افعالي توحید

د wikishia لخوا

اَفعالي توحید، دا عقیده لرل چې هر څه چې په نړۍ کې پیښیږي حتی د نورو مخلوقاتو عمل هم د خدای عمل دی. د افعالي توحید له مخې، هر عمل چې د هر وجود څخه ترسره کیږي د خدای په قدرت او ارادې سره ترسره کیږي. مسلمانانو عالمانو د اَفعالي توحید لپاره عقلي او قرآني دلايل وړاندې کړي دي. له هغو ځینې هغه آیتونه دي چې په کې د هر څه خالق خدای معرفي شوی.

اشاعره، افعالي توحید ته په اشارې سره، انسان خپلواک موجود نه مني. معتزله اَفعالي توحید مني؛ خو د انسان اختیاري عملونه د خدای عمل نه ګڼي او یوازې انسان ته یې نسبت ورکوي. امامي شیعه دا دواړه نظرونه ناسم ګڼي او په دې باور دي چې افعالي توحید د انسان له آزادۍ سره په ټکر کې نه دی. هغوي د انسان اختیاري عملونه  د الله د عمل په طول کې ګڼي او د هغې نسبت هم خدای او هم انسان ته ورکوي.

په خالقیت کې توحید او په ربوبیت کې توحید د اَفعالي توحید له ډولونو څخه دي او په خدای توکل او په عبادت کې توحید د اَفعالي توحید له اغیزو څخه ګڼل کیږي.

د اَفعالی توحید معنی

مسلمانانو عالمانو توحید په ذاتي توحید، صفاتي توحید، عبادي توحید او افعالي توحید باندې ویشلی دی.[۱] د مرتضی مطهري په وینا افعالي توحید په دې معنا دی چې په نړۍ کې موجود د علي او معلولي څومره نظامونه دي او څه چې په جهان کې ترسره کیږي هغه ټول د خدای عملونه دي. همدارنګه، هیڅ مخلوق په خپلواکه توګه عمل نشي کولی او ټول مخلوقات د خپلو کارونو په ترسره کولو کې د خدای په عمل او د هغه په ​​اراده پورې تړلي دي.[۲]

د افعالي توحید پر بنسټ، لکه څنګه چې خدای په خپل ذات کې هیڅ شریک نلري، په فاعلیت کې هم هیڅ شریک نه لري. يعنې هر هغه څه چې هر مخلوق يې کوي د خدای عمل دی.[۳] افعالي توحيد د ذاتي او صفاتي توحید په شان د نظري توحید له مرتبو دی؛ يعنې د انساني عقيدې ډګر پورې اړه لري؛ د عبادي توحید په خلاف چې د اعمالو ډګر پورې اړه لري.[۴]

ویل شوي چې په پخوانیو دیني منابعو کې او په ځینو وروستیو سرچینو کې د اَفعالي توحید یا په خالقیت کې توحید یا په ربوبیت کې توحید په څیر عنوانونه نه لیدل کیږي او دا موضوع د خلق اعمال، د نړۍ صانع(جوړوونکی)، قادر، مرید او...سرلیکونو سره راغلی دی؛ خو په ځینو معاصرو اثارو کې د افعالي توحید د ذاتي او صفاتي توحید په خوا کې څیړل شوی او بحث شوی دی. په ځینو کتابونو کې افعالي توحید د خالقیت، ربوبیت، حاکمیت او تشریع کې توحید په ضمن کې بیان شوی دی.[۵]

د افعالي توحید ډولونه

په ځینې کلامی کتابونو کې په خالقیت کې توحید او ربوبیت کې توحید په عنوانونو کې له اَفعالي توحیده بحث کیږي.[۶] په خالقیت کې توحید په دې معنا دی چې د جهان ټول موجودات خدای پاک پیدا کړي دي.[۷] تر دې چط هغه مخلوقات چې د نورو موجوداتو په وسیله په وجود کې راغلي، هغه هم د خدای مخلوق دي.[۸] په ربوبیت کې توحید دا معنی لري چې خدای د نړۍ او د هغه د ټولو مخلوقاتو تدبیر کوونکی دی. يعنې په دنيا کې داسې نظم رامنځ ته کوي چې دنيا او مخلوقات يې هغه هدف ته ورسيږي چې د هغوي لپاره په نظر کې نیولی شوی دی.[۹]

د علي رباني ګلپایګاني په وینا، هغه آیتونه چې په خالقیت کې توحید باندې دلالت کوي، د سوره رعد 16، د زمر سوره 62، او د غافر سوره 62 آیتونه دي، چې په هغه کې خدای د «خالقُ کلِّ شیءٍ» «د ټولو شیانو خالق» معرفي شوی دی.[۱۰] په ربوبیت کې توحید باندې چې کوم آیتونه دلالت کوي هغه د اعراف سوره ۵۴ آیت: «أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ‌؛خبر اوسئ چې جوړونه او امر د هغه لپاره ځانګړي دي. همدارنګه د سورة طه ۵۰ آيت: «رَ‌بُّنَا الَّذِي أَعْطَىٰ كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَىٰ؛ زموږ رب هغه ذات دی چې ټول شيان يې پيدا کړل او بيا يې ورته لارښوونه وکړه».[۱۱] وروستی دوه آیتونه هم په خالقیت کې توحید او هم په ربوبیت کې توحید بیانوي.[۱۲]

