مقتل

د wikishia لخوا
مقتل

مَقْتَل یا مقتل لیکنه یو ډول تاریخ لیکنه ده چې د مهمو شخصیتونو د وژلې یا شهادت څرنګوالی او تفصیلات بیانوي. مقتل لیکنه په شیعیانو کې زیاتره د معصومو امامانو(ع) او وتلو شیعه شخصیتونو د شهادت د بیانولو لپاره وه خو د کربلا په پېښه کې د مقتل لیکنې د دودېدو په وجه له دغه اصطلاح استفاده د امام حسین(ع) او دهغه د ملګرو د شهادت د پېښو بیانولو ته بېله شوې ده.

د امام حسین(ع) مقتلونه معمولا د عاشورا د پېښې د وړاندوینې په اړه د اسلام د پېغمبر(ص) او امام علي د روایتونو، د امام حسین(ع) د لیکونو او ویناوو، د امام حسین(ع) د ملګرو چې په کربلا کې نه دي شهیدان شوي د خبرو او مطالبو، له عاشورا وروسته د حضرت امام سجاد(ع) او بي بي زینب د خطبو، د امام حسین د شهادت په اړه د شیعه امامانو د روایتونو او د عاشورا په اړه د امام حسین(ع) د دښمنانو د ځینو ټکیو بیانوونکي دي.


اَصبَغ بن نُباتَه مُجاشِعِی د عاشورا د پېښې لومړي مقتل لیکونکی ګڼل شوی دی. د ابي مخیف لیکلی مقتل الحسین(ع) په دې زمینه کې له ډېرو پخوانیو مقتلونو څخه دی.

د مقتل لیکنې اوج په دریمې او څلورمۍ قمري پېړۍ کې دی خو له هغه وروسته د صفویانو د پړاو تر راتګه پورې د مقتل نویسۍ د زوال موده ده او د دغه پړاو اثار له نامعتبرو او بې سنده نظرونو او ګروهنو سره ګډ شول چې د عاشورا د پېښې په تحریف کې یې مهم رول لرلی دی لکه د ملا حسین کاشفي کتاب روضة الشهداء.

د صفوي له دولت سره هم مهاله د عاشورا د دستورو رسمیت موندل د نویو مقتلونو د تدوین سبب شول چې کره سرچینې یې نه لرلې او د عاشورا پېښه زیاتره د روضه خوانۍ او سوګواري په مجلسونو کې د استفادې او د ژړا لپاره د زمینه برابرولو او ژړولو لپاره ولیکل شو. د ابتلاء الاولیاء، اکسیر العبادة فی اسرار الشهادة او مُحرِق القلوب په شان اثار له دغه ډلې دي.

نفس المهموم او مقتل جامع سید الشهداء له مهمو اوسمهاله مقتلونو څخه دي.

مفهوم پېژندنه

هغه لیکلي راپورونه چې د تاریخ د وتلو شخصیتونو د وژلې یا شهادت په اړه د مطالبو لرونکي وي مقتل بلل کیږي.[۱] مقتل د مونوګراف په اساس د یو ډول تاریخ لیکنې پایله ده. د پېښو مونوګراف د تاریخي لیکنو یو ډول دی چې د مهمو واقعو په ثبتولو کې ترې استفاده کیږي. دغه شان لیکنې زیاتره له حادثو ډکو او برخلیک ټاکونکو پېښو په برخه کې جوړیږي او هغه له ټولو جزییاتو سره نقل کوي.[۲]

مقتل په لغت کې د قتل د ځای یا هماغه وژنتون په معنا دی.[۳]

د مقتل لیکنې مخینه

د امام علي(ع) مقتل، د ابن ابي دنیا اثر

د شیعیانو په لاس لیکل شوي لومړي مقتلونه زیاتره د امام علي(ع) د شهادت په اړه دي.[۴] ځینو سرچینو د ابی الحسن بکري، جابر جعفي، یحیی بحراني یزدي او ابن ابي دنیا په شان عالمانو څخه د «مقتل امیرالمؤمنین(ع)» په مشترک نوم د څوارلسو مقتلونو نوم اخستی دی.[۵]

د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) له شهادته وروسته، په شیعیانو کې مقتل لیکنه دود شوه. البته نن سبا له متقدمو تالیفاتو د «مقتل الحسین» په نامه یا یوازې په فهرست لیکنه کې تش نوم پاتې دی یا ځینې یې په خواره واره ډول د متاخرو په متونو کې نقل شوې دي.[۶]

ځینې مقتلونه تالیف شوي چې له اهل بیتو(ع) پرته د نورو شخصیتونو وفات یې بیان کړی دی. عمر بن خطاب مقتل له محمد بن عبدالله بن مهران،[۷] عبدالله بن زبیر مقتل او مقتل حُجر بن عَدی له ابی مِخنَف (وفات ۱۵۷ق)، په همدغه وروستۍ نامه دوه نور مقتلونه له نصر بن مزاحم کوفی (وفات ۲۱۲ق)او هِشام کَلبی (وفات ۲۰۴ یا ۲۰۹ق)، مقتل رشید او میثم و جُوَیریة بن مسهّر له هشام کلبی او مقتل محمد بن ابی بکر له عبدالعزیز جلودی (وفات ۳۳۰ یا ۳۳۲ق) له هغو څخه دي.[۸]

