محمد جواد بلاغي نجفي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

محمد جواد بلاغي

محمد جواد بَلاغي نجفي (۱۲۸۲-۱۳۵۲ق) یو شیعه عالم چې د یهودیانو، عیسایانو، بهائیانو او وهابیانو په وړاندې د اسلام او تشیع د دفاع لپاره یې ډېر کتابونه لیکلي او د قرآن د تفسیر او فقې په اړه یې هم ځینې اثار پنځولې دي. بلاغي د محمد تقي شیرازي او اخوند خراساني شاګردي کړې ده.

بلاغي په نجف کې د نوي کلام د علم بنسټ ګر ګڼل کیږی. سید محمد هادي میلاني او د نجف او قم ځینې نور مراجع منجمله سید ابوالقاسم خویي د هغه د کلامي مکتب شاګردان ګڼل شوې دي.

بلاغي په فارسۍ، عربۍ، انګریزۍ او عبرۍ ژبه پوهېده، هغه په علمي فعالیت سربېره، د انګلستان په وړاندې د عراق د خلکو په خپلواکي غواړو مبارزو کې هم ګډون درلود.

آلاء الرحمن فی تفسیر القرآن، التوحید و التثلیث او انوار الهدی د هغه له تالیفاتو دي

ژوند لیک

محمدجواد بن حسن بن طالب بلاغي په ۱۲۸۲ ق کال کې په نجف کې وزېږېد.[۱] د بلاغي کورنۍ په نجف کې د شیعه یوه ډېره زړه علمی کورنۍ وه او د تنقیح المقال کتاب لیکوال عبدالله مامقاني د دغه کورنۍ له مشهورو کسانو دي.[۲]

بلاغي خپل تعلیم په نجف کې پېل کړ او په ۲۴ کلنۍ کې په ۱۳۰۶ ق کې کاظمین ته لاړ او له شپږوکلونو وروسته نجف ته ستون شو. په ۱۳۲۶ق کال کې یې سامرا ته هجرت وکړ او لس کاله یې د میراز محمد تقي شیرازي په نزد شاګردي وکړه. هغه بیا کاظمین ته لاړ او دوه کاله پس نجف ته ستون شو.[۳]

بلاغي د سید موسی کاظمي جزایري سره واده وکړ.[۴]

وفات

بلاغي د ۱۳۵۲ ق کال د شعبان په ۲۲ د دوشنبې په شپه په نجف کې وفات شو او د امیر المومینن په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.[۵]

تعلیم او اقدامات

محمد جواد بلاغي په نجف کې د مصابح الفقیه کتاب د لیکوال آقا رضا همداني او د شوارع الاسلام فی شرح شرائع الاسلام کتاب د لیکوال سید محمد هندي د فقې په درسونو کې شرکت کاوه. هغه همداراز د اخوند خراساني او د اتقان المقال فی احوال الرجال کتاب د لیکوال شیخ محمد طه نجف له شاګردانو و.[۶] بلاغي سامرا ته له مهاجرته وروسته له میرزای شیرازي سره اړیکي لرل او د محمد تقي شیرازي او سید محمد فشارکی د فقې په درسونو کې به یې شرکت کاوه.[۷]

بلاغي په نجف کې د نوي علم کلام بنسټ ګر ګڼل شوی چې د مسیحیت د تبلیغي او تبشیري فعالیتونو او د دین د مخالفانو د تبلیغاتو په مقابله کې به یې فعالیت کاوه. هغه په فارسۍ، عربۍ، انګریزۍ او عبرۍ ژبو پوهېده.[۸] سید محمد هادي میلاني، سید عبدالحسین طیب او ځینې د نجف او قم [۹] نور مراجع منجمله سید ابوالقاسم خویي،[۱۰] د هغه د کلامي مکتب له شاګردانو ګڼل شوې دي. بلاغي په سامرا کې د استوګنې په کلونو کې له هغو عالمانو و چې د انګلستان په وړاندې د عراق د خلکو په مبارزه غواړو بهیرونو کې فعال و.[۱۱] دغه مبارزې د میرزا محمد تقي شیرازي په فتوا سره جوړې شوې.[۱۲] ممد جواد بلاغي د مجاهد په لقب هم بلل کېده.[۱۳]

