مسوده:د لمر تندر نیول
د لمر تندر نیول یا کسوف هغه طبیعي ښکارنده ده چې په اسلام کې د خدای تعالی د قدرت له نښو څخه بلل شوې ده. په اسلامي فقه کې، د لمر له تندر نیولو سره هممهاله د آیات لمونځ واجب دی او په ځینو فقهي سرچینو کې د هغه د قضا لپاره غسل هم مستحب بلل شوی دی.
لمر هغه مهال تندر نیسي چې سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ راشي او سیوری یې د ځمکې یوه برخه وپوښي. د جاهلیت په دوره کې به د لمر تندر نیول د سترو شخصیتونو له مړینې یا زېږون سره تړل کېده؛ خو په اسلامي سرچینو کې دا باور له خرافاتو څخه شمېرل شوی دی. د روایتونو له مخې، د حضرت محمد(ص) د زوی ابراهیم له مړینې سره هممهاله د لمر له تندرنیولو وروسته، د اسلام پیغمبر(ص) دغه اخستون ناسم وباله.

په دیني باورونو کې د لمر تندرنیول
د لمر تندرنیول، هغه نجومي ښکارنده ده چې په ترڅ کې یې سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ راځي او سیوری یې د ځمکې یوه برخه پوښي.[۲] د لمر تندر په بشپړ یا جزوي ډول رامنځته کېږي. په بشپړ تندرنیولو کې د لمر ګوله په بشپړه توګه د سپوږمۍ له خوا پټېږي.[۳]
د لمر تندرنیول، د خدای له نښو څخه یوه نښه
د شیعهوو[۴] او اهلسنتو[۵] په تفسیري سرچینو کې، د لمرتندرنیولو په څېر پدیدې د الهي نښو له ډلې څخه ګڼل شوې دي.
امام سجاد(ع) په یوه روایت کې ویلي چې شیعیان د لمر تندرنیولو په څېر پېښو کې خدای تعالی ته پناه وړي.[۶] شیخ مفید له امام محمد باقر(ع) او امام صادق(ع) څخه یو روایت نقل کړی چې پر بنسټ یې د لمر تندرنیول له هغو پېښو څخه بلل شوی چې د انسانانو د وېرولو او یادونې سبب کېږي.[۷] په دې روایت کې د لمر تندرنیولو پر مهال د دعا او لمانځه سپارښتنه شوې ده.[۸]
له امام باقر(ع) څخه په یوه روایت کې طبیعي پېښې، لکه د لمر تندرنیول، د قیامت له نښو څخه شمېرل شوې او سپارښتنه شوې چې انسان د دغو پېښو په لیدلو سره قیامت رایاد کړي.[۹] پر همدې بنسټ، په ځینو دیني سرچینو کې لمر تندرنیول د خدای د یاد، دعا او د الهي قدرت په وړاندې د انسان په بېوسۍ د پوهېدلو لپاره یو وخت بلل شوی دی.[۱۰]
د آیات لمونځ او د لمر تندرنیولو غسل
په اسلامي فقه کې د لمر تندرنیولو پر مهال د آیات لمونځ ادا کول واجب دي او فقیهان د هغه پر وجوب د نظر اتفاق لري.[۱۱] په ځینو روایتونو کې د کسوف پر مهال لمونځ خدای تعالی ته د پناه وړلو د یوې وسیلې په توګه معرفي شوی دی.[۱۲]
د لمرني تندر د آیات لمانځه وخت د لمر د ګولې د پټېدو له پیل څخه د هغې د بېرته څرګندېدو تر پیل[۱۳] یا د هغې تر بشپړ بېرته څرګندېدو پورې[۱۴] دی. که د لمر او سپوږمۍ تندر نیولو د آیات لمونځ په خپل وخت کې ادا نه شي، قضا یې واجبېږي.[۱۵] په هغه روایت کې چې په عیون أخبار الرضا کتاب کې له امام رضا(ع) څخه نقل شوی، د کسوف د لمانځه له لاملونو څخه یو دا بلل شوی چې د اسلام پیغمبر(ص) غوښتل چې مسلمانان د لمر تندر نیولو د رامنځته کېدو پر مهال خدای تعالی ته پناه یوسي.[۱۶]
په ځینو احادیثو کې هغه کس ته چې د لمر تندرنیولو د ایات لمونځ یې نه وي ادا کړی، د غسل سپارښتنه هم شوې ده.[۱۷] یو شمېر فقیهانو دغه روایتونه صحیح ګڼلي دي.[۱۸] د دغه غسل د وجوب یا استحباب په اړه د شیعه فقیهانو ترمنځ نظر اختلاف شته.[۱۹] د څوارلسمې هجري پېړۍ ځینو فقیهانو د واجب احتیاط [۲۰] او ځینو نورو د رجاء په نیت[۲۱] د دغه غسل سپارښتنه کړې ده.
