له قبلې مخ اړول

د wikishia لخوا

له قبلې مخ اړول یوه فقهي اصطلاح ده، په دې معنا چې انسان د کعبې په لور نه وي. له قبلې د مخ اړولو مسئله په فقهي سرچینو کې په ځینې عملونو لکه لمونځ، حج، قرباني او د متیازو کولو په حکمونو کې راغلي دي.

فقهاو له قبلې مخ اړول په ځینې عبادتونو لکه لمانځه کې د لمانځه د باطلیدو سبب ګڼلی دی. همدارنګ د هغوي د فتوا مطابق، د متیازو کولو په وخت له قبلې مخ اړول یې واجب ګڼلي دي.

مفهوم او موقعیت

مسلمانان کعبې ته یا هغه لوري ته چې کعبه هغه اړخ ته ده قبله وايي.[۱] له قبلې څخه د مخ اړولو معنا یې دا کړې ده چې انسان په عامه توګه[۲] (نه په عقلي حقیقي ځیرتیا سره)[۳] د قبلې په لور نه وي.[۴]

فقها د اسلام د دین په ډېرو حکمونو کې لکه لمونځ، حج، قربانۍ، د تشناب ته تلو او د مړو په حکمونو کې د قبلې په لور کیدل او له قبلې مخ نه اړول بیان کړي دي او قبلې ته مخ نه کول یې د هغه عبادت د باطل کیدو لامل ګڼلی دی.[۵]

د ځينو علماوو په باور د لمانځه پر مهال قبلې ته مخامخ کېدل او له هغه څخه مخ نه اړول، د خدای د حکم پر اطاعت سربېره د مسلمانانو د اتحاد لامل هم دی.[۶]

د لا زیاتو خبرتیاو لپاره، دا هم وګورئ: قبله او قبلې ته مخامخیدل

له قبلې څخه د مخ اړولو فقهي حکمونه

فقهاوو له قبلې څخه مخ اړول په ځينو عبادتونو کې د هغه عبادت د باطل شوی سبب ګڼلی او په ځينو کارونو کې يې هغه یا واجب او یا حرام ګڼلي دي[۷] له هغو ځینې دا دي:

  • كه لمونځ كوونكى په قصدي توګه له قبلې څخه دومره مخ واړوي چې دا ونه ویل شي چې قبلې ته یې مخ دى او يا دا چې سر ګڅ یا ښي لوري ته وګرځوي نو لمونځ يې باطل دى؛[۸] خو كه له قبلې څخه مخ اړول په غلطۍ سره وو او له 90 درجې کم وي، نو لمونځ یې صحيح دی.[۹] د سر لږ اړول هم خېر دی.[۱۰]
  • د ذبحې پر مهال بايد د څاروي مخه باید قبلې ته مخامخ وي.[۱۱] که داسې نه وي نو ذبحه يې نجسیږي او خوړل يې حرام دي.[۱۲] البته که د هېرولو له امله قبلې ته مخامخ نه شي یا ورته قبله نه وي معلومه نو ذبحه یې صحيح ده.[۱۳] د دې حکم دلیل ځينې احاديث[۱۴] او اجماع[۱۵] ګڼل شوي دي.
  • د متیازو کولو په وخت له قبلې مخ اړول واجب دی[۱۶] او قبلې ته مخ کول او یا ورته شا کول حرام دي.[۱۷]
  • د کعبې د طواف په وخت واجبه ده چې ګڅه اوږه د کعبې په لور وي[۱۸] او په عامه پوهه کې له هغې بل خوا وانه وړي.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. راغب اصفهانی، مفردات الفاظ قرآن، ۱۴۰۴ق، ص۳۹۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۷، ص۳۲۰.
  2. محقق حلی، المعتبر، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۶۵؛ اردبیلی، مجمع الفائده،۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۷، ص۳۲۹؛ روحانی، فقه الصادق، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۹۰.
  3. محقق حلی، المعتبر، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۶۵؛ اردبیلی، مجمع الفائده،۱۴۱۶ق، ج۲، ص۵۷؛ جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۷، ص۳۲۹؛ روحانی، فقه الصادق، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۹۰.
  4. طوسی، الخلاف، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۹۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۷، ص۳۲۸؛ حکیم، مستمسک العروة، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۷۶ تا ۱۷۹.
  5. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۱۰-۳۱۳؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۴۱۵.
  6. طباطبائی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۳۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۴۱۵.
  7. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۱۰-۳۱۳؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۴۱۵.
  8. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۷-۹؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۱۷.
  9. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۹؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۱۷؛ «برگشتن و انحراف بدون عذر از قبله»، سایت رسمی آیت الله سیستانی.
  10. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۱۸.
  11. مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، ص۴۱۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۳۶، ص۱۱۰؛ توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۷۳، مسئله ۲۵۹۴.
  12. تبریزی، استفتاءات جدید، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۹۸.
  13. طوسی، الخلاف، ۱۴۱۸ق، ج۸، ص۳۱۹؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۶۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۳۶، ص۱۱۱ و ۱۱۲؛ توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۷۳، مسئلهٔ ۲۵۹۴.
  14. حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۲ق، ج۱۴، ص۱۵۲-۱۵۳.
  15. طوسی، الخلاف، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۵۰؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ق، ج۳۶، ص۱۱۰.
  16. میرداماد، شارع النجاة، ۱۴۲۶ق، ص۳۰۱.
  17. طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۹ و ۱۰؛ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۰؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸.
  18. خمینی، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۱۴۲.
  19. محمودی، مناسک حج (محشّٰی)، ۱۴۲۹ق، ص۲۹۸.

سرچينې

  • اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • «برگشتن و انحراف بدون عذر از قبله»، سایت رسمی آیت الله سیستانی، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسین،، توضیح المسائل (محشّی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • تبریزی، جواد، استفتائات جدید، قم، دار الصدیقة الشهیدة، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، آل البیت، ۱۴۱۲ق.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، مکتبة النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • خمینی، سید روح اللّٰه، منتخب مناسک حج، قم، نشر مشعر، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن، نشر الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • روحانی، محمدصادق، فقه الصادق(ع)، قم، دار الکتاب، ۱۴۱۳ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الاسلام، قم، معارف اسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (المحشّٰی)، گردآورنده: محسنی سبزواری، احمد، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، به کوشش خراسانی و دیگران، قم، نشر اسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، النهایه، به کوشش آقا بزرگ تهرانی، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، قواعدالاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر، قم، مؤسسه سید الشهداء، ۱۳۶۳ش.
  • محمود، عبدالرحمن، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، قاهره، دارالفضیلة، ۱۴۱۹ق
  • محمودی، محمدرضا، مناسک حج (محشّٰی)، تهران، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق.
  • مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • مفید، المقنعه، قم، موسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • میرداماد، محمّدباقر، شارع النجاة فی أحکام العبادات، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، به کوشش قوچانی و دیگران، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.