د پیغمبر(ص) معجزې
د پيغمبر(ص) معجزې د اسلام د پيغمبر(ص) هغه خارقالعاده کارونه دي چې د نبوت د اثبات لپاره دي. ويل شوي چې دا معجزې ۴۴۴۰ موردونه دي چې ۳۰۰۰ يې د پيغمبر په ژوند کې په بېلابېلو مرحلو کې ثبت شوي دي. قرآن د پيغمبر تر ټولو لويه معجزه ده چې د خدای د کلام په توګه، د غيبي خبرونو او تحدي (چلینج ورکولو) له امله، تلپاتې او بېساری معرفي کيږي.
د قرآن تر څنګ چې معنوي معجزه بلل کيږي، پيغمبر(ص) نورې معجزې هم درلودې چې حسي معجزې وې؛ لکه د شَقُّالْقمر، رَدُّالشَّمس، د پيغمبر لور ته د ونې حرکت، د سنګرېزو تسبیح ويل، او د هغه حضرت له ګوتو څخه د اوبو بهېدل. دا معجزې د عامو خلکو لپاره د درک وړ وې. له بعثت څخه مخکې هم خارقالعاده پېښې لکه د کسری ماڼۍ لړزېدل او د بحيرا راهب لخوا د هغه پېژندل، د نبوت د زمينې برابرولو لپاره رامنځته شوي چې ارهاص نوميږي.
قرآن د تحدي (چلینج ورکولو) له لارې خپل حقانيت ثابت کړی او د مسلمانانو له نظره، نړيوال او د ټولو وختونو لپاره دی. د تاريخ په اوږدو کې مسلمانو عالمانو د پيغمبر د معجزېو په اړه ډېر کتابونه ليکلي دي. د قطبالدين راوندي د الخرائج و الجرائح، د شيخ حر عاملي اثبات الهداة او د احمد بيهقي له خوا، دلائل النبوة په شان مهم اثار د دې معجزو راټولولو او تحليل ته وقف شوي دي.
مفهومپېژندنه او حیثیت
- د نورو معلوماتو لپاره، دا هم وګورئ: معجزه
د پيغمبر(ص) معجزې، هغه خارقالعاده کارونه دي چې د خدای په اذن، د پيغمبر(ص) له خوا او د نبوت د ادعا د اثبات لپاره صادر شوي دي.[۱] د معجزې په تعريف کې ويل شوي چې دا يو خارقالعاده کار دی، د نبوت له ادعا او تحدي (چیلنج ورکولو) سره مل، چې نور يې له ترسره کولو عاجز دي[۲] او د دې خارقالعاده کار هدف، چې په خاص الهي عنايت او اذن سره ترسره کيږي، د نبوت اثبات دی.[۳]
د ابن شهرآشوب په مناقب کې راغلي، پيغمبر(ص) ۴۴۴۰ معجزې درلودې چې يوازې ۳۰۰۰ يې د هغه د عمر په بېلابېلو مرحلو، يعنې د زېږون مخکې، د زېږون وروسته تر بعثت پورې، د بعثت وروسته او د وفات وروسته، ذکر شوي دي.[۴] د پيغمبر(ص) معجزې په ځينو روايي او تاريخي سرچينو کې راټولې شوې دې،[۵] او په عقيدتي بحثونو کې، کله چې د هغه د رسالت د صداقت او حقانيت په اړه خبرې کيږي، یو دلیل چې پرې استناد کیږي همدا معجزې دي.[۶]
قرآن کريم د پيغمبر(ص) معجزه
مسلمانان قرآن د اسلام د پيغمبر(ص) تلپاتې معجزه بولي.[۷] د قرآن معجزهوالی په دې معنا دی چې د دې په څېر يا حتی د دې يوې سورې په څېر شي جوړول د بشر له توانه بهر دي؛ ځکه دا کتاب د خدای کلام دی چې په ذات، صفاتو او افعالو کې بېساری دی او د هغه کلام هم د انسانانو د کلام په څېر نه دی.[۸] شيخ طوسي، په خپل تفسير التبیان کې، قرآن د پيغمبر له تر ټولو سترو او مشهورو معجزو څخه بللی دی.[۹]
