منځپانگې ته ورتلل

سمیر قنطار

د wikishia لخوا
سمیر قنطار
د فلسطین د آزاد کونکی سازمان غړی
مذهبمستبصر له دروزیه تشیع ته
د زیږیدو نیټه۱۹۶۲ز کال
د زیږیدو ځایلبنان
د اوسیدو ځایلبنان • په اسراییلو کې د دېرشو کلونو بند
شهادتد ۲۰۱۵ ز کال د دسمبر په ۲۰مه، دمشق ته نږدې په جرمانا باندې د اسراییلو د توغندیو د برید په پایله کې
د دفن ځاید بیروت ضاحیه
فعالیتونهد اسراییلو پر وړاندې جګړه


سَمیر قِنْطار (۱۹۶۲–۲۰۱۵ز) د دروزي‌مذهب مبارز او د فلسطین د آزاد کونکی سازمان غړی، و، چې شیعه مذهب یې غوره کړ.

هغه د اسراییلي ځواکونو پر خلاف په یوه عملیاتي ماموریت کې ونیول او په بند محکوم شو. په ۲۰۰۸ز کال کې د اسراییلو او د لبنان د حزب‌الله ترمنځ د اسیرانو په تبادله کې له زندانه ازاد شو. هغه د ۲۰۱۵ز کال د دسمبر په ۲۰مه د سوریې په خاوره د اسراییلو د جنګي الوتکو په برید کې شهید شو. د لبنان حزب‌الله هغه د مقاومت د اتل او سمبول په توګه یادوي.

ژوندلیک

سمیر قنطار په ۱۹۶۲ز کال کې په لبنان کې په یوه دروزي کورنۍ کې زیږېدلی و. د هغه کورنۍ د لبنان له مبارزو کورنیو څخه وه. سمیر په ۱۴ کلنۍ کې د فلسطین له ازادي غواړې جبهې سره یوځای شو.[۱]

مبارزې

هغه په خپل لومړي ماموریت کې، چې فلسطین ته پټ ننوتل وو، د اردن د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او له یو کال څخه کم وخت یې د اردن په زندان کې تېر کړ، او له ازادېدو وروسته دې هېواد ته له ننوتلو منع شو.[۲]

په نیواکي خاوره کې عملیات

د ۱۹۷۹ز کال د اپریل په ۲۱مه د شپې په نیمایي کې، ۱۶ کلن سمیر قنطار د یو شمېر نورو ځوانانو په ملتیا د لبنان له سرحد څخه ۱۰ کیلومتره لرې نهاریا ښار ته ورسېد. ویل کېږي چې د دوی له موخو څخه یوه د یوه اسراییلي ساینسپوه تښتونه وه چې له لبناني اسیرانو سره تبادله شي. د هغه تر مشرۍ لاندې ډله له اسراییلي ځواکونو سره ښکېل، چې د هغه د ملګرو د وژل کېدو او د هغه د نیولو لامل شوه.[۳]

دېرش کلن زندان

د قنطار له محاکمې وروسته، محکمې هغه په ۱۹۸۰ز کال کې د درېو کسانو د وژنې په تور په پینځه ځله عمري بند او ۴۷ کاله زندان محکوم کړ. سمیر قنطار شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې و. په ۲۰۰۴ز کال کې د حزب‌الله له اسیرانو د تبادلې په بهېر کې د ازادېدو تر پولې ورسېد، خو اسراییلو په هغه وخت کې د هغه له ازادېدو سره موافقه ونه کړه.[۴][۵]

سمیر قنطار له آیت الله خامنه ای سره کتل

ازادي

د ۲۰۰۸ز کال د جولای په ۱۶مه، له ۳۳ ورځنۍ جګړې دوه کاله وروسته، سمیر قنطار د حزب‌الله د څلورو غړو سره یوځای د اسراییلي عسکرو د دوو جنازو په بدل کې ازاد شو. له ۲۸ کلن زندان وروسته د هغه ازادۍ په اسراییلو کې ډېرې شخړې او نیوکې راوپارولې، خو بیروت په هوايي ډګر کې د لبنان د وخت د ولسمشر، لومړي وزیر او د پارلمان د مشر لخوا له هغه څخه د یوه «ملي اتل» په توګه هرکلی وشو.[۶]

