منځپانگې ته ورتلل

ویلیام مونتګمري واټ

د wikishia لخوا


ویلیام مونتګمري واټ
عیسوي اسلام پوه او پیغمبر پوه
نومویلیام مونتګمري واټ (William Montgomery Watt)
مذهبعیسوي
د زیږیدو نیټه۱۹۰۹ز
د زیږیدو ځایاسکاتلند
د اوسیدو ځایاسکاتلند
وفات۲۰۰۶ز/۱۳۸۵ل
تحصیلاتفلسفه، عربي او اسلامي زده کړې
د تحصیل ځاید اډینبورګ پوهنتون • د اکسفورډ پوهنتون
آثارمحمد په مکه کې، محمد په مدینه کې، محمد پیغمبر او سیاستوال، د اسلام تاریخ، اسلامي فلسفه او کلام، په منځنیو پیړیو اروپا کې د اسلام نفوذ، د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ د نظرونو ټکر.
تخصصاسلام پوه، د پیغمبر اکرم(ص) ژوندلیک او تاریخ
د فعالیت ساحهاسلام، قرآن، د پیغمبر(ص) سیرت او شخصیت، اسلامي فلسفه
جایزېد ایران د تلپاتې شخصیتونو په شپږم نړیوال کنفرانس کې غوره شوی


ویلیام مونتګمري واټ (۱۹۰۹–۲۰۰۶م)، یو مسیحي اسلام‌پوه او ختیځ‌پوه و، چې د رسول اکرم(ص) د سیرت او شخصیت متخصص ګڼل کېږي، او په لوېدیځ کې یې د غیرمسلمانو مفسرانو په ډله کې لوړ او پیژندل شوی مقام درلود. د هغه شهرت په اسلامي نړۍ کې په ځانګړي ډول د هغو کتابونو له امله دی چې د رسول اکرم(ص) د سیرت په اړه یې ولیکل، لکه محمد په مکه کې، محمد په مدینه کې او محمد، پیغمبر او سیاست وال.

د هغه د څېړنو او مطالعو مهم ډګرونه اسلام، قرآن، سیرت او د رسول(ص) شخصیت، او اسلامي فلسفه وو. له هغه څخه تر ۳۰ ډېر کتابونه او لسګونه مقالې خپرې شوي، چې ځینې یې په بېلابېلو ژبو، په شمول د فارسۍ، ژباړل شوي دي.

واټ په خپلو څېړنو کې منصف او د اسلام او د پیغمبر(ص) په اړه په خیرخواهانه نظر لرلو مشهور شوی؛ خو د هغه ځینې نظریات، په ځانګړي ډول د وحي او سیرت په اړه، د مسلمان علماوو له نقد سره مخ شوي دي. ځینو منتقدانو ویلي چې د واټ د ناسم برداشت سرچینه دا ده چې اسلام یې د مسیحیت له لیدلوري او د خپل لوېدیځ فرهنګي چاپېریال له زاویې څخه څېړلی دی.

مقام

ویلیام مونتګمري واټ (William Montgomery Watt)، یو مسیحي اسلام‌پوه او ختیځ پوه، او د ایډینبرګ پوهنتون د عربي ژبې او اسلامي مطالعاتو استاد و.[۱] هغه د همدې پوهنتون د عربي او اسلامي مطالعاتو د څانګې رئیس هم پاتې شوی دی.[۲] هغه د شلمې پېړۍ له مهمو او پېژندل شويو پیغمبرپوهانو څخه شمېرل کېږي[۳] او په لوېدیځ کې له تر ټولو با اعتباره غیرمسلمان مفسرانو څخه بلل شوی دی.[۴] ویل شوي چې د هغه شهرت په اسلامي نړۍ کې د هغو پنځو کتابونو له امله دی چې د رسول اکرم(ص) د سیرت په اړه یې لیکلي، په ځانګړي ډول محمد په مکه کې او محمد په مدینه کې.[۵] دغه دوه کتابونه د پیغمبر(ص) په اړه له غوره اثارو څخه شمېرل کېږي.[۶]

انګلیسي کتاب محمد، پیغمبر او سیاستوال.