همدارنګه ويل شوي چې د قرآن معجزه والی په دې معنا دی چې دا کتاب د مضمون او اسلوب په انسجام، قانونجوړونې، د غيب له خبرونو، ثابت او خللناپذيرو حقایقو او د خلقت د رازونو په بيان کې، فوق بشري (د بشر تر توان بهر) ځانګړنې لري او بشر د دې په څېر شي له جوړولو عاجز دی.[۱۰] همدارنګه قرآن د خپل بياني اعجاز د اثبات لپاره، په ډېرو آيتونو کې مبارزهطلبي او ننګونه کړې او له منکرانو يې غوښتي که قرآن د خدای کلام نه بولي، د دې په څېر راوړي؛ او د مسلمانانو په باور، له دې امله چې هیچا د دې په څېر نه دی راوړی، د الهي کلام حقانيت ثابتيږي.[۱۱]
آيا قرآن د پيغمبر(ص) يوازېنۍ معجزه ده؟
د اهل سنت له عالمانو ابنکثير او له شيعه فقیهانو او مفسرانو شيخ طوسي په دې نظر دي چې پيغمبر(ص) د قرآن تر څنګ نورې معجزې هم درلودې.[۱۲] شيعه مفسر عبدالله جوادي آملي، وايي د پيغمبر(ص) معجزې په دوو کټګوريو ويشل کيږي: قولي معجزې او فعلي معجزې، او قرآن د پيغمبر(ص) قولي معجزه ده: [۱۳] پيغمبر(ص) په خپلو فعلي معجزو سره عام خلک قانع کول؛ خو نږدې اصحابو يې يوازې په قرآن، چې د هغه قولي يا عقلي معجزه وه، بسنه کوله او له هغه يې فعلي معجزه نه غوښته.[۱۴] له بلې خوا، ابنکثير په خپل کتاب «معجزات النَّبی» کې، د پيغمبر(ص) لپاره نقل شوي معجزې په دوو ډولونو وېشلي دي: معنوي معجزې او حسي معجزې[۱۵] او قرآن يې د پيغمبر معنوي معجزه بللې ده.[۱۶] ابنکثير همدارنګه د پيغمبر(ص) نيک اخلاق د هغه د معنوي معجزو له جملې څخه او د نبوت د اثبات لپاره يو دليل بللی دی.[۱۷]
د څلورمې او پنځمې هجري پېړۍ اشعري متکلم باقلاني، په خپل کتاب «اعجاز القرآن» کې، د قرآن معجزه د پيغمبر(ص) د نبوت بنسټ او اساس بولي او دا نړيوال او د ټولو وختونو لپاره معرفي کوي.[۱۸] هغه د پيغمبر(ص) نورې معجزې په خاصو اشخاصو او په خاصو شرايطو او وختونو پورې اړوندې بللې دي.[۱۹]
د پيغمبر حسي معجزې
حسي معجزې، د اسلام د پيغمبر د معنوي معجزو په مقابل کې، هغه خارقالعاده کارونه دي چې په انساني حواسو سره د درک وړ دي.[۲۰] د روايتونو او تاريخي نقلونو پر اساس، مسلمانو عالمانو د غیبو خبر ورکول،[۲۱] د نجران له مسيحيانو سره مباهله،[۲۲] معراج،[۲۳] د دعا استجابت،[۲۴] د ناروغانو شفا[۲۵] او د مړو ژوندي کول[۲۶] د پيغمبر له معجزو او خارقالعاده کارونو څخه شمېرلي دي. د پيغمبر له نورو مشهورو حسي معجزو څخه يو شمېر يې په لاندې ډول دي:
شقالقمر
د نقل له مخې، د اسلام پيغمبر، سپوږمۍ په آسمان کې دوه ټوټې کړه او بيا يې امر وکړ چې خپل لومړني حالت ته راوګرځي.[۲۷] ويل کيږي دا معجزه د مشرکانو د غوښتنې پر اساس د نبوت د ادعا د صداقت د اثبات لپاره وه.[۲۸] شيخ طوسي د دې معجزې واقع کېدل د مسلمانو عالمانو ترمنځ اجماع بللې ده.[۲۹] ځينې مفسران، لکه شيخ طوسي، طبرسي او فخر رازي، په دې باور دي چې د قمر سورې له ۱ څخه تر ۳ پورې آيتونه دې پېښې ته اشاره لري.[۳۰] شيعه مفسر او فيلسوف، سيد محمد حسين طباطبايي، په تفسير المیزان کې، د ځينو روايتونو پر اساس ويلي چې دا پېښه د ذيالحجې په څوارلسمه شپه، له هجرت څخه پنځه کاله مخکې، رامنځته شوې ده.[۳۱]
