مسیار نکاح
مِسْیار نِکاح دا د سنیانو ترمنځ د واده یو ډول دی. دا نکاح د نکاح شرطونه لري(د دوی په نږد) لکه د شرعي نکاح لوستل، د شاهدانو شتون او حق مهر، خو په دې کې ښځه په خپل اختیار سره له حق نفقه (خرچه) او خاوند سره د سملاستو له حقه تېریږي. په دې نکاح کې خاوند چې کله وغواړي خپلې ښځې ته ورتلی شي او ښځه هم په خپلو چارو کې آزاده ده.
مسیار نکاح د ښځې لپاره د کور او نفقې د حق نه درلودلو له مخې، په شیعه مذهب کې د لنډمهاله واده په څیر ده. خو له دې سره ځینې توپیرونه هم لري؛ لکه د هغې دایمي شونه، د څلورو ښځو حد، شاهد اړتیا لرل او د جدایۍ لپاره طلاق ته اړتیا، خلع یا فسخ په موقته نکاح کې نیشته، ویل کیږي چې د مسیار نکاح له هغو نویو فقهي مسلو څخه ده چې په لومړي ځل د سعودي عربستان په تمیم سیمه کې پیل شوه. فَهَد الغنیم لومړنی کس ګڼل کیږي چې د نکاح مسیار اصطلاح یې وکاروله.
د اماميه فقهاوو، د متعه او مسيار د نکاح مشابهت ته په پام او د هغې د رامنځته کېدو یو رنګوالی ته په پام، د سني مفتيانو له خوا د موقتي نکاح په باطل ګڼلو او د مسيار د نکاح په جایز ګڼلو کې، په دوه ګوني قضاوت تورن کړي دي. د ناصر مکارم شیرازي په وینا، ټولو شیعه فقهاوو چې مسیار د نکاح په هکله یې مطالعه کړې ده، په ځینې شرطونو سره یې د جواز فتوا صادره کړې ده. د سني مفتيانو يوې ډلې د مسيار نکاح روا ګڼلې او ځينو يې حرام ګڼلی او ځينو يې په حکم کې توقف کړی دی.
مفهوم پوهنه
مسیار نکاح هغه ډول نکاح ته ویل کیږي چې په هغه کې د اهل سنتو په نزد د نکاح شرایط لکه د شرعي عقد لوستل، د شاهدانو شتون او مهر او داسې نورو... په کې خیال وساتلی شي. او ښځه په خپل اختیار کې د نفقې او ګډ سملاستو له حقه تېره شي.[۱] د اهل سنتو د مفتي یوسف قرضاوي په وینا، نکاح مسیار معمولاً د سړي لومړی واده نه وي، او هغه بله دایمي ښځه لري چې د هغه نفقه او د کور لګښت ورکوي.[۲]
د عربستان د سترو علماوو د شورا د غړي عبدالله مُنَیّع په وینا، مسیار نکاح د واده ټول احکام لکه میراث، مهر او د اولاد مشروعیت لري او ښځه کولای شي له خپلو ځینو حقوقو څخه لکه د کورولي او نفقې څخه تېره شي.[۳] د اهل سنتو د فقیه وَهبَه زُحیلي هم په نکاح مسیار کې د ارث حق محفوظ ګڼي.[۴]
په دې نکاح کې خاوند هرکله چې وغواړي، ښځې ته تللای شي او ښځه هم په خپلو چارو کې آزاده ده.[۵] په لغت کې د مسیار کلمه نشته او په عاميانه ژبه کې یې معنی یو زر تېرېدونکی او آسان څیز دی.[۶]
د لنډمهاله واده سره ورته والی او توپیرونه
د مکارم شیرازي په وینا، د مسیار نکاح د لنډمهاله واده په شان ده؛ ځکه چې په دې ډول نکاح کې هم ښځه په خپل کور کې ژوند کوي او د خرچ خوراک په خپله ذمه واره ده.[۷] په دواړو نکاحونو کې ښځه د نفقې، کورولي او کور حق نه لري. او ښځه خاوند له یو بل څخه میراث نه وړي. سربېره پردې، ښځه له کور څخه د وتلو لپاره د خپل میړه اجازې ته اړتیا نلري.[۸]
د مسیار واده او لنډمهاله نکاح تر منځ توپیر دا دی چې په لنډمهاله نکاح کې باید د نکاح موده ټاکل شوې وي، خو په مسیار واده د دایمي واده په توګه ترسره کیږي. همدارنګه په مسیار واده کې د ودونو شمېر د دايمي واده په شان څلور ښځې دي. خو په لنډمهاله واده کې یې دا شرط نه دی لګولی. بل توپیر دا دی چې په مسیار واده کې د ښځې خاوند جلا کول د طلاق په وسیله یا د خلع او فسخ په وسیله دي، خو په موقتي واده کې د هغې وخت پای ته رسیدو سره ختمیږي او یا کولی شي چې پاتې موده معاف کړي.[۹] پر دې سربېره، په مسیار نکاح کې د د دو شاهدان حاضریدل شرط دی، خو په لنډمهاله واده کې دا شرط نیشته.[۱۰]
تاریخ او د پيدایښت سریزې