د واټ د څېړنو د موضوعاتو له ډلې څخه دي: اسلام، قرآن، د پیغمبر(ص) شخصیت او سیرت، او اسلامي فلسفه.[۷] ویل شوي چې د هغه لیکنې د اسلام د تاریخ او سیرت په برخه کې د مسلمان او غیرمسلمان دواړو پوهانو ترمنځ ځانګړی مقام لري.[۸] ډېر کسان وايي چې هغه خپل ژوند د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره وقف کړی و.[۹]

د ریچارډ بل په «د قرآن یوه پېژندنه» کتاب باندې د واټ اصلاحیه او شرح یو مهم بدلون بلل شوی[۱۰] او تر ټولو مهمه یې دا وه چې د قرآن د الهي والي او د رسول الله(ص) پر وحي د مسلمانانو عقایدو ته یې جدي توجه وکړه.[۱۱] تر هغه وړاندې ډېری ختیځ پوهانو، په شمول د ریچارډ بل، قرآن د رسول الله(ص) د فکر محصول ګڼلو، نه الهي وحي.[۱۲]

ځینو محققانو ویلي چې د واټ روښانه فکري کرښه، انصاف او د رسول الله(ص) د تاریخ په اړه د خیر غوښتنې لید، لامل شوي چې د هغه نوم په مسلمانو پوهانو کې په نیکۍ یاد شي او د هغه آثار د دوی له پاملرنې برخمن شي.[۱۳] د هغه د کتابونو عربي او فارسي ژباړې او څو وارې چاپونه د دې لېوالتیا څرګندونه کوي.[۱۴]

واټ د ایونا له ټولنې (Iona Community) د «وروستی ختیځ‌پوه» افتخاري (د ویاړ) لقب ترلاسه کړ، او په ۲۰۰۶م کال کې د ایران د تل پاتې څېرو د شپږمې نړېوالې ټولنې د غوره څېرو په لیسټ کې شامل شو.[۱۵]

ویل کېږي چې عبدالکریم سروش د زمانې له فرهنګ څخه د قرآن او پیغمبر(ص) د اغېزمنېدو او له شاعر سره د پېغمبر په تشبیه ورکولو کې،[۱۶] او سلمان رشدي د غرانيقو د کیسې په اړه په خپل کتاب «آیات شیطانی» کې،[۱۷] د واټ له نظریاتو اغېزمن شوي دي.

علمي ژوند

ویلیام مونتګمري واټ (William Montgomery Watt)، ۱۹۰۹ز کال د مارچ په ۱۴ د سکاټلیند په کِرِس کلي کې وزېږېد.[۱۸] په ۱۹۳۰مې لسیزه کې یې په ایډینبرګ پوهنتون کې د یوناني ادبیاتو زده کړې پیل کړې، او وروسته یې د اخلاقو د فلسفې په برخه کې زده کړې وکړې.[۱۹] نوموړي په جارج واټسن کالج، په اکسفورډ پوهنتون، او د آلمان د ینا په ښار کې هم درس ویلی دی،[۲۰] او په ۱۹۴۶ز کال کې یې د «د اسلام په لومړیو وختونو کې ازاده اراده او قضا و قدر» تر عنوان لاندې[۲۱] د فلسفې د ډاکترۍ رسالې دفاع یې وکړه،[۲۲] چې د ریچارډ بل تر لارښود لاندې لیکل شوې وه.،[۲۳] دغه کتاب په ۱۹۴۸ز کال کې خپور شو.[۲۴]

واټ په ۱۹۴۰م کال کې کشیش(پادري) شو[۲۵] او له ۱۹۴۳ز تر ۱۹۴۶ز پورې د بیت‌المقدس د انګلیکن اسقف تر څنګ د عربي ژبې متخصص پاتې شو، او په ۱۹۶۰ز کال کې د ایونا له نړیوالې کلیسایي ټولنې سره یو ځای شو.[۲۶]

ختیځ پېژاندو ته د مونټګمری سپارښتنه:

«که غواړو له مسلمانانو سره ښه اړیکي ولرو، باید په بشپړه توګه ومنو چې موږ د اسلامي تمدن ډېر احسانمند یو... د دې پټول د بېځایه غرور او ناسم ویاړ نښه ده... زه مسلمانان د ستر تمدن استازي ګڼم چې لویې لاسته‌راوړنې لري... زموږ اروپایانو دنده دا ده چې په ژوره توګه د عربو او اسلامي نړۍ له فرهنګ څخه خپله احسانمني او پامته داري ومنو..[۲۷]»

