تألیف قلوب

د wikishia لخوا

تألِیف قُلُوب له کفارو، منافقانو او یا هغه مسلمانانو چې کمزوری ایمان لري د پېغمبر(ص) امام(ع) او اسلامي حاکم اقتصادي ملاتړ دی او له مسلمانانو سره د هغوي د یو ځای کولو او د اسلام د دفاع لپاره ترسره کیږي. کوم کسان چې په دې هدف سره یې ملاتړ کیږي. «الْمُؤَلَّفَة قُلُوبُهُمْ» یا «مُؤَلَّفَةُ القُلُوب» نومیږي. د رسول خدا(ص) په سیرت کې له مشرکانو ځینې کسان تالیف قلوب شوې دي. قرآن د زکات د استعمال یو ځای تالیف قلوب بیان کړی دی. ځینې شیعه فقیهان باوري دي چې دغه فقهي حکم د پېغمبر(ص) یا امامانو(ع) په وخت پورې مخصوص نه دی او د غیبت په زمانه کې هم جاري دی.

مفهوم پیژندنه او مقام

د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: د زکات آیت

تألیف قلوب یوه فقهي موضوع ده چې له کفارو، منافقانو او یا هغه مسلمانانو چې کمزوری ایمان (په عقیده کې سست او ناپایداره دي)لري[۱] اقتصادي ملاتړ دی چې پېغمبر(ص) معصوم امام(ع) او اسلامي حاکم یې ترسره کوي.[۲] دغه کسانو ته «الْمُؤَلَّفَةُ قُلُوبُهُمْ» یا «مُؤَلَّفَةُ القُلُوب» هم ویل کیږي[۳]


قطب راوندي (وفات ۵۷۳ق) دغه ډلې ته د زکات له ورکولو د خدای د رسول(ص) هدف اسلام ته د هغوي ګروهېدل او د اسلام پیاوړتیا ګڼلی دی.[۴] (په اومې پېړې کې د اهل سنت د مورخ او محدث) ابن اثیر په قول د مکې له فتحې وروسته له ځینو مشرکانو د پېغمبر مالي ملاتړ سبب شو چې کابو دوه زره کسان یې له هغه حضرت سره په هوازِن جنګ کې ملګرتیا وکړي.[۵]

فقیهانو د توبې سورې د ۶۰ آیت په استناد، د زکات له اته ګونو مواردو څخه یو مورد «تألیف قلوب» ګڼلی دی.[۶] د شیعه مفسر محمد جواد مغنیه (۱۳۲۲-۱۴۰۰ق)، په قول له هغوي د اقتصادي ملاتړ یو دلیل د هغوی د شر دفع کول دي.[۷]

د پېغمبر(ص) سیرت

د اسلام د پېغمبر(ص) په ژوند کې له مشرکانو ځینې کسان له صفوان بن امیه او یو شمېر منافقان لکه ابوسفیان تالیف قلوب شوې دي[۸] صفوان بن امیه د حنین په غزا کې له مسلمانانو سره وجنګېد او له ولجو یې هم ونډه یوړه.[۹] د اهل سنتو عالم حسن بن فرحان مالکی (زاده ۱۳۹۰ق)، باوري دی چې د خدای رسول(ص) د مکې له فتحې وروسته ځینو ُطَلقاو ( ازاد شویو کسانو لکه ابوسفیان، معاویه، صفوان بن امیه او مطیع بن اَسود ته د تالیف قلوب له مخې ځینې مالونه ورکړل.[۱۰]

د مؤلفةالقلوب مصداقونه

فقیهان په دې اړه چې له مؤلفةالقلوب څخه مطلب کوم کسان دي، مختلف نظرونه لري چې ځینې یې دا دي:


  1. کفار: د شیخ مفید (۳۳۶ق یا ۳۳۸ق ـ ۴۱۳ق) په وینا تألیف قلوب په جهاد کې د مرستې لپاره له مسلمانانو سره د ملګرتیا په هدف د جذبولو لپاره دی.[۱۱] محقق حلي (۶۰۲ق) په المعتبر شیخ طوسي کې هم د دغه نظر له پلویانو ګڼل شوی دی.[۱۲] مقدس اردبیلي (وفات ۹۹۳ق) هم له شیخ طوسي سره هم نظره دی.[۱۳]
  2. منافقان: ابن‌جُنَید (په څلورمې قمري پېړۍ کې شیعه فقیه) په دې باوردی چې تألیف قلوب یوازې منافقانو ته شاملیږي.[۱۴] چې په دې وسیله یې زړونه نرم شي او له نفاقه لاس واخلي.[۱۵]
  3. د کمزورې ایمان مسلمانان: د ځینو نورو فقیهانو لکه قطب الدین راوندي په فقه القرآن کتاب او شیخ یوسف بحراني ( وفات ۱۱۸۶ق) په الحدائق الناضره کتاب کې د تالیف قلوب اصل، هغو مسلمانانو لپاره ګڼلی چې په توحید عقیده لري، خو لا یې د رسول الله مبارک(ص) پېغمبري په زړونو کې نه ده ننوتلې.[۱۶]
  4. کفار، منافقان او مسلمین: یو بل نظر دا دی چې تالیف قلوب یو «عام» اصل دی او پکې منافقین، ضعیف‌الایمان مسلمانان، په پولو کې میشته مسلمانان او داسې نور شاملیږي.[۱۷] ډېر فقیهان لکه شهید اول،[۱۸] شهید ثاني،[۱۸] محقق کرکي،[۱۹] صاحبْ‌جواهر[۲۰] او امام خمیني[۲۱] د دغه نظریي پلویان دي.[۲۲]
  5. د «تألیف قلوب و سیاست» مقالې لیکوال باوري دی چې کولی شو د مولفة القلوب په الهي هدف سره په نړۍ کې د ځینو ازادي غواړو غورځنګونو ملاتړ وکړو؛ چې توحید ته د بلنې اصل او نورو دیني ارزښتونه او عقیدې له دې لارې تحقق ومومي.[۲۳]

د غیبت په زمانه کې تألیف قلوب

په دې کې چې تألیف قلوب د غیبت په زمانه کې هم جاري دی او که نه د فقیهانو تر مینځ د نظر اختلاف دی.[۲۴] ځینې کسان لکه محقق حلي، امام خمیني، او جوادي آملي وایي چې د غیبت په زمانه کې هم دغه اصل جاري دی.[۲۵] ځینې نورو کسانو لکه شیخ طوسي تالیف قلوب د جهاد په زمانې پورې مشروط ګڼلی او وایي له دې امله چې جهاد د امام(ع) په شتون پورې مشروط دی نو دا ونډه هم ساقطه ده.[۲۶]