رد الشمس
رَدُّالشَّمس يا د لمر بېرته راګرځول، د پيغمبر(ص) له معجزو څخه يوه بلل شوې ده.[۳۲] د شيعه روايي سرچينو له مخې، يوه ورځ پيغمبر(ص)، لمر چې پرېوتی و، د مازيګر د لمانځه د فضيلت د وخت په اندازه، د خدای په اذن بېرته وروګرځاوه ترڅو امام علي(ع) خپل د مازديګر لمونځ په دې وخت کې ادا کړي.[۳۳]
د پيغمبر(ص) خوا ته د ونې حرکت
د امام علي(ع) د قاصعه خطبې له مخې، يوه ورځ د قريشو یوه ډله د پيغمبر خواته ورغله او له هغه يې وغوښتل چې د خپل نبوت د اثبات لپاره له ونې وغواړي چې د هغوی خوا ته حرکت وکړي. د خدای رسول هم ونې ته امر وکړ چې د خدای په اذن د هغوی خوا ته راشي. ناڅاپه، د ونې ريښې له خاورو راووتلې او ونې د هغه خوا ته حرکت وکړ. له دې ښکاره معجزې سره سره، هغه ډلې پر پيغمبر ايمان را نه وړ او هغه يې جادوګر وباله.[۳۴]
د سنګرېزو تسبیح ويل
د پيغمبر(ص) په لاسونو کې د څو سنګریزو تسبیح ویل او د هغه حضرت د نبوت ګواهي ورکول، د هغه له معجزو څخه يوه بلل شوې ده؛[۳۵] خو د دې پېښې د جزئياتو په بيان کې، بېلابېل نقلونه ذکر شوي دي.[۳۶]
د يوه نقل له مخې، د حضرموت د مشرانو یوه ډله د اسلام له پيغمبر سره د ليدو لپاره ورغله او ويې ويل چې څنګه پوه شو چې ته د خدای استازی يې؟ پيغمبر يوه موټی نري کاڼي یا سنګریزې له ځمکې راواخيستې او ويې ويل دا سنګرېزې ګواهي ورکوي چې زه د خدای استازی يم، بيا سنګرېزو د پيغمبر په لاسونو کې د خدای تسبیح ووایه او ګواهي يې ورکړه چې هغه د خدای استازی دی.[۳۷]
د پيغمبر(ص) د ګوتو له مینځه د اوبو بهېدل
د پيغمبر(ص) د ګوتو له مینځه د اوبو بهېدل، د هغه حضرت له معجزېو څخه يوه بيان شوې ده.[۳۸] په هر حال، په شيعه او اهل سنت سرچينو کې د دې لپاره بېلابېلې پېښې نقل شوي دي.[۳۹] د شيعه او اهل سنت د ځينو سرچينو د نقل له مخې، پيغمبر(ص) له خپلو اصحابو سره له يوه سفر څخه په بېرته راګرځېدو کې د اوبو له کمښت سره مخ شو او ټول تږي شول. د پيغمبر ملګري هغه حضرت ته ورغلل او اوبه يې وغوښتې. پيغمبر(ص) خپل لاس په يوه مشک کې واچاوه چې لږې اوبه پکې وې او د هغه له ګوتو څخه اوبه بهېدلې؛ په داسې حال کې چې ټول ترې سيراب شول.[۴۰]
له بعثت څخه مخکې خارقالعاده کارونه
ارهاص، هغه خارقالعاده کارونه دي چې له بعثت څخه مخکې او په هغه پورې اړوند، د نبوت د زمينې برابرولو لپاره رامنځته شوي دي.[۴۱] په روايي او تاريخي متونو کې، د دې ډول خارقالعاده کارونو ځينې موارد په پيغمبر(ص) پورې منسوب شوي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
