آیات شیطانی (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

شیطاني آیتونه

شیطاني ایتونه په انګریزۍ: The Satanic Verses) ) د اسلام د پېغمبر (ص) او قرآن په سپکاوي کې یو ناول چې هندي الاصله بریتانیاوال سلمان رشدي (زوکړه ۱۹۴۷م) ولیکه، د غرانیق افسانې ته اشاره لري چې د مسلمانانو له خوا غیر معتبر ګڼل شوې ده. د غرانیق افسانې په اساس پېغمبر (ص) د نجم سورې د ۱۹ او ۲۰ ایتونو د لوستلو په وخت داسې خبرې وکړې چې شیطاني وسوسې وې.

شیطاني ایتونو ناول، د ډېرو کره کتونکو او د هغې د لوستوالو په باور د اسلام پېغمبر په سپکاوونکي نوم ماهوند سره یاد کړی، قرآن کریم یې داستان، افسانې او د شیطاني خیالاتو ټولګه ګڼلې ده. همداراز په دې ناول کې د ځینو اصحابو په سپکاوونکي عبارتونو سره نوم اخستل شوی او د پېغمبر په مېرمنو د اخلاقي بې لاریتوب تور لګول شوی دی.

د ۱۳۶۷ ل کال د تلې په ۴ د شیطاني ایتونو ناول خپرېدا د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودیانو له ډېرو اعتراضونو سره مخ شوه؛ مسلمانانو په ځینو هیوادونو منجمله هند، پاکستان، ایټالیا، کاناډا او مصر کې د سلمان رشدي او د هغه د کتاب په خلاف د غونډو او مظاهرو په جوړولو سره ځینې کتابپلورنځایونه چې دغه کتاب یې خرڅاوه، وسوزول. همداراز د واټیکان رسمي لیک سلمان رشدي او د هغه ناول وغنده. د اشکنازي یهودیانو خاخام افرام شابیرا په اسراییلو کې د شیطاني ایتونو د خپرېدو د ممنوعیت غوښتنه وکړه.

په ایران کې د اسلامي انقلاب مشر امام خمیني، د ۱۳۶۷ل کال د سلواغې په ۲۵ د شیطاني ایتونو د کتاب لیکوال په اعدام محکوم کړ او هغه کسان یې چې د سلمان رشدي د وژلو په لاره کې ووژل شي شهیدان وبلل. په یوې بلې خبرتیا کې، د سلمان رشدي توبه د نه منلو وړ بلل شوې ده. سلمان رشدي د امام خمیني د حکم له خپرېدو وروسته پټ ژوند پېل کړ او د مسلمانو خلکو له خپه کولو څخه بخښنه غوښتل یې هم د اعدام له حکمه د خلاصېدو سبب نه شول.

د عطاء الله مهاجراني لیکلی د شیطاني ایتونو د توطئې د کره کتنې کتاب، د نصرالله پور جوادي یوه مقاله او د محمد صادق تهراني او مصطفی حسیني طباطبایي دوه کتابچې د شیطاني ایتونو په اړه انتقادي اثار دي.

لیکوال

اصلي مقاله: سلمان رشدي

سلمان رشدي په ۱۹۴۷ م کال کې د هند په ممبۍ کې زیږېدلی دی.[۱] لومړۍ زده کړې یې د انګلیسي ژبې مسیحي مبلغانو په ښوونځي کې وکړې او انګلستان ته یې د کورنۍ په مهاجرت پسې، په کیمبرج کالج کې په تعلیم بوخت شو. رشدي په ۱۹۶۷ ل کال کې پاکستان ته لاړ او په ټيلي ویژن کې په کار بوخت شو، خو یو کال پس انګلستان ته ستون شو او د بریتانیا تابعیت یې ومانه.[۲]

سلمان رشدي چې په مسلمانې کورنۍ کې دنیا ته راغلی و، د شیطاني ایتونو کتاب له لیکلو مخکې یې درې نور کتابونه ولیکل: د نیمې شپې هلکان، شرم او د میږي اخري آه.[۳] څلوار واړه اثار د هند براعظمګي د خلکو له فرهنګ او تاریخ سره اړوند ګڼلي شوې دي.[۴] مهدی سحابی (وفات ۱۳۸۸ش) د سلمان رشدي لیکلی شرم ناول په فارسۍ وژباړه چې په ۱۳۶۴ ل کال کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د کال د تر ټولو ښه بهرني ناول انعام وګاټه.[۵]

