غدیریه

د wikishia لخوا

غدیریه‌ د غدیر د پیښې په اړه لیکل شوی شعرونه دی. لومړۍ غدیریه د غدیر په ورځ د حسان بن ثابت له خوا لیکل شوې ګڼل کیږي. د موضوعاتو له نظره، د غدیر د پیښې سربېره د امام علي(ع) فضائل او د پیغمبر(ص) د ځای ناستی په هکله نورې پیښې لکه د ورورولۍ حدیث، د منزلت حدیث او د لَیْلَة الْمَبیت کیسه هم د غدیریه موضوعاتو ته شکل ورکړی دی.

علامه امیني (وفات: ۱۳۹۰هـ ش) د الغدیر په کتاب کې له سلو څخه د زیاتو عربو غدیریه لیکوالانو ژوندلیکونه او اثار راټول کړي دي. د غدیریه هاي فارسي په کتاب کې له څلورمې څخه تر څوارلسمې پیړۍ پورې د فارسي غدیریه لیکوالان معرفي شوي دي.

د غدیریه تعریف

غدیریه، هغه شعرونه دي چې د غدیر د پیښې او د امام علي(ع) د فضائلو او د هغه د امامت په اړه لیکل شوي، په ځانګړې توګه د غدیر او غدیر خم په نومونو سره لیکل شوي.[۱] دا شعرونه ډېر وختونه د قصیدې په شکل وي.[۲] ځینې په دې باور دي چې غدیریه باید د غدیر د پیښې او د امام علي(ع) د ځای ناستی په پام کې نیولو سره لیکل شوی وي او هغه شعرونه چې د امام علي(ع) د فضیلتونو او منقبتونو په بیان کې لیکل شوي وي او په ضمن کې په کې د غدیر یادونه هم شوي وي هغوي ته غدیریه نه ویل کیږي.[۳]

د شیعه عالم، شاعر او لیکوال جواد محدثي په وینا، د الغدیر د کتاب چوکاټ، چې د علامه امیني لخوا لیکل شوی، د غدیریه پر بنسټ ولاړ دی چې شاعرانو د پیغمبر(ص) له دورې څخه د لیکوال تر وخته پورې لیکلي دي.[۴]

د ځينو په اند غديريه يوازې يوه پېښه نه انځوروي. بلکې د یو حقیقت او معرفت انځور دی چې د نورو ټولو علمونو سرچینه او یو متحرک او اصلي کلتوري انځور دی.[۵]

د عربۍ ځینې غدیریه لیکونکي

د حسان بن ثابت غدیریه چې د غدیر د پیښې په بیان کې ده:








ینادیهم یوم الغدیر نبیهم بخم و أسمع بالرسول منادیا
فقال فمن مولاکم و ولیکم فقالوا و لم یبدوا هناک التعادیا
إلهک مولانا و أنت ولینا و لم‌تر منا فی المقالة عاصیا
إلهک مولانا و أنت ولینا و لم‌تر منا فی المقالة عاصیا
فقال له قم یا علی فإننی رضیتک من بعدی إماما و هادیا
فمن کنت مولاه فهذا ولیه فکونوا له أنصار صدق موالیا
هناک دعا اللهم وال ولیه و کن للذی عادی علیا معادیا


ژباړه: د غدیر په ورځ د خدای پیغمبر(ص) هغوی ته بلنه ورکړه، څومره ارزښتناکه بلنه. هغه وفرمایل: ستاسو بادار او مشر څوک دی؟ هغوی سمدلاسه وویل: ستا خدای زموږ مولا دی او ته زموږ ولی امر او سرپرست یې. موږ به هیڅکله ستاسو د امر څخه سرغړونه ونه کړو. په دې وخت کې پېغمبراکرم(ص) علي ته وفرمايل: پاڅېږه. ما ته وټاکلې چې له ما وروسته امام او مشر وې. بیا یې وفرمایل: د چا چې زه مولا او مشر یم، دا سړی به د هغه مولا او مشر وي. نو تاسو ټول په اخلاص سره د هغه پیروي وکړئ. پروردګاره، له هغه دوست سره مینه او له دښمن سره دښمني وکړې.

