دفاعي جهاد

د wikishia لخوا

دفاعي جهاد د هر هغه دښمن په مقابل کې چې د اسلام د دين د تخريب او د اسلامي خاورو د اشغال اراده لري، جګړه کول دي. د دفاعي جهاد موخه د اسلام ساتنه او د مسلمانانو د ژوند، مال او عزت ساتنه ده.

دفاعي جهاد د لومړني یا ابتدایي جهاد په مقابله کې دی، یعنی ابتدایي جهاد داسې جنګ دی چې د کفارو پر وړاندې یې مسلمانان په خپله پیلوي او هدف یې د اسلام پراختیا ده. ځینو شیعه عالمانو دفاعي جهاد تر لومړني جهاد غوره ګڼلی دی.

د فقهاوو د فتوا له مخې، پر ټولو مسلمانانو واجب دي، چې د هغې خاورې دفاع وکړي، چې تر برید لاندې راغلی او د دې لپاره یوازینی شرط د یو فرد لپاره له دښمن څخه د دفاع او مقاومت ځواک او وړتیا ده. د دفاعي جهاد په فرضيت کې د لومړني جهاد په خلاف د امام معصوم(ع) او یا د هغه د نایب شتون او اجازه شرط نه ده.

د فقهاوو له نظره که دفاعي جهاد له الهي احکامو او حرامو سره په ټکر کې وي، لکه د حج له مناسکو سره يو ځای يا په حرامو مياشتو کې جګړه راشي نو په دغو چارو کې دفاعي جهاد پر ټولو مخکې دی.

د دفاعي جهاد پيژندنه او اهمیت

دفاعي جهاد د هغو دښمنانو په مقابل کې چې په اسلامي خاورو باندې یې يرغل کړی دی، جګړه ده[۱] دا ډول جهاد د اسلام[۲] او اسلامي خاورو[۳] د دفاع په موخه ترسره کېږي. دفاعي جهاد د لومړني جهاد په مقابل کې دی، چې له ابتدایي جهاده مراد هغه جګړه ده چې پخپله د مسلمانانو له خوا پیل شوی او د مشرکانو او کفارو اسلام ته د بلنې په موخه ترسره کیږي.[۴]

جعفر کاشف الغطاء چې د دیارلسمې پیړۍ له فقهاوو څخه دی، دفاعي جهاد تر لومړني جهاده غوره ګڼلی دی.[۵] ډېر فقها په دې باور دي چې د دفاعي جهاد مړي هم د ابتدایی جهاد په شان شهیدان ګڼل کیږي او د شهیدانو حکمونه ورباندې جاري کیږي.[۶]

د دفاعي جهاد واجبیدل او د هغه شرطونه

د فقهاوو د فتوا له مخې دفاعي جهاد پر هغو کسانو باندې کفايي واجب دی چې د جګړې توان ولري (نارينه او ښځینه، ځوان او بوډا، روغ او ناروغ او د جګړې ځای ته نږدې او لری)[۷] نو د هغه یواځنی شرط «د دفاع او مقاومت لپاره د فرد ځواک او توان» دی.[۸] او د دفاعي جهاد په واجب شونې کې، د ابتدايي جهاد په خلاف،[۹] د امام(ع) یا د هغه د نایب شتون شرط نه دی.[۱۰]

د دفاعي جهاد د فرضيت دليل، په عقلي دليل سربېره،[۱۱] د اسلامي هيوادونو د تباهۍ او پر اسلام باندې د کفر او شرک د ​​بري مخه نيول، ګڼل شوي دي.[۱۲] صاحب جواهر چې د شیعه له فقیهانو څخه دی، د دفاعي جهاد د واجب کیدو لپاره د قرآن په آيتونو او احاديثو[۱۳] او اجماع[۱۴] سره دلیل راوړی دی.[۱۵]

حکمونه

د ابتدایي جهاد ځینې حکمونه په لاندې ډول دي:

  • د مشهورو فقهاوو د نظريو له مخې، دفاعي جهاد يوازې پر هغو مسلمانانو نه دی فرض چې د دښمن له خوا تر بريد لاندې راغلي دي. بلکې د ټولو مسلمانانو دنده ده چې د هغو مسلمانانو دفاع وکړي چې په اسلامي خاورو کې ورباندې برید شوی دی.[۱۶] او تر څو چې د اړتیا په اندازه کسان جهاد ته نه وي تللی نو دا فرضیت په ټولو باندې راځي.[۱۷]
  • د دفاعي جهاد او نورو الهي فرضونو لکه حج تر منځ ټکر راشي نو دفاعي جهاد په ټولو باندې مخکې دی.[۱۸] همدارنګه، که د اسلامي خاورې د دفاع لپاره د الهي حرامو کارونو ترسره کول لازم راشي لکه ظالم باچا سره کار،[۱۹] په حرامو میاشتو کې جګړه کول[۲۰] یا د هغه مسلمان وژل چې د انسان ډال په توګه ترې ګټه اخستل کیږي،[۲۱] نو جایزه ده چې دا کار وشي.

د دفاعي جهاد ډولونه

د جعفر کاشف الغطاء له نظره، جهاد پنځه ډوله دی چې څلور یې دفاعي دي او یوازې یو یې ابتدايي دی. دفاعي جهاد څلور ډوله دی:

  1. د مسلمانانو پر خاوره د کفارو د هغه يرغل پر وړاندې د اسلام د بنسټ د ساتلو لپاره جهاد، چې د اسلام له منځه وړلو او د کفر د حاکميت او د هغه د نښو نښانو جاري کولو په موخه ترسره کېږي؛
  2. د يرغلګرو د شاتګ لپاره جهاد چې د مسلمانانو وينو او ناموس ته یې تېرې کړی دی؛
  3. د هغو مسلمانانو لپاره دفاعی جهاد کول چې د کفارو له یوې ډلې سره په جګړه دي او ویره لري چې کفار به پر دوي غالب شي؛
  4. د هغو کفارو د شړلو لپاره جهاد چې د مسلمانانو په خاوره یې قبضه کړی.[۲۲] دا ډول له ټولو ډولونو غوره دی.[۲۳]

د دفاعي جهاد او ابتدايي جهاد تر منځ فرق

د دفاعي جهاد او ابتدايي جهاد د مفکورې او حدودو د روښانه کولو لپاره فقهاوو د دې دواړو تر منځ ځینې فرقونه ذکر کړي دي:

  • د دفاعي جهاد موخه د اسلام له منځه تللو او د اسلامي ټولنې د تباهۍ مخنيوی و د مسلمانانو د خپلواکۍ، ژوند او ناموس ساتنه ده؛[۲۴] خو ابتدايي جهاد د اسلام د پراخوالي او پراختيا لپاره ترسره کېږي.[۲۵]
  • په دفاعي جهاد کې له هغه شرطونو چې د ابتدایی جهاد لپاره ذکر شوي دي یو هم شرط نه دی او یوازی د دفاع توان لرل کافي دي.[۲۶]
  • لومړنی جهاد یوازې د کفارو پر وړاندې کیږي، خو دفاعي جهاد د هر دښمن په وړاندې دفاع ده. که مسلمان وي که کافر.[۲۷]
  • په ابتدايي جهاد کې د ذمي د عقد مخالفت، د امان  او سولې د عقدونو مخالفت جایز نه دی؛ خو په دفاعي جهاد کې که د دښمن له ځواک څخه وېره وي، نو د دې او دې ته ورته نورو څیزونو کې مخالفت جایز دی.[۲۸]
  • په دفاعي جهاد کې که د بیت المال عمومي بودجه کافي نه وي، حاکم کولای شي چې په زور له خلکو څخه دفاعي لګښتونه راټول کړي. د ابتدايي جهاد په خلاف چې د واجب شونې شرط يې د مسلمانانو مالي توان دى.[۲۹]

د جهادي فتواګانو ځینې بیلګې

فقیهان به چې کله پر اسلامي خاورو د بهرنيانو له يرغل سره مخ شول، نو د فتوا په صادرولو سره به یې خلک د دښمن په وړاندې جهاد ته هڅول، لکه:

  • هغه جهادي فتواوې چې د روسیانو له یرغل سره په مقابله کې صادرې شوي دي: دا فتواوې ډېرې د ایران او روس تر منځ د ۱۲۱۸ څخه تر ۱۲۲۹ هجري کلونو پورې د جګړې په اړه دي چې په اخر کې یې د ګلستان معاهده وشوه او ختم شو او همدارنګه په ۱۲۴۱ هجري قمري کال پورې اړه لري. لکه: د شیخ جعفر کاشف الغطاء اجازه جې [د شیعو [د تقلید مرجع|مرجع تقلید]] دی، د قمري کال په دیارلسمه پیړۍ کې یې فتح علي شاه قاجار ته اجازه ورکړه د دې لپاره چې د روسانو د یرغل په وړاندې د اسلامي خاورې د دفاع مسولیت په غاړه واخلي. او په ۱۲۲۸ هجري کې د روسانو له اشغال سره د مقابلې لپاره یې هم خلکو ته د جهاد فتوا ورکړه.[۳۰]
  • په زیارتونو باندې د وهابیانو د برید په وړاندې فتوا: د شیخ جعفر کاشف الغطاء فتوا چې  په ۱۲۱۷ هجري قمري کال کښې په نجف او کربلا کې له دوو سوو فقهاؤ او مجاهدینو سره یوځاې کله چې وهابیانو د نجف او کربلا په زیارتونو برید وکړ نو د وهابیانو په شړلو کې د هغه فتوا په سبب کامیاب شول.[۳۱]
  • د فلسطین د هیواد د ازادۍ لپاره فتوا: ځینې فقهاوو لکه محمد حسین کاشف الغطاء،[۳۲] آیت الله بروجردي[۳۳] او امام خمیني[۳۴] د فلسطین د خلکو د دفاع د واجبیدو په اړه فتوا صادره کړې ده.
  • د داعش پر وړاندې د جهاد فتوا: د داعش پر وړاندې د جهاد فتوا په 1393 کال کې د مرجع تقلید ایت الله سیستاني له خوا چې په عراق کې اوسیږي، د داعش پر وړاندې د مقابلې لپاره صادره شوه.[۳۵]
د رسایل و فتاوای جهادی کتاب

ځانګړی لیکلنې

کتاب «جهادي فتواګانې او رسالې: رساله‌ها و فتواهای علمای اسلام در جهاد با قدرت‌های استعمار»، په دې کې له ۱۲۰۰ کاله تر ۱۳۳۸ هجري لمریز کال پورې د فقهاوو له خوا ۹۵ فتواګانې او لیکونه شامل دي. دا ټولګه د محمد حسن رجبي له خوا په یوه ټوک کې تالیف شوې او په ۱۳۷۸ کال کې د فرهنګ او ارشاد اسلامی وزارت له خوا خپره شوې ده.[۳۶]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ابوالصلاح حلبی، الکافی فی الفقة، ۱۴۰۳ق، ص۲۴۶؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۳۱۳ق، ج۳، ص۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۵.
  2. برای نمونه نگاه کنید به:شیخ طوسی، المیسوط، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۸.
  3. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۷۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۴.
  4. صرامی و عدالت نژاد، «جهاد»، ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۴۳۴.
  5. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۸۹.
  6. مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، المعتبر، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۱۱؛ ذکری الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۳۲۱؛ محقق ثانی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۳۶۵؛ میرزای قمی، غنائم الایام، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۹۶؛ خویی، التنقیح فی شرح العروّ الوثقی، ۱۴۲۱ق، ج۸، ص۳۷۶. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۶-۱۵؛ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۹؛ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۳۳.
  7. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۸.
  8. مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۹۸ق، ج۱، ص۲۸۷؛ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۳۷؛ کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۸۸؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۴۶۱.
  9. عمید زنجانی، فقه سیاسی، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۱۳۹.
  10. مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۳۷؛ طباطبایی کربلایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۸، ص۱۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۸؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۴۶۱.
  11. سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر، ج۱۵، ص۱۰۱.
  12. مروارید، سلسلة الینابیع الفقهیه، ۱۴۱۳ق، ج۹، ص۳۲.
  13. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ج۱۵، ص۳۰.
  14. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۴۷.
  15. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۸-۱۹.
  16. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۸.
  17. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۹۱.
  18. میرزای قمی، جامع الشتات، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۳۹۴.
  19. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۱۰-۳۱۲.
  20. عراقی، شرح تبصرة المتعلمین، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۳۲۰.
  21. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۸۳؛ علامه حلی، تلخیص المرام، ۱۴۲۱ق، ص۷۹.
  22. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۸۷-۲۸۹.
  23. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۸۹.
  24. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۴.
  25. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۱۵.
  26. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۸۱۰؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۴۷.
  27. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۹۱.
  28. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۹۱.
  29. کاشف‌الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۳۳--۳۳۴.
  30. رجبی، رسایل و فتاوای جهادی، ۱۳۷۸ش، ص۲۲.
  31. آل‌محبوبه، ماضی النجف و حاضرها، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۲۶.
  32. «المرجعیة الشیعیة و قضایا العالم الإسلامی من فتاوی و مواقف الإمام الشیخ محمد الحسین آل کاشف الغطاء عن فلسطین»، مجله الموسم، ص۱۹۱.
  33. اباذری، آیت‌الله بروجردی آیت اخلاص، ۱۳۸۳ش، ص۱۱۷.
  34. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۱۹۹.
  35. حطاب، «توظیف الحشد الشعبی فی المدرک السیاسی العراقی»، ص۱۰۸.
  36. رجبی، رسایل و فتاوای جهادی، ۱۳۷۸ش، ص۱۳.