د امام حسین(ع) مقتلونه

د مشهور نظر په اساس د اَصبَغ بن نُباتَه مُجاشِعِی اثر، مقتل ابی‌ عبدالله الحسین، د امام حسین(ع) د شهادت د پېښو په اړه تر ټولو زوړ مقتل دی.[۹] البته د شیخ صدوق لیکلي ثواب الاعمال کتاب کې د یو روایت له مخې اصبغ بن نباته د امام حسین(ع) شهادت درک کړ،[۱۰] خو د عاشورا د پېښې په اړه له هغه هیڅ جزییات نه دي نقل شوي. سره له دې، ځینې څېړاندي باوري دي چې د هغه زوي قاسم د عاشورا د پېښې په اړه یو مقتل لیکلی دی.[۱۱]

د مقتل لیکنې اوج، په دریمې څلورمې قمري پېړۍ کې و او ویل شوي چې له څلورمې پېړې وروسته په کمېدو شو.[۱۲] ځینې دغه مقتلونه چاپ شوي دي، ځینې یې د نړۍ په یو شمېر کتابتونونو کې موجود دي، او ځینې نور له مینځه تللي دي.[۱۳] یو شمېر څېړاندي باوري دي چې زیات مقاتل موجود وو خو د وخت په تېرېدو سره له مینځه تللي او یوازې د ۱۴ مقتلونو نومونه یې ذکر کړې دي.[۱۴]

درې قمري پېړۍ یعنې اتمه، نهمه او لسمه د مقتل لیکنې د ځوړتیا پړاو راپور شوی دی.[۱۵] هغه اثار چې په دغه پړاو کې لیکل شوي، د کربلا له پېښې له اخستل شویو لومړیو راپورونو و او یا له نامعتبرو او بې سنده راپورونو سره اخښل شوې دي.[۱۶] په دغو کې ځینو اثارو د عاشورا د پېښو په تحریف کې ډېر رول لرلی دی؛[۱۷] لکه روضة الشهداء کتاب تألیف د ملاحسین کاشفی (۸۲۰-۹۱۰ق) چې د لسمې قمري پېړۍ په لومړیو کې لیکل شوی دی.[۱۸]

د صفوي دولت په راتګ سره د عاشورا دستورو لا رسمي او سرکاري مقام خپل کړ او نوي مقتلونه ولیکل شول چې کره سرچینې یې نه لرلې او د عاشورا پېښه یې زیاتره د غم، مصیبت او بلاګانو له اړخه روایتوله. په دې کې ډېر اثار د روضه خوانۍ او سوګوارۍ په مجلسونو کې د استفادې په هدف او ژړا ته د خلکو د تیارولو لپاره لیکل شوې دي. لکه ابتلاء الاولیاء، ازالة الاوهام فی البکاء، اکسیر العبادة فی اسرار الشهادة، او مُحرِق القلوب اثار له دغه ډلې دي.[۱۹]

کتاب قمقام زخّار و صمصام بَتّار، د ډک دریاب او غوڅوونکې تورې په معنا، لیک د فرهاد میرزا معتمدالدوله (۱۲۳۳-۱۳۰۵ق)، په وروستیو څو پېړیو کې ډېر مشهور تالیف شوی مقتل ګنل شوی دی.[۲۰] مُهیّج الاحزان وموقد النیران فی قلوب اهل الایمان، لیک د ملا محمدحسین ابن محمدعلی یزدی حایری د دیارلسمې پېړۍ هم له مشهورو او معتبرو مقاتلو څخه دی.[۲۱]

د امام حسین(ع) د مقتلونو اعتبار

د رسول جعفر په باور، له دوهمې تر څلورمې پېړۍ په لیکل شویو مقتلونو کې یوازې پینځه اثره معتبر دي:[۲۲]

  • مقتل الحسین(ع)، د ابی مخنف لوط بن یحیی ازدی‌ (وفات ۱۵۷ق
  • ترجمةالحسین علیه‌السلام و مقتله، د ابن سعد له اثر الطبقات الکبری کتابه (۱۶۸–۲۳۰ ق)،
  • ترجمه و مقتل امام حسین(ع)، د احمد بن یحیی بلاذُری له اثر‌ انساب الاشراف (دوهمه او دریمه قمري پېړۍ)،
  • گزارش قیام کربلا د دینَوَری د تالیف شوی کتاب الاخبار الطوال (۲۲۲ - ۲۸۲ق)،
  • فُتوح له ابن اعثم ( وفات: له ۳۲۰ق وروسته ).[۲۳]