* سرچينه: سید رضي، خصائص الائمة، ۱۴۰۶ق، ص۴۲.

حسان بن ثابت د غدیر په تاریخ کې لومړنی لیکوال دی چې دا پیښه یې د رسول الله(ص) په اجازه او د غدیر په ورځ په شعر کې لیکلې ده.[۶]

له دې وروسته نورو شاعرانو هم د غدیر د فضل په اړه شعرونه لیکلي او له امام علي(ع) سره یې خپل عقیدت څرګند کړی دی، چې په هغو کې کمیت بن زید اسدي (وفات: ۱۲۶ هـ ق)، سید اسماعیل حِمیَري (وفات: ۱۷۳ هـ ق)، العبدي، ابو تمام حبيب ابن اوس الطاعي (وفات: 231 هـ) او دِعْبِل بْن عَلي خُزاعي (وفات: 246 هـ ق). علامه اميني له لومړۍ پیړۍ نه تر يوولسمې پېړۍ پورې د سلو نه زيات نومونه او ژوند ليکونه د دويم نه تر اووم ټوک پورې او د کتاب الغدير په يوولسم ټوک کې وړاندې کړي دي.[۷]

له امام علي(ع) څخه غدیریه داسې نقل شوې ده:







مُحَمَّدٌ النَّبِی أَخِی وَ صِنْوِی وَ حَمْزَةُ سَیدُ الشُّهَدَاءِ عَمِّی
و جعفرٌ الّذی یُضحی و یُمسی یطیرُ مع الملائکة ابنُ اُمّی
وَ بِنْتُ مُحَمَّدٍ سَکَنِی وَ عِرْسِی مَنوطٌ لَحْمُهَا بِدَمِی وَ لَحْمِی
و سبطا أحمد وَلَدای منها فَأیّکمُ له سَهْمٌ کسهمی
وَ أَوْجَبَ لِی وَلَایتَهُ عَلَیکُمْ رَسُولُ اللَّهِ یوْمَ غَدِیرِ خُمٍ
فَوَیلٌ ثُمَّ وَیلٌ ثُمَّ وَیلٌ‌ لِمَنْ یلْقَی الْإِلَهَ غَداً بِظُلْمِی‌


ژباړه: محمد زما پیغمبر او زما ورور او خپلوال دی او حمزه د شهیدانو سردار زما تره دی او جعفر چې سهار او ماښام له ملایکو سره الوتنه کوي، زما ورور دی.

او د پېغمبراکرم لور فاطمه(س) زما سکون اومېرمن ده، چې د هغې غوښه زما په وینه او غوښه پورې تړلې ده.

حسن او حسین د پیغمبر دوه سبط دي، له فاطمې څخه زما اولادونه دي. نو په تاسو کې څوک زما په شان فضیلت لري چې په ټولو فضیلتونو کې له تاسو څخه وړاندې شوی یم. پیغمبر د غدیر په ورځ زما ولایت پر تاسو فرض کړې وه.

نو افسوس دې وي د هغه چا په حال، نو افسوس دې وي د هغه چا په حال، نو افسوس دې وي د هغه چا په حال چې د قيامت په ورځ به له الله سره په داسې حال کې ملاقات کوي چې پر ما يې ظلم کړی وي.

* سرچينه: طبرسي، الإحتجاج علی أهل اللجاج، ج۱، ص۱۸۰.