مونتګمري واټ له ۱۹۴۶م کال راهیسې په ایډینبرګ پوهنتون کې د عربي ادبیاتو تدریس پیل کړ، په ۱۹۶۴ز کې استاد شو،[۲۸] او تر ۱۹۷۹ز پورې یې هلته تدریس وکړ.[۲۹] په ۱۹۴۷ کال کې، هغه د هغه پوهنتون د عربي او اسلامي علومو د څانګې مشر وټاکل شو او په ۱۹۷۹ کال کې له پوهنتون څخه تقاعد شو.[۳۰] هغه په ټورنټو، جورج‌ټاون او کالج دو فرانس کې د بلل شوي استاد په توګه هم کار کړی دی.[۳۱]

هغه په ۱۹۷۷م کال کې د هریوټ واټ له پوهنتونه[۳۲] او په ۱۹۸۸ز کال کې د پاکستان د کراچۍ له پوهنتونه، د افتخاري (اعزازي یا ویاړي) دوکتورا سندونه ترلاسه کړل.[۳۳]

دا مسیحي پیغمبرپوه د ۲۰۰۶ز د اکتوبر په ۲۴ (۱۳۸۵ل کال د لړم په ۲) کې په ۹۷ کلنۍ کې وفات شو.[۳۴]

له اسلام سره بلدتیا

د واټ د اسلام پېژندنې پیل د ۱۹۳۷ز کال هغه پېښه وه چې یو پاکستانی مسلمان یې په کور کې کرایه‌دار شو. د هغه په وینا، تر دې مخکې هغه له اسلام څخه بې‌خبره و.[۳۵] د دې آشنایۍ له امله یې د بیت‌المقدس له انګلیکن اسقف سره د لیکونو تبادله پیل کړه او د اسلام د مطالعې په برخه کې یې لارښوونې ترې وغوښتې.[۳۶] په ۱۹۳۹ز کال کې د اسقف په بلنه بیت‌المقدس ته ولاړ او تر ۱۹۴۶م پورې یې هلته ژوند وکړ..[۳۷]

آثار

د انګلیسي کتاب «محمد په مدینه کې» د پوښ انځور

مونتګمري واټ له ۳۰ څخه ډېر کتابونه او لسګونه مقالې د اسلام، د حضرت محمد(ص) او د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د اړیکو په اړه لیکلي دي.[۳۸] د هغه ځینې مهم آثار دا دي:

  • محمد په مکه کې ( د تألیف کال: ۱۹۵۳م)[۳۹] او محمد په مدینه کې (د تألیف کال: ۱۹۵۶م)[۴۰] دا د واټ دوه مهم کتابونه دي چې په تفصیل سره د رسول الله(ص) د مکې او مدینې د ژوند او د اسلام د لومړیو پېښو څېړنه کوي.[۴۱]
  • محمد، پېغمبر او سیاست وال (۱۹۶۱م).[۴۲] دغه کتاب د «محمد په مکه کې» او «محمد په مدینه کې» لنډیز دی.[۴۳] لیکوال په دې کتاب کې، چې ۹ بابونه لري، د پیغمبر(ص) د بریالیتوب علتونه تحلیل کړي او هغه تدابیر یې تشریح کړي چې د اسلامي ټولنې د تاسیس لپاره یې ترسره کړل.[۴۴] دغه اثر د پیغمبر(ص) د شخصیت د معرفي کولو ترڅنګ، د هغه په اړه د غیرمسلمانو محققانو د اعتراضاتو یو ډول دفاع هم ګڼل شوی دی.[۴۵] دا کتاب په فارسي، عربي، ترکي او جاپاني ژبو ژباړل شوی دی.[۴۶]
  • «راهنمای قرآن» (د قرآن لارښود): دا د قرآن او د مقدس کتاب د آیتونو په اړه د لیکوال د تاملاتو ټولګه ده.[۴۷]
  • «د مسلمانانو او مسیحیانو د نظرونو ټکر؛ تفاهمونه او ناوړه تفاهمونه» (۱۹۹۱ز): دا اثر په تحلیلي او تاریخي میتود له اسلام څخه تر معاصرې زمانې پورې د مسلمانانو او مسیحیانو د مذهبي نظریاتو د ټکر، تفاهم او اختلاف تاریخ څېړي.[۴۸]

