طلقاء
طُلَقاء د آزادو شویو په معنا، د پېغمبر(ص) د مخالفانو هغه ډله کسانو ته ویل کیږي چې د مکې له فتحې وروسته یې پېغمبر له سزا کولو تېر شو. ابو سفیان او زوی یې معاویه د طلقاوو تر ټولو لویې بېلګې دي.
امام علي(ع) په صفین جنګ کې طلقاء هغه کسان معرفي کړل چې همېشه یې له اسلام سره دښمني کړې او له مجبورۍ یې ایمان راوړی دی، طلقاء یو سپکاوونکی تعبیر و چې د بني امیه و په اړه کارول کېده او هم ځکه د خلافت وړ نه ګڼل کېدل.
مفهوم پېژندنه
د طلقاء مطلب دی ازاد شوی غلام.[۱] د اسلام پېغمبر(ص) دغه اصطلاح د مکې په فتحه کې د مکې د ځینو کسانو لپاره وکاروله.[۲] دغه کسان د پېغمبر له مخالفانو وو چې د مکې له فتحې وروسته له مجبورۍ او ناچارۍ مسلمان شول او پېغمبر هغوي مریان نه کړل او طلقاء یعنې ازاد شوي یې وبلل.[۳]
د څلورمې پېړۍ د شیعه عالم سید محمد حسین تهراني په وینا، طلقاوو د مکې له فتحې مخکې ویل محمد له خپل قوم سره پرېږدئ، که په خپل قوم برلاسی شو مونږ به هم اسلام راوړو او که هغوي پر محمد برلاسي شول، قوم به یې مونږ هم د هغه له لاسه وژغوري.[۴] طلقاو ته کله کله «د مکې د فتحې مسلمانان»(مُسلِمَةُ الفَتح) هم ویل کېدل.[۵]
شمېر او مشهور کسان یې
د ځینو تاریخي راپورونو له مخې طلقاء تر دوو زرو پورې کسان وو.[۶] همداراز په تاریخي سرچینو کې د ابوسفیان، معاویة بن ابیسفیان، یزید بن ابوسفیان، سهیل بن عمرو، حُوَیطب بن عبد العُزَّی،[۷] جبیر بن مطعم، عکرمة بن ابیجهل، عتاب بن اسید، صفوان بن امیه، مطیع بن اسود، حکیم بن حزام، حارث بن هشام او حکم بن ابیالعاص[۸] په شان کسان طلقاء یاد شوې دي.
اهل سنت عالم حسن بن فرحان مالکي(زوکړه ۱۳۹۰ ق) طلقاء د مقام او منزلت له مخې په دریو برخو وېشلي دي:
- هغه ډله چې پېغمبر یې د ایمان په صحیحوالي ډاډ درلود او هغوی ته یې د مولفة قلوب په توګه څه ورنه کړل؛ لکه عکرمه بن ابي جهل، عتاب بن اسید او جبیر بن مطعم
- هغه ډله چې پېغمبر د تألیف قلوب له مخې هغوي ته ځینې مالونه ورکړل چې پکې ابوسفیان، معاویه، صفوان بن امیه او مطیع بن اسود شامل دي دغه کسان په طلقاو کې تر ټولو ټیټه درجه ګڼل شوې ده.
- د دوهمې او لومړۍ ډلې تر مینځ یوه بله ډله چې حارث بن هشام، سهیل بن عمرو او حکیم بن حزام، له دغو کسانو معرفي شوي دي.[۹]
د بني امیه و په هکله سپکاوونکی استعمال
د ځینو اوسمهاله څیړاندو په وینا، طلقاء لفظ یو ډول په بدنامۍ دلالت کاوه[۱۰] او په همدې اساس، بني امیه حزب الطلقاء بلل شوې دي.[۱۱]
حضرت علي(ع) معاویه ته په یو لیک کې، هغه له طلقاء بللی او په همدې اساس یې هغه د خلافت، امامت او مشورې وړ نه دی ګڼلی.[۱۲]امام علي(ع) هم د صفین جنګ کې طلقا هغه کسان ګڼلي وو چې له اسلام سره دښمني کوله او تل یې له اسلام سره په جنګ کې وو.[۱۳] علی ابن ابیطالب(ع) هغوي د قرآن، او د پېغمبر د سنت دښمنان او د بدعت او رشوت خلک معرفي کړې دي.[۱۴]
حضرت زینب(س) کله چې د یزید بن معاویه په اسارت کې وه، په یوه خطبه کې یزید د طلقاء بچی بللی دی.[۱۵]
د هغه څه مطابق چې د دریمې قمري پیړۍ مورخ احمد بن یحیی بلاذري په خپل کتاب انساب الاشراف کې راوړي عمر بن خطاب، طلقاء او بچیان یې د خلافت وړ نه ګڼل.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۰، ص۲۲۷.
- ↑ ابن هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۴۱۲؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۶۱.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۹۱.
- ↑ حسینی تهرانی، امامشناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱۸، ص۲۸۰.
- ↑ مالکی، الصحبة و الصحابة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۲.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۴، ص۲۳۶.
- ↑ حسینی تهرانی، امامشناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱۸، ص۲۸۰.
- ↑ مالکی، الصحبة و الصحابة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۲-۱۹۳.
- ↑ مالکی، الصحبة و الصحابة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۲-۱۹۳.
- ↑ جوادی، «طلقاء و نقش آنان در تاریخ اسلام»، ص۷.
- ↑ جوادی، «طلقاء و نقش آنان در تاریخ اسلام»، ص۲.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۲۹.
- ↑ ابن قتیبة الدینوری، الإمامة والسياسة، ۱۴۱۰ق، ص۱۷۸.
- ↑ ابن قتیبة الدینوری، الإمامة والسياسة، ۱۴۱۰ق، ص۱۷۸.
- ↑ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۰۸.
- ↑ بلاذری، جمل من انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج ۱۰، ص۴۳۴-۴۳۵؛ ابن حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۷۰.
سرچينې
- ابن حجر عسقلانی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق: عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
- ابن قتیبة الدینوری، عبدالله بن مسلم، الإمامة و السیاسة، تحقیق: علی شیری، بیروت، دارالأضواء، الطبعة الأولی، ۱۴۱۰ق.
- ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، تصحیح: احمد فارس، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
- ابن هشام، السیرة النبویة، عبدالملک بن هشام، تحقیق: مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبد الحفیظ شبلی، بیروت، دار المعرفه، بیتا.
- بلاذری، احمد بن یحیی، کتاب جمل من انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
- جوادی، سید مهدی، «طلقاء و نقش آنان در تاریخ اسلام»، در مجله پژوهشنامه تاریخ، شماره ۱۲، پاییز ۱۳۸۷ش.
- حسینی تهرانی، سید محمدحسین، امامشناسی، مشهد، نشر علامه طباطبایی، ۱۴۲۶ق.
- طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، بیروت، دار التراث، ۱۳۷۸ش.
- مالکی، حسن بن فرحان، الصحبة و الصحابة بین الاطلاق اللغوی و التخصیص الشرعی، عمان، مرکز الدراسات التاریخیه، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۲م.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بیتا.
- مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبی من الاحوال و الاموال و الحفده و المتاع، تحقیق: محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
- منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق: عبد السلام محمد هارون، المؤسسة العربیة الحدیثة، ۱۳۸۲ق/ افست: قم، منشورات مکتبة المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.