ایران او سوریې ته سفر

د حقیقت سمیر کتاب

قنطار په ۱۳۸۷ل کال کې ایران ته سفر وکړ او د ایران د چارواکو، په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر ایت‌الله خامنه‌اي سره یې وکتل.[۷] د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، سمیر قنطار د جولان په لوړو کې د حزب‌الله له غورځنګ سره فعالیت کاوه .[۸]

شیعه کېدل

سمیر قنطار دروزي‌مذهبه و. هغه د اسراییلو په زندان کې شیعه مذهب غوره کړ. هغه په یوه خپره شوې مرکه کې ویلي چې په زندان کې یې له تشیع او نهج البلاغې سره اشنایي پیدا کړه او شیعه مذهب یې ومانه [سرچینې ته اړتیا]. خو کله چې په زندان کې و، دا خبره ښکاره نه شوه، ځکه چې د لبنان د حزب‌الله د چارواکو په وینا، په دې افشا کولو سره به دا تصور رامنځته شوی وای چې سمیر قنطار له زندان څخه د ازادېدو لپاره مذهب بدل کړی دی [سرچینې ته اړتیا].

شهادت

سمیر قنطار په ۲۰۱۵ز کال د دسمبر په ۲۰مه په ۵۳ کلنۍ کې د سوریې په جرمانا کې، چې د دمشق ته نزدې پرته ده د اسراییلو د توغندیز برید له امله شهید شو او د بیروت په ضاحیه کې په روضة حوراء زینب هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو.[۹]

د لا ډېرې مطالعې لپاره

د «حقیقت سمیر» کتاب د سمیر قنطار ژوندلیک دی، چې په ۱۳۹۴ل کال کې د سوره مهر خپرنځي له خوا خپور شوی دی.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. توکلی، حقیقت سمیر، به نقل از خبرگزاری مهر.
  2. توکلی، حقیقت سمیر، بنقل از خبرگزاری مهر.
  3. توکلی، حقیقت سمیر، بنقل از خبرگزاری مهر.
  4. توکلی، حقیقت سمیر، بنقل از خبرگزاری مهر.
  5. سمیر قنطار از اسارت تا شهادت، روزنامه اطلاعات، یکشنبه ۶ دی ماه، ۱۳۹۴ش.
  6. سمیر قنطار از اسارت تا شهادت، روزنامه اطلاعات، یکشنبه ۶ دی ماه، ۱۳۹۴ش.
  7. شهید قنطار:هرگز ایران را تنها نخواهیم گذاشت/ صهیونیست‌ها از نام نصرالله وحشت دارند، خبرگزاری تسنیم.
  8. سمیر قنطار از اسارت تا شهادت، روزنامه اطلاعات، یکشنبه ۶ دی
  9. واکنش مقامات صهیونیستی به خبر شهادت «سمیر قنطار»، خبرگزاری فارس؛ مزار شهید سمیر قنطار، صراط‌نیوز.
  10. حقیقت سمیر، انتشارات سوره مهر.

سرچينې

  • سمیر قنطار از اسارت تا شهادت، روزنامه اطلاعات، یکشنبه ۶ دی ماه، ۱۳۹۴ش.
  • توکلی، یعقوب، حقیقت سمیر، انتشارات سوره مهر، چاپ دوم تهران، ۱۳۹۴ش.
  • شهید قنطار:هرگز ایران را تنها نخواهیم گذاشت/ صهیونیست‌ها از نام نصرالله وحشت دارند، خبرگزاری تسنیم، تاریخ انتشار: ۲۹ آذر ۱۳۹۴ش.
  • واکنش مقامات صهیونیستی به خبر شهادت «سمیر قنطار»، خبرگزاری فارس، تاریخ انتشار: ۲۹ آذر ۱۳۹۴ش.
  • مزار شهید سمیر قنطار، صراط نیوز، تاریخ انتشار: ۰۵ دی ۱۳۹۴ش.
  • حقیقت سمیر، انتشارات سوره مهر.