سرچينې

  • آل‌محبوبه، جعفر بن باقر، ماضی النجف و حاضرها، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۶ق.
  • اباذری، عبدالرحیم، آیت‌الله بروجردی آیت اخلاص، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه توزیع و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • حطاب، جواد کاظم، «توظیف الحشد الشعبی فی المدرک السیاسی العراقی»، در مجلة حمورابی، سال هفتم، شماره ۲۹، زمستان ۲۰۱۹م.
  • خویی، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، مقرر: علی غروی تبریزی، قم، مؤسسه احیاء آثار امام خویی، ۱۴۲۱ق.
  • رجبی، محمدحسن، رسایل و فتاوای جهادی شامل رساله‌ها و فتواهای علمای اسلامی در جهاد با قدرت‌های استعمار، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامى، ۱۳۷۸ش.
  • روحانی، سید محمد، منتقی الاصول، مقرر: سید عبدالصاحب حکیم، قم، نشر دفتر آیت‌الله سید محمد حسینی روحانی، ۱۴۱۶ق،
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام فی بیان حلال و الحرام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، کتاب‌فروشی داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • صرامی، سیف‌الله و سعید عدالت‌نژاد، «جهاد»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبایی کربلایی، سید علی، ریاض المسائل فی بیان الاحکام بالدلائل، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۸ق.
  • عراقی، ضیاء‌الدین، شرح تبصرة المتعلمین، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تلخیص المرام فی معرفة الاحکام، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۲۱ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۴ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۱۲ق.
  • کاشف‌الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات شریعه الغراء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • محقق ثانی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۴ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق: عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سید الشهداء، ۱۳۶۴ش.
  • «المرجعیة الشیعیة و قضایا العالم الإسلامی من فتاوی و مواقف الإمام الشیخ محمد الحسین آل کاشف الغطاء عن فلسطین»، مجله الموسم، کشور هلند شهر ندرلند، شماره ۱۸، ۱۴۱۴ق.
  • مروارید، علی‌اصغر، سلسلة الینابیع الفقهیة، بیروت، مؤسسه فقه الشیعة، ۱۴۱۳ق.
  • منتظری، حسین‌علی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الاسلامیة، قم، نشر تفکر، ۱۴۱۵ق.
  • میرزای قمی، ابوالقاسم، جامع الشتات، نصحیح: مرتضی رضوی، تهران، مؤسسه کیهان، ۱۳۷۷ش.
  • میرزای قمی، ابوالقاسم، غنائم الایام فی مسائل الحلال و الحرام، بی‌جا، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • نجفی،‌ محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق: محمد قوچانی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.

بهرنۍ اړیکې