منځپانگې ته ورتلل

مسوده:ذوالقعده

د wikishia لخوا
یوولسمه قمري میاشت
بشپړ نومذوالقعدة الحرام
نور نومونهذي‌القَعدة الحرام
مخکنۍ میاشتشوال
راتلونکې میاشتذوالحجه
اعمال او مراسمد یکشنبې لمونځ او د دحوالارض اعمال
شرعي احکامد جګړې حراموالی، د دفاع جواز (رواوالی) او د دیت تغلیظ
له حرامو میاشتو څخههو
مناسبتونه او پېښېد امام رضا(ع) او حضرت معصومې(س) زوکړه، د امام جواد(ع) شهادت
عرفي دودونهد کرامت لسیزه


ذوالقعده یا ذي‌القعدة الحرام یا میانې میاشت (خالي میاشت) د قمري (سپوږمیزو) میاشتو یوولسمه میاشت او د حرامو او حج له میاشتو څخه ده. دا میاشت د «دعا د منل کېدو میاشتې» په نوم شهرت لري او د ستونزو په لرې کولو کې اغېزناکه ده. د دې میاشتې له اعمالو څخه د یکشنبې لمونځ دی. همدارنګه د حضرت معصومې(س) او امام رضا(ع) زوکړه (ولادت)، دحوالارض او د امام جواد(ع) شهادت د دې میاشتې له مناسبتونو څخه ګڼل کېږي.

حیثیت

ذوالقَعدة، ذي القَعدة یا ذوالقَعدة الحرام، د قمري میاشتو یوولسمه میاشت ده. دا میاشت له هغو حرامو میاشتو (محرم، رجب، ذوالقعده او ذوالحجه) څخه ده[۱] چې په کې جګړه حرامه ده[۲]، مګر د دفاع په حالت کې[۳] او دیت هم زیاتېږي.[۴] همدارنګه دا د حج له میاشتو (شوال، ذوالقعده او ذوالحجه) څخه ده؛[۵] یعنې هغه میاشتې چې په هغو کې د حج اعمال ترسره کېږي.[۶]

د «ذوالقعده» کلمه له «قعود» څخه اخیستل شوې چې د کېناستو په معنا ده؛ عربو به په دې میاشت کې له جګړې لاس اخیسته او له جګړې څخه به کېناستل، نو ځکه دې میاشتې ته دا نوم ورکړل شوی دی.[۷]

د میاشتې فضیلت

د سید ابن طاووس په وینا، ذوالقعده هغه میاشت ده چې د سختۍ او ستونزو پر مهال په کې دعا کول ښه دي او د ظلم د لرې کولو او د ظالم پر ضد د دعا لپاره اغېزمنه ده.[۸] دې میاشتې ته د دعا د اجابت میاشت ویل شوې ده؛ نو باید د دې میاشتې وختونه غنیمت وبلل شي او په کې د حاجت په نیت روژه ونیول شي.[۹]

میرزا جواد ملکي تبریزي هم په خپل کتاب المراقبات کې لیکي:

«دا میاشت د کال لومړۍ حرامه میاشت ده چې په هغې کې حتی له کافرانو سره جګړه هم حرامه ده؛ نو په دې میاشت کې د جګړې او له خدای سره د مخالفت حکم به څنګه وي؟! په دې میاشتو کې باید زړه او بدن د نورو ورځو په پرتله له ګناه او د خدای له نافرمانۍ څخه ډېر وساتل شي.»[۱۰]