د زېږون پر مهال پېښې
د هغه څه مطابق چې د ابونعيم اصفهاني او بيهقي په دلائل النبوة کتابونو کې راغلي،[۴۲] د پيغمبر(ص) د زېږون پر مهال ځينې خاصې پېښې رامنځته شوې چې ارهاص ورته وايي.[۴۳] د دې ارهاصونو له جملې څخه دا دي چې ويل کيږي د هغه حضرت د زېږون په شپه، د کسری ماڼۍ ولړزېده او ۱۴ کنګرې يې ولوېدې، د پارس اورتون له زرو کلونو وروسته خاموشه شو، د ساوې ډنډ وچ شو او د ساساني پاچاهۍ موبدانو او پاچاهانو په همدې شپه عجيب خوبونه وليدل. [۴۴]
له زېږون وروسته تر بعثت پورې پېښې
د امام علي(ع) د قاصعه خطبې له مخې نقل شوي چې له هغه وخت څخه چې رسول الله(ص) له شيدو واخیستل شو، خدای له خپلو فرښتو څخه يوه لویه فرښته مأموره کړه چې د شپې او ورځې په ساعتونو کې هغه حضرت د فضيلت لارو او د نړيوالو د نيکو اخلاقو لارې ته رهبري کړي.[۴۵]
همدارنګه نقل شوي چې له بعثته مخکې په يوه سفر کې چې پيغمبر(ص) د قريشو له يوې ډلې سره شام ته درلود، کله چې د مسيحي راهب بحیرا چې په تورات او انجیل عالم و دير (عبادتځای) ته نږدې، راکښته شول، بحيرا دوی د خوړو لپاره راوبلل. بحيرا د موعود پيغمبر اوصاف په هغو کسانو کې چې ورغلي وو، ونه موندل او پوښتنه يې وکړه: آيا ستاسو له کاروان څخه څوک پاتې دي؟ هغوی پيغمبر(ص) ورته وښود په داسې حال کې چې يوې وريځې د هغه پر سر سيوری غوړولی و او کله به چې روان شو، وريځ هم حرکت کاوه. بحيرا پيغمبر(ص) وپېژند او د کاروان خلکو ته يې وويل: ژر به ستاسو په منځ کې په پيغمبرۍ وټاکل شي.[۴۶]
مونوګراف
قطبالدين راوندي په الخرائج و الجرائح کې په يوه باب کې چې «في معجزې نبیِّنا محمد(ص)» نوميږي، د پيغمبر(ص) د معجزو او خارقالعاده کارونو په اړه ځينې روايتونه راټول کړي دي.[۴۷] شيخ حر عاملي هم په خپل کتاب اِثباتالْهُداة کې، يوه برخه د آيتونو او روايتونو څېړنې ته وقف کړې چې د پيغمبر د معجزو په اړه دي او د هغه پر نبوت دلالت کوي.[۴۸] همدارنګه په بِحارالْاَنوار کتاب کې، دولس بابونه د پيغمبر(ص) د معجزو په اړه روايتونو ته وقف شوي دي.[۴۹]
د دې تر څنګ، د مسلمانو عالمانو لخوا د پيغمبر(ص) د معجزو په اړه روايتونو په باب مستقل کتابونه ليکل شوي دي؛ له هغو څخه یو د سيد هاشم بحراني کتاب مَصابیحالْاَنوار دی.[۵۰] د «معجزات حضرت محمد(ص)» کتاب هم په دې برخه کې، د سعيد غريقي په قلم ليکل شوی دی. دا کتاب له زېږون څخه تر بعثت پورې، د پيغمبر(ص) له ۱۰۲ معجزو څخه جوړ دی، همداراز له بعثت څخه تر هجرت پورې او د هجرت له پيل څخه د عمر تر پای پورې معجزې پکې راغلي دي.[۵۱]
د شافعي محدث، احمد بن حسين بيهقي (مړینه: ۴۵۸ق)، «دلائل النبوة» او د شافعي مفسر او مورخ ابنکثير (مړینه: ۷۷۴ق)، د «معجزات النبی» کتابونه، نور روايي آثار دي چې د پيغمبر(ص) د معجزو په اړه ليکل شوي دي.