نور کتابونه یې دا دي: «د اسلام تاریخ»، «مسیحیان او سوله غوښتنه»، « اسلامي فلسفه او کلام» (د ابوالفضل عزتي ژباړه)، «د اسلامی تفکر دجوړېدو پړاو»، «د اسلامي اسپانیا تاریخ»، «امام محمد غزالي،لوی مسلمان متفکر» (د محمود اصفهاني‌زاده ژباړه)، « د مینځنیو پېړیو په اروپا د اسلام اثر» «اسلام او مسیحیت په اوسنۍ زمانه کې» (د خلیل قنبري ژباړه)، « هغه برم چې اسلام درلود: اسلامي نړۍ په ۶۶۱–۱۱۰۰ز کلونو کې» او «په اوسمهاله نړۍ کې د یو مسیحیي ایمان» ( د لیکل کېدو او چاپ کال ۲۰۰۲ز – د واټ وروستی کتاب).[۴۹]

واټ د اسلامي نړۍ په بېلابېلو مجلو او همدارنګه په بېلابېلو دایرةالمعارفونو، په شمول د دایرةالمعارف اسلام، کې ګڼې مقالې خپرې کړي دي.[۵۰]

کره کتنې

که څه هم ویل شوي چې واټ په خپلو څېړنو او لیکنو کې انصاف رعایت کړی، خو ځینې آثار یې د مسلمانو محققانو له تنقید سره مخ شوي دي؛[۵۱] د بېلګې په توګه: ابوالحسن شعراني په محمد، پېغمبر او سیاستمدار کتاب لمن لیکونه لیکلي دي، سید جعفر شهیدي په اسلامي فلسفه او کلام کتاب تبصرې کړې دي، سید محمد ثقفي په محمد په مکه کې او محمد په مدینه کې کتابونو نقد کړی دی.[۵۲] همدارنګه سید مصطفی حسیني طباطبایي په نقد آثار خاورشناسان کتاب کې، محسن الویري په مطالعات اسلامی در غرب کې، عمادالدین خلیل په مناهج المستشرقین او المستشرقون والسیرة النبویة کې، او محمد مهار علي په سیرة النبی او مستشرقان کې د واټ نظریات په ځانګړي ډول د نبوت، وحي او سیرت په اړه څېړلي او نقد کړي دي.[۵۳] سید محمد موسوي‌مقدم په جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات کتاب کې د واټ میتود، بنسټونه، سرچینې او د هغه نظریات په ځانګړي ډول د نبوت، وحې او سیرت په اړه نقد کړي دي.[۵۴]

ویل شوي چې که څه هم د واټ قلم معتدل او منصف بلل کېږي، خو هغه د مسیحیت له لیدلوري اسلام ته کتلي، او دا د ده د ناسمو اخستونونو او غلطو پایلو بنسټ دی.[۵۵]

لیدلوري

د اسلام، قرآن او پیغمبر(ص) په اړه د مونټګمري واټ ځینې ځانګړي نظرونه په لاندې ډول دي:

کتاب محمد، پیغمبر او سیاستوال د عربي ژباړې سره

قرآن او وحي

واټ په یوه مرکه کې وايي چې قرآن الهي وحی ده او د خدای له لوري نازل شوی، خو باور لري چې مسلمانان باید په دې باب نوي تفسیر ته ورسېږي.[۵۶] د هغه په اند، قرآن او د مسیحیت مقدس کتاب دواړه د خدای لارښوونې لري، خو داسې لارښوونې چې د خپلو زمانو خلکو او ټولنو ته مناسبې وې؛ او که ومنو چې انسانې ټولنې بدلېږي، نو ځینې حکمونه تل‌پاتې او په هر ځای او هره زمانه کې معتبرې دي، خو ځینې نورې په اوسنیو ټولنو کې نه شي پلي کېدای او اعتبار نه لري.[۵۷] سره له دې، هغه په محمد، پېغمبر او سیاست وال کتاب کې وحي «نوښتي تخیل» بللی دی.[۵۸] د هغه باور دا دی چې پیغمبران، په شمول د حضرت محمد(ص)، خلاق او نوښتي تخیل لري، او له دغه تخیل څخه راولاړې شوې مفکورې ډېری وخت سمې وي، خو هغه د دې مخالف دی چې خلاق تخیل په حقيقي سرچینې بدل شي او دا اغراق او ناسمه دی.[۵۹] هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا محمد(ص) پیغمبر و که نه، لیکي چې هغه د خلاق تخیل خاوند و، داسې نظریات یې وړاندې کول چې د انسان د بنسټیزو پوښتنو ځوابونه ورکوي، او دا نظریات نه یوازې په خپل عصر کې، بلکې د راتلونکو پېړیو لپاره یې هم ډېر جذابیت درلود؛ خو د ده په باور، د هغه ټول نظریات مطلقاً سم نه وو.[۶۰]

کتاب محمد په مکه کې د عربي ژباړې سره

د پېغمبر ځانګړنې

واټ وايي چې د اسلام د پراختیا اساسي لاملونه د رسول الله(ص) درې ځانګړتیاوې وې:۱. د پېغمبر او غېب ویونکي په توګه د هغه نبوغي وړتیا او استعداد،. ۲. د یو چارواکي په توګه د هغه حکمت ۳. د د یو مدیر په توګه د هغه مهارت او او تدبیر او د چاروالو په انتخاب کې د هغه حکمت او هوښیارتیا. او د دې ټولو تر څنګ که په خدای باندې د هغه توکل او په دې باندې کلک باور چې هغه د خدای استازی دی، اسلام به دومره وده نه وه کړې.[۶۱]

واټ د پیغمبر(ص) «امي» یا نالیکلی‌والي ردوي، او وايي چې منل یې ګران دي چې د محمد(ص) په شان یو ځوان بې‌سواد وي.[۶۲] د هغه په اند، پیغمبر(ص) د خپل رسالت په اوږدو کې په خپل زېږنځی مکه کې له یوه ناپېژندل شوي مذهبي مصلح څخه، د مدینې په مذهبي او سیاسي مشر، او بیا د ټول عربستان سیمې او د ټولې نړۍ په پیغمبر بدل شو.[۶۳]

له تثلیثه بل شان تفسیر

واټ په اسلام کې د توحید پر بنسټ ټینګار کوي، او د مسیحیت د تثلیث او په درې‌ګونو اقنومونو (پلار، زوی، روح القدس) کې د خدای د تجسد او مجسم کېدو په اړه شک څرګندوي. هغه باور لري چې اسلام کولی شي له مسیحیت سره په توحید په ښه پوهېدو کې مرسته وکړي. د هغه په اند، د خدای تعالی صفات او نومونه په اسلام کې دومره ډېر دي چې تثلیث د خدای په بېلابېلو نقشونو تفسیر کېدای شي.[۶۴]

په اسلامي کې د ښځې مقام

واټ وايي چې اسلام په داسې وخت کې راغی چې د ښځو وضعه ډېره خرابه وه؛ دوی د خپل د شتمنۍ او مالکیت حق نه درلود، او پخپله د نارینه‌وو د ملکیت برخه ګڼل کېدلې. چې سړی به مړ شو نو هر څه یوازې زامنو ته پاتې کېدل. محمد(ص) تر ډېره د ښځو حالت ښه کړ؛ د مالکیت، میراث، تعلیم او طلاق حق یې رامنځته کړ او ښځو ته یې پناه ورکړه.[۶۵] د هغه په باور، ډېری لوېدیځوال په اسلامي کې د ښځو د مقام په اړه غلط فکر کوي، ځکه دوی یوازې نادرې پېښې او د اسلامي نړۍ محدودې سیمې د قضاوت معیار ګرځوي.[۶۶]

