محدثه (لقب)
مُحَدَّثه د حضرت فاطمه(س) له لقبونو څخه یو لقب دی چې معنی یې هغه ښځه ده چې پرښتې ورسره خبرې کوي. دا لقب په روایتونو کې د نورو ښځو لکه بی بی مریم(س) او بی بی ساره په اړه هم کارول شوی. ویل شوي دي چې پرښتو له حضرت زهرا(س) سره د تعزیت وړاندی کولو، د مؤمنانو او راتلونکي وخت په اړه خبرې کړي دي.
له امامانو او حضرت فاطمه(س) سره د ملائکو خبرې کول د شيعو له عقايدو څخه ګڼل شوي دي. ځينې سنيان له همدې امله شيعو ته دا نسبت ورکوي چې دوي د امامانو په نبوت باور لري. د الغدیر د لیکوال علامه امیني په وینا، له پیغمبرانو پرته نورو سره د ملائکو د خبرو کولو امکان د شیعه او سنیانو سره شریکه عقیده ده او هغوي یوازې د دې په مصداقونو کې سره اختلاف لري.
محدَّثه، د حضرت زهرا(س) لقب
د شيعه رواياتو له مخې د حضرت زهرا(س) له لقبونو څخه يو لقب دى[۱] او د هغې له نهو نومونو څخه يو نوم دی.[۲] البته د شیعو د روایتونو له مخې د محدثه لقب د بی بی مریم(س) او د حضرت موسی(ع) د مور او ساره بی بی لپاره هم استعمال شوى دى.[۳]
هغه روایتونه چې د بی بی فاطمه سلام الله علیها د مصحف په هکله دي په هغو کې د بی بی زهرا(س) په محدثه شونې باندې څرګندونه شوې ده.[۴] د حضرت فاطمه زهرا(س) په زیارتنامه کې هم د هغه د «الْمُحَدَّثَةُ الْعَلِیمَةُ» په نامې سره یاده شوې ده.[۵]
د محدثه معنی
«له دې امله حضرت فاطمه(س) ته محدثه ویل کیدل، چې ملائکې به له اسمانه راښکته کیدې او لکه څنګه چې به یې له بی بی مریم(س) سره خبرې کولې، همداشان به یې هغې سره هم خبرې کولې او ویل به یې: ای فاطمې، خدای ته غوره کړې یې او پاکه او طاهره یې ګرځولې یې او د نړۍ په نورو غوره شویو میرمنو یې تا ته لوړتیا درکړې ده»
مُحَدَّثه، د هغه چا په معنې دی چې ورسره خبرې کیږي.[۶] د الغدیر د لیکوال علامه امیني په وینا، د محدث اصطلاح د هغه چا لپاره کارول کیږي چې پیغمبر نه دی؛ خو پرښتې ورسره خبرې کوي.[۷]
ځينو له حضرت فاطمې سره د فرښتې د خبرو محتوا په پنځو ټکو کې خلاصه کړې ده: تسليت او تعزیت، د رسول الله(ص) او په جنت کې د هغه د مقام خبر، د راتلونکو پېښو خبرونه، د واکمنانو خبرونه او د مؤمنانو او کافرانو خبرونه.[۸]
ځينو کسانو محدِثه چې د خبرې کوونکي په معنا دی، هم د حضرت فاطمه(س) له لقبونو ګڼلی دی؛ ځکه چې دوی وايي چې فاطمه(س) چې کله د مور په رحم کې وه نو له هغې سره به یې خبرې کولې[۹] [یادونه 1]
غېر له پیغمبرانو نورو کسانو سره د خبرو کولو امکان
- اصلي مقاله: الهام
علامه امیني د حضرت زهرا(س) او د معصومو امامانو د محدَث شونې عقیده د شیعو له عقایدو څخه ګڼلې ده. د هغه په وینا، له غير پیغمبران عليهم السلام سره د ملائکو په خبرې کولو باندې د شيعه او سنيانو اتفاق دی.[۱۰] خو هغه څرګندونه کوي چې په دې مسئله کې اختلاف يوازې په مصادیقو او کسانو کې دی د بېلګې په توګه شیعه د سنيانو برعکس عمر بن خطاب محدَث نه ګڼي.[۱۱]
د سعودي سلفي ليکوال عبدالله قصیمي په خپل کتاب «الصّراع بینَ الاسلامِ و الوَثَنیّة» کې له همدې سببه پر شيعو تور پورې کړی دوي د امامانو او حضرت فاطمه(س) د نبوت په مقام کې مني. البته علامه امیني د دې تور ځواب ورکړی دی.[۱۲] د دې لپاره چې له پیغمبرانو پرته نورو خلکو سره د ملایکو خبرې ثابتې کړي هغه د آل عمران سوره ۴۲ آیتونه، د هود سوره ۷۱ او ۷۳ آیتونه او د قصص سوره 7 آیت د دلیل په توګه راوړي دي. په دې آيتونو كې راغلي دي چې پرښتو په مخكنيو امتونو كې له ځينو پاکلمنو ښځو سره خبرې كړي دي.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۱۸۲؛ طبری، دلائل الامامه، ص۸۱، ح۲۰؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۴، ص۲۰۶، ح۲۳.
- ↑ شیخ صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، ص۵۹۲.
- ↑ مجلسی، ۱۴۰۳ق، بحارالانوار، ج۴۳، ص۷۹.
- ↑ وګورئ: الصفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۲؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۸، ص۲۷۰، ح۳۴؛ مهدوی راد، «مصحف فاطمه»، ص۷۳.
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، بیتا، ص۳۱۷.
- ↑ رحمانی همدانی، فاطمه زهرا فاطمه زهرا(س) شادمانی دل پیامبر(ص)، ۱۳۸۱ش، ص۲۴۴(پاورقی).
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۶۷.
- ↑ رحمان ستایش، «گفت و گوی ملائکه با حضرت فاطمه(س)»، ص۲۵–۲۶.
- ↑ رحمانی همدانی، فاطمه زهرا فاطمه زهرا(س) شادمانی دل پیامبر(ص)، ۱۳۸۱ش، ص۲۴۴(پاورقی).
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۶۷–۶۸.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۶۸–۷۰.
- ↑ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۷۸.
- ↑ رحمانی همدانی، فاطمه زهرا فاطمه زهرا(س) شادمانی دل پیامبر(ص)، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۷–۱۴۸؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۷۹.
سرچينې
- رحمان ستایش، محمدکاظم، گفت و گوی ملائکه با حضرت فاطمه(س)، حدیث پژوهی، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.
- رحمانی همدانی، احمد، فاطمه زهرا علیها السلام شادمانی دل پیامبر، ترجمه سید حسن افتخارزاده سبزواری، تهران، دفتر تحقیقات و انتشارات بدر، چاپ چهارم، ۱۳۸۱ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، نجف، مکتبه الحیدریه، ۱۳۸۶ق.
- صفار قمی، محمد بن حسن بن فروخ، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد، تصحیح و تعلیق: میرزامحسن کوچه باغی تبریزی، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- طبری، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الامامه، قم، بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- علامه امینی، عبد الحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الأدب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
- قمی، عباس، مفاتیح الجنان، قم، نشر اسوه، بیتا.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- مهدوی راد، محمدعلی، «مصحف فاطمه»، در دانشنامه فاطمی(س)، ج۳، تهران، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۳ش.