فکري مستضعف

د wikishia لخوا

فکري مُستَضعَف هغه کس دی چې د حق له باطله د پيژندګلو فکري توان نه لري یا د اسلام دین ته لاسرسي نه لري، خو که حق ورته وښودل شي، نو هغه قبلوي. فکري مستضعف د عملي مستضعف په مقابله کې دی، چې هغه چا ته ویل کیږي چې اسلام يې پيژندلی دی خو د چاپیریال حالت ورته د عمل کولو اجازه نه ورکوي.

په قرآن کې د مستضعف په هکله ځینې بیانات شته چې د مفسرانو په وینا، له ځینو یې مراد فکري مستضعف دي. په روایتونو کې هم د فکري مستضعف په هکله خبرې شوي دي او شرطونه يې بیان شوي دي. ځینې مستضعف فکري قاصر جاهل سره په یوه معنا بلي.

د فکري مستضعف په هکله دې نظرونه دي: دوزخ ته تلل، سزا نه ورکول او د ثواب مستحق کیدل.

د فکري مستضعف په هکله ځانګړی کتاب نه دی لیکل شوی؛ خو ځای پر ځای په ځینې تفسیري کتابونو او ځینې مقالو کې دا موضوع راغلی دی.

تعریف

فکري مستضعف په ديني ادبياتو کې هغه چا ته وايي چې د فکري کمښت او يا اسلام ته د لاسرسۍ نه لرلو له امله، له حق باطل څخه د پېژندنې او د دين د معارفو پيژندلې توان نه لري؛[۱] خو که حقیقت ورته وړاندې شي. نو له منلو یې انکار نه کوي.[۲]

فکري مستضعف د عملي مستضعف په مقابله کې دی؛ یعنی هغه کس چې حق يې پيژندلی دی؛ خو د چاپیریال تنګسیا هغه ته د عمل کولو اجازه نه ورکوي.[۳] د ځینې محققانو د راپور له مخې، کله کله فکري مستضعف او قاصر جاهل په یوه معنا په کارولی شي.[۴]

موقعیت

د قرآن په آيتونو کې د «مستضعف» په اړه ذکر شوى، چې مفسرينو يې ځينې استفادې له عقلي مستضعف په معنا ګڼلي دي.[۵] په روایتونو کې فکري مستضعف ته اشاره شوې ده. د بېلګې په توګه له امام کاظم(ع) څخه په يو روايت کې راغلي دي چې مستضعف هغه څوک دی چې دلايل او شواهد ورته نه وي وړاندې شوی او د دین له اختلافاتو څخه خبر نه دی؛ خو کله چې د اختلافاتو په اړه خبر شي نو هغه بیا مستضعف نه دی.[۶] علامه مجلسي په بِحارُالاَنوار کتاب کې په «المستضعفین و المُرْجَونَ لِأمرِ الله» باب کې، د «مستضعف» په هکله 37 روایتونه بیان کړي دي.[۷]

کوم کسان فکري مستضعف ګڼل کیږي؟

شیخ صدوق، درې ډول انسانان د فکري مستضعف مصداق ګڼلي دي:

  1. ځینې ​​خلک پيدایشي د عقل له نعمته محروم دي او د ژوند تر پایه په دې حالت کې ژوند کوي.[۸]
  2. هغه ماشومان چې د عقل نعمت لري، خو مخکې له دې چې د حق او باطل توپیر وکړي مړه کیږي.
  3. هغه کسان چې د عقل نعمت یې درلود، خو د رسول الله(ص) د راتګ په وخت کې یا د خدای بل بلونکي د بلنې په وخت کې د بوډاتوب له امله له توپير کولو وغورځیدل.[۹]

د ځینې محققانو په باور، کوم کسان چې عقل لري، خو د چاپیریال یا تبلیغاتو له سببه، د حق کلام د هغوي غوږو ته نه دی رسیدلی هغوي هم فکري مستضعف ګڼل کیږي.[۱۰]

شیعه متکلم جعفر سبحاني، فکري مستضعف په څلورو مصداقونو کې بیانوي:

  1. هغه څوک چې په داسې خاوره کې زیږیدلی وي چیرې چې دیني زده کړې شتون نلري.
  2. هغه څوک چې په داسې ځمکه کې اوسیږي چې د فقهې د عالم د نشتوالي له امله د هغه لپاره د دندې ترسره کول ممکن نه وي.
  3. هغه څوک چې په داسې کورنۍ کې لوی شوی وي چې خپل میراثي دین سم ګڼي.
  4. هغه څوک چې عقلي ناتوان وي.[۱۱]

په قیامت کې د مستضعف برخلیک

په قیامت کې به خدای پاک فکري مستضعف سره څه کوي، په دې کې د پوهانو اختلاف دی. دې نظرونه په دې هکله شته:

  • ځینې شیعه متکلمان باوري دي چې فکري مستضعف به په قیامت کې دوزخ ته ځي.[۱۲]
  • ځينو مفسرينو او فقهاوو د نساء سوره د ٩٨ او ٩٩ آيتونو او د امامانو(ع) له روايتونو سره سم،[۱۳] فکري مستضعف د نجات خاوندان ګڼلي دي.[۱۴] حتی وايي که فکري مستضعف خپله دنده د خپل دين او اخلاص له مخې ترسره کړي، نو پر دوزخ ته د نه تلو سربېره به د ثواب مستحق هم وي.[۱۵]
  • ځینې په دې باور دي چې خدای پاک فکري مستضعف نه عذابوي، خو جزا او ثواب ورته هم نه ورکوي؛ ځکه چې جزا او ثواب د عمل په بدل کې ورکول کیږي او د دې ډلې حکم د خدای فضل او کرم پسې تړلی دی.[۱۶]

شیعه متکلم مرتضی مطهري، د فکري مستضعف په مسله کې دوه افراطي او تفریطي نظرونو ته اشاره کړې او ویلی یې دي چې دا دواړه د قران نظر سره مخالف دي:[۱۷] په افراطي نظریه کې، یواځې د شیعو اعمال قبلیدونکي ګڼي او د فکري مستضعف عملونه باطل ګڼي.[۱۸] په امامت باندې باور نه درلودل، د تفریطي نظریې د مستضعف فکري د عملونو د قبلیدو لپاره له ټولو مهم دلیل دی؛ خو په افراطي نظریه کې، که د فکري مستضعف علم خېر او ښه وي، نو ثواب ورته رسیږي، که کوونکی یې مسلمان یا شیعه وي او که نه وي.[۱۹] مطهري په دې باور دی چې فکري مستضعف که دښمني او انکار ونه لري، نو قبلیږي.[۲۰]