سلمان رشدي د امام خمیني لخوا د قتل له فتوا وروسته، کلونه په مختلفو پټنځایونو کې او له خپلې کورنۍ لرې اوسېده.[۶]

د کتاب خپرېدل

د سلمان رشدي د شیطاني ایتونو کتاب په لومړي ځل د ۱۳۶۷ل کال د تلې په ۴ ( د ۱۹۸۸م کال د ستمبر په ۲۶) د انګلستان د پنګوئن خپرنځي لخوا په انګریزۍ ژبه په ۵۴۷ مخونو کې چاپ شو[۷] او تر اوسه تر ۱۴۰ ځلو زیات د نړۍ په مختلفو سیمو او بیلا بېلو ژبو منجمله عربۍ، اسپانیایۍ، جرمن، چینۍ، روسۍ او فارسۍ ژبو خپور شوی دی.[۸] شیطانی ایتونو کتاب په هماغه کال د کاستا ادبي انعام وګاټه.[۹] دا ناول همداراز په ۱۹۸۸ م کال کې د بوکر معتبر ادبي انعام له پینځو نوماندو څخه یو و چې اخري انعام یې ونه ګټلی شو.[۱۰]

د هغه څه په اساس چې له شپيګل مجلې نقل شوې سلمان رشدي د خپل کتاب له چاپ او خپرېدو مخکې، کابو ۱.۵ میلیون مارکه د خپل کتاب له خپروونکي څخه د بیعانې په توګه واخستل چې دا رقم تر هغه ورځې پورې بې مخینې و.[۱۱]

مینځپانګه

د شیطاني ایتونو د کتاب نوم د غرانیق افسانې ته اشاره ده. د دغه روایت له مخې، پېغمبر(ص) د نجم سورې د ۱۹ او ۲۰ ایتونو د لوستلو په وخت داسې ایتونه تلاوت کړل چې د بوتانو د شفاعت خبره یې کوله او هماغه شپه جبراییل په پېغمبر نازل شو او هغه ته یې یادونه وکړه چې دغه ایتونه شیطاني وسوسې دي.[۱۲] ډېرو شیعه او اهل سنت عالمانو د غرانیق روایت افسانه ګڼلې ده.[۱۳]

شیطاني ایتونه، نهه څپرکي لري؛۱-فرښته جبراییل،۲-ماهوند،۳- الوون دئوون، ۴- عایشه، ۵-ښکاره او پټ ښار،۶ جاهلیت ته ستنېدا،۷ فرښته عزراییل،۸- د عرب دریاب څیرل، ۹ هېښوونکی څراغ.[۱۴] په دې ناول کې د اسلام پېغمبر د ماهوند په نامه یاد شوی دی؛ هغه نوم چې د حضرت محمد (ص) د پېغمبرۍ د دروغوالي د تور لپاره د اسلام د مخالفانو لخوا په مینځنیو پېړیو کې د شیطان د تجسم په معنا استعمالیده.[۱۵] همداراز قرآن کریم په شیطاني ایتونو کتاب کې، د داستانونو، افسانو او شیطاني تصوراتو ټولګه ګڼل شوې ده.[۱۶] د شیطاني ایتونو د کتاب په یوه بله برخه کې، د پېغمبر (ص) په مېرمنو د اخلاقي بې لارېتوب تور لګېدلی دی.[۱۷] لیکوال د کعبې چاپېره طواف د یو اوږد قطار په شکل انځوروي چې خلک پکې فاحشه خانې (چکلې) ته د ننوتلو په انتظار کې په قطار ولاړ دي.[۱۸] په دې کتاب کې همداراز د پېغمبر (ص) ځینې اصحاب منجمله بلال او سلمان فارسي په ځينو تعبیرونو لکه توره بلا، او د نړۍ پرېوتی مخلوق په توګه معرفي شوي دي.[۱۹]

غبرګونونه

د شیطاني ایتونو ناول ډېر غبرګونونه راوپارول: د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو له اعتراضونو، د کتاب د خپرېدو د ممنوعیت او د کتاب د ژباړونکو له ګواښ یا وژل کېدو نیولې، بیا د نیویارک د پاپ، د واټیکان د رسمي ورځپاڼې او د یهودو د لوړ رتبه خاخامانو لخوا د سلمان رشدي تر غندنې پورې. د امام خمیني له خوا د اعدام د حکم ورکول، د ۱۵ خرداد فاونډیشن له خوا د سلمان رشدي د وژلو لپاره د انعام ټاکل او د شیطاني ایتونو د ناول په باره کې د انتقادي اثاور خپرېدل ځينې نور غبرګونونه وو.[۲۰]