د ذوالقعدې میاشتې اعمال

د ذوالقعدې میاشتې اعمال
یکشنبې
د پنځلسمې شپې
  • د عبادت، دعا او استغفار شپه ده. روایت شوی چې خدای تعالی په دې شپه د غوښتونکو حاجتونه پوره کوي.[۱۱]
د درې‌ویشتمې ورځې
د پنځه‌ویشتمې ورځې (دحوالارض)
  • روژه نیول.
  • غسل کول.
  • د امام رضا(ع) زیارت کول.
  • د ماسپښین پر مهال دوه رکعته لمونځ کول؛ په هر رکعت کې له حمد وروسته پنځه ځله د شمس سورت لوستل، او د لمانځه له پای ته رسېدو وروسته دې ووایي: لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ الْعَلِی الْعَظِیمِ بیا دې ووایي: یا مُقِیلَ الْعَثَرَاتِ أَقِلْنِی عَثْرَتِی، یا مُجِیبَ الدَّعَوَاتِ أَجِبْ دَعْوَتِی، یا سَامِعَ الْأَصْوَاتِ اسْمَعْ صَوْتِی وَ ارْحَمْنِی وَ تَجَاوَزْ عَنْ سَیئَاتِی وَ مَا عِنْدِی، یا ذَا الْجَلالِ وَ الْإِکرامِ
  • د دې دعا لوستل: اَللَّهُمَّ دَاحِی الْکعْبَةِ


