Jump to content

ساره

د wikishia لخوا
ساره
په الخلیل کې د حضرت ابراهيم(ع) د ميرمن ساره قبر
په الخلیل کې د حضرت ابراهيم(ع) د ميرمن ساره قبر
مذهبتوحید
مشهور خپلواند ابراهيم(ع) مېرمن، د تره لور او د ترور لور
د زیږیدو ځاید بابل په غرونو کې د کوثي سیمه (اوسنی عراق)
وفاتپه ۱۲۷ کلنۍ کې
د دفن ځاید حبرون سیمه، په نیواکه فلسطین کې اوسنی الخلیل


ساره یا بي بي ساره د حضرت ابراهیم(ع) مېرمن او د حضرت اسحاق(ع) مور ده. د هغه څه په اساس چې د قران په دوو سورتونو کې راغلي، فرښتو په نوي کلنۍ کې هغې ته د یو زوي د پېدا کېدو زیری ورکړ چې اسحاق نوم یې شو. ساره له دې امله چې فرښتو ورسره خبرې کړي د حضرت مریم او حضرت فاطمه(س) په شان محدَّثه ګڼل کیږي.

ساره د اسحاق له زوکړې ډېر کلونه مخکې خپله وینځه هاجر (بي بي هاجره) ابراهیم ته وبخښله چې ترې د بچي خاوند شي. شیخ صدوق ځینې روایتونه نقل کړي چې د اسماعیل له زوکړې وروسته د ساره د حسادت خبره کوي. سره له دې ځینو اوسمهالو څېړاندو د دغه حدیثونو په دلالت کې شک څرګند کړی دی.

ژوند

د شپږمې پېړې شیعه مفسران امین‌الاسلام طَبْرسي[۱] او ابوالفتوح رازي،[۲] باوري دي چې ساره د هاران بن یاحور لور او د ابراهیم(ع) د تره لور ده؛ البته د شیعه سرچینو په ځینو روایتونو کې ساره د لاحج نبي لور او د ابراهیم د خاله لور بلل شوې ده.[۳] په تاریخي سرچینو کې ځینې نور قولونه لکه ساره د بتوایل بن ناحور لور،[۴] لابن بن بثویل بن ناحور لور[۵] او د ملک حَرّان لور[۶] هم نقل شوی دی.

د دریمې پېړۍ اهل سنت مورخ ابن قُتَیبَه دینَوَري له توراته نقل کړې چې ساره د ابراهیم ورېره ده. د هغه د نقل په اساس، ساره او لوط(ع) د پلار له لورې ورور او خور او د ابراهیم د ورور هاران بچیان دي.[۷] اهل سنت مورخ ابن کثیر (وفات ۷۷۶ ق) دا قول رد کړی او مشهور قول یې دا ګڼلی چې ساره د ابراهیم د تره لور ده.[۸] د «الانبیاءُ حیاتُهُم، قِصَصُهُم» کتاب لیکوال عبدالصاحب حسیني عاملي باوري دی چې لوط د ساره مورنی ورور دی، نه پلرنی؛ پر دې اساس ساره د ابراهیم ورېره نه ده. د هغه په وینا ساره د ابراهیم د تره لور او د خاله لور ده.[۹] [یادونه۱]

ساره له لوط سره یو ځای، په ابراهیم ایمان راوړ او یکتا پرسته شوه.[۱۰] هغې همداراز له حضرت ابراهیم(ع) سره واده وکړ.[۱۱] ساره د خپلې زمانې یوه ډېره ښایسته ښځه ګڼل شوې ده.[۱۲] هغې ډېرې کرهڼېزې ځمکې او پریمانه مالونه (څاروي) لرل او خپل ټول جایداد یې حضرت ابراهیم ته ورکړی دی.[۱۳]

مصر ته هجرت

په بابِل کې یو خدای منلو ته د ابراهیم له بلنې وروسته، ګوته په شمېر کسانو په هغه ایمان راوړ، او ابراهیم له همدې امله له ساره او لوط سره د شام په لور هجرت وکړ. خو د قطحۍ او ناروغۍ په خپرېدو سره ساره له خپل مېړه ابراهیم(ع) سره مصر ته روان شو.[۱۴] د تاریخي روایتونو له مخې د مصر پاچا د ساره له ښایسته خبر شو[۱۵] او ابراهیم د دې خبرې په ځواب کې چې هغه یې څه کیږي ساره خپله خور معرفي کړه.[۱۶] لکه څنګه چې ابن اثیر ویلي حضرت ابراهیم له دې امله چې پوهېده که ساره خپله مېرمنه معرفي کړي پاچا به یې د وژلو امر وکړي چې ساره ترې واخلي، حقیقت پټ کړی دی.[۱۷] د مصر پاچا ساره وبلله او هڅه یې وکړه چې لاس وراوږد کړي خو په دغه وخت کې یې لاس وچ شو.[۱۸] پاچا له ساره وغوښتل چې دعا وکړي چې لاس یې دوباره ښه شي، چې پرې یې ږدي. خو د ساره له دعا او د پاچا له رغېدو وروسته هغه دوباره هڅه وکړي چې ساره ته نزدې شي او دا پېښه درې ځلې وشوه.[۱۹] پاچا له دې وروسته له خپل کاره پښېمانه شو او د هاجر په نامه یوه وینځه او ډالۍ یې ساره ته وسپارل او هغه یې ازاده کړه.[۲۰]