فاضل مقداد، د غیبت په زمانه کې د تالیف قلوب د ونډې ساقطېدل په شیعه عالمانو پورې منسوب کړی دی.[۲۷] اهل سنتو عالمانو شافعي او ابو حنیفه هم ویلې چې د رسول الله مبارک(ص) له زمانې وروسته تالیف قلوب نیشته او دا فقهي حکم نسخ شوی دی.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۴۱.
  2. حلّى، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج‌۱، ص۴۵۷؛ مؤسسة دائرة معارف الفقه، المعجم الفقهی، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۱۹۴.
  3. شکوری، فقه سیاسی اسلام، ۱۳۶۱ش، ج۲، ص۴۸۷.
  4. قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۵.
  5. ابن اثیر، الكامل فی التاريخ‌، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۶۲.
  6. شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۱؛ راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۵؛ علامه حلّى، تذكرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۲۴۹.
  7. مغنیه، فقه الإمام جعفر الصادق، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۸۲.
  8. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۱۹۳.
  9. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۷.
  10. مالکی، الصحبة و الصحابة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۲-۱۹۳.
  11. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۱.
  12. محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۷۳.
  13. اردبيلى، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۸.
  14. اسکافی، مجموعه فتاوى ابن جنيد، ۱۴۱۶ق، ص۹۷.
  15. شکوری، فقه سیاسی اسلام، ۱۳۶۱ش، ص۴۹۱.
  16. قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۵؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج‌۱۲، ص۱۷۷.
  17. شکوری، فقه سیاسی اسلام، ۱۳۶۱ش، ص۴۹۳.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ شهيد ثانى، الروضة البهية، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۵-۴۶.
  19. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۳۱.
  20. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۴۱.
  21. امام خمینی، تحرير الوسيله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۳۵۴.
  22. پورمولا، طاهری، «تألیف قلوب در فقه امامیه و چگونگی اجرای آن در عصر غیبت»، ۱۳۹۷ش، ش۴، ص۹۴۹-۹۷۹.
  23. مبلغ دايميردادی، «تأليف قلوب و سياست»، ۱۳۹۱ش، ص۸۷-۱۰۶.
  24. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق،‌ ج۱،‌ ص۲۳۶؛مغنیه، فقه الإمام جعفر الصادق، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۸۲.
  25. محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۷۴؛‌ امام خمینی، تحرير الوسيلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۳۵۴؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۳ش، ج۳۴، ص۳۱۹ و ۳۲۰.
  26. شیخ طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ص۱۸۵.
  27. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق،‌ ج۱،‌ ص۲۳۶.
  28. محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۷۴.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، الكامل فی التاريخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن سعد، محمدبن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمی، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینه دمشق، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
  • اردبيلى، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۰۳ق.
  • امام خمینی، سيد ر‌وح‌اللّٰه، تحرير الوسيله، تهران، مؤسسة تنظیم و نشر آثار الإمام الخمینی، ۱۳۹۲ش.
  • بحرانی، يوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحكام العترة الطاهرة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • پورمولا، سید محمدهاشم و ریحانه طاهری، «تألیف قلوب در فقه امامیه و چگونگی اجرای آن در عصر غیبت»، دوره ۱۴، ش۴، ۱۳۹۷ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تسنیم (تفسیر قرآن کریم)، تحقیق و تنظیم روح الله رزقی، قم، اسراء، ۱۳۹۳ش.
  • حلّى، ابن ادريس، السرائر الحاوی لتحرير الفتاوى، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۱۰ق.
  • شکوری، ابوالفضل، فقه سیاسی اسلام، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۶۱ش.
  • شهيد ثانى، زين الدين بن على، الروضة البهية فی شرح اللمعة الدمشقية، تحقیق کلانتر، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ مفید، محمّد بن محمد بن نعمان، المقنعه، قم، كنگره جهانى هزاره شيخ مفيد، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن،‌ النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت،‌ دار الکتب العربی، ۱۴۰۰ق.
  • علامه حلّى، حسن بن يوسف، تذكرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل البيت(ع)، ۱۴۱۴ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، كنز العرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوى، ۱۴۲۵ق.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن هبةالله، فقه القرآن، قم، کتابخانه عمومی حضرت آيت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
  • مؤسسة دائرة معارف الفقه الاسلامی، المعجم الفقهی لکتب الشیخ الطوسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بيت(ع)، ۱۴۲۴ق.
  • مالکی، حسن بن فرحان، الصحبة و الصحابة بین الاطلاق اللغوی و التخصیص الشرعی، عمان، مرکز الدراسات التاریخیه، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۲م.
  • مبلغ دايميردادی، محمدامين، «تأليف قلوب و سياست»، معرفت سياسی، ش۱، ۱۳۹۱ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سيدالشهدا(ع)، ۱۴۰۷ق.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • مغنیه، محمدجواد، فقه الإمام جعفر الصادق(ع)، قم، انصاریان، ۱۳۷۹ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحياء التراث العربی‌، ۱۴۰۴ق.