صفاتي توحید
صفاتي توحید د توحید له قسمونو څخه دی، له یو بل سره او د خدای له ذات سره د صفاتو د یووالي د عقیدې په معنا. د صفاتي توحید له مخې، د خدای صفتونه یوازې یو مصداق (د خدای ذات) لري او د هغوي اختلاف یوازې د مفهوم په لحاظ دی. دغه لیدتوګه چې له ذات سره د صفاتو د عینیت په اصطلاح مشهوره ده، د ټولو مسلمانو فیلسوفانو، امامیه متکلمانو او د ځینو اهل سنتو نظر ګڼل کیږي. د دې په مقابل کې اشاعره او ماتُریدیه، چې د اهل سنتو کلامي مذهبونه دي، له ذات سره د صفاتو په نه یووالي او د الهي صفاتو په قدیموالي عقیده لري.
له ذات سره د صفاتو په جداوالي عقیدې ته صفاتي شرک ویل کیږي؛ خو ویل شوي چې صفاتي توحیده ډېره ژوره مساله ده او زیاتره د کلام په عالمانو کې مطرح کیږي، نو په صفاتو کې شرک خفي شرک ګڼل شوی او له اسلامه د وتلو سبب نه ګرځي.
شیعه متکلمانو د صفاتي توحید د اثبات لپاره په عقلي او نقلي دلیلونو استناد کړی دی. د شیعه متکلم جعفر سبحاني په وینا، د ذات په تعدد له عقیدې بچ کېدل او خپلو مخلوقاتو ته د خدای له اړتیا ډډه کول، له ذات سره د صفاتو عینیت ثابتوي. له نقلي دلایلو څخه یې د نهج البلاغې لومړۍ خطبه د امام علي(ع) وینا ګڼلې چې پکې له خدایه د صفاتو نفي کول د اخلاص کمال ګڼل شوی دی.
د مسالې حیثیت او بیان یې
صفاتي توحید د اسلامي معارفو له اصولو او د بشر له ډېرو لوړو افکارو بلل شوی چې په تېره بیا په شیعه مذهب کې یې ځلا موندلې ده.[۱] له صفاتي توحیده مطلب، د خدای له ذات سره د هغه د ذاتي صفاتو یووالی او له یو بل سره د صفاتو یووالی او د خدای له ذاته د هر ډول کثرت او ترکیب نفي کول دي.[۲] پر دې اساس، الهي صفات له یو بله او له الهي ذاته جدا مصداقونه نه لري؛ بلکې هغه ټول د یو واحد بسیط مصداق لپاره مفاهیم دی چې هماغه د خدای ذات دی.[۳] د دغه نظر له مخې، هغه ټول صفتونه چې خدای ته یې نسبت ورکول کیږي لکه علم، قدرت او ژوند، د خدای د ذات عین او د یو بل عین (یو) دي او یوازې په مفهوم کې اختلاف لري.[۴]
د شیعه فیلسوف او فقیه عبد الله جوادي آملي له نظره، له ذات سره د صفاتو د یووالي او عینیت مطلب دا دی چې د خدای ذات په عین حال کې چې بسیط دی (له کوم شي مرکب نه دی) ټول کمالي صفتونه بې له دې چې بل شي ته اړتیا ولري، لري؛ د مخلوق د صفاتو اپوټه چې صفتونه یې عین ذات نه دي او دغه صفتونه یې له وجوده جدا کېدی شي.[۵]
د کلام څېړاندي علي رباني ګلپایګاني په وینا، په صفاتي توحید کې د بحث موضوع، له الهي ذات سره د ذاتي صفاتو د نسبت او اړیکو څرنګوالی دی. هغه د خدای له ذات سره د صفاتو د عینیت عقیده، صفاتي توحید او پر ذات د صفاتو د زیاتوالي او جداوالي عقیده صفاتي شرک ګڼي.[۶]
د صفاتي توحید په اړه د اسلامي مذهبونو نطر
ټول مسلمان فیلسوفان او امامیه متکلمان[۷] او د اهل سنتو یوه ډله[۸] له ذات سره د صفاتو په عینیت یعنې هماغه صفاتي توحید عقیده لري. د دې په مقابل کې اهل سنت فرقې اشاعره[۹] او ماتُریدیه[۱۰] قایل دي چې د خدای صفتونه له ذاته جدا او البته د ذات په شان قدیم دی. د معتزله کلامي فرقې په اړه د نظر اختلاف دی: مرتضی مطهري او جوادي آملي وايي چې معتزله د صفاتو په تنزیه قایل وو؛[۱۱] یعنې صفتونه یې له خدایه نفي کول؛ خو متکلم علي رباني ګلپایګاني وايي چې هغوي هم د امامیه په شان له ذات سره د صفاتو په عینیت قایل وو.[۱۲]
د جوادي آملي له نظره، له دې امله چې صفاتي توحید ډېره ژوره مساله ده او زیاتره د کلام د عالمانو په مینځ کې څېړل کیږي او عام خلک ترې نه دي خبر، نو نه منل یې خفي شرک ګڼل کیږي او له اسلامه د وتلو سبب نه ګرځي.[۱۳]
دلیلونه
شیعه عالمانو د صفاتي توحید او له ذات سره د صفاتو د عینیت د اثبات لپاره ځینې دلیلونه بیان کړې دی. ځینې دغه دلیلونه عقلي او ځینې یې له روایتونو اخستل شوې دي:
عقلي دلایل
شیعه متکلم جعفر سبحاني د صفاتي توحید یو عقلي دلیل داسې بیان کړی دی: له صفاتو سره د ذات یووالی د دې مستلزم دی چې خدای تعالی په خپلو صفاتو کې له غیره بې نیازه شي؛ خو له ذات سره د صفاتو د نه یووالی له عقیدې دا لازمه راځي چې خدای له خپل ذاته پرته نورو شیانو ته محتاج دی. په دې بڼه کې خدای تعالی علم یاقدرت لري؛ خو د هغه علم او قدرت په مرسته چې د هغه له ذاته جدا دی. پر دې اساس له دې امله چې خدای مطلق بې نیازه او نورو ته له اړتیا پاک او سپېڅلی دی، د خدای صفتونه د هغه له ذات سره یو دي.[۱۴]