د مسلمانانو اعتراضونه

د امام خمیني له فتوا وروسته د سلمان رشدي په خلاف د لبنان د مسلمانانو د لاریون انځور

مسلمانانو د نړۍ په مختلفو سیمو منجمله هند، پاکستان، کشمیر، تایلنډ، لویدیځ جرمني، ایټالیا، کاناډا، سوډان او مصر کې د سلمان رشدي په خلاف لاریونونه وکړل او د شیطاني ایتونو ځینې ویشونکي کتابپلورنځي یې وسوزول.[۲۱] ځینې معترضان په عمومي اعتراضونو کې،مړه یا ژوبل شول.[۲۲] د ۱۳۶۷ل کال د تلې په ۱۳ ( د ۱۹۸۸م د اکتوبر په ۵) د شیطاني ایتونو د ناول خپرېدل په هند کې منع شول او د هندوستان دولت دغه کتاب د مذهبي ضد مینځپانګې په وجه خطرناکه وباله.[۲۳]

د نړۍ په مخلتفو سیمو کې د شیطاني ایتونو د ژباړې خپرېدل د مسلمانانو د غبرګون سبب شول؛ منجمله د کتاب کردي ژباړن برمک بهداد، په مرګ د ځان د ګواښلو خبره وکړه او د عراق د کردستان د سلیمانیه چاپ خلق مجلې د شیطاني ایتونو د کردۍ ترجمې د لومړۍ برخې له خپرېدو وروسته ځان د هغه د خپرېدو له دوامه معذور وګاڼه.[۲۴] ترکي مترجم عزیز نسین، جاپاني مترجم هیتوشي ایګاریشي او په جرمني کې د دغه کتاب فارسي مترجم داوود نعمتي، وګواښل یا ووژل شول.[۲۵]

د مسیحیانو او یهودیانو له خوا یې غندنه

د نیویارک پاپ او په امریکا کې د کاتولیکانو وتلي څېرې کاردینال اوکونر، د شیطاني ایتونو په کتاب په غبرګون کې، په دې بیان سره چې کتاب یې نه دی لوستی او وبه یې هم نه لولي، هغه وغنده.[۲۶] د واټیکان دولت رسمي ورځپاڼې سلمان رشدي او د هغه ناول وغنده.[۲۷] انګلیسي حقوقپوه لارډ هارټلي شوکرس سلمان رشدي له ازادۍ په ناوړه استفادې تورن کړ.[۲۸] په اسراییلو کې د اشکنازي یهودیانو خاخام افرام شابیرا، شیطاني ایتونه هم له دیني او هم غیر دیني نظره وغنده او په خپل هیواد کې یې د هغه د ممنوعیت غوښتنه وکړه.[۲۹]

همداراز د عبراني طوایفو خاخام امانوئل ژاکوبو ویتز، د داسې قوانینو د تصویبیدو غوښتنه وکړه چې پر اساس یې د عقیدو سپکاوی منع شي.[۳۰] پر دې سربېره، د امریکا په متحده ایالتونو کې د کاتولیک پادریانو کلنۍ غونډې، د امریکا د جنوب تعمیدي کلیسا کانګرس، د امریکا متدیک متحدې کلیسا، د امریکا د سناتوري پروټسټانو کلیسا او په امریکا کې د اخلاقو د پلوي اکثریت غورځنګ مشر ګري والویل، د شیطاني ایتونو کتاب وغنده.[۳۱]

د سلمان رشدي په واجب القتل والي د امام خمیني حکم:

«إِنّا للَّه و إنّا إِلیهِ راجِعون

د ټولې نړۍ غیرتمنو مسلمانانو ته دا خبر ورکوم چې د «شیطاني ایتونو» د کتاب مولف چې د اسلام، پېغمبر او قرآن په خلاف لیکل، چاپ او خپور شوی دی، همداراز د هغې له مینځپانګې خبر خپروونکي، په مرګ محکوم دي. له غیرتمنو مسلمانانو غواړم چې په هر ځای کې چې هغوي ومومي، زر تر زره یې ووژني چې نور څوک جرات ونه کړي چې د مسلمانانو د سپېڅلتیاوو سپکاوي وکاندي او هر څوک چې په دې لاره کې ووژل شي، شهید دی، ان شاء الله. ضمنا، که څوک د کتاب مولف ته لاسرسی لري خو په خپله یې د وژلو وس نه لري، هغه خلکوته وروپېژني چې د عمل سزا یې وویني. والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته. روح‌الله موسوي خمیني[۳۲]»