فوټ نوټ
- ↑ فاضل مقداد، الوامع الالهیة، ۱۳۸۰ش، ص۲۸۵.
- ↑ شیخ مفید، النکت الاعتقادیه، ۱۴۱۳ق، ص۳۵.
- ↑ شیخ مفید، النکت الاعتقادیه، ۱۴۱۳ق، ص۱۲۶-۱۲۹.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۱۴۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۷؛ حر عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۳۹.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: فاضل مقداد، اللوامع الالهیة، ۱۳۸۵ش، ص۲۸۵؛ ایجی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۴۳ و ۲۵۶.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: باقلانی، اعجاز القرآن، ۱۹۹۷م، ص۹-۱۰؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۹؛ خوئی، البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ص۴۳.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۷-۸.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار الاحیاء التراث العربی، ج۱، ص۳.
- ↑ خوئی، مرزهای اعجاز، ۱۳۸۵ش، ص۸۷ و ۹۵ و ۱۱۳ و ۱۱۷ و ۱۲۵.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۷-۸.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۹، ص۴۴۳؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۲۷.
- ↑ جوادی آملی، تبیین براهین اثبات خدا، ۱۳۸۴ش، ص۲۶۴.
- ↑ جوادی آملی، تبیین براهین اثبات خدا، ۱۳۸۴ش، ص۲۶۴.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۷.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، المکتبة التوفیقیة، ص۷.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۱۷.
- ↑ باقلانی، اعجاز القرآن، ۱۹۹۷م، ص۸.
- ↑ باقلانی، اعجاز القرآن، ۱۹۹۷م، ص۸.
- ↑ سیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۱۳۹۴ق، ج۴، ص۳.
- ↑ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۳۱۲؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۲۵۱.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۲۲۱؛ سبحانی، منشور جاوید، مؤسسه امام صادق(ع)، ج۳، ص۳۶۵.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۲۰۱.
- ↑ ابنجوزی، معجزات رسول الله، ۱۴۲۵ق، ص۱۸۰.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۱۹۳.
- ↑ قطبالدین راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۷-۳۸.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار الاحیاء التراث العربی، ج۹، ص۴۴۳؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۳۱۰؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۲۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۳۱۰.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار الاحیاء التراث العربی، ج۹، ص۴۴۳.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار الاحیاء التراث العربی، ج۹، ص۴۴۲-۴۴۳؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۳۰۹-۳۱۰؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۹، ص۳۳۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۹، ص۶۴.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۴۶؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۳۰.
- ↑ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۴۶؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۶۲؛ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۰۳.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۲ (خطبه قاصعه)، ص۳۰۱-۳۰۲.
- ↑ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۱۳۳-۱۳۷؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۷، ص۳۷۹؛ حر عاملی، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، ۱۴۲۵ق، ج۴، ص۲۴.