فوټ نوټ

  1. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۶۸.
  2. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۶۸.
  3. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۷.
  4. قائمی و امین، کلام شیعه در پژوهش‌های غربی، ۱۳۹۹ش، ټوک۱، مخ۱۵.
  5. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۷.
  6. قائمی و امین، کلام شیعه در پژوهش‌های غربی، ۱۳۹۹ش، ټوک۱، مخ۱۵.
  7. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۶۸-۱۶۹.
  8. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۶۹.
  9. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  10. «مونتگمری وات؛ پژوهشگری دوران‌ساز در مطالعات قرآن کریم»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن(د قران نړیوال خبری آژانس).
  11. «مونتگمری وات؛ پژوهشگری دوران‌ساز در مطالعات قرآن کریم»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن(د قران نړیوال خبری آژانس).
  12. «مونتگمری وات؛ پژوهشگری دوران‌ساز در مطالعات قرآن کریم»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن(د قران نړیوال خبری آژانس).
  13. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۶۹.
  14. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۰.
  15. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۸۰؛ موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۷.
  16. اسکندرلو، «تأثیرپذیری عبدالکریم سروش از مستشرقان»، مخ۱۴۵.
  17. میرزایی، «افسانه غرانیق و آیات شیطانی»، سایت روزنامه کیهان(د کیهان ورځپاڼه ویب سایټ).
  18. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian؛ فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۸.
  19. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۴.
  20. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  21. حسینی طباطبایی، نقد آثار خاورشناسان، ۱۳۷۵ش، مخ۱۴۸.
  22. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  23. «مونتگمری وات؛ پژوهشگری دوران‌ساز در مطالعات قرآن کریم»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن.
  24. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۹؛ موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۴.
  25. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۸.
  26. قائمی و امین، کلام شیعه در پژوهش‌های غربی، ۱۳۹۹ش، ټوک۱، مخ۱۵.
  27. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۳، به نقل از مونتگمری وات، تأثیر اسلام بر اروپای قرون وسطی، (د حسین عبدالمحمدي ژباړه)، مخ۱۴۳.
  28. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.
  29. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۹.
  30. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.
  31. قائمی و امین، کلام شیعه در پژوهش‌های غربی، ۱۳۹۹ش، ټوک۱، مخ۱۶.
  32. قائمی و امین، کلام شیعه در پژوهش‌های غربی، ۱۳۹۹ش، ټوک۱، مخ۱۶.
  33. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، ص۲۸۰؛ موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۷.
  34. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۷و۲۸۰؛ Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  35. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  36. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  37. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian؛ فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۸.
  38. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۷؛ موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۶۹و ۱۷۸.
  39. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  40. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  41. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۸۵-۱۸۶.
  42. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  43. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian.
  44. والی‌زاده، «مقدمه»، مخ د.
  45. والی‌زاده، «مقدمه»، مخ د-و.
  46. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۹.
  47. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۹.
  48. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۸۰.
  49. Holloway, "William Montgomery Watt", the Guardian؛ موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۸-۱۸۰؛ حسینی طباطبایی، نقد آثار خاورشناسان، ۱۳۷۵ش، مخ۱۴۹.
  50. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۸۰-۱۸۵.
  51. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۷۷؛ موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۰-۱۷۲.
  52. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۰.
  53. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۰-۱۷۱.
  54. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۶.
  55. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۲۰۲.
  56. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.
  57. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.
  58. فرمانیان، «مونْتگُمرى وات؛ کشیش پیامبرشناس»، مخ۲۸۲.
  59. Watt, Muhammad, Prophet and Statesman, 1961, p239.
  60. Watt, Muhammad, Prophet and Statesman, 1961, p240.
  61. Watt, Muhammad, Prophet and Statesman, 1961, p236-237.
  62. موسوی مقدم، جریان‌شناسی سیره پژوهشی در غرب با تأکید بر دیدگاه ویلیام مونتگمری وات، ۱۳۹۲ش، مخ۱۷۰.
  63. «مونتگمری وات؛ پژوهشگری دوران‌ساز در مطالعات قرآن کریم»، د قران نړیوال خبری آژانس.
  64. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.
  65. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.
  66. «همدلی از همزبانی خوشتر است: در گفت‌وگو با ویلیام مونتگُمری وات»، د لوی اسلامي دایرة المعارف مرکز ویب پاڼه.

سرچينې