له مشرکانو د برائت دستورې

د wikishia لخوا
په عرفات کې د رهبرۍ په بعثه کې د ایراني حاجیانو له مشرکانو د برائت دستورې (۱۴۰۱)

له مشرکانو د برائت دستورې (په عربۍ، البراءة من المشرکین فی الحج) د حج په مناسکو کې د ایرانیو حجیانو له دستورو څخه دي چې پکې حجیان د امریکا او اسراییلو په خلاف د شعارونو او یووالي ته د مسلمانانو د بلنې په شعارونو سره لاریون کوي. له مشرکانو برائت یا کرکه څرګندول قرآني جرړه او فقهي بنسټ لري او په لومړي ځل د مکې له فتحې وروسته د پېغمبر(ص) په امر امام علي(ع) د برائت ایتونه په مکه کې ولوستل. دغه دستوې په حج کې په لومړي ځل په ۱۳۵۸ ل کال کې د امام خمیني په امر ترسره شوې. د سعودي دولت له دغه دستورو سره مخالف و او په ۱۳۶۶ ل کال کې یې په دستورو کې په ګډونکوونکو برید وکړ چې پکې یو شمېر حجیان ووژل او ژوبل شول.

اهمیت او سرچینه

له مشرکانو د برائت دستورې یو سیاسي-دیني دود دی چې هر کال د حج په زمانه کې ترسره کيږي.[۱] د اسلامي ایران مشرانو همېشه د دغه دستورو په اجرا ټینګار کړی چې د حج سیاسي اړخ هماغه راز وساتل شي.[۲]

دغه دستورې د کفارو او مشرکانو له استکباري سیاستونو د برائت په اعلان او له هغوي سره د مقابلې لپاره وحدت ته د مسلمانانو له بلنې سره یو ځای وي[۳] د «مشرکانو د نفي» خبره د قرآن مجید په ځینو ایتونو منجمله د بقرې سورې په ۳ ایت د ممتحنه سورې په څلور ایتم [۴] د توبې سورې له لومړي تر دریم ایت او د انعام سورې په ۱۹ ایت کې راغلې ده.[۵]

په لومړي ځل له مشرکانو برائت د مکې له فتحې وروسته وشو[۶] او خدای تعالی د برائت ایتونو (د برائت سورې له لومړي ترلسم ایتونو) په نازلولو سره له مشرکانو د برائت اعلان د پېغمبر دنده وګرځوله. امام علي(ع) دغه ایتونه په نهم قمري کال د حج په دستورو کې ولوستل.[۷] د دغه ایتونو د نازلېدو د سبب په اړه ویل شوي چې مشرکانو هغه تړون چې په حدیبیه صلح کې یې له پېغمبر(ص) سره کړی و چې درې ورځې مکه د مسلمانانو د حج لپاره خالي کړي[۸] مات کړ.[۹] په نمونه تفسیر کې د مشرکانو له خوا د تړون د بیا بیا ماتولو خبره شوې ده.[۱۰]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: د برائت د آیتونو رسول

د اجرا طریقه

له ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۶ کاله پورې ایراني او ځینې غیر ایراني حاجیان د حج د دستورو له پېلېدو مخکې د مکې په یو ټاکلي ځای کې غونډېدل او د اسلامي نړۍ د شننې او په نړۍ کې د روانو حالاتو په موضوع د وینا له اورېدو ورسته به یې لاریون کاوه.[۱۱]

د ۱۳۸۰ ل لسیزې له کلونو وروسته، دغه دستورې د عرفې په ورځ سهار د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر د بعثې په ځای کې په عرفات صحرا کې[۱۲] د «مړه دې وي اسراییل»، « مړه دې وي امریکا» «یا ایها المسلمون اِتّحدوا اِتّحدوا»، او « تفرقه او اختلاف له شیطانه پېروي ده» په شعارونو سره د ایرانو او غیر ایرانیو حجیانو له لورې د قرآن کریم د ځینو ایتونو له تلاوته وروسته پېل کیږی.[۱۳] او په دوام کې، د ایرانیو حجیانو سرپرست د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر پېغام په دوو ژبو عربۍ او فارسۍ لولي. په پای کې هم یو پرېکړه لیک خپریږي او زایران له هر بنده وروسته په تکبیر سره هغه تاییدوي.[۱۴]

فقهي بنسټونه

راپور شوی چې د حج د دستورو په مختلفو ځایونو کې د شرک نفي او له مشرکانو برائت موجود دی. رمی جمرات او تلبیه د دغه دستورو له ښکاره بېلګو دي چې د شرک نفي او ترې برائت پکې موجود دی.[۱۵] امام خمیني له مشرکانو د برائت په توضیح کې دغه دستورې د مختلفو شکلونو ګڼي چې باید د زمانې مطابق ترسره شي په همدې اساس له مشرکانو د برائت د دستورو د کولو تر ټولو ښه وخت او ځای د حج ورځې او حرم دی؛ ځکه چې په دې بڼه کې ډېر زیات اثر لري[۱۶] امام خمیني په دغه کړنلاره کې د تولی او تبری په اصولو استناد کړی دی.[۱۷]

ځینو اهل سنتو په حج کې د جدال ممنوعیت ته په پام سره په دغه دستورو اعتراض کړی دی او په مقابل کې شیعه فقیهان دغه دستورې او د هغې کلي شکل له جداله جدا ګڼي چې د مسلمانانو د دښمنې سبب نه ګرځي.[۱۸]