د مصباح یزدي او عبدالله جوادي املي وضاحت هم داسې دی: که د خدای یو صفت جدا مصداق ولري، له دوو حالونو بهر نه دی: یا یې مصادیق د الهي ذات په داخل کې فرض کیږي چې د دې لازمه دا ده چې د خدای ذات له اجزاوو مرکب وي. دا لهذاتي توحید سره ناغږمله او محال دی. یا یې مصداقونه د خدای له ذاته بهر فرض کیږي. په دې بڼه کې، یا هغه صفتونه، واجب الوجود او له خلق کوونکي بې نیازه تصور کیږي چې دا د ذات د تعداد سبب کیږي او شرک دی. یا ممکن الوجود او د خدای پیدا کړي فرض کیږي. له دې فرضه دا لازمه راځي چې د خدای ذات چې د دې فرض مطابق دغه صفتونه نه لري، هغه پېدا کړي او بیا پرې متصف شي. دا شکل هم محال دی؛ ځکه چې محاله ده چې هستي او وجود ورکوونکی علت د خپلو مخلوقاتو کمالات ونه لري. د دې ټولو فرضونو په بطلان سره، صفاتي توحید او له ذات سره د صفاتو عینیت ثابتیږي.[۱۵]
روایي دلیلونه
د شیعه فیلسوف او مفسر محمد تقي مصباح یزدي په نظر، صفاتي توحید په حدیثونو کې د «نفي صفات» په نوم مطرح شوی دی.[۱۶] له امام علي(ع) د نهج البلاغې په لومړۍ خطبه کې نقل شوي دی: «وَ كَمَالُ تَوْحِيدِهِ الْإِخْلَاصُ لَهُ وَ كَمَالُ الْإِخْلَاصِ لَهُ نَفْيُ الصِّفَاتِ عَنْهُ؛ د خدای د توحید کمال په هغه اخلاص او د هغه د اخلاص کمال د صفاتو (پر ذات یې د صفاتو له زیاتوالي) نفي ده»[۱۷] ایت الله سبحاني دا کلام له ذات سره د صفاتو په عینیت کې تصریح ګڼلی دی.[۱۸]
علامه مجلسي ویلي دي زیاتره روایتونه چې د خدای د صفاتو په باب کې نقل شوي، د دلالت د زیاتوالي پر نفي دلالت لري؛ خو له ذات سره د صفاتو په عینیت تصریح نه لري.[۱۹] علامه طباطبايي دغه خبره عجیبه ګڼلې او ویلي یې دي چې روایتونه د خدای له ذات سره د هغه د صفاتو پر عینیت دلالت لري.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۰۱.
- ↑ مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۱۳۶؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۰۱.
- ↑ مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۱۳۶.
- ↑ مصباح یزدی، خداشناسی، ۱۳۹۶ش، ص۲۶۹.
- ↑ جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۸.
- ↑ ربانی گلپایگانی، کلام تفصیلی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۵۹.
- ↑ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۷۲ش، ص۲۴۱.
- ↑ ربانی گلپایگانی، کلام تفصیلی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۵۹.
- ↑ سبحانی، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۵؛ جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۹-۳۰۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، کلام تفصیلی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۵۹.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۳، ص۹۸؛ جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۳۰۳ و ۳۰۴.
- ↑ ربانی گلپایگانی، کلام تفصیلی (۱)، ۱۳۹۹ش، ص۶۰-۶۲.
- ↑ جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۵۷۹.
- ↑ سبحانی، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۸.
- ↑ مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۱۳۶؛ جوادی آملی، توحید در قرآن، ۱۳۹۵ش، ص۳۰۵ و ۳۰۶.
- ↑ مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۱۳۶.
- ↑ نهج البلاغه، تحقیق صبحی صالح، خطبه اول، ص۳۹.
- ↑ سبحانی، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۱.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۶۲.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۶۲، پاورقی۱.
سرچينې
- جوادی آملی، عبدالله، توحید در قرآن: تفسیر موضوعی قرآن کریم، تحقیق و تنظیم حیدرعلی ایوبی، قم، مرکز نشر اسراء، چاپ هشتم، ۱۳۹۵ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، کلام تطبیقی (۱)؛ توحید، صفات و عدل الهی، قم، جامعه المصطفی(ص)، چاپ پنجم، ۱۳۹۹ش.
- سبحانی، جعفر، الإلهيات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۳ق.
- فیاض لاهیجی، ملاعبدالرزاق، گوهر مراد، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۳ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، تهران، شرکت چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ هفدهم، ۱۳۸۴ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، خداشناسی، تحقیق و بازنگری امیررضا اشرفی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، چاپ سوم، ۱۳۹۶ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، نشر صدرا، ۱۳۹۰ش.
- نهجالبلاغه، گردآورنده سید رضی، تحقیق صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.