ویل کیږي چې د مسیار واده له هغو نویو فقهي مسلو څخه دی چې لومړی د سعودي عربستان په تمیم سیمه کې پیل شو. فَهَد اَلغنیم لومړنی کس ګڼل کیږي چې د نکاح مسیار اصطلاح یې وکاروله.[۱۱] په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې په سعودي عربستان کې د مسیار نکاح له خپریدو وروسته په تدریجي ډول داسې واده د فارس خلیج په عربي هیوادونو کې لکه کویت، قطر، بحرین او متحده عربي اماراتو او شاید نورو هیوادونو کې خپور شو.[۱۲] ځینې اهل سنتو عالمانو هڅه کړې ده چې مسیار د خپلې فقې ځینې نمونو سره وتړي.[۱۳]
د دايمي واده د لګښتونو د زياتوالي، لکه د کور برابرول او درانه مهرونه او د نارينه له خوا د دويم واده پټولو ته ګروهنه، د سنيانو په منځ کې د مسيار نکاح د پيدايښت له لاملونو څخه ګڼل شوي دي. د طلاقو او بې سرپرسته ښځو د شمېر زياتوالى، په ځينو حالاتو کې د نارينه و بلې میرمنې ته اړتیا لکه د لومړۍ مېرمنې ناروغتيا او د ښځې له خوا د بې وزله سړي د مصارفو برابرول هم د مسیار د پيدايښت له انګيزو او لاملونو څخه ګڼل شوي دي.[۱۴]
شیعه څیړونکي په دې باور دي چې د لنډمهاله واده سره د سني فقهاوو مخالفت او د هغې د سریزو سره مخ کیدل د مسیار نکاح د پيدایښت لامل شوي.[۱۵] ځینو شیعه فقها په دې مسله کې په سني علماوو نیوکې کړي او په دوه ګوني قضاوت یې تورن کړي دي. د هغوي په وينا، د متعې او مسيار نکاح تر منځ د مشابهت او د هغو د رامنځته کېدو د لاملونو ورته والي په پام کې نيولو سره، ولې سني مفتيانو لنډمهاله نکاح باطله او حرام ګڼلې ده او له بلې خوا يې د مسيار نکاح روا بللې ده.[۱۶]
د مسیار د واده حکم
د ناصر مکارم شیرازي په وینا ټولو شیعه فقهاوو چې په دې مسله کې یې کار کړی دی، ځینې شرطونو سره یې د مسیار د نکاح د جواز په اړه فتوا صادره کړې ده.[۱۷] د هغه په وینا دا ډول نکاح په دوه ډوله صحیح ده:
- له ښځې څخه د حقوقو د نه غوښتلو شرط لکه د نفقې، کورولۍ، کور او میراث بايد د نکاح په متن کې شامل نه وي؛ بلکه، ښځه باید په اخلاقي توګه ځان ژمن کړي چې د دې څیزونو غوښته ونه کړي.
- د ځینو حقونو معافیت باید د نکاح په متن کې د فعل د شرط په توګه شامل شي، نه د پایلې شرط؛ د فعل په حالت کې ښځه وايي چې زه له تاسره واده کوم او له تا څخه د نفقې او کورولۍ حق غوښتنه نه کوم. د پایلې په شرط کې سړی ووایي چې زه له تاسره واده کوم، په دې شرط چې ته هیڅ حق ونه لري.[۱۸] د مکارم شیرازي په نظر کې ښځه حتی د فعل په طریقه د میراث له حق څخه هم تېرېدی شي.[۱۹]
ويل شوي دي چې سيد علي سيستاني او حسين علي منتظري چې د شيعو مرجع تقلید دي، هم مسيار جائز ګڼي.[۲۰]
په سني مفتيانو كې د مسيار د حكم په اړه درې نظريې يادې شوې دي: يوې ډلې حلال ګڼلی او بلې يې حرام ګڼلی ده او ځينو يې د حكم په اړه فتوا نه ده وركړې.[۲۱] د مسیار طرفداران باوري دي دا رنګ واده د دایم واده په شان شرطونه او ارکان لري او مهم مصلحتونه لري.[۲۲] د مكارم شيرازي په وينا ډېر سني فقهاء لكه د سعودي بن باز مفتي، قرضاوي او له مصري مفتيانو څخه نصر فريد واصل دغه ډول نکاح روا ګڼلې ده؛ خو د الازهر پخواني شیخ جاد الحق ورسره مخالفت کړی دی.[۲۳] دعبدالله منیع، د سعودي عربستان د سترو علماوو د شورا غړی[۲۴] او د مصر دارالافتاء چې الازهر سره تړلې ده، هم د مسیار واده صحیح ګڼلی دی.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ «نکاح مسیار جایز است»، سایت دار الافتاء مرکزی اهل سنت؛ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۱؛ ایوبی، نصیری و تولایی، «ارزیابی تطبیقی مشروعیت نکاح مسیار در فقه اهل سنت و مذهب امامیه»، ص۲۶، حاتمی و شنیور، «نکاحهای نوین معاصر و مشروعیت آنها»، ص۵۰.