تاریخچه

راپور شوی چې دغه دود د ایران د اسلامي انقلابه مخکې پورې د حج په دستورو کې نه اجرا کېده.[۱۹] له امام خمیني څخه د حج په ورځو کې له مشرکانو څخه د برائت د دود د ژوندي کوونکي په توګه یادونه کیږي چې د ایران له اسلامي انقلابه وروسته یې دغه دود د حج په دستورو کې اجرا کړ.[۲۰] له دې امله امام خمیني له مشرکانو د برائت د ورځې د بنسټ ګر په توګه یادیږي.[۲۱]

خونړی حج

اصلي مقاله: خونړی حج

سعودي حکومت په مختلفو پړاوونو کې د دغه دستورو له جوړولو سره مخالفت لرلی دی.[۲۲] په ۱۳۶۶ ل کال کې وروسته له دې چې حجیانو له مشرکانو د برائت له دستورو د تللو او مسجد الحرام ته د ورتګ اراده لرله، د عربستان پولیسو او امنیتي ځواکونو پرې برید وکړ. په دې پېښه کې تر ۵۰۰ زیات حجیان ووژل او اوه سوه نور ژوبل شول.[۲۳] له دې پېښې وروسته په ۱۳۶۶ ل کال کې تر ۱۳۶۹ کاله پورې د دغه دستورو د جوړېدو مخه ونیول شوه؛ خو له ۱۳۷۰ ل کاله دغه دستورې په منا او عرفات کې ترسره کیږي.[۲۴]

ځانګره لېکنې

مبانی دینی و سیاسی برائت از مشرکان کتاب، لیک د جواد ورعی. دا کتاب په فارسې ژبه لیکل شوی او مشعر خپرنځي چاپ کړی دی.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. «برائت از مشرکین در حج؛ عملِ سیاسی منطبق بر دستور قرآن»، خبرگزاری ایکنا.
  2. «چرا هاشمی و روحانی مخالف اجرای مراسم برائت از مشرکین بودند؟»، خبرگزاری فارس.
  3. جمعی از نویسندگان، ره‌توشه حج، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۳۶۳.
  4. «برائت از مشرکین در حج؛ عملِ سیاسی منطبق بر دستور قرآن»، خبرگزاری ایکنا.
  5. ورعی، مبانی دینی و سیاسی برائت از مشرکین، ۱۳۷۹ش، ص۵۱ و ۹۰.
  6. دشتی، «برائت از مشرکین»، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۶۲۸.
  7. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۶ـ۳۷.
  8. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بی‌تا، ج۲، ص۵۴.
  9. وګورئ: ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۸۹-۹۰.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۷۲.
  11. دشتی، «برائت از مشرکین»، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۶۳۰.
  12. بیات، حج ۲۹، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۳.
  13. بیات، حج ۲۹، ۱۳۸۸ش، ص۱۷۰–۱۷۲.
  14. بیات، حج ۲۹، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۳.
  15. ورعی، مبانی دینی و سیاسی برائت از مشرکین، ۱۳۷۹ش، ص۹۱.
  16. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۲۰، ص۹۸.
  17. دشتی، «برائت از مشرکین»، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۶۲۸ و ۶۳۰.
  18. جمعی از نویسندگان، ره‌توشه حج، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۳۵۶.
  19. «امام خمینی احیاگر سنت برائت از مشرکین»، خبرگزاری جام‌جم آنلاین.
  20. ورعی، مبانی دینی و سیاسی برائت از مشرکین، ۱۳۷۹ش، ص۷.
  21. «منافع حج از منظر قرآن و تبعات بی‌تدبیری‌های آل سعود»، خبرگزاری ایکنا.
  22. «مراسم «برائت از مشرکین» برگزار شد»، خبرگزاری ایسنا.
  23. دشتی، «برائت از مشرکین»، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۶۳۰.
  24. دشتی، «برائت از مشرکین»، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۶۳۲.
  25. ورعی، مبانی دینی و سیاسی برائت از مشرکین، ۱۳۷۹ش، ص۸.

سرچينې

  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق محمدحسین شمس‌الدین، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن کثیر، البدایه و النهایه بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • «امام خمینی احیاگر سنت برائت از مشرکین»، خبرگزاری جام‌جم آنلاین، تاریخ درج مطلب: ۴ آبان ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۴ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۷۸ش.
  • «برائت از مشرکین در حج؛ عملِ سیاسی منطبق بر دستور قرآن»، خبرگزاری ایکنا، تاریخ درج مطلب: ۱۹ تیر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۴ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • بیات، حجت‌الله، حج ۲۹، تهران، مشعر، ۱۳۸۸ش.
  • «چرا هاشمی و روحانی مخالف اجرای مراسم برائت از مشرکین بودند؟»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۱۸ تیر ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۱۱ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • دشتی، محمد، «برائت از مشرکین»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • «مراسم «برائت از مشرکین» برگزار شد»، خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۱۹ مرداد ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۴ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ش.
  • «منافع حج از منظر قرآن و تبعات بی‌تدبیری‌های آل سعود»، خبرگزاری ایکنا، تاریخ درج مطلب: ۱۲ مهر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۴ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • ورعی، جواد، مبانی دینی و سیاسی برائت از مشرکان، تهران، مشعر، ۱۳۷۹ش.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.