- ↑ قطبالدین راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۷؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۱۳۳-۱۳۷؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۷، ص۳۷۹؛ حر عاملی، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، ۱۴۲۵ق، ج۴، ص۲۴.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۷، ص۳۷۹.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۸، ص۲۷؛ ابنجوزی، معجزات رسول الله(ص)، ۱۴۲۵ق، ص۸۵.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۸، ص۲۷؛ ابنجوزی، معجزات رسول الله(ص)، ۱۴۲۵ق، ص۸۴-۸۶؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۵۷.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۸، ص۲۷؛ ابنجوزی، معجزات رسول الله(ص)، ۱۴۲۵ق، ص۸۵.
- ↑ فاضل مقداد، اللوامع الالهیة، ۱۴۲۲ق، ص۲۸۴.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: ابونعیم اصفهانی، دلائل النبوة، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۹، ح۸۲؛ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۲۶.
- ↑ فاضل مقداد، اللوامع الالهیة، ۱۴۲۲ق، ص۲۸۴.
- ↑ ابونعیم اصفهانی، دلائل النبوة، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۹، ح۸۲؛ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۲۶و۱۲۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۷؛ بحرانی، مصابیح الانوار، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۵-۳۶.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه قاصعه، ص۳۰۰.
- ↑ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۲۴-۲۵؛ ابنکثیر، معجزات النبی، ۱۴۲۶ق، ص۳۱۲.
- ↑ قطبالدین راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۱.
- ↑ حر عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۳۹.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۷، ص۱۵۹ و ج۱۸، ص۱۴۴.
- ↑ ارگانی بهبهانی، «مقدمه»، بر کتاب مصابیح الانوار، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۰-۲۱.
- ↑ «معجزات حضرت محمد(ص): ۱۰۲ معجزه»، سایت ویستا.
سرچينې
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابیطالب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، معجزات النبی، تحقیق ابراهیم امین محمد، قاهرة، المکتبه التوفیقیه، بیتا.
- ابونعیم اصفهانی، احمد بن عبدالله، دلائل النبوة، تحقیق محمد روّاس قلعهجی و عبدالبرّ عباس، بیروت، دار النفائس، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۱م.
- ابنجوزی، عبدالرحمن بن علی، معجزات رسول الله(ص)، دمشق، دار سعدالدين، ۱۴۲۵ق.
- ارگانی بهبهانی، محمود، «مقدمه»، بر کتاب مصابیح الانوار، تألیف سیدهاشم بحرانی، قم، دار المودة، ۱۴۲۶ق.
- ایجی، عبدالرحمن بن احمد، شرح المواقف، تصحيح بدرالدين نعسانى، قم، الشریف الرضی، ۱۳۲۵ق.
- باقلانی، محمد بن طیب، اعجاز القرآن، مصر، دار القرآن، ۱۹۹۷م.
- بحرانی، سید هاشم، مصابیح الانوار، قم، دار المودة، ۱۴۲۶ق.
- بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۵ق.
- جوادی آملی، عبدالله، تبیین براهین اثبات خدا، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۸۴ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، قم، انتشارات محلاتی، ۱۴۲۵ق.
- خوئی، سید ابوالقاسم، مرزهای اعجاز، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۵ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، البیان فی تفسیر القرآن، قم، منشورات انوار الهدی، [بیتا].
- سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، بیتا.
- سیوطی، عبد الرحمن بن أبی بکر، الاتقان فی علوم القرآن، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۳۹۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، النکت الاعتقادیه، بیروت، دار المفید، ۱۴۱۴ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار الاحیاء التراث العربی، بیتا.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع الالهیة، قم، دفتر تبليغات اسلامی حوزه علميه قم، ۱۴۲۲ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- قرآن کریم، ترجمه محمد مهدی فولادوند.
- قطبالدین راوندی، سعید بن هبة الله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسة الإمام المهدى، ۱۴۰۹ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، انتشارات موسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- «معجزات حضرت محمد(ص): ۱۰۲ معجزه»، سایت ویستا، تاریخ بازدید: ۲۵ آذر ۱۴۰۳ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
- نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.