د پیغمبر(ص) د زوی ابراهیم د مړینې پر مهال د لمر تندرنیول
د شیعهوو په حدیثي کتابونو کې له امام موسی کاظم(ع)[۲۲] او همدارنګه د اهلسنتو له سرچینو څخه په ځینو راپورونو کې د اسلام د پیغمبر(ص) د کمعمره زوي ابراهیم د مړینې په ورځ د لمر د تندر نیولو یادونه شوې ده.[۲۳] د جاهلیت په دوره کې به د لمر یا سپوږمۍ تندر نیول د سترو شخصیتونو له مړینې یا زېږون سره تړل کېدل.[۲۴] د دغو راپورونو پر بنسټ، د ابراهیم له مړینې وروسته ځينو خلکو د لمر تندر نیولو ته د هغه له مړینې سره تړاو ورکړ. د اسلام پیغمبر(ص) اعلان وکړ چې لمر او سپوږمۍ د الهي نښو له ډلې دي او د هغوی تندر نیول د وګړو له مړینې یا ژوند سره هېڅ تړاو نه لري. همدارنګه یې مسلمانان د تندر نیولو پر مهال د لمانځه ادا کولو ته راوبلل.[۲۵] دغه راپور په لږ توپیر سره د اهلسنتو په سرچینو کې هم نقل شوی دی.[۲۶]
ځینو مسلمانو پوهانو له هغو څخه جعفر سبحاني[۲۷] او مرتضی مطهري، د پیغمبر(ص) دغه دریځ د خرافاتي باورونو پر وړاندې د مبارزې او د خلکو له عامو باورونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي یوه بېلګه بللې ده.[۲۸]
فوټ نوټ
- ↑ «بهترین عکس ها از کسوف»، مشرقنیوز.
- ↑ «خورشیدگرفتگی یا کسوف چیست؟»، اسپاش (د ایران تر ټولو لویه فضايي خبري مرکز).
- ↑ «خورشیدگرفتگی یا کسوف چیست؟»، اسپاش (د ایران تر ټولو لویه فضايي خبري مرکز).
- ↑ شریف لاهیجي، تفسیر شریف لاهیجي، ټوک۲، مخ۵۶۶؛ قمي، تفسیر القمي، ټوک۱، مخ۳۵۸.
- ↑ طبراني، التفسیر الکبیر، ټوک۳، مخ۸.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ټوک۱، مخ۵۴۰.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، مخ۲۰۸.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، مخ۲۰۸.
- ↑ فتال نیشابوري، روضة الواعظین، ټوک۲، مخ۴۸۴.
- ↑ «آیات الهی: کسوف و خسوف: خورشید گرفتگی و ماه گرفتگی؛ کیفیت خواندن نماز آیات»، د انهار پورټل.
- ↑ بنیفضل، مدارک تحریر الوسیلة، ټوک۲، مخ۹۷.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، مخ۲۰۸.
- ↑ امام خمیني، تحریرالوسیله، ټوک۱، مخ۱۹۲.
- ↑ نجفي، جواهر الکلام، ټوک۱۱، مخ۴۰۹.
- ↑ علامه حلي، تبصرة المتعلمین، مخ۴۸.
- ↑ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا علیه السلام، ټوک۲، مخ۱۱۵.
- ↑ ابنأبیجمهور، عوالی اللئالي، ټوک۲، مخ۱۷۴.
- ↑ خوئي، موسوعة الإمام الخوئي، ټوک۱۰، مخ۶۳.
- ↑ علامه حلي، مختلف الشیعه، ټوک۱، مخ۳۱۷.
- ↑ «غسلهای واجب»، د آیتالله سیستاني رسمي ویبپاڼه.
- ↑ «حکم انجام غسل برای قضا شدن نماز آیات به علت ماه گرفتگی»، د آیتالله مکارم شیرازي د دفتر د خبرتیا ویبپاڼه.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۳، مخ۲۰۸؛ برقي، المحاسن، ټوک۲، مخ۳۱۳.
- ↑ محمدي، «مطالعه تطبیقی گزارشهای موجود از کسوف درباره زمان درگذشت فرزند پیامبر»، مخ۱۱۰.
- ↑ قرطبي، الجامع لأحکام القرآن، ټوک۱۵، مخ۳۶۴.
- ↑ کلیني، الکافي، ټوک۳، مخ۲۰۸؛ برقي، المحاسن، ټوک۲، مخ۳۱۳.
- ↑ بخاري، صحیح بخاري، ټوک۲، مخ۲۳؛ بلاذري، انساب الاشراف، ټوک۱، مخ۴۵۲.