د اعدام حکم

امام خمیني د ۱۳۶۷ ل کال د سلواغې په ۲۵ ( د ۱۴۰۹ق کال د رجب ۷) په یو پېغام کې، د شیطاني ایتونو کتاب مولف او د کتاب له مینځپانګې خبر چاپوونکي او خپروونکي په مرګ محکوم وګڼل او له مسلمانانو یې وغوښتل چې هغوي په هر ځای کې ومومي، فورا یې ووژني چې څوک د مسلمانانو سپېڅلتیاوو ته د سپکاوي جرات ونه کړي.[۳۳] په دې حکم کې راغلي چې څوک چې په دې لاره کې ووژل شي، شهید دی.[۳۴]

په یوې بلې خبرتیا کې چې د امام خمیني د دفتر له خوا د ۱۳۶۷ ل کال د سلواغې په ۲۹ خپره شوې،د توبې په بڼه کې د سلمان رشدي د اعدام د حکم د لغوه کیدو په اړه د ځینو نړیوالو رسنیو خبرونه رد، او ټینګار شوی چې « که سلمان رشدي د زمانې زاهد هم شي، پر هر مسلمان واجبه ده چې په ځان او مال سره، خپل ټول وس وکاروي چې هغه جهنم ته ولیږي»[۳۵]

د دغه خبرتیا په یوه بله برخه کې راغلي دي چې که یو غیر مسلمان د سلمان رشدي د ژوند له ځایه خبر شي او وکړی شی هغه له مسلمانانو مخکې ووژني، پر مسلمانانو واجبه ده چې د هغه انعام یا بدله پوره پوره ورکړي.[۳۶]

د سلمان رشدي د وژلو د واجبوالي په اړه د امام خمیني حکم، د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې پراخ انعکاس درلود؛ منجمله د د دغه حکم په دفاع کې د انګلستان [۳۷] د مسلمانانو، د ایران او لبنان او د ترکیې د خلکو لاریونونه[۳۸] همداراز د لبنان ۲۱ کلن ځوان مصطفی محمود مازح د امام خمیني د حکم له خپرېدو وروسته د ۱۳۶۸ ل کال د زمري په ۱۴ هڅه وکړه سلمان رشدي ووژني، خو د سلمان رشدي ځای ته له رسېدلو مخکې د هغو چاودېدونکو موادو په چاودېدو سره چې له ځان سره یې وړې وو، ووژل شو.[۳۹] سلمان رشدي د امام خمیني له خوا د اعدام د حکم له خپرېدو وروسته اړ شو چې پټ ژوند وکړي او لکه څنګه چې په خپل کتاب کې یې لیکلي، حتی له مېرمنې او بچي سره یې شخصي اړیکي هم د اعدام د حکم تر اثر لاندې راغی [۴۰] او حتی د خلکو له خپه کولو د هغه بخښنه غوښتلو هم ګټه ورونه بخښله.[۴۱]

په عین حال کې، په مکې کې «رابطة العالم الاسلامی» مرکز که څه هم د شیطاني ایتونو کتاب د کفر او د اسلام د استهزاء لرونکی وګاڼه خو د هغه د اعدامولو هیڅ خبره یې ونه کړه.[۴۲] همداراز د جامع الازهر د فتوا د کمیټې مشر عبدالله مرشدي، په یوې بیانیې کې، د شیطاني ایتونو د کتاب د مولف د وینې بهیول د اسلامي قواعدو او اصولو خلاف وبلل.[۴۳] شیخ محمد سید طنطاوي، د سلمان رشدي په وړاندې تر ټولو ښه لاره، د هغه د کتاب لوستل او د هغه د خطاګانو د څرګندولو لپاره د ځینوې اثارو لیکل وګڼل.[۴۴]

د انعام ټاکل

د ۱۵ خرداد فاونډیشن، د سلمان رشدي په اړه د امام خمیني د حکم له صادرېدو وروسته د هغه لپاره چې د شیطاني ایتونو کتاب د لیکوال د وژلو حکم اجرا کړي، دوه میلیون ډالره انعام وټاکه.[۴۵]