آثار او تألیفات

اصلی مقاله: د محمد جواد بلاغي آثار

موسوعة العلامة البلاغی

بلاغي په مختلفو موضوګانو کې ډېر کتابونه لري چې زیاتره یې د کلام په موضوع او د اسلام او قران په دفاع او د یهودیت، مسیحیت، بهائیت او وهابیت په رد کې لیکل شوې دي. آلاء الرحمن فی تفسیر القرآن تفسیري کتاب د هغه یو ډېر پېژندل شوی کتاب دی.[۱۴] دهغه د اثارو ټولګه د«موسوعة العلامة البلاغی» په نامه د څېړاندو د یوې ډلې په هڅه په احیای تراث اسلامي مرکز کې په ۹ ټوکو کې خپره شوې ده.[۱۵] رضا استادي د هغه د شپیتو تالیفاتو لړلیک برابر کړی چې یوازې ۲۲ یې چاپ شوې دي؛[۱۶] منجمله :

  • آلاء الرحمن فی تفسیر القرآن، د شیعه یو ډېر ارزښتمن تفسیر ګڼل شوی چې بلاغي یې په سریزه کې، د قران د اعجاز او د هغه د نه تحریفیدو په اړه خبرې کړې دي. بلاغي دغه کتاب د خپل ژوند په وروستیو کې لیکلی او له همدې امله یې یوازې د نساء سورې تر ۵۷ ایته تفسیر کړی دی.[۱۷]
  • التوحید و التثلیث، په ۵۶ مخونو کې یوه رساله چې د سوریې د یو مسیحي د رسالې په ځواب کې لیکل شوې ده.[۱۸]
  • أعاجیب الأکاذیب، د اسلام د دین د حقانیت د اثبات او د مسیحي مبلغانو شبهو ته په ځواب کې لیکل شوی دی.[۱۹]
  • انوار الهدی، د خدای د وجود په اثبات او د مادي ګروهو په رد کې لیکل شوی دی. کتاب البلاغ المبین هم په همدې موضوع لیکل شوی دی.[۲۰]
  • د شعرونو دیوان، چې ډېر شعرونه او قصیدې پکې دي؛ منجمله د ابو علي سینا د عینیه قصیدې په ځواب کې او همداراز د امام زمان (ع) [۲۲] د وجود په انکار کې د اهل سنتو د یو عالم په ځواب کې قصیده. همداراز هغه د اهل بیتو په صفت کې ځینې شعرونه هم ویلې دي.[۲۳] یوه پکې د امام حسین لپاره مرثیه ده [۲۴] چې په دغو دوو بیتونو سره پېل کیږي.


یا تریب الخدّ فی رمض الطفوف لیتنی دونک نهبا للسیوف[۲۵]


ای هغه کسه چې د کربلا په تود ټاټوبي کې دې اننګي په خاورو ولړل شو کاش ستا په ځای زه تورو ته مخامخ شوی وی.

فوټ نوټ

سرچيني

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعه؛ القسم الاول من الجز الاول (نقباء البشر فی القرن الرابع عشر)، تعلیق عبدالعزیز طباطبایی، مشهد، دارالمرتضی، الطبعة الثانیة، ۱۴۰۴ق.
  • استادی، رضا، «گوشه‌هایی از زندگانی مرحوم شیخ محمدجواد بلاغی»، در مجله مشکوة، ش۲۶۱، پاییز ۱۳۶۱ش.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، نجوم امت: آیت الله العظمی علامه حاج شیخ محمدجواد بلاغی، نور علم، شماره ۴۱، ۱۳۷۰ش.
  • بلاغی نجفی، محمدجواد، اسلام آیین برگزیده، ترجمه سید احمد صفائی، تهران، انتشارات آفاق، [۱۳۶۰ش].
  • جمعی از محققان، موسوعة العلامة البلاغی، زیر نظر: علی اوسط ناطقی|مرکز احیاء آثار اسلامی، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • عقیقی بخشایشی، عبدالرحیم، «شیخ محمدجواد بلاغی: پایه‌گذار علم کلام نوین در حوزه علمیه نجف»، در ماهنامه مکتب اسلام، ش۷، مهر ۱۳۶۲ش.
  • جمعی از پژوهشگران حوزه علمیه قم، گلشن ابرار، ج۲، قم، نشر معروف، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • یادنامه حضرت آیت الله العظمی آقای حاج سید ابوالقاسم خویی، ۱۳۷۲ش (بر اساس نسخه الکترونیک در سایت موسسة الخوئی الاسلامیة).

بهرنۍ لینکونه