شهربانو

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

شهربانو، د امام سجاد (ع) مور. د مورخانو او محدثانو په راپور، شهربانو د اخري ساساني پاچا یزدګرد، لور وه چې ایران ته د اسلام له راتګه وروسته د امام حسین (ع) مېرمنه شوه او امام سجاد (ع) له هغې پېدا شو. البته د هغې د نوم، نسب، د وفات د وخت، مدینې ته د رسېدلو او له امام حسین (ع) سره د واده د څرنګوالي په باره کې د نظر اختلافونه موجود دي. د یو روایت له مخې چې دلائل الامامیه (په دریمې قمري پېړۍ کې لیکل شوی) کې نقل شوی، هغه د عمر بن خطاب د پړاو په فتوحاتو کې اسیره او مدینې ته راوستل شوه او هلته له ازادۍ وروسته د امام حسین (ع) په نکاح کې راغله. د تاریخي راپورونو له مخې شهربانو د امام سجاد (ع) د زوکړې په وخت له دنیا تللې ده سره له دې ویل شوي چې هغه د کربلا په پېښه کې موجوده وه او د امام حسین له شهادته وروسته ری ښار ته تللې او هلته په یو غره کې له سترګو پناه شوې ده. له دې امله ری ته نزدې واقع د بي بي شهربانو بقعه یا زیارت هغې ته منسوب دی. له کربلا ری ته د هغې د سفر کیسه د عاشورا له تحریفاتو ګڼل شوې ده. همداراز ځینو څېړونکو په ری کې هغې ته د منسوب زیارت انتساب رد کړی دی.


نسب شهربانو د امام سجاد (ع) مور ده. د محمد هادي یوسفي غروي (زوکړه ۱۳۲۷ ق) په وینا مورخان [۱] د امام سجاد (ع) مور د دریم یزدګرد لور ګڼي خو د هغې په نوم کې اختلاف لري.[۲] همداراز د ابن شهر آشوب(وفات ۵۸۸ ق) په وینا د امام سجاد (ع) مور شهربانو د یزدګرد لور ده سره له دې د هغې نوم یې شاه زنان، جهان، سُلافه، خوله، برّه ، مریم او فاطمه هم یاد کړی دی.[۳] په سرچینو کې د هغې نوم سلامه،[۴] شهرناز،[۵] حرار او غزّاله[۶] هم ذکر شوی دی. همداراز د پلار نوم یې سبحان[۷] او نوشجان[۸]هم یاد کړی دی. په یو نقل کې د امام سجاد [ع] مور د کابل یوه وینځه معرفي شوې ده.[۹]

د  اهل سنت عالم جار الله زمخشري (وفات ۵۳۸ ق) په وینا اهل سنتو امام سجاد (ع) ته «ابن‌الخیَرَتَین» ویل ځکه چې مور یې د یزدګرد له نسله وه.[۱۰]

مدینې ته ورتګ او د امام حسین (ع)مېرمنتوب

مدینې ته د شهربانو د ورتګ او له امام حسین سره یې د واده په اړه څو نظرونه موجود دي:
د حضرت علي (ع) په حکومت کې د یو روایت له مخې چې په الاِرشاد،[۱۱] اِعلام الوَری،[۱۲] روضة الواعظین،[۱۳] تاج الموالید[۱۴] او کشف الغُمَّه[۱۵] کې نقل شوی دی، په ختیځ کې د امام علي (ع) چاروال د یزدګرد دوه لوڼه امام ته واستولې، امام علي (ع) شهربانو امام حسین (ع)  او بله محمد بن ابي بکر ته وبخښله.

د عمر بن خطاب په حکومت کې [۱۶] د یو روایت له مخې چې په دلائل الامامة (لیکل شوی په دریمه قمري پېړۍ کې) کې نقل شوی، شهربانو وینځه وه، عمر بن خطاب غوښتل د یزدګرد لور خرڅه کړي؛ خو امام علي (ع) له پیغمبر اکرم (ص) څخه د دې روایت په اساس « د هر قوم د درنو خلکو درنښت وکړئ که څه هم له تاسو سره مخالفت وکړي»د دې مخه ونیوله. بیا یې له هغې خپله برخه د خدای په لاره کې ازاده کړه او له دې وروسته بني هاشمو او نورو مسلمانانو دغه کار وکړ. له دې امله هغه یې خپلې خوښې ته پرېښوده چې له یو کس سره واده وکړي او هغې امام حسین (ع) خوښ کړ او ورته واده شوه.[۱۷] د یو بل روایت له مخې چې په کافي کې راغلی، عمر ابن خطاب غوښتل چې هغه د ځان لپاره واخلي؛ خو امام علی(ع) یې مخه ونیوله [۱۸] البته شیعه اندیال مرتضی مطهري(وفات ۱۳۵۸) د الکافي روایت معتبر نه دی ګڼلی؛ ځکه چې دوه راویان یې د رجالو له نظره د باور وړ نه دي.[۱۹] د عثمان په خلافت کې: د یو روایت له مخې چې په عیون اخبار الرضا کې ذکر شوی، دا کیسه د عثمان د خلافت په زمانه کې شوې او عثمان بن عفان هغه امام حسین (ع) ته بخښلې ده [۲۰] محمد هادي یوسفي غروي (زوکړه ۱۳۲۷ لمریز) په کتاب الموسوعه التاریخ الاسلامي کې هم همدا نقل منلی دی.[۲۱]