د ۱۵ خرداد فاونډیشن سرپرست او د ولي فقیه استازي حسن صانعي د ۱۳۹۱ ل کال په وږي میاشته کې، د پېغمبر اکرم په خلاف د سپکاوونکي فیلم په غبرګون کې درې میلیونه او درې لکه ډالرو ته د سلمان رشدي د اعدام د انعام د زیاتولو خبر ورکړ.[۴۶] د هغه په باور، د سلمان رشدي د اعدام د حکم اجرا کولی شي د کارټونونو، مقالو او فلمونو په شکل کې اسلام او پېغمبر اکرم (ص) ته سپکاوي پای ته ورسوي.[۴۷]

د ایران او انګلستان د اړیکو غوڅول

د امام خمیني لخوا د سلمان رشدي د اعدام د حکم له خپرېدو وروسته د انګلستان دولت د خپل یو ښاریز په خلاف د دغه حکم په اعتراض کې، خپل دپلماتان له ایرانه وروبلل او د اروپا د اقتصادي اتحادیې ۱۲ غړیو هیوادونو منجمله اسپانیا ، فرانسې او ایټالیا هم خپل سفیران له تهرانه وروبلل. همداراز د ایران پارلمان، د ۱۳۶۷ په کب میاشته کې له انګلستان سره د اړیکو د پوره غوڅولو طرحه تصویب کړه.[۴۸]

سره له دې، د ۱۳۶۹ل کال د تلې په ۵ د دواړو هیوادونو اړیکي د اسلام دین د درناوي په اړه د انګلستان د لومړي وزیر او خارجه وزیر په صریحو خبرو په استناد سره بیا ټینګ شول.[۴۹]

انتقادي اثار

د عطاء الله مهاجراني لیکلی د شیطاني ایتونو د توطئې د کره کتنې کتاب، د شیطاني ایتونو د کتاب په نقد او رد کې تر ټولو مفصل او زیات خرڅېدونکی کتاب و.[۵۰] دغه کتاب په ۱۳۶۸ ل کال کې د اطلاعاتو د موسسې د چاپخونې له خوا خپور شو[۵۱] او تر ۱۳۸۶ کاله پورې ۲۵ ځله بیاځلې چاپ شو[۵۲] او په ۱۳۷۱ ل کال کې په انګریزۍ ژبه وژباړل شو. د مهاجراني په باور سلمان رشدي د څلورو مشهورو ختیځ پېژاندو یعنې تئودور نولدکه، ویلیام موئر، مونټګمری وات و ګلدزیهر، په شان د غرانیق افسانې په منلو سره د قرآن کریم اصالت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.[۵۳] په ایران کې د فلسفې استاد نصر الله پور جوادي د ۱۳۶۸ل کال په پسرلي کې د شیطاني ایتونو ناول غمجنوونکی او کرکه پېدا کوونکی وباله او هغه یې د پرښتو مسخره کوونکی،الهي پېغمبرانو په تېره بیا د اسلام پېغمبر، صحابه و او مېرمنو ته بد رد ویونکی ګڼلی دی.[۵۴] پور جوادي، د شیطاني ایتونو یوې برخې ته په اشارې سره باوري دی چې سلمان رشدي په دې کتاب کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپکاوي لپاره ځینې اشارې او کنایې کارولي دي.[۵۵]

محمد صادقي تهراني، په یوې ۴۰ مخیزې کتابچې کې چې د ۱۴۰۹ق کال د روژې په ۲۶ ولیکل شوه، سلمان رشدي د زمانې شیطان بللی دی.[۵۶] صادقي تهراني باوري دی چې سلمان رشدي نه یوازې د اسلام د پېغمبر بلکې د جبراییل، د پېغمبر د اصحابو او میرمنو په اړه چټیات ویلي او په هغوي یې تورونه لګولي دي.[۵۷]

