قبلې ته مخ کول

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

قبلې ته مخ کول د ځینو تکلیفي احکامو د ترسره کولو په وخت د کعبې په لور مخ کولو ته وایي. د مسلمانانو ډېر عبادي یا غیر عبادي اعمال لکه لمونځ کول، د حج اعمال، د ښخولو اداب او شرعي ذبحه له قبلې سره اړوند دي.

د لمونځ کولو په شان عباداتو صحیح والی په دې پورې مشروط دی چې د قبلې په لور وکړی شي. همداراز د حیوان ذبح کولو په وخته واجبه ده چې د قبلې په لور حلال کړی شي؛ که نه وي د غوښې خوړل یې حرام دي.

د دې په مقابل کې بیا د ځینو کارونو لکه تخلي (تشو ډکو متیازو) کول د قبلې په لور حرام دي. همداراز د قران د تلاوت، د اودس کولو او ډوډۍ خوړولو په وخت د قبلې لور ته مخ کول مستحب دي او ځینې کارونه لکه جنسي اړیکي، د قبلې په لور مکروه ګڼل شوې دي.

اهمیت او مقام

فقیهانو د اسلام دین د ډېرو شرعي فریضو لکه لمونځ، حج، ښکار او ذبحې، د تخلي (تشو ډکو متیازو) او د مړو په احکامو کې د قبلې په لور مخ کولو مساله څېړلې ده. د قبلې په لور مخ کول د څلورګونو احکامو وجوب، حرمت، کراهت او استحباب د احکامو په ذېل کې راځي.[۱] په ډېرو دیني تعلیماتو کې قبلې ته مخ کول د ځينو علمونو د کولو لپاره د ثواب لرونکي ګنل شوي دي. د اسلام د پېغمبر (ص) په سیرت کې راغلي چې همېشه به د قبلې په لور کېښناسته[۲] او د قبلې په لور د یوې شېبې د کښېناستلو بدله به یې د حج کوونکو او عمره کوونکو د اجر په شان ګڼله.[۳]

د قبلې په لور مخ کولو مطلب

د شیعه فقیهانو په نظر د قبلې په لور د مخ کولو مطلب د هغه کسانو لپاره چې په مسجدالحرام کې دننه دي، د کعبې په لور ودرېدل دي.[۴] دهغو کسانو په اړه چې په مسجدالحرام کې دننه نه دي او کعبه نه ویني په دې معنا ده چې عرفاً[۵] د کعبې په لور وي؛[۶]نه په عقلي او حقیقي کره والي سره؛ ځکه چې دا کار ممکن نه دی.[۷]

د قبلې د معلومولو لارې

د شیعه فقیهانو له نظره د علم او اطمینان راوړنکي ګمان له مخې د قبلې معلومول حاصلیږي او که دا لارې ممکنې نه وې، باید که وخت لري څلورو لورو ته او که وخت کم وي هغو لورو ته چې کولی شي لمونځ وکړي.[۸]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره، دا هم وګورئ: قبله

د قبلې لور ته د مخ کولو حکمت

مسلمان عالمان باوري دي چې د عبادي عملونو د ترسره کولو په وخت د قبلې لور ته مخ کول، پر دې سربېره چې د خدی په امر عمل کول دي، ځینې فایدې هم لري لکه د مسلمانانو تر مینځ وحدت.[۹] د علامه طباطبایي په وینا، د کعبې په لور د مسلمانانو تمرکز، له هغو اختلافاتو سره سره چې په عقایدو کې یې لري، تر ټولو لطیف روح دی چې د انسان په کالبوت کې پوکلی او انسانانو ته انسجام او یووالی ورکولی شي.[۱۰] د هغه په باور یو ځای ته د زړه توجه د مسلمانانو د فکري او معنوي وحدت سبب شوی دی.[۱۱]

په یو روایت کې د قبلې لور ته د زنکدن لرونکي د مخ اړولو فلسفه، هغه کس ته د ملایکو پام او د مرګ تر وخته پورې خدای ته د محتضر پام بیان شوی دی.[۱۲]

د قبلې لور ته د مخ کولو وجوب

په یو شمېر شرعي فرایضو کې د قبلې لور ته مخ کول لکه په لمانځه. د محتضر په احکامو او ذبحې کې واجب ګڼل شوي دي:

لمونځ

  • واجب لمونځونه: د شیعه فقیهانو په فتوا، د واجبو لمونځونو (ورځینو لمونځونو، ایات، او د مړي د لمونځونو) صحیحوالی او د لمونځ ځینې توابع لکه د احتیاط لمونځ او د لمانځه د هیرو شویو اجزاوو قضا کې د قبلې لور ته مخ کول شرط دي.[۱۳] د دغه حکم مستند د قرآن ایتونه،[۱۴] روایتونه [۱۵] او اجماع[۱۶] ګڼل شوې ده. که د قبلې لور ته د لمونځ کوونکي مخ کول ممکن نه وي، مثلا انسان بیمار وي باید تر ممکنه حده د دې خیال وساتل شي.[۱۷]
  • مستحب لمونځونه: په مستحبو لمونځونو کې، که لمونځ د استقرار او ثبات په حالت کې وکړی شي، باید د قبلې لور ته وکړی شی.[۱۸] ځینو فقیهانو د بقرې سورې د ۱۱۵ ایت او څو روایتونو [۱۹] په استناد په مستحب لمونځ کې چې د حرکت په حال کې لوستل کیږي، د قبلې لور ته مخ کول لازم نه دي ګڼلي.[۲۰]
  • د جنازې لمونځ: د زیاترو فقیهانو په نظر، د جنازې د لمونځ کولو په وخت د قبلې په لور مخ کول واجب دي.[۲۱] البته ځینو په دې دلیل چې د جنازې لمانځه د صحیح والي لپاره د قیام شرط کافي دی، قبلې ته د مخ کولو په نه واجبوالي حکم کړی دی.[۲۲]
  • په لمانځه کې قبلې ته د مخ کولو طریقه: د فقیهانو په فتوا، ولاړ بنیادم باید د خپل بدن مخکې برخه د قبلې لور ته کړي.[۲۳] د ناست کس باید مخ ، سینه او دوه زنګنونه د قبلې لور ته وي او لماست انسان باید په ښۍ یا کیڼه ډډه، داسې څملي چې د بدن مخه یې د قبلې لور ته وي او که دا یې نه شوه کولی باید په ملا څملي او د پښو تلي یې د قبلې لور ته وي.[۲۴]

حلاله

د شیعه فقیهانو په فتوا[۲۵] د حیوان د ذبح کولو په وخت، باید د حیوان د حلالولو ځای (مرۍ) او بدن د قبلې په لور وي. د دغه حکم مستند روایتونه [۲۶] او اجماع [۲۷] ده. البته که د هېرې یا د قبلې د نه معلوموالي په وجه، حیوان د قبلې لور ته ذبح نه شي ذبحه صحیح ده.[۲۸]

محتضر

  • زیاتره شیعه فقیهانو د هغه مسلمان چې د زنکدن په حالت کې وي د قبلې په لور مخ کول یې واجب ګڼي.[۲۹] د دې په مقابل کې ځینو فقیهانو دغه کار مستحب ګڼلی دی.[۳۰]
  • د قبلې لور ته د محتضر د اړولو طریقه: په فقهي کتابونو کې راغلي چې محتضر په داسې حال کې چې د پښو تلي یې د قبلې لور ته وي په ملا څملوي؛ په دې ډول چې که پاڅي نو مخ یې قبلې ته وي.[۳۱]
  • د مړي د لامبولو او ښخولو په وخت قبلې ته مخ کول: د غسل په وخت د مړي د قبلې په لور کولو په اړه دوه نظرونه موجود دي: زیاتره فقیهانو د دغه حکم په استحباب[۳۲] او ځینو یې په وجوب حکم ورکړی دی.[۳۳] د فقیهانو په فتوا د ښخولو لپاره د مړي د قبلې په لور کول واجب دي؛ په دې شکل چې هغه په ډډه او په ښي لاس څملولی شي، په دې شکل چې د بدن مخه یې د قبلې لور ته وی.[۳۴]

د قبلې لور ته د مخ کولو حراموالی او مکروهوالی

د شیعه فقیهانو په فتوا د تخلّي (تشو ډکو متیازو) په وخت د قبلې لور ته مخ کول حرام دي.[۳۵] د تقلید د اکثره مراجعو په نظر د متیازو لپاره باید ماشوم د قبلې په مخ یا په شا کښې نه نول شي؛ خو که ماشوم په خپله کښېناست ضروري نه ده چې مخه یې ونیول شي.[۳۶] شیعه فقیهان د هر داسې کار په کولو کې چې د قبلې له تعظیم سره په ټکر کې وي قبلې ته مخه کول مکروه ګڼي؛[۳۷] لکه د قبلې په لور جنسي اړیکي[۳۸]

د قبلې لور ته د مخه کولو استحباب

د هغه څه په اساس چې په فقهي کتابونو کې راغلي په هر کار او حال کې د قبلې لور ته مخه کول مستحب دي؛ بې له هغو ځایونو چې حرمت یا کراهت لري.[۳۹] سره له دې، په فقهي لیکنو کې، د قبلې په لور د ځینو کارونو د کولو په مستحبوالي تصریح شوې چې ځینې یې دا دی:

  • د حج ځینې مناسک لکه حَلق [۴۰] په عرفات کې وقوف او د مخصوصو دعاګانو لوستل؛[۴۱]
  • اودس کول او د قرآن تلاوت ؛[۴۲]
  • دعا کول او ذکر ویل؛[۴۳]
  • په جومات کې کښېناستل؛[۴۴]
  • د لمانځه د تعقیباتو د ویلو په وخت ؛[۴۵]
  • د ډوډۍ په وخت؛[۴۶]
  • د شکر د سجدې او د قرآن د واجبې یا مستحبې سجدې په وخت؛[۴۷]
  • په ښۍ ډډه څملاستل په دې توګه چې مخ او بدن د قبلې لور ته وی.[۴۸]

فوټ نوټ

سرچينې