته) د ځینو وژلو لړلیک تر ۲۰۲۴م/۱۴۰۳ ل کاله پورې:

له ۱۹۴۸ م کاله وروسته د اسراییلو د وژلو لړلیک
شمېر نوم وخت ځای جزئیات
۱ د قلقیلیه وژله د ۱۹۵۳ م کال د اکتوبر ۱۰ په لویدیځه غاړه کې د قلقیلیه ښار د اسراییلو د هوايي ځواکونو په برید کې د دغه کلي ۷۰ کسان ووژل شو.
۲ قبیه وژله د ۱۹۵۳ ل کال د اکتوبر ۱۵ او ۱۶ قبیه کلی په دې کلي د اریل شارون په کومانده د اسراییلي ځواکونو په برید کې کلي ۶۹ کسان مړه او په لسګونو کورونه وران شول.
۳ د غزې وژله د ۱۹۵۵ کال د فرورۍ ۲۸ غزه تړانګه په غزې تړانګې د اسراییلي پوځیانو په برید کې ۳۹ کسان مړه او ۳۳ ژوبل شول
۴ د کفر قاسم وژله د ۱۹۵۶م کال د اکتوبر ۲۹ کفرقاسم کلی د کلي په خلکو د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ۴۹ کسان ووژل شول.
۵ د خان یونس وژله د ۱۹۵۶ م کال د نومبر ۳ د خان یونس ښار او کیمپ د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ۲۷۵ کسان ووژل شو.
۶ د ابوزعبل د ورکشاپ وژله د ۱۹۷۰ کال د فرورۍ ۱۲ په ورکشاپ د اسراییلي جنګي الوتکو په برید کې ۷۰ کاریګر مړه او ۶۹ ژوبل شو.
۷ د صیدا وژله د ۱۹۸۲ ل کال د جولایی ۱۶ د لبنان په جنوب کې صیدا ښار په دې ښار د صهیونسټانو په حمله کې ۸۰ تنه ووژل شو.
۸ د صبرا او شتیلا وژله د ۱۹۸۲ م کال د ستمبر له ۱۶تر ۱۸ په لبنان کې د صبرا او شتیلا کیمپونه اسراییلي پوځیانو له لبنان سره د ۱۹۸۲ کال په جنګ کې، د لبناني فالانژ ځواکونو په مرسته په دې کیمپونو حمله وکړه. د دغه حملې د وژلو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات ویل شوی؛ خو ځینو سرچینو تر ۵ زرو پورې اټکل کړې دي.
۹ د فلسطین لومړۍ انتفاضه د ۱۹۸۷ له دسمبر څخه د ۱۹۹۱ کله پورې په دې انتفاضې کې تر ۱۳۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شو.
۱۰ د ابراهیمي حرم وژله د ۱۹۹۴ د فرورۍ ۲۵ مسجد الاقصی (بیت المقدس) باروخ ګولډشټاین له صهیونسټي ښارګي میشتو سره مسجد الاقصی ته دننه شول او په لمونځ کوونکو په ډزو سره یې ۶۰ کسان ووژل.
۱۱ د قانا وژله د ۱۹۹۶م کال اپریل د لبنان په جنوب کې د قانا کلی د غوسې د وږو په نامه عملیاتو کې په لبنان د اسراییلو د حملو په وخت ، اسراییلي ځواکونو د قانا سیمې ۱۱۰ تنه ووژل. دغه وژلې ته لومړۍ نسل وژنه ویل شوې ده.
۱۲ د حی الدرج وژله د ۲۰۰۲ م کال د جولایي ۲۲ په غزې کې یرموک سپورټ ځای ته نزدې استوګنه سیمه د یوې اسراییلي الوتکې په حمله کې ۱۷۴ کسان مړه او ۱۴۰ ژوبل شول.
۱۳ د رفح وژله د ۲۰۰۴ م کال د مئ له ۱۸تر ۲۰ رفح په ټانک او هیلي کاپټرو سره د صهیونسټانو په برید کې۵۶ فلسطینیان ووژل او ۱۵۰ ژوبل شول.[۹]
۱۴ د المعمداني روغتون وژله د ۱۴۰۲ ل کال د تلې ۲۵/ د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر ۱۷ المعمداني روغتون د اسراییلي جنګي الوتکو له خوا د غزې د المعمداني یا اهلي العربي روغتون په بمباریو کې تر ۵۰۰ زیات ملکي کسان په دغه روغتون کې ووژل شو.[۱۰]
۱۵ د لبنان د حزب الله د پیجرانو چاودنه د ۱۴۰۳ ل کال د وږي ۲۷/ د ۲۰۲۴م کال د ستمبر ۱۸ لبنان او سوریه په دغه چاودنو کې ۱۲ تنه شهیدان او کابو ۲۸۰۰ ژوبل شول.[۱۱]