مصطفی حسیني طباطبایي د ۱۳۶۸ ل کال په مني کې د « سلمان رشدي د حقارت» په نامه یوه ۴۰ مخیزه کتابچه خپره کړه او د سلمان رشدي کار یې یو ډول سیاسي توطئه وګڼله چې د علم او تحقیق له ډګره ډېره لرې ده.[۵۸] حسیني طباطبایي، د شیطاني ایتونو کتاب له صلیبي جنګونو وروسته له اسلام سره د زړې دښمنۍ دوام ګڼلی چې پکې مسیحیانو د اسلام د پېغمبر په اړه دروغې او کرکجنې افسانې جوړې کړې چې د اسلام او د مسلمانانو د کلتور او فرهنګ څېره بدرنګه کړي.[۵۹]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • در مورد آیات شیطانی در ویکی تابناک بیشتر بخوانید، خبرگزاری تابناک، تاریخ درج مطلب: بی‌تا، تاریخ بازدید:۲۸ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «افزایش جایزه اجرای حکم اعدام سلمان رشدی توسط بنیاد ۱۵ خرداد»، سایت خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۲۵ شهریور ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲ آذر ۱۳۹۷ش.
  • «رونق آثار بدیل «سلمان رشدی» در سکوت و انفعال وزارت ارشاد»، مشرق‌نیوز، انتشار: ۱۱ آبان ‍‍۱۳۹۸ش، مشاهده ۲۳ مرداد ۱‍۴۰۱ش.
  • «آیاتی که شیطان نوشت»، سایت مشرق‌نیوز، تاریخ درج مطلب: ۲۹ بهمن ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۲۸ آبان ۱۳۹۷ش.
  • «تیری که بر هدف خواهد نشست»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۲۵ بهمن ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۲ آذر ۱۳۹۷ش.
  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیة، بیروت، ناشر دارالکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابوحسین، آزادی ابراز عقیده، ترجمه احمد بهپور،‌ تهران، سازمان تبلیغات اسلامی،‌ پاییز ۱۳۷۱ش.
  • اسپراکمن، پال، «آیه‌های شیطانی و ترجمه‌های آن در ایران»، در مجله ایران‌شناسی، ش۵۶، زمستان ۱۳۸۱ش.
  • امام خمینی، روح الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ویرایش سوم،‌ ۱۳۷۸ش.
  • پارسا، فروغ، «روحانیت مسیحی و تداوم رویکرد جدلی نسبت به قرآن کریم»، در مجله بینات، ش۶۶، تابستان ۱۳۸۹ش.
  • پورجوادی، نصرالله، «آیه‌های شیطانی و مسأله تمدن غرب»، در مجله نشر دانش، ش۵۱، فروردین و اردیبهشت ۱۳۶۸ش.
  • جلال العظم، صادق، سلمان رشدی و حقیقت در ادبیات، ترجمه تراب حق‌شناس، هامبورگ، سنبله، آذر ۱۳۷۸ش.
  • حسینی طباطبایی، مصطفی، حقارت سلمان رشدی، تهران، شرکت سهامی انتشار، پاییز ۱۳۶۸ش.
  • درویشی سه‌تلانی، فرهاد، «رفتارشناسی سیاسی امام خمینی در برخورد با کتاب آیات شیطانی»، در فصلنامه مطالعات انقلاب اسلامی، ش۹و۱۰، تابستان و پاییز ۱۳۸۶ش.
  • رشدی، سلمان، آیات شیطانی، ترجمه روشنک ایرانی، بی‌جا، بی‌تا، بی‌نا.
  • رضوانی، علی‌اصغر، بررسی حکم امام خمینی درباره سلمان رشدی، قم، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۸ش.
  • سید قطب، فی ظلال القرآن، بیروت و قاهره، دارالشروق، چاپ هفدهم، ۱۴۱۲ق.
  • شیرعلی‌نیا، جعفر، روایتی از زندگی و زمانه هاشمی رفسنجانی، تهران، نشر سایه، ۱۳۹۵ش.
  • صادقی تهرانی، محمد، آیات رحمانی، ۱۴۰۹ق.
  • عزیزپور، مسعود، «سلمان رشدی ۲۴ سال پس از آیات شیطانی»، سایت بی‌بی‌سی فارسی، تاریخ درج مطلب: ۲۷ شهریور ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۸ آبان ۱۳۹۷ش.
  • مالونی، سوزان، «بنیادهای موازی دولت و چالش توسعه در ایران»، در مجله گفتگو، ش۳۹، اسفند ۱۳۸۲ش.
  • محبی‌نیا، جهانبخش و دیگران، «روابط سینوسی ایران و انگلیس پس از انقلاب اسلامی»، در فصلنامه مطالعات روابط بین الملل، ش۲۶، تابستان ۱۳۹۳ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، یکصد و هشتاد پرسش و پاسخ، تهران، ‌دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۸۶ش.
  • واعظ‌زاده خراسانی، محمد، «سمینار مقدماتی تبیین حکم امام درباره نویسنده کتاب آیات شیطانی»، در مجله مشکوة، ش۳۰، بهار ۱۳۷۰ش.