منځپانگې ته ورتلل

ذوب النضار في شرح الثار (کتاب)

د wikishia لخوا
د ذوب النضار د کتاب پوښ انځور چې د جعفر بن محمد بن نمای حلي لخوا لیکل شوی، لومړی چاپ

ذوبُ النُّضار في شَرحِ الثّار د مختار ثقفي د شخصیت د دفاع په لړ کښې د هغه د پاڅون په هکله په عربۍ ژبه د ابن نما حلي (وفات ۶۸۰ق) له خوا لیکل شوی کتاب دی. په دغه کتاب کښې په ځینو روایتونو باندې په استناد سره، مختار ثقفي د امامانو علیهم السلام د احترام وړ او پاڅون یې د هغوي د تایید وړ بلل شوی دی. لیکوال، د مختار د ژوند شرحه، د توابینو پاڅون، د مختار پاڅون او د امام حسین علیه السلام له قاتلانو څخه انتقام او بدل اخیستل په څلورو برخو کښې وړاندې کړي دي. ذوب النضار د مختار او د هغه د پاڅون په هکله یو ډیر مهم کتاب ګڼل شوی دی.

د دې کتاب په هکله د فارِس حسّون په تحقیق کښې، د هغو روایتونو سرچینې چې په کتاب کښې پرې استناد شوی، د ځینو کلماتو وضاحت او د ځینو شخصیتونو د حالاتو لنډه شرحه ذکر شوې ده. دغه کتاب سربیره پر دې چې د نشرِ اسلامي دفتر له خوا په جلا توګه چاپ شوی دی او په بحارالانوار او عوالم العلوم او المعارف کتابونو کښې د دغو کتابونو د یوې برخې په توګه چاپ شوی دی. د دې کتاب یوه خطي نسخه په فاضل خوانساري کتابتون کښې ساتله کیږي.

توصیف او موقعیت

ذوبُ النُّضار کتاب هغه ډیر مهم کتاب دی چې د مختار ثقفي د شخصت او د هغه د پاڅون په هکله لیکل شوی دی.[۱] ویل کیږي چې لیکوال په دغه کتاب کښې، د مختار د پاڅون سریزې، د ټولنې ټولنیز حالات او پاڅون پایلې یې د هغه ټولو اړخونو او جوانبو ته په پام سره څیړلې دي.[۲] هغه په ګڼو روایتونو باندې په استناد سره ټینګار کړی چې محمد بن حنفیه هیڅکله د امامت ادعا نه ده کړې بلکې امام سجاد علیه السلام به یې خپل امام ګڼه او د ځینو نقلونو په اپوټه، مختار، د محمد بن حنفیه د امامت قائل نه و.[۳] لیکوال همداشان له امامانو علیهم السلام څخه د روایتونو په استناد، مختار د امامانو د احترام وړ کس و او د امام حسین علیه السلام له قاتلانو څخه د هغه انتقام د هغوي د تایید وړ و، معرفي کوي.[۴]

مؤلف، د دغه کتاب د تالیف علت، د ملګرو او نزدې کسانو غوښتنه او هم مختار ثقفي ته د ځیني شیعیانو منفي لیدتوګه بللې ده.[۵]

محتوا

ذوبُ النُّضار کتاب د لیکوال په قلم له لیکل شوې یوې سریزې او څلورو برخو جوړ شوی دی. د کتاب په پاې کښې هم په دې کتاب باندې د لطف‌ُ الله بن محمد له خوا یو بشپړونکی متن لیکل شوی چې په کښې د مختار د قتل جزئیاتو ته اشاره شوې کوم چې د کتاب په مینځ کښې نه دي راغلي.[۶]

لیکوال د کتاب په سریزه کښې په نقلونو او روایتونو باندې په استناد سره، په لنډه توګه د مختار ثقفي د حقانیت د ثابتولو او په هغه د پورې شویو تورونو ردولو ته مخه کړې ده.[۷] ابن نما د کتاب په اوله برخه کښې، د مختار ثقفي ژوندلیک او د هغه د فضایلو او د پاڅون له پیلولو مخکښې یې د هغه د ژوند د تاریخ د یوې برخې په بیان کښې ځیني روایتونه راوړي دي.[۸]

دویمه برخه یې د سلیمان بن صُرَد خُزاعي په مشرۍ د توابینو د پاڅون او د مختار د پاڅون د سریزو بیان ته ځانګړې شوې ده.[۹] د کتاب دریمه برخه د مختار د پاڅون په پیلیدو او د هغو کسانو په نومونو مشتمله ده چې د امام حسین علیه السلام په شهادت کښې یې لاس درلود او د مختار په لاس وژل شوي دي.[۱۰] او په څلورمې برخې کښې یې هم د عُمر بن سَعد او عُبیدُ الله بن زیاد او د هغه د منونکو د وژل کیدو څرنګوالي او له عبید الله سره د جنګ او په هغه باندې د مختار د لښکر د بریا جزئیات بیان شوي دي.[۱۱]

د کتاب اصلي نوم

آقا بزرګ تهراني په الذَریعه کښې دا کتاب په دریو نومونو یاد کړی دی. «اخذ الثار»،[۱۲] «ذوب النضار في شرح الثار»[۱۳] او «شرحُ الثّار المُشتمل علی اخبارِ المُختار».[۱۴] البته دغہ کتاب د اخذُ الثّار فی احوالِ المختار[۱۵] او ذوبُ الغَضار في شرحِ اَخذِ الثّار[۱۶] په شان په ځینو نورو نومونو هم یاد شوی دی. د آقا بزرګ تهراني په وینا، «الغضار» چاپي غلطي ده او «النضار» صحیح دی.[۱۷] همداشان لیکوال ویلي دي چې کتاب یې ذوبُ النُّضار في شرحِ الثار نومولی دی.[۱۸] نضار په لغت کښې د هغو خالصو او ناویلې شویو سرو زرو په معنا دی چې لا په معدن کښې وي.[۱۹] ذوب النضار د خالصو سرو زرو د ویلې کیدو معنا ورکوي.