- ↑ سبحاني، فروغ ابدیت، مخ۵۲.
- ↑ مطهري، سیری در سیره نبوي، ۱۲۱-۱۲۲مخونه؛ مطهري، وحی و نبوت، مخ۱۳۸.
سرچينې
- «آیات الهی: کسوف و خسوف: خورشید گرفتگی و ماه گرفتگی؛ کیفیت خواندن نماز آیات» (الهي نښې: کسوف او خسوف: لمر تندری او سپوږمۍ تندری؛ د آیات لمانځه د ادا کولو څرنګوالی)، د انهار پورټل، د کتنې نېټه: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ ل.
- ابنابيجمهور، محمد بن زینالدین، عوالي اللئالي العزیزیة في الأحادیث الدینیة، قم، دار سید الشهداء، ۱۴۰۵ ق.
- امام خمیني، سید روحالله، تحریر الوسیلة، قم، د دارالعلم خپرندویه موسسه، بېنېټه.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، الجامع المسند الصحیح المختصر من أمور رسول الله(ص) و سننه و أیامه (صحیح بخاري)، څېړونکی: محمد زهیر بن ناصر، بیروت، دار طوق النجاة، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ ق.
- برقي، احمد بن محمد، المحاسن، څېړونکی او سموونکی: جلالالدین محدث، قم، دار الکتب الإسلامیة، دویم چاپ، ۱۳۷۱ ق.
- بلاذري، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، څېړنه: سهیل زکار، ریاض زرکلي، بیروت، دار الفکر، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ ق.
- بنيفضل، مدارك تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او خپرولو موسسه، ۱۳۸۰ ش.
- «بهترین عکس ها از کسوف» (له کسوف څخه غوره عکسونه)، مشرقنیوز، د خپرېدو نېټه: ۲۵ وری ۱۴۰۳ ل، د کتنې نېټه: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ ل.
- «حکم انجام غسل برای قضا شدن نماز آیات به علت ماه گرفتگی» (د سپوږمۍ تندرۍ له امله د آیات لمانځه د قضا کېدو لپاره د غسل کولو حکم)، د آیتالله مکارم شیرازي د دفتر د خبرتیا ویبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ ل.
- «خورشیدگرفتگی یا کسوف چیست؟» (د لمر نیول کېدل یا کسوف څه شی دی؟)، اسپاش (د ایران تر ټولو لویه فضايي خبري پایګه)، د خپرېدو نېټه: ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱ ل، د کتنې نېټه: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ ل.
- خوئي، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئي، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئي، ۱۴۱۸ ق.
- سبحاني، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ ل.
- شریف لاهیجي، محمد بن علي، تفسیر شریف لاهیجي، څېړنه: میرجلال الدین حسیني ارموي (محدث)، تهران، د داد خپرندوی دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۷۳ ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، عیون أخبار الرضا(ع)، څېړونکی او سموونکی: مهدي لاجوردي، تهران، نشر جهان، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ ل.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، څېړونکی او سموونکی: علياکبر غفاري، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، دویم چاپ، ۱۴۱۳ ق.
- شیخ مفید، محمّد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، د شیخ مفید د زریزې نړیوال کانګرس، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ ق.
- طبراني، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر، اردن، دار الکتاب الثقافي، ۲۰۰۸ م.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تبصرة المتعلمین في أحکام الدین، سمون: محمدهادي یوسفي غروي، تهران، د چاپ او خپرولو موسسه، ۱۴۱۱ ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة في أحکام الشریعة، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو له ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳ ق.
- «غسل / غسلهای واجب» (واجب غسلونه)، د آیتالله سیستاني رسمي وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ ل.
- فتال نیشابوري، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، د رضي خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۷۵ ل.
- قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، د ناصر خسرو خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۶۴ ل.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړونکی او سموونکی: سید طیب موسوي جزائري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړونکی او سموونکی: علياکبر غفاري، محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ ق.
- محمدي، اردشیر، «مطالعه تطبیقی گزارشهای موجود از کسوف درباره زمان درگذشت فرزند پیامبر»، پژوهشنامه تاریخ تشیع، ۱۰مه ګڼه، پسرلی ۱۴۰۴ ل.
- مطهري، مرتضی، سیری در سیره نبوي، تهران، صدرا، ۱۳۹۰ ل.
- مطهري، مرتضی، وحی و نبوت، تهران، صدرا، ۱۳۸۹ ش.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الإسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت/تهران، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۰۴ ق.
- یعقوبي، احمد بن أبییعقوب، تاریخ الیعقوبي، بیروت، دار صادر، لومړی چاپ، بېنېټه.