روح القدس

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

رُوح‌ُ القُدُس د پاک روح، له عیبونو او نیمګړتیاوو د پاک مخلوق په معنا دی. ځینې مخلوقات لکه جبراییل، له عالم امر څخه یو مخلوق، غیبي ځواک، عقل فعال، روح الارواح او د پرښتو مشر د روح القدس له مصداقونو ګڼل شوې دي. په اسلامي سرچینو کې ځینې دندې لکه پېغمبرانو ته د وحي رسوَل، مومنانو ته د مرستې رسول، د پېغمبرانو د علم سرچینه، اهل بیتو (ع) ته د حکم او علم د القاء کولو سرچینه او د قیامت په ورځې شفاعت د روح القدس کارونه ګڼل شوې دي.

روح القدس په مسیحي ادبیاتو کې له درې ګونو اقنومونو (پلار، زوی او روح القدس) څخه یو اُقنوم ګڼل شوی؛ البته ځينو مسیحي متکلمانو یې خدایي نه ده منلې، د روح القدس ټکی په قرآن ، مقدس کتاب او فارسي عربي ادبیاتو کې کارول شوی دی. د فاطمه علي پور کتاب «تحلیل فلسفی و عرفانی روح‌القدس در متون دینی» د زرتشت، یهود، مسیحیت او اسلام په دینونو کې د روح القدس مقام بیانوي.

مفهوم او مقام

روح القدس چې د پاک روح په معنا دی، یو داسې مخلوق دی چې له عیبونو او نیمګړتیاو سپېڅلی دی[۱] د مقدس کتاب په قاموس کې راغلې دي، روح القدس ته سپېڅلی وایي ځکه چې یو کار یې د مومنانو د زړونو سپېڅلې کول دي او د هغه مینې او اړیکو په وجه چې له خدای او مسیح سره یې لري، هغه ته روح الله او د مسیح روح هم ویل کیږی.[۲]

دا ټکی په قرآن او مقدس کتاب کې کارل شوی دی؛ قرآن د روح القدس [۳] په وسیله د قرآن د نازلېدو او د هغه [۴] په وسیله د حضرت عیسی د تایید خبره کړې ده. دا ټکی په فارسي ادبیاتو کې هم کارول شوی دی لکه:


فیض روح‌القدس ار باز مدد فرماید دیگران هم بکنند آنچه مسیحا می‌کرد[۵]


روح القدس څوک دی؟

د روح القدس د حقیقت په اړه مختلف احتمالونه ذکر شوې دي:

  • جبراییل: ځینو مفسرانو روح القدس جبراییل ګڼلی دی.[۶] په روح القدس د جبراییل نومول د هغه په روحانیت او سپېڅلتیا او د دین په ژوندي ساتلو کې د هغه رول ته اشاره کوي.[۷]
  • د عالم امر یو مخلوق: علامه طباطباییي روح القدس د عالم امر یو مخلوق او له ملائکو پرته ګڼي چې له هغوي سره یې پېغمبرانو ته د وحي په رسولو کې ملګرتیا کوله.[۸]
  • د پرښتو مشر: له امام صادق (ع) څخه په یو روایت کې، روح القدس تر جبراییل او میکاییل لویه پرښته بلل شوې چې د اسلام له پېغمبر (ص) سره وه او له پېغمبر (ص) وروسته له شیعه امامانو سره ده.[۹] په ځینو روایتونو کې روح القدس هماغه روح بلل شوی چې په قرآن کې [۱۰] د قدر په شپه له ملائکو سره د هغه د نازلېدو خبره شوې ده.[۱۱]
  • غیبي ځواک: روح‌القدس اسم اعظم[۱۲] غیبی ځواک[۱۳] دی چي عیسی مسیح به هغه سره مړي ژوندي کول. له دې امله په کمزوري ډول د ټولو مومنانو په وجود کې شته دی او له هغوي سره مرسته کوي او له ګناهانو یې منعې کوي.[۱۴]
  • لومړنی صادر: د سید حیدر آملي په وینا، حکما په دې نظر دي چې لومړی صادر عقل دی؛ البته هغه یې په مختلفو نومونو منجمله روح القدس اوعقل فعال یاد کړی دی.[۱۵]
  • روح الارواح: د عارفانو په ځینو اثارو کې، روح القدس د روح الارواح په نامه یاد شوی چې د خدای مخلوق نه دی؛ بلکې د خدای له مخونو یو مخ دی چې د مخلوقاتو روح په هغه قایم دی.[۱۶]

دندې

په قرآن کریم او حدیثونو کې د روح القدس لپاره ځینې دندې راغلي دي.