د دعا متن او ژباړه
متن اَللَّهُمَّ دَاحِی الْکعْبَةِ وَ فَالِقَ الْحَبَّةِ وَ صَارِفَ اللَّزْبَةِ وَ کاشِفَ کلِّ کرْبَةٍ أَسْأَلُک فِی هَذَا الْیوْمِ مِنْ أَیامِک الَّتِی أَعْظَمْتَ حَقَّهَا وَ أَقْدَمْتَ سَبْقَهَا وَ جَعَلْتَهَا عِنْدَ الْمُؤْمِنِینَ وَدِیعَةً وَ إِلَیک ذَرِیعَةً وَ بِرَحْمَتِک الْوَسِیعَةِ أَنْ تُصَلِّی عَلَی مُحَمَّدٍ عَبْدِک الْمُنْتَجَبِ فِی الْمِیثَاقِ الْقَرِیبِ یوْمَ التَّلاقِ فَاتِقِ کلِّ رَتْقٍ وَ دَاعٍ إِلَی کلِّ حَقٍّ وَ عَلَی أَهْلِ بَیتِهِ الْأَطْهَارِ الْهُدَاةِ الْمَنَارِ دَعَائِمِ الْجَبَّارِ وَ وُلاةِ الْجَنَّةِ وَ النَّارِ وَ أَعْطِنَا فِی یوْمِنَا هَذَا مِنْ عَطَائِک الْمَخْزُونِ غَیرَ مَقْطُوعٍ وَ لا مَمْنُوعٍ [مَمْنُونٍ] تَجْمَعُ لَنَا بِهِ التَّوْبَةَ وَ حُسْنَ الْأَوْبَةِ،
ژباړه اې خدایه! اې د کعبې خپرونکی او هوارونکی، اې د دانې چاودونکی او راټوکوونکی، اې د سختیو لرې کوونکي او د هرې ستونزې او کړاو له منځه وړونکيه! زه له تا څخه په دې ورځ، چې ستا له ورځو څخه ده، غوښتنه کوم؛ هغه ورځ چې تا یې حق ستر ګرځولی، مقام یې لوړ کړی او له نورو ورځو څخه دې مخکې کړې ده، او د مؤمنانو په نزد دې امانت او ځان ته د رسېدو وسیله ګرځولې ده. ستا په پراخه رحمت سره له تا غواړم چې پر محمد ـ ستا پر غوره شوي بنده، چې له تا سره په نږدې پیمان کې دی، د لیدنې په ورځ د هرې تړلې چارې پرانیستونکی او د حق لوري ته بلونکی دی ـ درود ولېږې؛ او همدارنګه پر هغه پاکې کورنۍ یې درود ولېږې چې لارښوونکي او د حق لارې روښانوونکي، د الهي واکمنۍ ستنې او د جنت او دوزخ واکداران دي.او موږ ته له خپلې هغې زېرمه شوې عطا څخه راکړه چې نه پای ته رسېږي او نه منع کېږي، څو د هغې په وسیله زموږ لپاره توبه، نېک رجوع او ستا لوري ته ښه بېرته ستنېدل برابر کړې.
متن یا خَیرَ مَدْعُوٍّ وَ أَکرَمَ مَرْجُوٍّ یا کفِی یا وَفِی یا مَنْ لُطْفُهُ خَفِی الْطُفْ لِی بِلُطْفِک وَ أَسْعِدْنِی بِعَفْوِک وَ أَیدْنِی بِنَصْرِک وَ لا تُنْسِنِی کرِیمَ ذِکرِک بِوُلاةِ أَمْرِک وَ حَفَظَةِ سِرِّک وَ احْفَظْنِی مِنْ شَوَائِبِ الدَّهْرِ إِلَی یوْمِ الْحَشْرِ وَ النَّشْرِ وَ أَشْهِدْنِی أَوْلِیاءَک عِنْدَ خُرُوجِ نَفْسِی وَ حُلُولِ رَمْسِی وَ انْقِطَاعِ عَمَلِی وَ انْقِضَاءِ أَجَلِی اللَّهُمَّ وَ اذْکرْنِی عَلَی طُولِ الْبِلَی إِذَا حَلَلْتُ بَینَ أَطْبَاقِ الثَّرَی وَ نَسِینِی النَّاسُونَ مِنَ الْوَرَی وَ أَحْلِلْنِی‌دار الْمُقَامَةِ وَ بَوِّئْنِی مَنْزِلَ الْکرَامَةِ،
ژباړه اې تر ټولو غوره بلل شوي او اې تر ټولو کریم د هیلې وړ ذاته! اې بسیا کوونکي، اې وفاکوونکي، اې هغه ذات چې لطف یې پټ او پېرزوینه یې پټه ده! په خپل لطف پر ما مهرباني وکړه، په خپلې عفوې او بښنه مې نېکمرغه کړه، په خپلې مرستې مې پیاوړی کړه، او ما له خپل کریمانه یاد څخه مه هېروه، ستا د امر د متولیانو او ستا د رازونو د ساتونکو په حق.او ما د زمانې له کړاوونو څخه تر قیامت او د بیا راپاڅېدو ورځې پورې وساته؛ کله چې زما روح له بدن څخه وځي، کله چې قبر ته ننوځم، کله چې زما کار پای ته رسېږي او عمر مې بشپړېږي، ستا دوستان زما پر بالین حاضر کړه.اې الله! هغه مهال مې یاد کړه چې د خاورې په منځ کې اوږد وخت پروت یم او بدن مې ورو ورو زړېږي، هغه وخت چې هېروونکي مې له یاده وباسي. ما د تلپاتې استوګنې په کور کې مېشت کړه او د عزت او کرامت په مقام کې مې ځای کړه.