مخینه او د مطالعې لپاره سرچینې

د ځينو څېړونکو په اند د فکري مستضعف په اړه هېڅ خپلواکه مقاله يا کتاب نه دی ليکل شوی او په تفسيري کتابونو کې د هغه آیتونو په تفسیر کې چې په کې د «مستضعف» کلمه يا د هغې مشتقات ذکر شوي دي، ځینې مطلبونه بیان شوي دي.[۲۱] د بېلګې په توګه، شهید مطهري د عدل الهي په کتاب کې د «له غیرمسلمانو څخه نیک اعمال» په بحث کې په دې اړه ځینې مطلبونه بیان کړي دي.[۲۲] د «دینونو د پیروانو په اړه د امام خمیني نظر»(دیدگاه امام خمینی درباره پیروان ادیان) کتاب چې حسین توفيقي لیکلی،[۲۳] د مهدي عزیزان په کتاب «د نجات پلورالیسم په اسلامي تفکر کې»،[۲۴] «پلورالیسم نجات در اندیشه اسلامی»، د ایلقار اسماعیل زاده کتاب،[۲۵] (بررسی پلورالیسم نجات از نگاه قرآن) «د قرآن له نظره د نجات پلورالیزم څیړنه»، «په قیامت کې د فکري مستضعفانو حالت» (وضعیت مستضعفان فکری در قیامت) د محمد علي يوسفي زاده او قاسم جوادي کتاب،[۲۶] او د محمد حسين نقي زاده او صمد عبداللهی عابد کتاب «د آيتونو او احاديثو په رڼا کې د دیني مستضعفانو اخروي عاقبت او څرنګوالی»[۲۷] د فکري مستضعفانو په اړه لیکل شوي دي.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۸۷
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۵۱.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴، ج۱۶، ص۲۰.
  4. سروش و حیدری، استکبار و استضعاف در قرآن، قم، ج۱، ص۳۳.
  5. طباطبایی، الميزان فی تفسير القرآن، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص ۵۰-۵۲
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۲، ص۴۰۶.
  7. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳، ج۶۹، ص۱۵۷-۱۷۱
  8. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص ۳۹۳.
  9. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص ۴۰۸.
  10. یوسفی زاده، «وضعیت مستضعفان فکری در قیامت»، ص۵۸.
  11. سبحانی، مدخل مسائل جدید در علم کلام، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۳۲۰.
  12. عزیزان، «پلورالیسم نجات در اندیشه اسلامی»، ص۴؛ خمینی، انوار الهدایه، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۴۱۲.
  13. برای نمونه نگاه کنید به کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۰۴-۴۰۷.
  14. بېلګۍ په توګه وګورئ: علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۳۶۳ش، ج۱۱، ص۲۰۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۵۰-۵۱؛ مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱ش، ص۲۸۹.
  15. دادجو، «معذوریت یا استحقاق پاداش پیروان جاهل قاصر ادیان دیگر»، ص۱۱۰.
  16. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، احیاء التراث العربی، ج۳، ص۳۰۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۵، ص۵۲؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج۲۰، ص۲۴۱.
  17. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱، ص۲۴۳-۳۱۶.
  18. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱، ص۲۴۳-۳۱۶.
  19. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱، ص۲۴۳-۳۱۶.
  20. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱، ص۲۴۳-۳۱۶
  21. یوسفی زاده و جوادی، «وضـعیت مستضعفان فکری در قیامت»، ص۵۶.
  22. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱، ص۲۴۳-۳۱۶
  23. توفیقی، «دیدگاه امام خمینی (ره) درباره پیروان ادیان» در نشریه هفت آسمان.
  24. عزیزان، «پلورالیسم نجات در اندیشه اسلامی» در نشریه معرفت.
  25. اسماعیل زاده، «بررسی پلورالیسم نجات از نگاه قرآن»، در نشریه بینات.
  26. یوسفی زاده و جوادی، «وضـعیت مستضعفان فکری در قیامت»، در نشریه اندیشه نوین دینی.
  27. نقی زاده و عبداللهی عابد، «بررسی ماهیت و عاقبت اخروی مستضعفان دینی با تکیه بر آیات و روایات»، در نشریه الهیات قرآنی.

سرچينې

  • اسماعیل زاده، ایلقار، «بررسی پلورالیسم نجات از نگاه قرآن»، در مجله بینات، شماره ۱، ۱۳۹۰ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، انوار الهدایه، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام، ۱۳۷۲ش.
  • توفیقی، حسین، «دیدگاه امام خمینی (ره) درباره پیروان ادیان»، در مجله هفت آسمان، شماره ۱۵، ۱۳۸۱ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، مؤسسه اسراء، ۱۳۸۹ش.
  • دادجو، یدالله، «معذوریت یا استحقاق پاداش پیروان جاهل قاصر ادیان دیگر»، در مجله اندیشه نوین دینی، شماره ۴۳، ۱۳۹۴ش.
  • سروش، محمد و احمد حیدری، استکبار و استضعاف در قرآن، قم، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الاخبار، قم، جامعه مدرسین.۱۴۰۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی التفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • عزیزان، مهدی، «پلورالیزم نجات در اندیشه اسلامی»، در مجله معرفت، شماره ۱۲۱، دی ماه ۱۳۸۶ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران،‏ دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ‏۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآه العقول، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ش.
  • مطهری، مرتضی، عدل الهی، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • نقی‌زاده، محمدحسین و صمد عبداللهی عابد، «بررسی ماهیت و عاقبت اخروی مستضعفان دینی با تکیه بر آیات و روایات»، در مجله الهیات قرآنی، شماره ۱۴، ۱۳۹۹ش.
  • یوسفی زاده، محمدعلی و قاسم جوادی. «وضـعیت مستضعفان فکری در قیامت»، در مجله معرفت، شماره۲۱۷، دی ۱۳۹۴ش.