د علامه طباطبایي په وینا دا چې ابراهیم ساره خپله خور معرفي کړې وي د نبوت له مقام سره سمون نه لري او د اوسني تورات له تناقضاتو دي چې د اهل سنتو په تاریخي او حدیثي سرچینو کې داخل شوې دي.[۲۱] همداراز د یو روایت په اساس چې علامه طباطبایي له الکافي نقل کړی ابراهیم په دې ماجرا کې ساره خپله مېرمنه معرفي کړې او هر ځل چې د پاچا لاس وچ شوی د ابراهیم په دعا سره یې لاس ښه شوی دی.[۲۲]

په نوي کلنۍ کې د زوي زیری

لکه چې په تاریخي سرچینو کې راغلي، الهي فرښتو د ساره په نوي کلنۍ کې هغې ته د یو زوي د کېدو زیری ورکړ.[۲۳] هغې په ناباورۍ سره وخندل او وې ویل څنګه ممکنه ده چې یوه بوډۍ ښځه حامله شي؟[۲۴] هغه څه موده پس حامله شوه، اسحاق د هغې او ابراهیم(ع) زوی دی.[۲۵] د قران کریم په دوو سورو کې د فرښتو زیري او د بچي د پیدا کېدو په خبره د ساره غبرګون ته اشاره شوې ده.[۲۶]

ساره مخکې له دې چې د بچي پیدا کولو زیری ورته وشي له دې امله چې شنډه وه، هاجر یې خپل مېړه ابراهیم ته وبخښله چې ترې یې بچي وشي او له دې وروسته د ابراهیم او هاجر زوی اسماعیل پیدا شو.[۲۷]

وفات

د ابراهیم(ع) مېرمن ساره په ۱۲۷ کلنۍ کې په حبرون سیمه کې وفات شوه.[۲۸] د ساره له وفاته وروسته حضرت ابراهیم د حبرون یو ځای د هغې له مالکانو واخیست او ساره یې هلته ښخه کړه.[۲۹] وروسته ابراهیم، اسحاق او یعقوب په دغه ځای کې ښخ کړی شول.[۳۰] دغه ځای د حرم ابراهیمي په نامه پېژندل کیږي او د قدس په جنوب الخلیل ښار کې پروت دی.[۳۱]

ځانګړنې

امام علي(ع) ته په یو منسوب روایت کې له دې امله چې فرښتو له بي بي ساره سره خبرې کړې او هغې ته یې د اسحاق د زوکړې زیری رکړی، محدثه ګڼل کیږي.[۳۲] د دغه روایت له مخې، حضرت مریم، حضرت زهرا او د حضرت موسی مور هم محدثې دي.[۳۳] شیعیان باوري دي چې ملائکو یوازې له انبیاوو او رسولانو سره خبرې نه دي کړې بلکې له امامانو، حضرت فاطمې او نورو کسانو سره یې هم خبرې کړې دي.[۳۴] د قران کریم ځینې ایتونه منجمله د آل عمران سورې ۴۲ او ۴۵ ایت چې له حضرت مریم سره د ملائکو د خبرو په اړه دی، د دغه عقیدې تاییدونکی ګڼل شوی دی.[۳۵]

په هغو روایتونو کې چې د شیخ صدوق او علی ابن ابراهیم قمي په وسیله نقل شوې، د اسماعیل له زوکړې وروسته د ساره حسد او کږ اخلاقۍ او په دې اړه د ابراهیم(ع) صبر ته اشاره شوې ده.[۳۶] سره له دې ځینو اوسمهاله څېړاندو دغه روایتونه د سند او دلالت له اړخه ضعیف ګڼلې دي.[۳۷] د هغه څه په اساس چې په تورات کې راغلي، ساره له ابراهیمه وغوښتل چې هاجر او اسماعیل له کوره وباسي، خو ابراهیم د ساره په دغه غوښتنه خپه شو.[۳۸] که څه هم اخر وروسته له دې چې خدای تعالی له هغه وغوښتل چې دغه کار وکړي د ساره په غوښتنه یې عمل وکړ.[۳۹]