د افعالي توحید عقلي دلیلونه

د افعالي توحید لپاره د مسلمانو فیلسوفانو یو دلیل دا دی چې لومړی د نړۍ ټول مخلوقات یا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د خدای مخلوق دي. دوهم، د یو څیز د علت علت د هغه شي علت هم دی. له همدې امله خدای د کائناتو د ټولو مخلوقاتو علت دی.[۱۳]

د محمد تقي مصباح یزدي په اند، د صدرالمتألهین د تفکر او د متعالیه حکمت پر بنسټ، د دې مسلې لپاره یو قوي دلیل وړاندې کیدی شي؛ په دې ډول چې ټول علتونه او معلولونه په خپل وجود کې هیڅ استقلال او خپلواکي نه لري او په خپلو ټولو چارو کې په خدای پورې تړلي دي. نو د مخلوق لپاره دا ممکنه نه ده چې په خپلواکه توګه او د خدای له اړتیا پرته یو څه ترسره کړي. په پایله کې، هر مخلوق د خدای کار دی.[۱۴]

قرآني دلیلونه

د افعالي توحید د ثابتولو لپاره د قرآن کریم له ځینو آیتونو او احادیثو څخه هم استفاده کیږي. مرتضی مطهري د افعالي توحید په بحث کې د اسراء د سوره ۱۱۱ آیت د شاهد په توګه اخیستی دی[۱۵] په دې آیت کې راغلي دي : «وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّـهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِ‌يكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ؛ ووايه: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې څوک يې زوے نه دے نيولے او نه يې په ملک کښې څوک شريک شته او خوار او ناتوانه نه دے چې دوست (او مرستيال) ته اړمن وي او هغه ډېر لوی وشماره، لکه څنګه چې يې د لويۍ حق دے» او همدارنګ د  هغه د «لاحَوْلَ وَلا قُوَّةَ الّا بِاللَّهِ؛ بې د خدای له وسیلې هیڅ یو توان او ېاقت نیشته» کلمه هم د افعالي توحید د ثبوت په توګه ګڼلې ده.[۱۶]

د محمد تقي مصباح یزدي په وینا د انبیاء سوره په 22 آیت کې (‏لَوْ‏‎ ‎‏کَانَ فِیهِمَا آلِهَةٌ إلاَّ اللّٰهُ لَفَسَدَتَا؛ که په دوی [ځمکې او اسمان] کې له خدایه پرته نور معبودان وای، نو یقینا [مځکه او اسمان] به له منځه تللي وو) د اَفعالي توحید د ثابتولو لپاره دليل راغلی دی.[۱۷] هغه په دې آيت کې يې عقلي دليل په لاندې ډول جوړ کړى دى:

  1. که موجوداتو له یو څخه زیات لاملونه لرلی، نو دا به ممکنه نه وي چې د هغې د اجزاوو ترمنځ د علت او معلول اړیکه رامینځته شوی وې. ځکه چې هر معلول یوازې په خپل علت پورې تړلی دی او د نورو علتونو اغیز نه اخلي.
  2. هستي د یو نظم پیروي کوي او د هغې د ټولو برخو ترمنځ اړیکه شتون لري.
  3. له همدې امله وجود یو علت لري او پیدا کوونکی یې یو دی.[۱۸]

د افعالي توحید دوه پایلې

په ځینو کلامي کتابونو کې د افعالي توحید لپاره پایلې بیان شوې دي، چې په عبادت کې توحید او پر خدای توکل له هغو دي. د محمد تقي مصباح یزدي په اند، هغه څوک چې په اَفعالي توحید باور لري، نو بې له خدای بل هیڅ موجود د عبادت لایق نه ګڼي. ځکه چې يوازینې موجود چې عبادت یې کېداى شي هغه دی چې د انسان خالق او رب دى.[۱۹]

همدارنګه د هغه په ​​اند، ځکه چې په افعالي توحيد کې يوازې خداى په کايناتو کې خپلواکه توګه اغیزمن دی، او یوازې په هغه تکیه کیدی شي.[۲۰] هغه وايي: د حمد سوره په څلورم آيت کې چې وايي: اياک نعبد و اياک نستعین. (موږ یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو) د افعالي توحید دا دوه پایلې بیان شوې دي.[۲۱]

د اَفعالي توحید او د انسان د اختیار ترمنځ نسبت

که څه هم اسلامي فرقې او مذهبونه افعالي توحيد مني، خو د انسان له ازادې ارادې سره د هغې د تړاو په اړه هم نظره نه دي.[۲۲] اشاعره وايي: له دې سببه چې له خدايه پرته بل علت نشته، نو انسان د خپلو اعمالو علت نه دی. او په حقیت کې د هغه افعال د خدای افعال دي.[۲۳] معتزله عقیده لري، خدي پاک د انسانانو عملونه هغوي ته ورپریښي دي. نو ځکه د انسان اختیاري عملونه د خدای مخلوق نه دي.[۲۴] امامي شیعه په دې باور دي چې چې انسان اختیار لري او د هغه کارونه په حقیت کې د هغه کارونه دي؛ خو د هغو کارونو په ترسره کولو کې مستقل علت (خپلواک) نه دی او خدای د هغه د ټولو عملونو خپلواک لامل دی.[۲۵]