لیکوال

ذوبُ النُّضار کتاب په ابن نما د مشهور او د نجم الدین لقب لرونکي جعفر بن محمد بن نَما حِلّی (وفات ۶۸۰ق) له خوا لیکل شوی دی.[۲۰] هغه یو ستر امامیه فقیه ګڼل شوی دی.[۲۱] هغه ادیب، تاریخ لیکونکی او د علامه حلي استاد هم بلل شوی دی چې د اهل بیتو په مدحه کښې ترې ځیني شعرونه هم پاتې دي.[۲۲]

د ابن نما لپاره د امام حسین علیه السلام د مقتل په لړ کښې د مُثیرُ الاَحزان و مُنیرُ سُبُلِ الاَشجان او د امام علي علیه السلام د فضائلو په بیان کښې د مَنهجُ الشیعه في فضائلِ وصي خاتمِ الشَریعه، په شان کتابونو لیکل هم ذکر شوي دي.[۲۳]

چاپ او نشر

د رپورټونو له مخې، د ذوبُ النُّضار یوه پخوانۍ لاسي نسخه په فاضل خوانساري کتابتون کښې ساتل کیږي. دغه کتاب د نسخو په خط په ۳۲ مخونو کښې لیکل شوی دی.[۲۴] ذوب النضار کتاب د علامه مجلسي د لیکلي بِحارُ الانوار کتاب د یوې برخې په توګه د دغه کتاب په پنځه څلویښتم ټوک کښې او د عبدالله بن نورالدین بَحراني د لیکلي عَوالمُ العلومِ و المَعارف و الاَحوال مِنَ الآیاتِ و الاخبارِ و الاقوال، کتاب په یوې برخې کښې چاپ شوی دی.[۲۵]

ذوب النضار کتاب د فارِس حَسّون په تحقیق سره او د پورتنیو نسخو په مقابلې سره، په خپلواکه او جلا توګه د قم د علمیه حوزې په جامعه مدرسین پورې اړونده د نشرِ اسلامي دفتر له خوا په ۱۴۱۶قمري کال کښې چاپ شوی دی.[۲۶] د حسون په تحقیق کښې له معتبرو سرچینو د روایتونو رایستل، د ځینو ناآشنا کلماتو تشریح او د هغو کسانو په هکله یوه لنډه شرحه ده چې نومونه یې په کتاب کښې ذکر شوې دي.[۲۷]

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. ↑ مؤسسه نشر اسلامی، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۳-۴.
  2. ↑ مؤسسه نشر اسلامی، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۳-۴.
  3. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۵۰-۵۷.
  4. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۶۲-۶۶.
  5. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۵۰-۵۱.
  6. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۱۴۸-۱۵۰.
  7. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۵۰-۵۸.
  8. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۵۹-۸۱.
  9. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۸۲-۱۰۴.
  10. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۱۰۵-۱۲۵.
  11. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۱۲۶-۱۴۷.
  12. ↑ آقابزرگ طهرانی، الذريعة، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۶۹.
  13. ↑ آقابزرگ طهرانی، الذريعة، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۶۹ و ج۱۰، ص۴۳.
  14. ↑ آقابزرگ طهرانی، الذريعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۱۷۰.
  15. ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۶؛ یعقوبی، البابلیات، ۱۳۷۰ق، ج۱، ص۷۴.
  16. ↑ آقابزرگ طهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۴۳.
  17. ↑ آقابزرگ طهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۱۷۰.
  18. ↑ ابن‌نما حلی، ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۵۸.
  19. ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، ذیل نضار.
  20. ↑ حسون، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۳۲.
  21. ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۶.
  22. ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۶؛ یعقوبی، البابلیات، ۱۳۷۰ق، ج۱، ص۷۴؛ صفار، «ابن‌نما الحلی (توفی ۶۸۰ه/۱۲۸۱م)»، وبگاه العتبه الحسینیه المقدسه.
  23. ↑ آقابزرگ طهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۹، ص۳۴۹.
  24. ↑ حسون، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۴۲.
  25. ↑ حسون، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۴۳.
  26. ↑ حسون، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۴۳.
  27. ↑ حسون، «مقدمه»، در ذوب النضار، ۱۴۱۶ق، ص۴۳.

سرچينې

  • آقابزرگ طهرانی، محمدمحسن، الذریعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌نما حلی، ذوب النضار، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • امین، محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • حسون، فارس، «مقدمه»، در ذوب النضار، تألیف ابن‌نما حلی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • صفار، محمدطاهر، «ابن‌نما الحلی (توفی ۶۸۰ه/۱۲۸۱م)»، وبگاه العتبه الحسینیه المقدسه، تاریخ درج مطلب: ۲۵ آبان ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • مؤسسه نشر اسلامی، «مقدمه»، در ذوب النضار، تألیف ابن‌نما حلی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • یعقوبی، محمدعلی، البابلیات، نجف، مطبعه الزهراء، ۱۳۷۰ق.