  • پېغمبرانو ته د وحي رسول: په دې اساس چې که روح القدس جبراییل وي پېغمبرانو ته د خدای د وحي رسول د هغه دنده ده.
  • د پېغمبرانو او الهي ولیانو مرستندویه او تاییدونکی: د قران په ځینو ایتونو کې چې د روح القدس په وسیله د عیسی مسیح د تایید خبره راغلې، د مفسرانو د نظر په اساس د تایید مطلب دی پیاوړتیا او مرسته.[۱۷] ځینو دلته انجیل د روح القدس مصداق ګڼلی دی.[۱۸]
  • د پېغمبرانو د علم سرچینه: په ځینو روایتونو کې د انبیاوو او اوصیاوو په وجود کې د پینځو روحونو د شتون خبره شوې چې روح القدس هم پکې شامل دی او د هغه په وسیله پېغمبران شیان پېژني.[۱۹]
  • اهل بیتو(ع) ته د الهي حکم القا: د روایتونو له مخې اهل بیت د خدای، داوود نبي او هغه څه په حکم سره چې روح القدس یې په زړه القا کوي، قضاوت کوي.[۲۰]
  • په قیامت کې شفاعت: د اسلام د پېغمبر (ص) د حدیث مطابق د قیامت په ورځ لومړی شفاعت کوونکی روح القدس دی.[۲۱]
  • مومنانو ته مرسته رسول: د روایتونو له مخې روح القدس تر هغه وخته چې مومنان د پېغمبر (ص) او اهل بېتو(ع) ملاتړ کوي، له هغوی سره مرسته کوي.[۲۲] د اسلامي تاریخ لیکونکي ابن اثیر په قول، پېغمبر (ص) له خدایه وغوښتل چې د جاهلیت د زمانې له عرب شاعر حسان بن ثابت څخه چې د پېغمبر (ص) په دفاع او د دښمنانو په هجو او مذمت کې یې شعر وایه، تر هغه وخته چې د پېغمبر (ص) ملاتړ کوي د روح القدس د تایید وړ وګرځوي.[۲۳]

الوهیت (خدایي)

په مسیحي ادبیاتو کې روح القدس، له دریو اقنومونو (پلار، زوی او روح القدس) څخه یو اقنوم دی.[۲۴] په مقدس کتاب کې ژوند د هغه کار بلل شوی دی.د مقدس کتاب په اساس، مومنان د توبې په وخت روح القدس ویني او هغه هغوي د ګناه له ککړتیاوو پاکوي؛[۲۶] البته مسیحي متکلمان د روح القدس د الوهیت په باره کې د نظر اختلاف لري. ځینې یې د روح القدس د الهي شخصیت انکار کړی او هغه یوه پرښته ګڼي.[۲۷] ځینې نور په دې باور دي چې روح القدس یو خپلواکه موجود نه دی؛ بلکې د خدای تجلي ده او د هغه په الوهیت باور لري.[۲۸]

یوازینۍ لیکنه

د فاطمه علي پور لیکلی «تحلیل فلسفی و عرفانی روح‌القدس در متون دینی» کتاب د زرتشت، یهود، مسیحیت او اسلام په دینونو کې د روح القدس مقام بیانوي. همداراز په دې کتاب کې د مسلمانو پوهانو فلسفي او عرفاني نظریات شنلې او جاجول شوې دي.[۲۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • آملی، سید حیدر بن علی، جامع الاسرار و منبع النور، تحقیق هانری کوربن و عثمان اسماعیل یحیی، تهران، ۱۳۴۷ش.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دارالفکر، ۱۹۸۹م/۱۴۰۹ق.
  • ابوحیان اندلسی، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، تحقیق صدقی محمد جمیل، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • جیلی، عبدالکریم بن ابراهیم، الإنسان الکامل فی معرفة الأواخر و الأوائل، تحقیق صلاح محمد عویضه، بیروت، دارالکتب العلمیة/منشورات محمدعلی بیضون، ۱۴۱۸ق/۱۹۷۷م.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • دیوان غزلیات حافظ.
  • زمخشری، محمود، الكشاف عن حقائق غوامض التنزيل، بیروت، دارالكتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سلیمانی اردستانی، عبدالرحیم، درآمدی بر الهیات تطبیقی اسلام و مسیحیت، قم، کتاب طه، ۱۳۸۲ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبيان فى تفسير القرآن، بیروت، دار احياء التراث العربى، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران،‌ ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار إحياء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احياء التراث العربى، ۱۴۲۰ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح طيب‏ موسوى جزائرى، قم، دارالکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالكتب الإسلامية، ۱۴۰۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
  • مک‌گراث، الیستر، درآمدی بر الهیات مسیحی، ترجمه عیسی دیباج، تهران، کتاب روشن، ۱۳۸۵ش.
  • هاکس، جیمز، قاموس کتاب مقدس، تهران، انتشارات اساطیر، ۱۳۹۴ش.
  • «تحلیل فلسفی و عرفانی روح‌القدس در متون دینی، منتشر شد»]، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.

بهرنۍ لینکونه