متن وَ اجْعَلْنِی مِنْ مُرَافِقِی أَوْلِیائِک وَ أَهْلِ اجْتِبَائِک وَ اصْطِفَائِک وَ بَارِک لِی فِی لِقَائِک وَ ارْزُقْنِی حُسْنَ الْعَمَلِ قَبْلَ حُلُولِ الْأَجَلِ بَرِیئا مِنَ الزَّلَلِ وَ سُوءِ الْخَطَلِ اللَّهُمَّ وَ أَوْرِدْنِی حَوْضَ نَبِیک مُحَمَّدٍ صَلَّی اللَّهُ عَلَیهِ وَ آلِهِ وَ اسْقِنِی مِنْهُ مَشْرَبا رَوِیا سَائِغا هَنِیئا لا أَظْمَأُ بَعْدَهُ وَ لا أُحَلَّأُ وِرْدَهُ وَ لا عَنْهُ أُذَادُ وَ اجْعَلْهُ لِی خَیرَ زَادٍ وَ أَوْفَی مِیعَادٍ یوْمَ یقُومُ الْأَشْهَادُ اللَّهُمَّ وَ الْعَنْ جَبَابِرَةَ الْأَوَّلِینَ وَ الْآخِرِینَ وَ بِحُقُوقِ [لِحُقُوقِ] أَوْلِیائِک الْمُسْتَأْثِرِینَ اللَّهُمَّ وَ اقْصِمْ دَعَائِمَهُمْ وَ أَهْلِک أَشْیاعَهُمْ وَ عَامِلَهُمْ وَ عَجِّلْ مَهَالِکهُمْ وَ اسْلُبْهُمْ مَمَالِکهُمْ وَ ضَیقْ عَلَیهِمْ مَسَالِکهُمْ وَ الْعَنْ مُسَاهِمَهُمْ وَ مُشَارِکهُمْ.
ژباړه او ما د خپلو اولیاوو، غوره شویو بندګانو او خپلو ځانګړو نږدې کسانو له ډلې وګرځوه. پر ما خپل ملاقات مبارک کړه او د عمر له پای ته رسېدو مخکې ماته د نېکو اعمالو توفیق راکړه؛ داسې چې له تېروتنو، بې بنسټه خبرو او فاسد منطق څخه پاک او سوتره واوسم.اې الله! ما د خپل پیغمبر محمد ـ د الله درود دې پر هغه او د هغه پر آل وي ـ حوض ته داخل کړه او له هغه څخه داسې اوبه راکړه چې بشپړه تنده مې ماته کړي، روانې او خوندورې وي؛ داسې څښاک چې له هغې وروسته هېڅکله تږی نه شم، له هغه حوض څخه ونه شړل شم او له څښلو یې منع نه کړای شم.او هغه حوض زما لپاره تر ټولو غوره توښه او د وعدې تر ټولو بشپړ ځای وګرځوه، په هغه ورځ چې شاهدان ودرېږي.اې الله! پر هغو تېرو او راتلونکو سرکښو کسانو لعنت وکړه، پر هغو کسانو چې ستا د اولیاوو حقوق یې په ناحقه خپل کړي دي. اې الله! د هغوی بنسټونه ونړوه، پیروان او کارکوونکي یې له منځه یوسه، د هغوی د هلاکت زمینه ژر برابره کړه، هېوادونه او واکمنۍ یې له لاسه وباسه، لارې یې پرې تنګې کړه او پر هغو کسانو هم لعنت وکړه چې له هغوی سره په ظلم او واک کې شریک دي.
متن اَللَّهُمَّ وَ عَجِّلْ فَرَجَ أَوْلِیائِک وَ ارْدُدْ عَلَیهِمْ مَظَالِمَهُمْ وَ أَظْهِرْ بِالْحَقِّ قَائِمَهُمْ وَ اجْعَلْهُ لِدِینِک مُنْتَصِرا وَ بِأَمْرِک فِی أَعْدَائِک مُؤْتَمِرا اللَّهُمَّ احْفُفْهُ بِمَلائِکةِ النَّصْرِ وَ بِمَا أَلْقَیتَ إِلَیهِ مِنَ الْأَمْرِ فِی لَیلَةِ الْقَدْرِ مُنْتَقِما لَک حَتَّی تَرْضَی وَ یعُودَ دِینُک بِهِ وَ عَلَی یدَیهِ جَدِیدا غَضّا وَ یمْحَضَ الْحَقَّ مَحْضا وَ یرْفِضَ الْبَاطِلَ رَفْضا اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَیهِ وَ عَلَی جَمِیعِ آبَائِهِ وَ اجْعَلْنَا مِنْ صَحْبِهِ وَ أُسْرَتِهِ وَ ابْعَثْنَا فِی کرَّتِهِ حَتَّی نَکونَ فِی زَمَانِهِ مِنْ أَعْوَانِهِ اللَّهُمَّ أَدْرِک بِنَا قِیامَهُ وَ أَشْهِدْنَا أَیامَهُ وَ صَلِّ عَلَیهِ [عَلَی مُحَمَّدٍ] وَ ارْدُدْ إِلَینَا سَلامَهُ وَ السَّلامُ عَلَیهِ [عَلَیهِمْ] وَ رَحْمَةُ اللَّهِ وَ بَرَکاتُهُ.
ژباړه اې الله! د خپلو دوستانو په فرج او خلاصون کې بیړه وکړه، د هغوی غصب شوي حقوق بېرته هغوی ته ور وګرځوه، د هغوی قائم په حقه راڅرګند کړه، هغه د خپل دین د مرستې وسیله وګرځوه او ستا د دښمنانو پر وړاندې یې د خپل فرمان له مخې واکمن او قوماندان وګرځوه.اې خدایه! د بریا فرښتې تل د هغه شاوخوا راټولې وساته او د هغې چارې له مخې چې تا د قدر په شپه هغه ته الهام کړې ده، هغه خپل انتقام اخیستونکی وګرځوه؛ تر هغه وخته چې ته ترې راضي شې، او ستا دین د هغه په وسیله او د هغه په لاس په نوې او تازه بڼه راژوندی شي، حق په بشپړه توګه ټینګ او څرګند شي او باطل په هر اړخیز ډول له منځه یووړل شي.اې خدایه! پر هغه او د هغه پر ټولو پلرونو درود ولېږه، او موږ د هغه له ملګرو او کورنۍ څخه وګرځوه. د هغه د ظهور پر مهال موږ بېرته راپاڅوه، څو د هغه په زمانه کې د هغه له یارانو څخه واوسو.اې الله! موږ ته د هغه د قیام د درک کولو توفیق راکړه، د هغه په زمانه کې مو حاضر کړه، پر هغه درود ولېږه او د هغه سلام موږ ته راورسوه.