په دې كتاب كې د امام علي(ع) د ځينو دښمنانو نومونه هم د غديريه لیکونکیو په نامه ياد شوي دي. د بېلګې په توګه، عمرو بن عاص (وفات: ۴۳ هـ ق) چې جُلجُلیهٔ قصیده یې په دې اړه مشهوره شوې ده.[یادداشت1]

زهره فتح الله نوري چې یو شیعه څیړونکی دی، د څوارلسمې او پنځلسمې هجري قمري پیړۍ د اتو مشهورو غدیریه لیکوالانو لکه پولس سلام، سعید عقل، جرج شکور او ویکتور الکِک څیړلي دي او ویلي یې دي چې هغه څه چې په عربي ژبه کې د خلکو پام ځانته رااړوي د «جوزف عون» او «جرج زکی الحاج» غدیریه دي چې معاصر او عیسوی لبناني شاعران دی چې د لبنان په عامې لهجې کې لیکلي شوي دي.[۸]

د غدیریه مضمونونه

کبریٰ صالحي، په خپل پایان لیک کې د «نگاهی سبک شناسانه به غدیریه های عصر اول عباسی» په عنوان سره، غدیریه په دې مضومونو باندې مشتمل ګڼلي دي:[۹]

د غدیریه فارسي لیکوالان

اصلي مقاله: د غدیریه فارسي لیکوالان لړلیک
د غدیریه های فارسی کتاب (د څلورمې نه تر څوارلسمې هجري پېړۍ پورې) د محمد صحتی سردرودی لخوا، د کلتور او اسلامي لارښود له خوا چاپ شوی دی.

غدیریه‌های فارسی کتاب (له څلورمې تر څوارلسمې پیړۍ)، د محمد صحتي سردرودي کتاب، د وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامي خپرندویه

محمد صحتي سردرودي، شیعه عالم، په خپل کتاب «غدیریه‌های فارسی از قرن چهارم تا قرن چهاردهم» د الغدیر کتاب څخه په اقتباس سره په هماغه طریقې، د ۱۷۹کسانو لړلیک چمتو کړی چې په فارسۍ ژبه يې غدیریه ویلي دي.[۹]

د اومې او اتمې پيړۍ ځینې فارسي غدیریه دا رنګ دي:

بابا افضل کاشاني[۱۰]



افضل چو ز علم و فضل آگاه علی است درمسند عرفان ازل، شاه علی است
ز بعد نبی امام خلق دو جهان باالله علی است، ثُم باالله علی است


مولوي[۱۱]



ازین سبب پیغمبر با اجتهاد نام خودوآن علی مولا نهاد
گفت: هرکو را منم مولا و دوست ابن عم من، علی، مولای اوست


خواجوي کرماني[۱۲]




سرو بستان امامت، دُرّ دریای هدیٰ شمع ایوان ولایت، نور چشم اولیا
قلعه گیر کشور دین، حیدر درنده حی دسته بند لالهٔ عصمت، وصی مصطفی
ره به منزل برد، هر کو مذهب حیدر گرفت آب حیوان یافت، آن کو خضر را رهبر گرفت


د ځینو په اند، د شیعه عقایدو په اړه د سني واکمنانو سختي د صفوي دورې څخه مخکې او وروسته د غدیریه په زیاتیدو کې د پام وړ توپیر لامل شوی. د بېلګې په توګه فردوسي د غزنويانو د دربار له خوا له واکه ګوښه شو او امير معزي له خپل ټول اعتبار سره د ملک شاه او سلطان سنجر په دربار کې چې کله به يې په يوه بیت کې د «وصي» کلمه کاروله نو سمدستي به يې په راتلونکي بیت کې د دې ګناه عذر غوښته ترڅو چې سلطان په غوسه نشي او ځینې اهلسنت علماء ورباندې نیوکې ونه کړي؛ ځکه چې شیعه دا کلمه د امام علي(ع) لپاره کاروي.[۱۳]

کتاب پيژندنه

  • الغدیر، د علامه امیني کتاب او د محمد باقر بهبودي ترجمه، د کتابخانه بزرگ اسلامی خپرندویه.
  • غدیر در شعر فارسي، د مصطفی موسوي گرمارودي کتاب، دلیل خپرندویه.
  • غدیریه های فارسي (از قرن چهارم تا چهاردهم)، د محمد صحتي سردرودي کتاب، د وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی خپرندویه.
  • گلبانگ غدیر، د محمد مهدي بهداروند کتاب، تهران، پیام آزادي خپرندویه.
  • در ساحل غدیر، د احمد احمدي بیرجندي کتاب، مشهد، د بنیاد پژوهش‌های اسلامي آستان قدس رضوي خپرندویه.
  • خلوتی با غدیر، د محمد مهدي بهداروند کتاب، تهران، حرّ خپرندویه.