ترورونه

ویل شوي چې اسراییلي صهیونسټانو د خپل موجودیت په دوره کې، تر ۲۷۰۰ زیات کسان ترور کړې دي.[۱۲] د دغه رژیم ترورونه یوازې په فلسطین او د مقاومت د پوځي فعالانو او مشرانو پورې محدود نه وو؛ بلکې هغوي په درسته نړۍ کې ډېر سیاسي مشران او پوهان وژلي دي.[۱۳] ځینې کسان چې د اسراییلیانو له خوا ترور شي دا دي:

شمېر نوم د ترور وخت او ځای جزئیات
۱. سید عباس موسوي د ۱۹۹۲م کال د فرورۍ ۱۶/ د ۱۳۷۰ ل کال د سلواغې ۲۷ بیروت ته نزدې د لبنان د حزب الله دوهم عمومي منشي
۲ عماد مغنیه د ۲۰۰۸ کال د فرورۍ ۱۲ دمشق د لبنان د حزب الله تکړه کوماندان
۳ شیخ راغب حرب د ۱۹۸۴ م کال د فرورۍ ۱۶/ د ۱۳۶۲ ل کال د کب ۷ د لبنان د مقاومت په شیخ الشهدا مشهور د لبنان شیعه عالم[۱۴]
۴ شیخ احمد یاسین د ۲۰۰۴ م کال د مارچ ۲۲ د غزې تړانګه د حماس یو مشر
۵ سمیر قنطار د ۲۰۱۵ کال د دسمبر ۲۰ د فلسطین د ازادی غواړي سازمان شیعه مذهبه غړی چې کابو ۳۰ کاله د اسراییلو په زندان کې و.
۶ عبدالعزیز رنتیسي د ۲۰۰۴ م کال د اپریل ۱۷ د غزې تړانګه د حماس یو مشر
۷ فتحي شقاقي د ۱۹۹۵ م کال د اکتوبر ۲۶ مالټ جزیره د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ بنسټګر
۸ بهاء ابوالعطاء د ۲۰۱۹ م کال د نومبر ۱۲ غزه تړانګه د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ یو لوی کوماندان .
۹ محمد المبحوح د ۲۰۱۰ م کال د جنورۍ ۱۹ دوبۍ د حماس یو تکړه کوماندان
۱۰ خلیل الوزیر (ابوجهاد) د ۱۹۸۸ م کال د اپریل ۱۶ تیونس ښار په فلسطین کې د فتح غورځنګ یو بنسټګر او د یاسر عرفات مرستیال
۱۱ نزار عبدالقادر ریان د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ ۱ / غزه تړانګه د حماس یو لوړ پوړی مشر
۱۲ مسعود عیاض د ۲۰۰۱ م کال د فرورۍ ۳/ غزه تړانګه د لبنان د حزب الله یو مشر
۱۳ صلاح مصطفی محمد شحاده د ۲۰۰۲ م کال د جنورۍ ۲۲/ د غزې تړانګه د حماس د پوځي څانګې القسام کنډکونو یو مشر
۱۴ جمال منصور د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ ۳۱ لویدیځه غاړه د حماس یو لوړ رتبه مقام
۱۵ زُهیر محسن د ۱۹۷۹ م کال د جنورۍ ۲۶ د فرانسې جنوب د فلسطین د ازادي غواړي سازمان یو پوځي مشر
۱۶ ابو علي مصطفی د ۲۰۰۱ م کال د اګست ۲۷ رام الله د فلسطین د ازادی غواړې جبهې عمومي منشي
۱۷ سعید صیام د ۲۰۰۹ م کال د جنورۍ ۱۵ جبله د حماس یو مشر
۱۸ محمدالزواري د ۲۰۱۶ م کال د دسمبر ۱۵ د تیونس صفاقس ښار د قسام کنډکونو غړی او د تیونس تبعه چې د هوایی صنایعو کار پوه و.
۱۹ یحیی عیاش د ۱۹۹۶ م کال د جنورۍ ۶ غزه تړانګه د حماس غورځنګ وسله وال انجنئیر
۲۰ یحیی المشد د ۱۹۸۰ م کال د جون ۱۳ پاریس د مصر ایټمي ساینس پوه
۲۱ عواد ابو نصیر د ۲۰۱۰ م کال د جنورۍ ۶ دیر البلاح د اسلامي جهاد لوړ رتبه غړی
۲۲ عیسی عبدالهادي د ۲۰۱۰ م کال د جولایی ۳۰ غزه تړانګه د عزالدین قسام یو لوړ پوړی کوماندان
۲۳ عدلی حمدان د ۲۰۰۲ م کال د جنورۍ ۲۴ د حماس یو لوړ رتبه مقام
۲۴ حسان هولو اللقیس د ۲۰۱۳م کال د دسمبر ۴ د لبنان جنوب د حزب الله د ټیکنالوجۍ او د وسلو او ارتباطاتو د برخې مشر[۱۵]
۲۵ صالح العاروري د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۲ بیروت د حماس یو لوړ رتبه مقام[۱۶]
۲۶ محمد رضا زاهدي د ۲۰۲۴ م کال د اپریل ۱/ د ۱۴۰۲ ل کال د وري ۱۳ د مشق د سپاه قدس ځواکونو لوړ رتبه کوماندان چې د ایران په کونسلیټ د اسراییلو په هوایي حمله کې له شپږو نورو ملګرو سره ووژل شو.[۱۷]
۲۷ اسماعیل هنیه د ۱۴۰۳ ل کال د زمري ۱۰/ تهران د حماس یو لوړ رتبه مقام له خپل یو ساتونکي وسیم ابو شعبان سره ووژل شو.[۱۸]
۲۸ فؤاد شکر د ۲۰۲۴ م کال د جولایي ۳۰ د لبنان په جنوب کې په یوې ودانۍ د اسراییلو په حمله کې د لبنان د حزب الله یو کوماندان[۱۹]
۲۹ ابراهیم عقیل د ۲۰۲۴م کال د ستمبر ۲۰ د لبنان د حزب الله یو پوځي مشر د اسراییلي جنګي الوتکو په بمبارۍ کې ووژل شو.[۲۰]
۳۰ سید حسن نصرالله د ۲۰۲۴ م کال د ستمبر ۲۷ د بیروت په ضاحیه کې د حزب الله په مرکزي ودانۍ د اسراییلو په حمله کې د لبنان د حزب الله دریم عمومي منشي[۲۱]
۳۱ نبیل قاووق د ۲۰۲۴ م کال د ستمبر ۲۸ بیروت د حزب الله د اجرایی شورا غړی او عالم.[۲۲]