سره له دې په ځينو روایتونو کې په عالم برزخ کې د مومنانو د ماشومانو او د شیعیانو د بچیانو سرپرستي او تربیت ساره او ابراهیم ته سپارل کیږي چې هغوي وروزي او بیا یې خپلو میندو پلرونو ته وسپاري.[۴۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۲۷۳.
  2. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۳۰۴.
  3. کلینی،‌ الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۷۰؛ راوندی، قصص الانبیاء(ع)، ۱۴۰۹ق، ص۱۰۶.
  4. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۷.
  5. ابن حبیب،‌ دار الآفاق الجدیدة، ص۳۹۴.
  6. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۴۴، به نقل از دیگران.
  7. ابن قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۳۱.
  8. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۵۰.
  9. حسینی عاملی، الانبیاء حیاتهم قصصهم، ۱۳۹۱ق، ص۱۱۶ و ۱۲۹.
  10. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۴۵.
  11. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۴۵.
  12. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱؛ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۳، ص۵۱.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۷۰.
  14. دقس، آشنایی با زنان قرآنی، ۱۳۸۹ش، ص۱۱۰ و ۱۱۱.
  15. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۵۰.
  16. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  17. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  18. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  19. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۰۱.
  20. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۳، ص۵۲.
  21. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۲۲۶-۲۲۹.
  22. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۲۳۱-۲۳۲.
  23. دقس، آشنایی با زنان قرآنی، ۱۳۸۹ش، ص۱۱۶-۱۱۹.
  24. دقس، آشنایی با زنان قرآنی، ۱۳۸۹ش، ص۱۱۶-۱۱۹.
  25. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۲۴۸-۲۴۹.
  26. وګورئ: سوره هود، آیه ۷۱-۷۳؛ سوره ذاریات، آیه ۲۹ و ۳۰.
  27. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۳، ص۵۳.
  28. ابن خلدون، دیوان المبتدأ و الخبر، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۳.
  29. ابن خلدون، دیوان المبتدأ و الخبر، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۳.
  30. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۳، ص۵۲-۵۳.
  31. حسینی جلالی، مزارات اهل البیت و تاریخها، ۱۴۱۵ق، ص۲۵۴.
  32. عاشور، موسوعة اهل البیت، ۱۴۲۷ق، ج۷، ص۲۴.
  33. عاشور، موسوعة اهل البیت، ۱۴۲۷ق، ج۷، ص۲۴.
  34. امینی، مصحف فاطمی، ۱۳۸۲ش، ص۶۰.
  35. امینی، مصحف فاطمی، ۱۳۸۲ش، ص۶۰-۶۱.
  36. شیخ صدوق، الخصال، ۱۴۰۳ق، ص۳۰۷؛ شیخ صدوق، معانی الأخبار، ۱۳۶۱ش، ص۱۲۸؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ق، ج۱، ص۶۰.
  37. وګورئ: تهامی، «ساره همسر ابراهیم(ع) در قرآن و روایات».
  38. کتاب مقدس، سفر پیدایش، باب ۲۱، آیه ۹-۱۵.
  39. کتاب مقدس، سفر پیدایش، باب ۲۱، آیه ۹-۱۵.
  40. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۴۹۰؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲۹۳.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • کتاب مقدس.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، تصحیح محمدمهدی ناصح و محمدجعفر یاحقی، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن ابی‌الکرم، الکامل فی التاریخ، بیروت،‌ دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌حبیب، محمد بن حبیب بن هاشمی بغدادی محبری، المحبر، تحقیق ایلزة لیختن شتیتر، بیروت،‌ دار الآفاق الجدیدة، بی‌تا.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و من عاصرهم من ذوی الشأن الاکبر، تحقیق: خلیل شحادة، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
  • ابن‌قتیبه، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشة، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/ ۱۹۸۶م.
  • تهامی، فاطمه، و اعظم فرجامی، «ساره همسر ابراهیم(ع) در قرآن و روایات»، در مجله صحیفه مبین، تهران، پژوهشکده قرآن و عترت: معاونت فرهنگی دانشگاه آزاد، شماره ۴۳، پاییز ۱۳۸۷ش.
  • حسینی جلالی، محمدحسین، مزارات اهل البیت و تاریخ‌ها، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • حسینی عاملی، عبدالصاحب، الأنبیاء: حیاتهم - قصصهم، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۲۰۰۲م.
  • حسینی عاملی، عبدالصاحب، الانبیاء حیاتهم قصصهم، بیروت، منشورات مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۱ق.
  • دقس، فؤاد حمدو، آشنایی با زنان قرآنی، ترجمه فاطمه حیدری، تهران، مشعر، ۱۳۸۹ش.
  • راوندی، قطب‌الدین سیعد، قصص الانبیاء(ع)، تصحیح غلامرضا عرفانیان یزدی، مشهد، مرکز پژوهش‌های اسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۱ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت،‌ دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • عاشور، علی، موسوعة اهل البیت، بیروت،‌ دار نظیر عبود، ۱۴۲۷ق/۲۰۰۶م.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مکتبة النشر الإسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، به کوشش سید طیب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • محلاتی، ذبیح‌الله، ریاحین الشریعه: در ترجمه بانوان مسلمان شیعه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۹ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، و داغر، یوسف اسعد، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، مؤسسة‌دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسی، محمد بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بی‌تا.