د الله درود، رحمت او برکتونه دې پر هغه وي.


د ذوالقعدې د میاشتې مهم پیښې

شنبې
یکشنبې
دوشنبې
سې شنبې
چارشنبه
پینځه‌شنبې
جمعه

فوټ نوټ

  1. نجفی،‌ جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۳۲ او ټوک۴۳، مخ۲۶.
  2. نجفی،‌ جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۳۲.
  3. امام خمینی، استفتائات، ټوک١، مخ۵۱۵.
  4. نجفی، جواهر الکلام، ټوک۴۳، مخ۲۶.
  5. کلینی، الکافی، ټوک۴، ۲۸۹ او۳۰۳ مخونه؛ نجفی، جواهرالكلام، ټوک۱۸، مخ۱۲.
  6. مشکینی، مصطلحات الفقه، مخ۳۲۲.
  7. مسعودی، مروج الذهب، ټوک۲، مخ۱۸۹
  8. سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ټوک۱، مخ۳۰۶.
  9. سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ټوک۱، مخ۳۰۷.
  10. ملکی تبریزي، المراقبات، مخ۳۰۱.
  11. اعمال شب نیمه ماه ذی‌القعده، د انهار پورټل.

سرچينې

  • امام خمیني، سید روح‌الله، استفتائات، د اسلامي خپرندویو دفتر، د ۱۳۷۲ل منی.
  • سید بن طاووس، علي بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دارالکتب الاسلامیة، دویم چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څیړنه: علي‌اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دارالکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • مسعودي، علي بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، څیړنه: داغر، اسعد، قم، دار الهجرة، دویم چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • مشکیني، میرزا علي، مصطلحات الفقه، بې‌ځایه، بې‌خپرندویه، بې‌نېټې.
  • ملکي تبریزي، میرزا جواد، المراقبات، مؤسسة دار الاعتصام، بې‌نېټې.
  • نجفي، محمد حسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.