غرانیق افسانه

د wikishia لخوا

غَرانیق افسانه، یوه کیسه ده چې پکې ادعا شوې د اسلام پېغمبر(ص) د نجم سورې د تلاوت په وخت د شیطان تر اثر لاندې دوه غیر قرآني عبارتونه د دغه سورې د ایتونو په مینځ کې لوستي او تصور یې کړی چې دغه دوه هم، د وحي ایتونه دي. خو جبراییل پېغمبر له دغه پېښې خبر کړ. دا کیسه ادعا کوي چې دا مساله حبشې ته د مسلمانانو له هجرته کابو دوه میاشتې مخکې رامینځته شوې ده.

د اهل سنتو ځینو تاریخي او تفسیري کتابونو، منجمله سیره ابن اسحاق، الطبقات الکبری او تفسیر طبري د غرانیق په کیسې پورې اړوند روایتونه ذکر کړې دي؛ د دې په مقابل کې ډېرو اهل سنتو او شیعه عالمانو په استدلالونو سره، د غرانیق پېښې واقع کېدل تر پوښتنې لاندې راوستې دي. شیعه مفسر محمد هادي معرفت، د غرانیق روایتونو سند ستونزمن ګڼي؛ ځکه چې د هغه په باور هیڅ یو اصلي راوي یې پېغمبر(ص) نه دی لیدلی او له اصحابو نه وو.

ابن حیان اندلسي له نفساني خواهش او شیطاني القائاتو څخه د پېغمبر اثر منل رد کړي او جوته کړې یې ده چې دغه کیسه د اهل سنتو په معتبرو حدیثي سرچینو کې نه ده ذکر شوې. همداراز اهل سنت متکلم او مفسر د غرانیق کیسه د قران په ظاهر ګروهو مفسرانو پورې اړوند روایت ګڼلی او باوري دی چې د دغه ډلې په وړاندې، اهل تحقیق په قرآن، سنت او عقل په استناد سره هغه جعلي او باطل ګڼي.

ځینو ختیځ پېژاندو، په اسلامي سرچینو کې دغرانیق د کیسې په نقل، په وحي کې د شیطان د دخالت د امکان خبره کړې ده. همداراز په دې خبره د سلمان رشدي په لیکلي کتاب آیات شیطاني کې استناد شوی دی.

د کیسې لنډیز

د هغه څه په اساس چې سید جعفر مرتضی عاملي په کتاب الصحیح من سیرة النبي الاعظم کې د غرانیق افسانې په اړه تشریح کړې، ځینو سرچینو لکه د اهل سنتو له تفسیري سرچینو تفسیر الدر المنثور،[۱] السیرة الحلبیه،[۲] تفسیر طبری[۳] او فتح الباری،[۴] په دې اړه ځینې روایتونه ذکر کړي دي چې پر دې اساس، پېغمبر حبشې ته د مسلمانانو له هجرته کابو دوه میاشتې پس د مشرکانو په ټول کې و چې نجم سوره په هغه نازله شوه. حضرت محمد(ص) دغه سوره تلاوت کړه تر دې چې نولسم او شلم ایت ته ورسېد. (أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّىٰ وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَىٰ) او په دې وخت کې د شیطان تر اثر لاندې راغی او ګمان یې وکړ چې په مشرکانو کې دا مشهور او د هغوي د منلو وړ عبارت هم د نجم سورې برخه ده : «تِلْکَ الْغَرانیقُ الْعُلی وَإنّ شَفاعَتَهُنَّ لَتُرْتَجی؛ هغوي (د لات و غزی او منات بوتان) لوړمقامه ښکلې مارغان دي او له هغوي د شفاعت هیله کیږي.[۵]

پر دې اساس حضرت محمد(ص) دغه عبارت هم د وحي په ګمان په خله راوړ، خو د شپې مهال چې جبراییل پېغمبر(ص) ته ورغی او هغه نجم سوره تلاوت کړه او دغه دوه جملې یې هم ذکر کړې جبراییل د «تِلْکَ الْغَرانیقُ الْعُلی وَ اِنّ شَفاعَتَهُنَّ لَتُرْتَجی» د عبارت انکار وکړ او پېغمبر(ص) وویل: «ایا خدای ته مې د داسې څه نسبت ورکړ چې نه یې دي فرمایلې؟» له دې وروسته خدای تعالی د اسراء سورې له ۷۳ تر ۷۵ ایتونه په پېغمبر وحي کړل چې ژباړه یې داسې ده:«او نزدې وه چې تا له هغه څه چې ستا په لور مو وحي کړل بې لارې کړي چې له هغه پرته بل څه په مونږ پورې وتړې او بیا له تا سره دوستي وکړي؛ او که ته مو نه وې ټینګ کړی، ارو مرو نزدې وه چې یو څه د هغوي لوري ته وګروهېږې؛ په دې بڼه کې به مو ضرور په تا دوه برابره (عذاب) (په) ژوند کې او دوه برابره له مرګ (وروسته) څکلی و، هغه وخت به دې نو زمونږ په وړاندې د ځان کوم مرستندویی نه مونده»[۶]