شکونه 
د اسلام او ایران متقابل خدمات نومۍ کتاب کې د مرتضی مطهري په وینا، له امام حسین (ع) سره د شهربانو واده، د تاریخي مدارکو له نظره مشکوک دی او ځینو څېړاندو پکې شک څرګند کړی او کیسه یې جعلي ګڼلې ده.[۲۲] سید جعفر شهیدي (وفات ۱۳۸۶ لمریز) په زندګاني علی ابن حسین (ع) نومې کتاب کې،  د بني هاشمو په نزد په دوهمه پېړۍ کې د بي بي شهربانو ناپېژندوالی د دغه شک له شواهدو ګڼلی دی. هغه د دغه ادعا د اثبات لپاره،  په تاریخي راپور استناد کړی دی. د دغه راپور په اساس عباسي خلیفه منصور دوانیقي (حکومت: ۱۳۶-۱۵۸ق)په نفس زکیه د مشهور محمد بن عبدالله د لیک په ځواب کې چې د خپلې کورنۍ فضیلت یې بیان کړی و، د امام سجاد (ع) مور ام ولد (وینځه) ګڼلې ده.[۲۳] د سید جعفر شهیدي په وینا، هغه د اُم‌ُّوَلَد ټکی  د نفس زکیه د سپکاوي لپاره ذکر کړی دی او که د شهربانو کیسه رښتیا وای نو منصور به دغه تعبیر او ټکی نه کاروه او که دروغ یې لیکلی وای، نفس زکیه به یې ځواب ورکړی و چې د امام سجاد (ع) مور وینځه نه وه.[۲۴]
وفات 

د ځینو مورخانو په وینا، د امام سجاد (ع) مور د هغه د زوکړې په وخت له دنیا تللې ده [۲۵] د هغې له وفاته وروسته، وشیکه د امام سجاد (ع) دایه شوه له دې امله امام هغې ته د مور خطاب کاوه.[۲۶] د مورخ علي بن حسین مسعودي (وفات ۳۴۶ ق) په وینا، کله چې امام لوی شو وشیکه یې خپل مریي ته واده کړه. له همدې امله بني امیه و به امام ملامتاوه او ویل به یې: علي بن حسین خپله مور خپل غلام ته واده کړې ده.[۲۷] سره له دې، په الطبقات الکبری کتاب (لیکل شوی په دریمه قمري پېړۍ کې) نقل شوي چې شهربانو د امام حسین (ع) وروسته د امام له غلام زُبید سره واده وکړ او د هغه لپاره یې د عبدالله په نوم یو بچی پېدا کړ.[۲۸] همداراز راپور راغلی چې شهربانو د کربلا پېښې وروسته ایران ته لاړه او ری ته نزدې په یو غره کې ورکه شوه [۲۹] له دې امله د هغې په اړه تعزیې لوستل کیږي.[۳۰] شیعه مورخ محدث نوري (وفات۱۳۲۰ق) دا مساله د عاشورا له تحریفاتو ګڼلې ده.[۳۱] همداراز د شیعه کتاب پېژاندي آقا بزرګ تهراني (وفات ۱۳۸۹ق) په وینا دا خیالي کیسه ده چې په منشور مبارک کتاب کې (امام علي (ع) ته د طبرستان د پاچاهانو د نسبت په باره کې په جعلي رساله کې) راغلې ده.[۳۲] د بي بي شهربانو بقعه یا زیارت چې ری ته نزدې دی په شهربانو پورې منسوب دی.[۳۳] البته هغې ته د دغه زیارت منسوبول د ځینو لیکوالانو لخوا رد شوې دي. [۳۴]

د آرتهر دو ګوبینو نظریه

د مرتضی مطهري (وفات ۱۳۵۸لمریز) په وینا فرانسوی ختیځ پېژاند آرتهر دو ګوبینو (وفات ۱۸۸۲ م) په «د مرکزي اسیا ادیان او فلسفه»کتاب کې د ساساني پاچاهانو د اسماني او الهي اړخ په باره کې د ایرانیانو پخوانۍ عقیدې، د امامت او عصمت په باره کې د شیعه عقایدو اصلي جرړه ګڼلې او له شهربانو سره د امام حسین (ع) واده یې په شیعیانو کې د دغه ایرانۍ عقیدې د سرایت او دودېدو لامل ګڼلی دی. ایډورډ براون هم د ګوبینو نظریه تایید کړې ده.[۳۵] البته مطهري دغه ادعا ته اوه ځوابه ورکړي او هغه یې بې بنیاده ګڼلې ده.[۳۶] منجمله دا چې که دغه ادعا صحیح وه، باید د شیعیانو لومړی امام ایرانی وی. همداراز اکثره ایرانیان چې شیعه شوي، د تشیع مذهب یې خپلاوه؛ خو نه لومړي شیعیان (بې له سلمان فارسي) ایراني وو او نه مسلمان شوې ایرانیان شیعه. بلکې د صفویانو تر دورې پورې اکثره ایراني توکه عالمان سني مذهبه وو.[۳۷]