د اسنادو او راپورونو له مخې، د اسراییلو د اطلاعاتو سازمان (موساد) د ایران د ایټمي پوهانو لکه مسعود علی‌محمدی، مجید شهریاری، مصطفی احمدی روشن، داریوش رضایی‌نژاد او محسن فخري‌زاده په ترور کې هم لاس درلود.[۲۳] د ایرلینډ انګریزې ژبې ورځپاڼې انډیپنډنټ په یو راپور کې لیکلي چې موساد د ایران د ایټمي پوهانو په ترور کې لاس لرلی دی.[۲۴] د این بي سي NBC)، خبري اژانس د راپور له مخې امریکایي مقاماتو هم د ایټمي ساینسپوهانو په ترور کې د موساد لاس لرنه او د ترهه ګرو ټریننګ او مالي او وسلوال ملاتړ تایید کړی دی.[۲۵]

د مسلمانانو په خلاف د اسراییلو جنګ

اصلي مقاله: د مسلمانانو په خلاف د اسرائیلو د جنګونو لړلیک

اسراییل د فلسطین د نیواک په موده کې په ځلونو د فلسطین له مسلمانانو او ګاونډیو هیوادونو لکه مصر، سوریې، لبنان او اردن سره جنګ کړی چې پکې زیات کسان وژل او بې کوره شوې دي. منجمله د شمېرنې له مخې، د ۱۹۴۸ جنګ (نکبت جنګ) په دوران کې، ۱۵ زره کسان،[۲۶] د ۱۹۶۷ م کال په شپږ ورځني جنګ کې تر ۱۷ زرو زیات کسان[۲۷] او په ۱۹۷۳ م کال کې له عربو سره د اسراییلو په څلورم جنګ کې هم اته زره کسان[۲۸] وژل شوې دي. همداراز په ۱۹۸۲ کال کې د لبنان په خلاف د سلامت جلیل په عملیاتو کې تر ۱۹ زرو زیات[۲۹] او د وسپنیزو تورو په نامه عملیاتو کې چې اسراییلو هغه د د ۱۴۰۲ ل کال په تلې/ د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې له الاقصي عملیاتو وروسته پېل کړل، تر ۱۸ زرو زیات کسان[۳۰] وژل شوې دي.