غرانیق افسانه د مسلمانانو په اثارو کې

د غرانیق کیسه د اهل سنتو په ځینو تاریخي، تفسیري او حدیثي اثارو کې ذکر شوې ده؛ منجمله د پېغمبر د سیرت په باره کې د مسلمانانو په لومړي اثر[۷] سیره ابن اسحاق[۸] کې همداراز الطبقات الکبری[۹] چې د هجرت د دریمې پېړۍ تر نیمایي پورې تر څلورو زرو زیاتو راویانو په باره کې د اطلاعاتو لرونکی دی،[۱۰] تاریخ الاسلام،[۱۱] چې د اومې هجري قمري پېړۍ دی[۱۲] او تفسیر طبري[۱۳] تر ټولو زاړه او جامع د قرآن تفسیرونه چې د تفسیري حدیثونو په اساس تدوین شوې دي.[۱۴] دغه سرچینو د غرانیق کیسه حبشې ته د ځینو مسلمانانو د هجرت د بیان په دوران کې ذکر کړې ده.[۱۵]

له هغو وروسته هم د علی بن احمد واحدی (وفات ۴۶۸ق)،[۱۶] محمد بن عمر زمخشری (وفات ۵۳۸ق)،[۱۷] عبد الله بن عمر بیضاوی (وفات۷۹۱ق)[۱۸] او جلال‌الدین سیوطی (وفات ۹۱۱ق)[۱۹] په شان کسانو دغه کیسه نقل کړې ده.

مخالفان

که څه هم د غرانیق کیسه د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې ذکر شوې خو سره له دې ځینو شیعه او اهل سنتو عالمانو دغه راپورونه رد کړې دي.؛ منجمله سید مرتضی په تنزیه الانبیاء کتاب کې د غرانیق روایتونه ضعیف او د حدیثو د اصحابو له خوا رټل شوې ګڼلې دی.[۲۰] د غرانیق د کیسې په خلاف ځینې دلیلونه دا دي:

  • د روایت په سند کې ستونزه: د محمد هادي معرفت په وینا، له هغو راویانو چې د غرانیق داستان یې نقل کړی یو هم د پېغمبر اصحابو ته نه رسیږي او د پېغمبر وخت ته تر ټولو نزدې راویان یې تابعان دي چې هیڅ یو یې پېغمبر نه دی لیدلی او د دغه کیسې د واقع کېدو په وخت دغلته نه وو موجود.[۲۱] معرفت همداراز د ابن عباس په هکله هم چې د دغه کیسې یو راوي دی ویلي چې هغه له هجرته درې کاله مخکې زېږېدلی او په خپله د دغه کیسې کتونکی نه شو کیدلی او پر دې اساس که فرضا اصل پېښه وهم منو، هیڅ یو راوي یې نېغ په نېغه کتونکی نه و.[۲۲]

ځینې مسلمان مفسران چې د غرانیق کیسه یې نقد او رد کړې ده دا دي:

  • ابن‌حیان اندلسي د قرآن کریم په ځینو ایتونو منجمله د نجم سورې د ۱-۴ ایت او د یونس سورې په ۱۵ایت په تکیې سره له نفساني خواهش او شیطاني القائاتو څخه د پېغمبر اثر منل رد کړې دي.[۲۳] هغه همداراز د پینځمې پېړۍ د شافعي محدث احمد بن حسین بیهقي نظر ته په اشارې سره ، د غرانیق کیسې راویان رد شوې ګنلې او ټینګار یې کړی چې دغه کیسه د اهل سنتو په معتبرو حدیثي کتابونو کې -چې د صحاح په نوم پېژندل کیږي- او د متقدمو په روایي سرچینو کې نه ده ذکر شوې.[۲۴]
  • په شپږمه پېړۍ کې شیعه مفسر او محدث ابوالفتوح رازي په روض الجنان تفسیر کې د غرانیق کیسه له ډېرو اړخونو باطله ګڼلې ده. هغه د دغه عبارت «فینسخ الله ما یلقی الشیطان»(یعنې خدای هغه څه چې شیطان یې القا کوي محو او ختموي) په باره کې چې د ځینو مفسرانو په باور له شیطانه د پېغمبر د اثر منلو په معنا ګڼل شوې،د دغه اخستون د غلطوالي په اساس ځینې ټکي بیان کړې دی.[۲۵] منجمله دا چې د مشرکانو یو عادت دا و چې د پېغمبر له خوا د وحي د لوستل کیدو په وخت به یې شعرونه ویل چې پېغمبر غلط کړي او د ایت دغه برخه په دې معنا ده چې خدای تعالی د هغوي د شیطاني وسوسو د اثر مخه نیسي، یا دا چې په مشرکانو کې یو کس د پېغمبر له خوا د قران د قرائت په وخت دغه عبارت ویلی او ځینو ګمان کړی چې دغه عبارت هم له پېغمبره دی.[۲۶] له بل نظره، ابوالفتوح رازي همداراز له حسن بصري نقل کړي چې د پېغمبر له خوا د «تلک الغرانیق العلی منها الشفاعة ترتجی» بیان د تایید په معنا نه بلکې په مشرکانو د طعنې له مخې و.[۲۷]
  • د اهل سنتو مفسر او متکلم فخر رازي د غرانیق کیسه د ظاهر ګروهو مفسرانو روایت ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې د دغه ډلې په وړاندې ، اهل تحقیق په قرآن، سنت، او عقل په استناد سره دغه ماجرا رد کړې او هغه یې جعلي او باطله ګڼلې ده.[۲۸] هغه د پېغمبر د پاکۍ او طهارت په اړه د قرآن کریم د اوو ایتونو پر ذکرولو سربېره، صحیح بخاري ته اشاره کړې چې که څه هم په هغه کې د پېغمبر له خوا د نجم سورې قرائت او او د مسلمانانو او مشرکانو او جن و انس سجده راغلې، خو د غرانیق روایت ته هیڅ اشاره نه ده شوې.[۲۹] فخر رازي بیا په دې بیان سره چې د پېغمبر ټوله هڅه د بوتانو نفي وه، له بوتانوڅخه د پېغمبر د تمجید او ستانیه کولو په خبره قایل کسان کافر بللي دي.[۳۰]

پایلې

ځینو خیتځ پېژاندو، په ځینو اسلامو سرچینو کې د غرانیق پېښې په نقلېدو په تکیې سره، په وحي کې د شیطان د دخالت د امکان خبره کړې ده.[۳۱] د لبنان لیکوال او پاپ یوسف درة الحداد(۱۹۱۳-۱۹۷۰م) همداراز د نحل سورې په ۹۸ ایت په تکیې سره چې له پېغمبره غوښتل شوې د قرآن د لوستلو په وخت د شیطان له شر او وسوسې څخه خدای ته پناه یوسي، ویلي چې شیطان د وحي په بهېر کې ځینې لاسوهنې لرلې دي.[۳۲]

لکه څنګه چې اوسمهال قرآن څیړاندي مرتضی کریمي نیا راپور ورکړ، ځینو ختیځ پېژاندو منجمله آرتور جفری، مونتگومری وات او ژوزف هورویتس، د غرانیق کیسې د روایت مضمون منلی دی.[۳۳] د غرانیق ماجرا همداراز د شیطاني ایتونو د کتاب د لیکوال د یوې برخې لاسوند ګرځېدلی[۳۴] او امام خمیني د دغه کتاب لیکوال او له مینځپانګې یې خبر چاپوونکي په اعدام محکوم ګڼلې دي.[۳۵]

مطالعاتي سرچینې

د غرانیق د افسانې په رد او د هغې د اعتراضونو د بیان په هدف سره ډېرې مقالې لیکل شوې دي منجمله:

فوټ نوټ

  1. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۱۹۴و۳۶۶-۳۶۸.
  2. حلبی، السیرة الحلبیه، بیروت، ج۱، ص۳۲۵-۳۲۶.
  3. حلبی، السیرة الحلبیه، بیروت، ج۱، ص۳۲۵-۳۲۶.
  4. ابن‌حجر عسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۸، ص۴۳۹-۴۴۰.
  5. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۳۷-۱۳۸.
  6. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۳۷-۱۳۸.
  7. توکلی طرقی، «ابن‌اسحاق: مؤلف اولین سیره پیامبر»، کیهان فرهنگی، ص۵۳.
  8. ابن‌اسحاق، سیره ابن‌اسحاق، ۱۴۲۴ق، ص۲۱۷-۲۱۸.
  9. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۶۰-۱۶۱.
  10. «الطبقات الکبری»، سایت دفتر آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  11. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۶-۱۸۷.
  12. ذهبي، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، مقدمة التحقیق، ص أ.
  13. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۱۳۱.
  14. خرمشاهی، «سهم ایرانیان در تفسیر قرآن»، ص۵.
  15. ابن‌اسحاق، سیره ابن‌اسحاق، ۱۴۲۴ق، ص۲۱۷-۲۱۸؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۶۰-۱۶۱؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، [۱۴۰۶ق]، ج۱، ص۱۸۶-۱۸۷؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۷، ص۱۳۱.
  16. واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۳۲۰.
  17. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۶۴.
  18. بیضاوی، انوار التنزیل، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۷۵.
  19. سیوطی، الدر‌المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۶۶.
  20. علم‌الهدی، تنزیه الانبیاء، الشریف الرضی، ص ۱۰۷.
  21. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۲۱.
  22. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۲۱.
  23. ابوحیان، البحر المحیط فی التفسیر، ۱۴۲۰ق، ج۷، ص۵۲۶.
  24. ابوحیان، البحر المحیط فی التفسیر، ۱۴۲۰ق، ج۷، ص۵۲۶.
  25. وګورئ: ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۳۴۵-۳۴۹.
  26. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۳۴۶.
  27. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۳۴۷.
  28. رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۱۱ق، ج۲۳، ص۲۳۷.
  29. فخر رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۱۱ق، ج۲۳، ص۲۳۷.
  30. فخر رازی، تفسیر کبیر، ۱۴۱۱ق، ج۲۳، ص۲۳۷.
  31. کنگره بزرگداشت آیت‌الله معرفت، معرفت قرآنی، ۱۳۸۷ل، ج۵، ص۲۳۶.
  32. کنگره بزرگداشت آیت‌الله معرفت، معرفت قرآنی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۶.
  33. کریمی‌نیا، «سیری اجمالی در سیره‌نگاری پیامبر اسلام در غرب»، ص۲۴.
  34. سبحانی، «نویسندگان ارتباط خود را با علمای حوزه حفظ کنند»، ص۲۷؛ «تهاجم شیطانی: نقدی بر آیه‌های شیطانی (۱)»، ص۳۵.
  35. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، ص۲۶۲.
  36. «نقد توطئه آیات شیطانی»، سایت کتابخانه ملی.
  37. «نقد توطئه آیات شیطانی»، سایت کتابخانه ملی.

سرچينې

  • ابن‌اسحاق، محمد، سیره ابن‌اسحاق: السیرة النبویة لابن إسحاق، تحقیق احمد فرید المزیدی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۴م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، فتح الباری بشرح صحیح البخاری، تصحیح محمد فؤاد عبدالباقی و محب‌الدین الخطیب و تعلیقه عبدالعزیز بن عبدالله بن باز، بیروت، دار المعرفة، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، به‌کوشش و تصحیح محمدجعفر یاحقی و محمدمهدی ناصح، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش.
  • ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، ‏‏صحیفه امام:‏‏ مجموعه آثار امام خمینی‏‏، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، بیروت، نشر دارالفکر، ۱۴۱۶ق.
  • توکلی طرقی، عبدالحسین، «ابن‌اسحاق: مؤلف اولین سیره پیامبر»، کیهان فرهنگی، شماره ۲۹۰-۲۹۱، بهمن و اسفند ۱۳۸۹ش.
  • «تهاجم شیطانی: نقدی بر آیه‌های شیطانی (۱)»، در مجله رشد آموزش قرآن، ش۸، بهار ۱۳۸۴ش.
  • حلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیه: انسان العیون فی سیرة الأمین المأمون، با حاشیه سید احمد زینی دحلان، بیروت، المکتبة الاسلامیه، بی‌تا.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، «سهم ایرانیان در تفسیر قرآن»، مجموعه مقالات کنگره شیخ مفید، ش۳۷.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الإسلام و وفیات المشاهیر الأعلام، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۲۲ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الإسلام ووفیات المشاهیر والأعلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، نشر دار الکتب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سبحانی، جعفر، «نویسندگان ارتباط خود را با علمای حوزه حفظ کنند: نامه حضرت آیت‌الله سبحانی به دکتر سروش»، در مطالعات قرآنی نامه جامعه، ش۱۵، آذر ۱۳۸۴ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، منشورات مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن: تفسیر الطبری، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • «الطبقات الکبری»، سایت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی، تاریخ درج مطلب: ۱۱ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم،‌ بیروت، دارالهادی، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • علم‌الهدی، علی بن حسین، تنزیه الانبیاء، قم، الشریف الرضی، بی‌تا.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، تفسیر کبیر (مفاتیح ‌الغیب)، بیروت، نشر دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
  • کریمی‌نیا، مرتضی، «سیری اجمالی در سیره‌نگاری پیامبر اسلام در غرب»، در کتاب سیره‌پژوهی در غرب: گزیده متون و منابع، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • کنگره بزرگداشت آیت‌الله معرفت، معرفت قرآنی، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، زیرنظر گروه قرآن‌پژوهی پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، به‌کوشش علی نصیری، ۱۳۸۷ش.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۳۸۶ش.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، بیروت، نشر دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.