اصول کافي

د wikishia لخوا

د الکافي (کتاب) سره تېروتنه مه کوئ.

د اصول کافی ترجمه

اصول کافي د حدیثي کتاب الکافي د دری ګونو برخو څخه د لومړۍ برخې نوم دی. په دې برخه کې په شیعه عقایدو او د شیعو امامانو په ژوند پورې اړوند حدیثونه او ځینې داسې حدیثونه چې د یو مسلمان کس د کړنو او چلند په اړه خبره کوي، راغونډ کړی شوې دي.

اصول کافي د شیعیانو د عقایدو د پېژندلو له ډېرو مهمو سرچینو څخه دی چې په ځلونو له کافي کتابه جدا خپور او ډېرې ژباړې او شرحې یې لیکل شوې او خپرې شوې دي.

لیکوال

اصلي مقاله: محمد بن یعقوب کلیني

په «ثقةالاسلام کلیني» مشهور محمد بن یعقوب کُلیني (وفات۳۲۹ق)، له لویو شیعه محدثانو او د شیعیانو تر ټولو د معتبرې حدیثي ټولګې کافي کتاب لیکوال دی چې د شیعیانو له کتب اربعه یا څلورګونو کتابونو څخه یو ګڼل کیږی. هغه د امام مهدي(عج) د غیبت صغرا یا وړوکي غیبت په موده کې پیدا شو او له ځينو محدثانو سره یې چې بې واسطې یې له امام عسکري(ع) یا امام هادي(ع) حدیثونه اورېدلې وو، ملاقات کړی دی. ویل شوي چې کلیني د حدیث په نقلولو کې ډېره ځیرتیا لرله. ابن قولویه، محمد بن علی ماجیلویه قمي، احمد بن محمد زراري د هغه له شاګردانو دي.

د کتاب معرفي

اصول کافي د حدیثي کتاب الکافي د دری ګونو برخو څخه د لومړۍ برخې نوم دی. په دې برخه کې، په شیعه عقایدو او د شیعه امامانو په ژوند پورې اړوند حدیثونه او ځینې داسې حدیثونه چې د یو مسلمان کس د کړنو او چلند په اړه خبره کوي،راغونډ کړی شوې دي. (۳۷۸۵ حدیث).

لیکوال د کتاب په دوو نورو برخو کې فقهي روایتونه او اخلاقي موعظې راوړې دي.[۱]

دې ته په پام سره چې په کتب اربعه کې یوازې الکافي عقیدتي روایتونه راوړي دي، د کتاب دغه برخه همېشه د شیعیانو د پام وړ پاتې شوې او له همدې امله په جدا توګه هم خپره شوې ده. شیعه عالمانو په دې ډېرې شرحې لیکلي دي، ترجمې ته یې هم پام شوی دی او په فارسۍ ژبه یې څو ترجمې شوې دي.

د اصول کافي بابونه

اصول کافي په اتو کلي برخو کې جوړ شوی دی چې کلیني یې هره برخه د «کتاب» په نامه معرفي کړې ده. دغه کلي عناوین دا دي:

  • کتابُ العقل و الجهل له ۳۶ روایتونو سره
  • کتاب فَضل العِلم چې په ۲۲ بابونو کې جوړ شوی دی.
  • کتابُ التَوحید چې ۳۵ بابه دي.
  • کتابُ الحُجَّة چې په خپله ۱۳۰ بابه لري او پکې داسې حدیثونه راغونډ شوي چې د امامت ضرورت، د شیعه امامانو نومونه، د امامانو صفتونه، د هغوي ژوند او د هغوي د امامت د اثبات دلایل بیانوي.
  • کتابُ الایمان والکُفر چې ۲۰۹ بابه لري.
  • کتابُ الدعاء ۶۰ بابه لري
  • کتابُ فَضل القرآن ۱۴ بابه لري
  • کتابُ العِشْرَة چې ۲۹ بابه لري.

د اصول کافي لومړی کتاب، کتاب العقل والجهل دی او لومړی روایت له امام باقر(ع) په خلقت کې د عقل د مقام او د الهي تکالیفو او سزا او جزا لپاره د عقل د معیاروالي په اړه دی.[۲][یادداشت۱] د اصول کافي اخري کتاب، کتاب العشره دی او اخري باب یې بَابُ النَّهْيِ عَنْ إِحْرَاقِ الْقَرَاطِيسِ الْمَكْتُوبَةِ د لیکل شویو کاغذونو د سوزولو د نهي او منعې باب دی او د اصول کافي وروستی روایت له امام کاظم(ع) څخه د هغه څه په اړه دی چې پرې د خدای عز وجل نوم لیکل شوی وي چې وې فرمایل: هغه په اوبو ووینځه.[۳][یادداشت۲]

شرحې

د اصول کافي شرحه لیکونکي دوه ډلې دي؛ یوه ډله هغه کسان چې ټول الکافي کتاب یې تشریح کړی او په ترڅ کې یې اصول کافي هم سپړلی دی او ځینې هغه چې یوازې اصول کافي یې شرحه کړی دی. هغه مشهورې شرحې چې یوازې د اصول کافي شرحې دي په دې ډول دي:

  • درخشان پرتوی از اصول کافی، د سید محمد حسیني همداني لیک چې په فارسۍ ژبه دی او د قم علمیه چاپخونې په شپږو ټوکو کې خپور کړی دی.
  • شرح اصول الکافی، د صدرالدین محمد شیرازي (ملا صدرا) (م ۱۰۵۰ق) چې په عربۍ ژبه ده او د فرهنګي مطالعاتو او څېړنو موسسې په دریو ټوکو کې خپره کړې ده.
  • شرح الکافی، د ملا صالح مازندراني (م۱۰۸۱ق) کتاب چې په عربۍ ژبه دی او پر اصولو سربېره یې د روضه کافي برخه هم تشریح کړې ده. المکتبة الاسلامیه، دغه شرحه په ۱۲ ټوکو کې خپره کړې ده.
  • الذریعة الی حافظ الشریعة، لیک د محمد بن محمد مؤمن گیلاني چې په عربۍ ژبه دی او دارالحدیث چاپخونې په ۲ ټوکو کې خپره کړې ده.
  • الحاشيه علی اصول الکافی، لیک د ملا محمد امین استرآبادي چې دارالحدیث خپره کړې ده.
  • الحاشيه علی اصول الکافی، لیک د سید احمد بن زین العابدین العلوي‌ العاملي
  • الحاشيه علی اصول الکافی، لیک د سيد بدرالدین بن احمد الحسیني العاملي چې دارالحدیث خپره کړې ده.

بر دغو موردونو سربېره په اصول کافي نورې هم څو شرحې لیکل شوې دي چې نیمګړې دي. د دغه کتابونو ټولګه په کلیني سافټ وئیر کې ترلاسه کولې شئ.

فارسي ژباړې

  • د محمد باقر کمره اي ژباړه چې المکتبة الاسلامیه په ۴ ټوکو کې په تهران کې خپره کړې ده.
  • د محمد باقر کمره ای ژباړه چې اسوه خپرنځي په ۶ ټوکو کې خپره کړې ده.
  • د سید جواد مصطفوي ژباړه چې علمیه اسلامیه کتابپلورنځي په ۴ ټوکو کې خپره کړې ده.
  • همداراز د اصولو کافي په دوو ټوکونو باندې له څو خطي نسخو څخه د مرآة العقول او الوافي له شرحو او حاشیو په استفادې سره د حسن حسن زاده آملي اعرابونه لګولي دي.[۴]

ځینو ژباړونکو د اصول کافی یوازې برخې ژباړلې دي، لکه سید هاشم رسولي محلاتي چې روضه کافی ژباړلی دی.[۵]

کره کتنې یا نقدونه

ډېرو څېړاندو په کافي کې په نقل شویو حدیثونو نیوکې کړې دي تر دې چې ځینو له ناصحیحه د صحیح د معلومولو لپاره د کلیني طریقه ناکافي ګڼلې او په دې باور دي چې باید نور علمي او فني ضوابط او قواعد هم په کار واچول شي چې معتبر او سالم حدیث وپېژندل شي. ځکه چې د دوي په باور کلیني د امامانو د روایت په اساس چې ویلي یې دي:( په هغه بڼه کې چې د حدیث پېژندل تاسو ته سخت شي، هر حدیث چې مو زړه غواړي د رضا او تسلیم له مخې د عمل ذریعه ګرځولې شئ) کلیني هم له نامعتبره د معتبر حدیث په پېژندلو کې یوازینی معیار (رضا او تسلیم) کارولی دی.[یادداشت۳] له دې امله شیعه عالمانو په کافي کتاب بسنه ونه کړه او د علمي او فني ضوابطو په کارولو سره یې د کافي په حدیثونو کې بحث او تحقیق کړی دی.[۶]

محمد باقر بهبودي يو له هغو څېړاندو څخه دی چې د خپلو نيوکو له امله يې چي د کافي حديث د سند اعتبار له نظره درلود، له کافیو احادیثو څخه یې د صحیح الکافی په نوم یوه ټولګه غوره او خپره کړه.[۷]

فوټ نوټ

  1. مدیرشانه‌چی، کاظم، تاریخ حدیث، ص۱۱۸.
  2. کلینی، کافی، ج۱، ص۱۰.
  3. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۷۴.
  4. «آیت‌الله حسن‌زاده آملی حکیم، عارف، ادیب و ریاضیدان»، ۱۳۶۳ش، ص۱۴.
  5. کلینی، الروضه من الکافی، مترجم: رسولى محلاتى، سيد هاشم‌، ۱۳۶۴ش.
  6. مصاحبه با استاد محمد باقر بهبودی
  7. دغدغه‌های بهبودی در تألیف صحیح الکافی و روش او

سرچينې

  • مدیرشانه‌چی، کاظم، تاریخ حدیث، تهران: انتشارات سمت، ۱۳۷۷ش.