هغه لیکلي دي: هغه مقتلونه چې له پینځمې پېړۍ وروسته لیکل شوي، ټول یا کوم خاص اعتبار نه لري یا داسې مطالب لري چې په ذکر شویو پینځو سرچینو کې راغلي دي. د مثال په توګه هغه مطالب چې طبري په تاریخ الامم والملوک، شیخ مفید په ارشاد، او ابوالفرج اصفهانی په مقاتل الطالبین کې راوړې، کم و زیات د ابي مِخنف له مقتله او هغه څه چې خوارزمي په مقتل الحسین(ع) کې راوړې او زیاتره د ابن اعثم له کتاب فتوح څخه اخستل شوې دي.[۲۴] همداراز سید ابن‌ طاووس په لهوف کتاب کې زیاتره د خوارزمي له مقتله راپور ورکړی دی.[۲۵]

د امام حسین د مقتلونو مطالب

د امام حسین(ع) د مقتلونو ځینې مطالب دا دي:

اوسمهاله مهم مقتلونه

مقتل جامع سید الشهداء کتاب

د اوسمهال ( د څوارلسمې او پینځلسمې قمري پېړۍ)ځینې مهم مقتلونه دا دي:

فوټ نوټ

  1. صاحبی، مقتل و مقتل‌نگاران، ۱۳۷۳ش، ص۳۱.
  2. یاوری، «مقتل‌نگاری شیعیان»، ص۱۰.
  3. معین، فرهنگ فارسی.
  4. یاوری، «مقتل‌نگاری شیعیان»، ص۱۱.
  5. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دارالاضواء، ج۲۲، ص۲۹-۳۱.
  6. یاوری، «مقتل‌نگاری شیعیان»، ص۱۱.
  7. آقابزرگ، الذریعه، دارالاضواء، ج۲۲، ص۲۲.
  8. آقابزرگ، الذریعه، دارالاضواء، ج۲۲، ص۳۱-۳۵.
  9. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دارالاضواء، ج۲۲، ص۲۳و۲۴.
  10. شیخ الصدوق، ثواب الأعمال، ۱۴۰۳ ق، ص۲۶۰.
  11. گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۶.
  12. گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۴و۴۵.
  13. گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۴۴و۴۵.
  14. عندلیب همدانی، ثارالله،۱۳۸۹ ش،ص ۱۴۱
  15. رنجبر، «سیری در مقتل‌نویسی»، ص۸۴.
  16. رنجبر، «سیری در مقتل‌نویسی»، ص۸۴؛ گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۵-۱۱۲.
  17. گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۵-۱۱۲.
  18. نوری، لؤلؤ و مرجان، ۱۳۸۸ش، ص۲۵۲ و ۲۲۰.
  19. جعفریان، «درباره منابع تاریخ عاشورا»، ۱۳۸۰ش، ص۵۱و۵۲.
  20. رحیمی، «قمقام زخار در تاریخ واقعه کربلا»، ص۲۸.
  21. https://www.ibna.ir/fa/report/309384/
  22. جعفریان، «درباره منابع تاریخ عاشورا»، ص۴۲.
  23. جعفریان، «درباره منابع تاریخ عاشورا»، ص۴۲.
  24. جعفریان، «درباره منابع تاریخ عاشورا»، ص۴۲.
  25. گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۲.
  26. جمعی از نویسندگان، پژوهشی در مقتل‌های فارسی، ١٣٨۶ش، ص۲۱-۲۷.
  27. جمعی از نویسندگان، پژوهشی در مقتل‌های فارسی، ١٣٨۶ش، ص۲۱-۲۷.
  28. گروهی از تاریخ‌پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۳۹-۱۴۹.

سرچينې

  • تهرانی، آقابزرگ، الذریعة الی تصانیف الشیعة، بیروت، دارالاضواء.
  • جعفریان، رسول، «درباره منابع تاریخ عاشورا»، در مجله آینه پژوهش، ش۷۱و۷۲، ۱۳۸۰ش.
  • جمعی از نویسندگان، پژوهشی در مقتل‎های فارسی، قم، زمزم هدایت، ١٣٨۶ش.
  • رحیمی، عبدالرفیع، «قمقام زخار در تاریخ واقعه کربلا»، در مجله کتاب ماه تاریخ و جغرافیا، ش۷۹، اردیبهشت ۱۳۸۳ش.
  • رنجبر، محسن «سیری در مقتل‌نویسی و تاریخ‌نگاری عاشورا از آغاز تا عصر حاضر (۳)»، در مجله تاریخ اسلام در آینه پژوهش، ش۱۶، زمستان ۱۳۷۶ش.
  • صاحبی، محمدجواد، «مقتل و مقتل‌نگاران»، در مجله کیهان فرهنگی، ش۱۱۱، تیر ۱۳۷۳ش.
  • صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الاعمال، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • گروهی از تاریخ پژوهان، مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، زیر نظر مهدی پیشوایی، قم، انتشارات مؤسسه امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام حسین(ع)، قم، سازمان چاپ و نشر دارالحدیث، ۱۳۸۸ش.
  • معین، محمد، فرهنگ فارسی.
  • نوری، میرزاحسین، لؤلؤ و مرجان، تهران، نشرآفاق، ۱۳۸۸ش.
  • یاوری، محمدجواد، «مقتل‌نگاری شیعیان از آغاز تا پایان قرن پنجم هجری»، در مجله تاریخ اسلام، ش۳۲، ۱۳۸۶ش.