منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د قمر سوره ۱ آیت

د wikishia لخوا
د قمر سوره لومړۍ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتقمر
د آیت شمېر۱
جزء۲۷
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأند پیغمبر د دعا له امله د سپوږمۍ د ټوټې کېدو په اړه
د نزول ځایمکه
په اړهد شق القمر معجزه
اړونده آیتونهد قمر سوره ۲، ۳ و ۴ آیتونه


د قمر سوره لومړۍ آیت د ډېرو شیعه[۱] او سني[۲] مفسرانو په وینا، د سپوږمۍ د ټوټې کېدو پیښې په اړه نازل شوی دی.[۳] دا پیښه د حضرت محمد(ص) له معجزو ګڼل کیږي.[۴]

دا آیت د قیامت نږدې کېدو ته هم اشاره کوي،[۵] چې د وروستي الهي پیغمبر په توګه د پیغمبر(ص) بعثت د هغې له نښو څخه ګڼل کیږي.[۶] د دې دوو پیښو په یو وخت کې ذکر کول ښیي چې د سپوږمۍ ټوټې کېدل د سیارو د نظم د احتمالي ماتیدو نښه ده او د قیامت په درشل کې د لویو پیښو یو کوچنی مصداق دی.[۷]

د قمي په تفسیر کې د یو روایت له مخې، د «اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ» مطلب د امام مهدي(عج) پاڅون نږدی کیدو ته اشاره کوي.[۸] دا آیت او د قمر سوره نور آیتونه له مکي آیتونو ګڼل کیږي.[۹]

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ (قمر:1)؛ قیامت نږدی شو او سپوږمۍ وچوده.

د تفسیر سرچینو له مخې، د مشرکینو یوې ډلې د خدای رسول(ص) ته وویل: «که تاسو رښتیا وایاست او د خدای رسول یاست، نو زموږ لپاره سپوږمۍ دوه ټوټې کړئ» پیغمبر(ص) وفرمایل: «که زه دا کار وکړم، ایا تاسو به ایمان راوړئ؟» هغوی وویل: «هو.» په هماغه شپه (د بعثت په پنځم کال، د ذی الحجې په ۱۴مې شپې)،[۱۰] پیغمبر له خدای څخه وغوښتل چې د دوي غوښته پوره کړي. ناڅاپه، سپوږمۍ په دوو برخو ووېشل شوه. پیغمبر(ص) مشرکین یو په یو راوبلل او ویې فرمایل: «وګورئ!»[۱۱] بیا دوي وغوښتل چې سپوږمۍ دې بیرته خپل اصلي حالت ته راستنه کړي، او دا پیښه هم وشوه. دا پیښه د دوي په غوښتنه تکرار شوه.[۱۲]

د شیخ طوسي په وینا، مسلمانان د سپوږمۍ د ټوټې کېدو د پیښې په اړه اجماع لري.[۱۳] قاضي عبدالرحمن ایجی هم د دې پیښې اړوند روایتونه متواتر ګڼي.[۱۴] د دې پیښې راپورونه په نورو سرچینو لکه البدایه والنهایه،[۱۵] الفتن[۱۶] او الخرائج و الجرائح[۱۷] کې هم نقل شوي دي.[۱۸]

ځینې راپورونه ښیي چې د سپوږمۍ ټوټه کېدل د لمر لوېدو او د سپوږمۍ راختلو په وخت کې رامنځته شوی، او د ټوټې کېدو او بیا پیوستون ترمنځ وقفه ډیره لنډه وه. له همدې امله، احتمال لري چې د هغو خلکو شمیر چې دا یې لیدلی محدود وي، په ځانګړې توګه د نړۍ په مختلفو برخو کې د افقونو توپیرونو ته په پام سره.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. د مثال په توګه وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۳۴۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۹، مخ۲۸۱.
  2. د مثال په توګه وګورئ: عبدالرزاق صنعانی، تفسیر عبدالرزاق، ۱۴۱۱ق، ټوک۲، مخ۲۰۷؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ټوک۶، مخ۴۲۷.
  3. مکارم شیرازی، معراج - شق القمر - عبادت در قطبین، ۱۳۸۵ش، مخ۹۵؛ بهرامی،‌ «شق القمر در ترازو»، مخ۳۳.
  4. د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۹، مخ۴۴۳.
  5. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۳، مخ۷.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۳، مخ۸.
  7. دهقان، تفسیر نسیم رحمت، ۱۳۹۲ش، ټوک۱۳، مخ۹.
  8. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۳۴۰.
  9. ابن‌عباس، تنویر المقباس، ۱۴۲۵ق، ټوک۶، مخ۵۶۴.
  10. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۱ق، ټوک۱۹، مخ۶۵.
  11. د مثال په توګه وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۳۴۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۹، مخ۲۸۲.
  12. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۳۴۱.
  13. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۹، مخ۴۴۳.
  14. الایجی، المواقف، الشریف الرضی، ټوک۸، مخ۲۵۶.
  15. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ټوک۳، مخ۱۴۶؛ ټوک۶، مخ۸۲.
  16. المروزی، کتاب الفتن، ۱۴۱۴ق، مخ۳۶۷.
  17. الراوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۳۱.
  18. حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ټوک۲، مخ۵۱۲؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ټوک۳، مخ۱۴۶.
  19. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۱ق، ټوک۱۹، ۶۴–۶۵مخونه.

سرچينې

  • ابن‌عباس، عبدالله بن عباس، تنویر المقباس من تفسیر ابن عباس، بیروت، دار الکتب العلمیة، دوهم چاپ، ۱۴۲۵ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، تحقیق: علي شیري، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • الایجي، عبدالرحمن بن احمد، المواقف، شرح: علي بن محمد جرجاني، قم، الشریف الرضی، بې‌نېټې.
  • الراوندي، قطب‌الدین، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسة الإمام المهدي، ۱۴۰۹ق.
  • المروزي، نعیم بن حماد، کتاب الفتن، تحقیق: سهیل زکار، بیروت، دار الفکر للطباعة و النشر، ۱۴۱۴ق.
  • بهرامي، محمد، «شق القمر در ترازو» (شق القمر په تله کې)، د اسلامي مطالعاتو په مجله کې (د قرآن او حدیث علوم)، ګڼه ۹۲، د ۱۳۹۳ش د پسرلي او اوړي شمېرې.
  • حاکم نیشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق: مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
  • دهقان، اکبر، تفسیر نسیم رحمت، قم، حرم، دوهم چاپ، ۱۳۹۲ش.
  • سیوطي، جلال‌الدین، الدر المنثور فی تفسیر المأثور، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تصحیح: احمد حبیب عاملي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • طباطبایي، سید محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۱ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ش.
  • عبدالرزاق صنعاني، ابوبکر، تفسیر عبدالرزاق الصنعاني، سمون: عبدالمعطي امین قلعجي، بیروت، دار المعرفة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، محقق او مصحح: سید طیب موسوي جزائري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.
  • مکارم شیرازي، ناصر، معراج – شق القمر – عبادت در قطبین، قم، نسل جوان، ۱۳۸۵ش.