فوټ نوټ

  1. وګورئ: «تجاوز به زنان پیش چشم همسران در ملاعام/ قتل عام شهروندان یک روستا و مثله کردن جنازه‌ها/کشتار کودکان با باتوم»، خبرگزاری مشرق؛ «دهه‌ها جنایت از بزرگ‌ترین جانی جهان»، خبرگزاری فارس.
  2. «۷۵ سال از فاجعه نکبت (اشغال فلسطین) گذشت»، مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  3. «The world's deadliest assassins», Irish independent.
  4. «آیا خدای واقعی رژیم کودک‌کُش را می‌شناسید؟+فیلم و عکس»، خبرگزاری فارس.
  5. «آیا خدای واقعی رژیم کودک‌کُش را می‌شناسید؟+فیلم و عکس»، خبرگزاری فارس.
  6. مثال په توګه وګورئ: «نمایندگان پارلمان اروپا حملات اسرائیل علیه غزه را نسل‌کشی دانستند»، خبرگزاری آناتولی؛ Ayyash, «A genocide is under way in Palestine», Al Jazeera Media Network.
  7. Adel and Gallagher, «Genocide in Gaza: A call to urgent global action», Al Jazeera Media Network.
  8. مثال په توګه وګورئ: «قتل‌عام‌های اشغالگران تا سال ۱۹۴۸م»، راسخون؛ «پرونده سنگین جنایت‌های ارتش اسرائیل»، خبرگزاری مهر؛ «تجاوز به زنان پیش چشم همسران در ملاعام/ قتل عام شهروندان یک روستا و مثله کردن جنازه‌ها/کشتار کودکان با باتوم»، خبرگزاری مشرق؛ «سیاهه جنایت‌های صهیونیست‌ها-۱|از بالفور تا ترامپ»، خبرگزاری تسنیم.
  9. د بېلګې په توګه وګورئ: «پرونده سنگین جنایت‌های ارتش اسرائیل»، خبرگزاری مهر؛ «تجاوز به زنان پیش چشم همسران در ملاعام/ قتل عام شهروندان یک روستا و مثله کردن جنازه‌ها/کشتار کودکان با باتوم»، خبرگزاری مشرق؛ «دهه‌ها جنایت از بزرگ‌ترین جانی جهان»، خبرگزاری فارس؛ «کارنامه سیاه صیهونیست‌ها علیه مردم فلسطین: ۷۵ سال جنایت»، روزنامه کیهان؛ «سیاهه جنایت‌های صهیونیست‌ها-۲|کشتار صبرا و شتیلا و فاجعه قانا»، خبرگزاری تسنیم.
  10. .What we know so far about the deadly strike on a Gaza hospital", AlJAZEERA"
  11. «حزب الله: انفجار أجهزة “بايجر” كانت لدى عدد من العاملين في الحزب والأجهزة المختصة تقوم بالتحقيقات»، وبگاه المنار.
  12. «نگاهی بر جنایات رژیم صهیونیستی در ۸۶ سال گذشته»، خبرگزاری فارس؛ «مهمترین ترورهای انجام شده توسط اسرائیل در سراسر جهان»، پایگاه خبری جماران؛ «بیش از ۲۷۰۰ ترور هدفمند میراث شوم اسرائیل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  13. «نگاهی بر جنایات رژیم صهیونیستی در ۸۶ سال گذشته»، خبرگزاری فارس.
  14. ««من شیخ راغب حرب هستم»»، خبرگزاری فارس.
  15. مثال په توګه وګورئ:‌ «بیش از ۲۷۰۰ ترور هدفمند میراث شوم اسرائیل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی؛ «نگاهی بر جنایات رژیم صهیونیستی در ۸۶ سال گذشته»، خبرگزاری فارس؛ «مهمترین ترورهای انجام شده توسط اسرائیل در سراسر جهان»، پایگاه خبری جماران.
  16. «شیخ صالح العاروری به شهادت رسید»، سایت مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  17. «خبرگزاری فرانسه: سردار سپاه که در حمله به کنسولگری ایران کشته شد از مشاوران عالی حزب الله بود»،‌ یورونیوز.
  18. «اسماعیل هنیه در تهران کشته شد»، خبرگزاری آناتولی.
  19. «قاد جبهة الإسناد اللبنانية وناصر المسلمين في البوسنة والهرسك.. من هو الشهيد “السيد محسن شكر”؟»، المنار.
  20. حزب الله ینعی قائدین و14 مقاتلا وإسرائیل اتخذت قرار الاغتیال بوقت قصیر»، الجزیره.
  21. «شهادة الأمين العام لحزب الله سماحة السيد حسن نصرالله»، سایت المنار.
  22. «تصویری از دیدار شهید شیخ نبیل قاووق با رهبر انقلاب»، سایت شبکه العالم.
  23. مثال په توګه وګورئ: «نقش آمریکا در عملیات تروریستی در ایران بعد از پیروزی انقلاب اسلامی»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  24. «The world's deadliest assassins", Irish independent.
  25. «Israel teams with terror group to kill Iran's nuclear scientists, U.S. officials tell NBC News", NBC news.
  26. «تظاهرات مردم فلسطین به مناسبت روز نکبت»، خبرگزاری آناتولی.
  27. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۲۲.
  28. تارخ، «جنگ سال ۱۹۷۳م یوم کیپور»، سایت جنگاوران.
  29. از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم.
  30. «إسرائيل دمرت أكثر من 305 آلاف منزل في غزة»، خبرگزاری الجزیره.

سرچينې