د شيعه متکلمانو له نظره د اشاعره د نظريې مطابق باید انسان يو خپلواک موجود نه وي او دا باور له ځینو مسايلو سره هم مطابقت نه لري لکه دا چې خداے پاک په انسان باندې ځینې کارونه واجب کړي دي او په آخرت کې ورسره د عذاب او اجر وعده کړې ده.[۲۶] همدارنګ د معتزله نظریه  د خدای په خالقیت کې توحید او د هغه د قدرت هر اړخیز شونې سره په ټکر کې دی[۲۷] د شیعو نظریه له یوې خوا افعالي توحید سره په ټکر کې نه دی او له بلې خوا د انسان له آزادې ارادې سره په ټکر کې نه دی ځکه چې د انسان اعمال د خدای د اعمالو په طول کې دي. له همدې امله د انسان کارونه هم د خدای کارونه ګڼل کیدی شي.[۲۸]

کتاب پيژندنه

د افعالي توحید په اړه په خپلواکه توګه څو اثار چاپ شوي دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • «توحید افعالی از نگاه مذاهب و فرق اسلامی» د حسن ترکشوند لخوا لیکل شوی. دا کتاب د افعالي توحید د دقیق مفهوم په بیانولو او د اسلامي فرقو او مذهبونو د نظریاتو په راپورولو او ارزولو سره په دې برخه کې د وهابیت نظریه نقد او څیړنه کړې ده.[۲۹]
  • «توحید افعالی در آثار صادقین(ع)» د مهدي ارتقائي او مهدي صفایي اصل لخوا په ګډه لکیل شوی دی. لیکوالانو د کتاب موضوعات په څلورو فصلونو کې تشریح او تحلیل کړي دي، مفاهیم، ​​د اَفعالي توحید مرحلې، د افعالي توحید د علیت مسلې سره اړیکه، اختیار او بدۍ او د اَفعالي توحید پایلې او د اثار د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) د حدیثونو پر بنسټ څیړل شوي دي.[۳۰]
  • «توحید افعالی در صحیفه سجادیه» د مهدي صفایي اصل په قلم لیکلی شوی. په دې کتاب کې د افعالي توحید بحثونه او ډولونه یې د صحیفه سجادیه پر بنسټ تشریح شوي دي.[۳۱]

فوټ نوټ

  1. سبحانی، عقاید اسلامی در پرتو قرآن، حدیث و عقل، ۱۳۷۹ش، ص۱۵۱.
  2. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۳.
  3. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۴.
  4. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۴.
  5. ترکاشوند، توحید افعالی از نگاه مذهب و فرق اسلامی، ۱۳۹۴ش، ص۳۱ و ۳۲.
  6. وګورئ: مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۸۷؛ ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۷و۸۵.
  7. وګورئ: ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۷.
  8. مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۸۷و۳۸۸.
  9. وګورئ: ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۸۷.
  10. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۸.
  11. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۸۷.
  12. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۸۷.
  13. مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۸۸و۳۸۹.
  14. مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۸۸.
  15. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۳.
  16. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۰۳.
  17. مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۸۸.
  18. مصباح یزدی، آموزش فلسفه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۳۸۸و۳۸۹.
  19. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۱۳۴.
  20. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۱۳۴.
  21. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۱۳۵.
  22. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۹.
  23. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۹.
  24. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۹.
  25. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۷۹.
  26. وګورئ: ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۸۰.
  27. وګورئ: ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۸۰.
  28. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۸۰.
  29. ترکاشوند، توحید افعالی از نگاه مذاهب و فرق اسلامی، ۱۳۹۴ش، ص۹ و ۱۳.
  30. ارتقائی و صفایی‌اصل، توحید افعالی در آثار صادقین(ع)، ۱۳۹۷ش، بخش فهرست ودرآمد کتاب.
  31. «توحید افعالی در صحیفه سجادیه»، وبگاه پاتوق کتاب.

سرچينې

  • ارتقائی، مهدی و صفایی‌اصل، مهدی، توحید افعالی در آثار صادقین(ع)، تهران، انتشارات میراث فرهیختگان، ۱۳۹۷ش.
  • ترکاشوند، حسن، توحید افعالی از نگاه مذاهب و فرق اسلامی، تهران، انتشارات مشعر، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، عقاید استدلالی، قم، مرکز نشر هاجر، چاپ ششم، ۱۳۹۳ش.
  • سبحانی، جعفر، عقاید اسلامی در پرتو قرآن و حدیث، قم، بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۳۸۶ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، تهران، شرکت چاپ و نشر بین‌الملل سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش فلسفه، تهران، شرکت چاپ و نشر بین‌الملل سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۹ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، چاپ هفتم، ۱۳۷۷ش.

بهرنۍ لینکونه