- ↑ قرضاوی، «حول زواج المسیار»، ص۶.
- ↑ «عضو بکبار العلماء السعودیة یجیز زواج المسیار و یثیر جدلا»، سایت عربی21.
- ↑ صادقی، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، ص۴۹.
- ↑ صادقی، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، ص۶۵.
- ↑ قرضاوی، «حول زواج المسیار»، ص۷.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۱.
- ↑ صادقی، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، ص۵۴.
- ↑ قرضاوی، «حول زواج المسیار»، ص۱۵.
- ↑ عامری، «متعه و مسیار در فقه معاصر»، ص۶۸۰.
- ↑ صادقی، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، ص۵۱.
- ↑ خلیفه فرج العائب، «زواج المسيار بين الإباحة والتحريم»، ص۳۲۰.
- ↑ صادقی، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، ص۵۱.
- ↑ خلیفه فرج العائب، «زواج المسيار بين الإباحة والتحريم»، ص۳۲۰ ـ ۳۲۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: عامری، «متعه و مسیار در فقه معاصر»، ص۶۸۳؛ صادقی، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، ص۶۶.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۰، ۲۱ ـ ۲۲.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۲.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۳.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۴.
- ↑ حاتمی و شنیور، «نکاحهای نوین معاصر و مشروعیت آنها»، ص۵۶.
- ↑ «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی.
- ↑ عامری، «متعه و مسیار در فقه معاصر»، ص۶۸۱ ـ ۶۸۲، قرضاوی، «حول زواج المسیار»، ص۶.
- ↑ مکارم شیرازی، کتاب النکاح، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۲۱ ـ ۲۲.
- ↑ «عضو بکبار العلماء السعودیة یجیز زواج المسیار و یثیر جدلا»، سایت عربی21.
- ↑ «ازدواج مخفی برای اهل سنت مجاز شد»، سایت تابناک.
سرچينې
- «ازدواج مخفی برای اهل سنت مجاز شد»، وبگاه تابناک، تاریخ درج مطلب: ۴ آبان ۱۳۸۶ش، تاریخ بازدید: ۱۵ مرداد ۱۴۰۳ق.
- ایوبی، حسین و دیگران، «ارزیابی تطبیقی مشروعیت نکاح مسیار در فقه اهل سنت و مذهب امامیه»، در مجله مطالعات فقه و حقوق اسلامی، شماره ۵، پاییز و زمستان ۱۳۹۰ش.
- حاتمی، علی اصغر و قادر شنیور، «نکاحهای نوین معاصر و مشروعیت آنها»، در مجله مطالعات فقه و حقوق اسلامی، شماره ۳، زمستان ۱۳۸۹ش.
- خلیفه فرج العائب، ابوالقاسم، «زواج المسيار بين الإباحة والتحريم»، در مجلة العلوم القانونیة و الشرعیة، دانشگاه زاویه ـ لیبی، شماره ۷، ۲۰۱۵م.
- صادقی، محمد، «اهل تسنن و ازدواج مسیار»، در مجله مطالعات راهبردی زنان، شماره ۴۰، تابستان ۱۳۸۷ش.
- عامری، سهیلا، «متعه و مسیار در فقه معاصر»، در مجموعه مقالات دوازدهمین کنفرانس بینالمللی پژوهشهای مدیریت و علوم انسانی در ایران، ۱۴۰۲ش.
- «عضو بکبار العلماء السعودیة یجیز زواج المسیار و یثیر جدلا»، سایت عربی21، تاریخ درج مطلب: ۱۹ فوریه ۲۰۰۹، تاریخ بازدید: ۱۳ مرداد ۱۴۰۳ش.
- قرضاوی، یوسف، «حول زواج المسیار»، ارائه شده در همایش مجمع فقهی اسلامی، دوره ۱۸، مکه، ۱۴۲۷ق/۲۰۰۶م.
- مکارم شیرازی، ناصر، کتاب النکاح، تحقیق: محمدرضا حامدی و مسعود مکارم، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابیطالب(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- «نکاح مسیار جایز است»، سایت دار الافتاء مرکزی اهل سنت، تاریخ درج مطلب: ۱۰ مرداد ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۳ مرداد ۱۴۰۳ش.