فوټ نوټ

  1. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۴ش، ص۴۴۴.
  2. نقش شیعیان در گسترش غدیریه‌ها
  3. نقش شیعیان در گسترش غدیریه‌ها
  4. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۴ش، ص۳۳۶.
  5. نمکی آرانی، «مدحت کن و بستای کسی را...»، ص۱۰۹.
  6. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۴ش، ص۳۳۶؛ هلالی، کتاب سُلیم‌بن قیس الهلالی، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۸۲۸–۸۲۹.
  7. وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲–۷؛ ج۱۱.
  8. فتح‌الله نوری، غدیریه‌سرایان معاصر عرب و معرفی غدیریه آنها، ۱۳۹۱ش، ص۲۸.
  9. صحتی سردرودی، غدیریه‌های فارسی (از قرن چهارم تا چهاردهم)، ۱۳۷۹ش.
  10. مرقی کاشانی، رباعیات، ۱۳۶۳ش، ص۵۱.
  11. مولوی، کلیات دیوان شمس تبریزی، ۱۳۷۷ش، ص۹۸۰.
  12. خواجوی کرمانی، دیوان اشعار، ۱۳۶۹ش، ص۱۳۴.
  13. وګورئ: نقش شیعیان در گسترش غدیریه‌ها، سایت آیین رحمت.

سرچينې

  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۵م.
  • امینی، عبدالحسین، ترجمه الغدیر، ترجمه محمدباقر بهبودی، تهران، کتابخانه بزرگ اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • خواجوی کرمانی، محمودبن علی، دیوان اشعار، تصحیح احمد سهیلی خوانساری. تهران، پاژنگ، ۱۳۶۹ش.
  • جوینی خراسانی، إبراهیم بن محمد، فرائدالسمطین فی فضائل المرتضی و البتول و السبطین، بتحقیق محمدباقر المحمودی، بیروت، مؤسسه المحمودی، ۱۹۷۸م.
  • سید رضی، محمد بن حسین، خصائص الائمة، مشهد، آستان مقدس رضوی، مجمع البحوث الاسلامیة، ۱۴۰۶ق.
  • صالحی، کبری، نگاهی سبک‌شناسانه به غدیریه‌های عصر اول عباسی، پایان‌نامه کارشناسی ارشد، دانشکده الهیات و معارف اسلامی، اهواز، دانشگاه شهید چمران، ۱۳۹۴ش.
  • صحتی سردرودی، محمد، غدیریه‌های فارسی (از قرن چهارم تا چهاردهم)، تهران، نشر وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۷۹ش.
  • طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج علی أهل اللجاج، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • فتح‌الله نوری، زهره، غدیریه‌سرایان معاصر عرب و معرفی غدیریه آنها، پایان‌نامه کارشناسی ارشد، ادبیات و علوم انسانی، تهران، دانشگاه آزاد اسلامی واحد تهران مرکزی، ۱۳۹۱ش.
  • محدثی، جواد، فرهنگ غدیر، قم، معروف، ۱۳۸۴ش.
  • مرقی کاشانی، بابا افضل، رباعیات، تهران، نشر فارابی، ۱۳۶۳ش.
  • مولوی، جلال الدین محمد بلخی، کلیات دیوان شمس تبریزی، تهران، نگاه، ۱۳۷۷ش.
  • نقش شیعیان در گسترش غدیریه‌ها، سایت آیین رحمت، تاریخ بازدید: ۳ اسفند۱۴۰۳ش.
  • نمکی آرانی، میثم، «مدحت کن و بستای کسی را...»، ماهنامه کیهان فرهنگی، شماره ۱۷۰، ۱۳۷۹ش.
  • هلالی، سُلیم‌بن قیس، کتاب سُلیم‌بن قیس الهلالی، قم، چاپ محمدباقر انصاری زنجانی، ۱۳۸۴ش.